pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

د پښتو بازار

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی
 

 

 
 
د زندان خبري
     
عبدالله افغان

عبدالله د کندهار ولایت اوسېدونکی یم. زما ورور د استخباراتو لخوا ونیول شو، دهغه دخلاصون لپاره مې هلي ځلي کولي، زه يې هم پرته له کوم جرم څخه له دي امله ونیولم چې ولي د خپل ورور پوښتنه کوم.
لومړی يې نيویم (نود) ریاست ته بوتلم دا رياست د استخباراتو اړوند د ظلم او شکنجو څخه ډ ک ځای دی، د سخت زړه، ظالمو او له خدای څخه نه وېرېدونکو لخوا په دغه ریاست کې (د بندیانو تحقیق، وهل ټکول، سپکول او بې عزته کول) ترسره کیږي.
په لومړیو ورځو کې يې په یوه لویه کوټه کې د نورو بندیانو سره یوځای وساتلم، دغه ورځې دومره ستونزمني وي چې اوس يې هم دهغو ظلمونو د لیکلو توان نه لرم.
توره خولۍ، سره کالي يې راباندي واغوستل، پر بدن يې بل هیڅ شي راته پرينښودی، دژمي په یخو شپو او ورځو کې يې یواځي د زندان په سوررنګه او نازکو کالو کې بندیان ساتل.
سهار به يې له کوټي وایستلم، لاسونه به يې ټینګ ټینګ را تړلي وو، د پنجرو ځای ته به يې بوتلم، هلته به يې په پنجرو کي را وځړولم. ترماښامه به يې په پنجرو کي ځړولی وم. یواځي زه نه وم، ډیری بندیان به يې سهار مهال په پنجرو کي راځړول.
په پنجرو کې دننه چې موږ به يې ځړولي وو، موږته ډوډۍ او اوبه نه راکول کیدي. له ځړیدو سره سره به سپکې سپوري راته ویل کیدي او موږ ته به يې طعني راکولي. چې اوس به مو څوک خلاصوي، دا ځای مو دمرګ دی، او دلته به مړه کیږئ، هیڅوک نسته چې پوښتنه مو وکړي.
ماښام چې به يې له ځړيدو څخه خلاص کړم، ویل به يې چې اوس اقرار وکړه، ما به وویل چې د کوم جرم او کومي خبري اقرار؟ هغوی به وویل چې یواځي دا ووایه چې زه طالب یم. ما به وویل چې زه خو طالب نه یم، زه عادي سړی یم او په بازارکې نیول شوی یم. بیا به د استخباراتو کارکوونکو وویل چې ووایه زه له طالبانو سره پيژنګلوي لرم. ما به وویل چې زه خو يې نه پیژنم. هغوی به وویل چې موږ به ستا سره جوړشو. په سمه خو اقرارنه کوي.
ماښام به يې یخي لویې کوټي ته بوتلو،ټول هغه بندیان چې سهار به يې راځړولې وو، ماښام به يې راخلاص کړل او یخي کوټي ته به يې راوستل، بندیان ډیر وو، او ځای کم وو، په سر به يې توري خولۍ را واغوستلي، وبه يې ویل چې مخونه د ديوال خواته کړئ، ترسهاره به بندیان د ژمي په یخو شپو کې په ويښه پر پښو جګ ناست وو، دخوب اجازه يې نه راکوله ، په لوړ اواز به يې ناري راباندي وهلي چې بندیان په تکلیف کړي.
سخت وهل اوټکول له بندیانو سره کیدل، غټ پایپونه او کیبلونه وو، موږ به یې وتړلو او پړمخې به يې پري ایستلو، پر ملا او کوناټو به يې وهلو، دومره ډیر وهل يې کول، چې سهار ترغرمي او بیا له غرمي وروسته ترماښامه به يې وهلو، زه د وهلو په وخت کې پنځه واره بې سده سوی یم.
وهل يې له حده زیات وو، زما د بند په وخت کې درې بندیان چې ما خپله ولیدل، د ډیرو وهلو له امله شهیدان شول. هغه يې دومره وهلي وو، چې نور نو د ژوندي پاتي کیدو نه وو، دشپي نیمه شپه به راغلل او یو یو به يې د یخي او لو کوټي څخه ایستل، هغو شهیدانو ته دي الله  جنت الفردوس په برخه کړي. چې کورونه او خپلوان به يې له شهادته خبر وي که نه؟ خو هغوی په زندان کې د وهلو له امله د الله د رضا په صورتحال کې خپل روحونه ورکړل. الله  دي ددوی د مظلوميت په برکت یو اسلامي نظام راولي چې هیواد مو نور له دغه ډو ل، ظلمونو، نارواوو، بې ځایه نیولو، او وژنو څخه خلاص شي. الله  دي ددوی قاتلانو ته په دواړو دنیاوو سزا ورکړي.
څلوم بندي چې هغه هم ما خپله ولیدي، سهار يې له یخي او لويې کوټي څخه وایست، سخت یې وهلی وو، ماښام يې بیرته یخي کوټي ته راؤړ، هغه يې په کشولو کوټي ته رادننه کړ، دومره زیات يې وهلی وو، چې هغه نور د ولاړیدو او ناستي نه وو، بندیانو په خپلو منځو کې ویل چې نور د پاتي کیدو نه دی. هغه خوار به دزندان جلادانو کشاوو، په کشولو به يې له یوه ځایه بل ته وړی.
ماښام ناوخته يې زموږ د یخي کوټي څخه په کشولو وایست، بیا دتل لپاره موږ هغه ونه لیدی، بندیانو ویل چې هغه هم شهید شوی دی.
په څو میاشتوکې دا څلورتنه زموږ سره يوځاي په زندان کې وو چې د زندان د کارکوونکو لخوا د ډیرو وهلو له امله شهیدان شول.
په پایپ او کیبل يې پر سرهم بندیان وهل، هغه بندي ما خپله د استخباراتو په اوه لسم (هفده) ریاست کې ولیدی چې پر سر یې په پایپ وهلی وو، سريې مات شوی وو، په سر باندي دوهلو له امله عصبي تکلیف ورته پیدا شوی وو، په هیڅ هم نه پوهیدی د وهلو له امله لیونی شوی وو، الله  دي پر ده او دده پر اولادونو رحم وکړي.
په اوسپنیز پایپ اوډبل کیبل وهلو سربیره يې بندیانو ته سخته او توهینوونکي جزا ورکوله.
د بندې په تناسلي اله پسي به يې دروند وزن ځوړند کړ، بندې به ټینګ ټینګ تړلی وو، ناري او بغاري به يې وهلي، د درد او زحمت له امله به يې ښور نه شو خوړلای، ځکه په عادي ښوریدو يې تکلیف نور هم زیاتیدی. ډیر بندیان به ددغه ډول سزا په وخت کې بې سده کېدل.
په تناسلي الو پسي د وزن تړلو سربیره ځینو نامردو به بندي له (تناسلي الې) ټینګ ونیوی، په داسي حال کې چې د بندي لاسونه او پښې به تړلي وو، د استخباراتو ظالم مامور به په پوره زور سره تاو (پېچ ) ورکړ او د(تناسلي الې) د پیچلو سزا دومره تکلیفي وه چې مرګ ډېر ورباندي ښه وو.
ماته يې څو واره دغه ډول دا سزا راکړه، چې له درده يې بې سده شوم.
يوځل چې د استخباراتو مامور د (تناسلي الې) د پیچلو سزا راکوله ورته ومې ویل چې خدای ومنه، قرآن ومنه دا دبې عزتي عمل مه راسره کوه، ومې وژنه، مړ مې کړه خو داکار مه کوه.
د افغانستان د اسلامي دولت د استخباراتو مامور راته وویل چې ما خدای او قران منلای نو بيا مې ته ولي راوستلي (خدای او قران خو هغه څوک مني چې له امریکا او موږ سره جنګیږي، موږ په خوا له روسانو سره ملګري وو، هغه وخت مو هم خدای او قران نه مانه، اوس له امریکا سره ملګري یو، اوس هم خدای او قران نه منو).
پوره نه (۹) ورځي ما ډوډۍ ونه خوړله، ډوډۍ به یې داسي وخت راوړه چې موږ به تر وهلو لاندې وو، سخت وهل به يې راکول، چې له وهلو به يې پريښودو، د ډوډۍ خوړلو توان به مو نه درلود، یوبه ډیر وهل شوې وو، بل داچې ډوډۍ به سړه او د خوړلو وړ شیان به نه وو.
هره ورځ به يې شلغم (ټېپر) په اوبو کې ایشولي وو، په اونۍ کې يوه ورځ به يې ګازري په اوبوکې ایشولي وي. د زندان خواړه په حقیقت کې د خوړلو وړنه وو.
کله کله به يې بندیانو ته د ولاړېدو او کښېناستو سزا ورکوله. زه یې هم یوه ورځ سهار بوتلم او تر ماسپښين پوري يې په زور کښينولم او ولاړولم. که بندي به په کښېنستلو او ولاړیدو کې لټي کوله له سختو وهلو سره مخ کیدی. مجبوره وو چې داکاروکړي.
له هر ډول وهلو، ټکلو، تعذیب وروسته چې ما ته به يې وویل چې اقرار وکړه او ووایه چې طالب یم، ما به وویل چې زه خو طالب نه یم،عادی سړی یم. د استخباراتو مؤظف مامور به وویل چې:
د کندهار خلک ټول طالبان دي. ما به ویل چې د کندهار خلک ټو ل طالبان نه دي دلته ستاسي سره په کابل کې هم سته، په استخباراتو کې هم کار درسره کوي. هغه به بيا بیا ویل چې: دکندهار خلک ټول طالبان دي.
ډیر وخت به بندیانو ته د نس ناستې رنځ پیداکیدی، رنځور بندي به اړ وو چې څوځله تشناب ته ولاړشي. تشناب ته د تللو په وخت کې به هم د بندې لاسونه ولچک او تړلي وو. کله چې به د شپي مهال هوا سړه وه، د ژمي شپي وي، چې واوره به اوریدله دنس ناستي رنځ به زیات بندیان له دي امله په تکلیف کول، چې کله به تشناب ته ورغی، د استخباراتو مؤظف مامور به د تشناب دروازه نه ورته خلاصوله، رنځور بندي به يې په تکلیف کاوه.او ډول ډول سپکې خبري به يې ورته کولې.
د خرابي ډوډۍ او ناپاکو اوبو له امله به د نس ناستي رنځ زیات وو، زه څوځله د بند په وخت کې په نس ناستي اخته شوم. چې کله به تشناب ته دوم او دریم ځل ورغلم، مؤظف مأمور به دتشناب دروازه نه راخلاصوله، ویل به يې کښينه، هرځل نو نه کیږي چې ته تشناب ته ځي راځې.
د بنديانو توهین زیات وو، داسي توهین چې اسلام، مذهب او زموږ کلتور اجازه نه ورکوي.قصداً به يې داډول توهین کوونکې عملونه له زندانيانو سره کول.
د نيويم (نود) ریاست په لویه یخه کوټه کې د زندانيانو یوله بل سره په خبرو بندیز وو، که کوم زنداني به د اړتیا له امله بل لوري ته وکتل، سمدستي به د استخباراتو د مؤظف مأمور له خوا څخه تر وهلو ټکولو لاندی راتلی، بندې به يې په ناحقه راغورځار کی، په داسي حال کې چې د بندې په تن به یواځي د دوی لخوا ورکړل شوی سور قمیص وو، بې رحمه د استخباراتو کارکوونکی به له کلکو بوټو سره پکې ختی او په لغتو به يې واهه.
زندانيانو له راتلونکي څخه د ویري او ډار له امله ډیر وخت وروسته راغلي هیئت ته هم د استخباراتو دظلم ، ځور او جبر حال نه شو ویلای.
يوځل چې امريکايې او ورسره ژباړن افغان زندان ته راغلل، د زندانيانو څخه يې پوښتنه کوله چې زیات وهل او ټکول خو به نه وي. احسان الله د خوګياڼو ولسوالي، د ننګرهار ولایت اوسيدونکي د استخباراتو د کارکوونکو ډیر لږ له هغه ظلمونو اوبدو کړنو څخه ورته وویل. کله چې امریکايې ولاړی، افغان جاسوسانو احسان الله دومره زیات وواهه چې د میاشتو میاشتو وهل يې په یوه ورځ ورکړل. ټولو بندیانو يې چغي او بغاري اوریدلي، د استخباراتو کارکوونکو زندانیانو ته ویل چې هرڅوک زموږ څخه شکایت کوي دغه حال به يې وي، په دي ډول يې زندانیان سخت ویرولي وو چې که ددوی د ظلمونو، وهلو ټکولو او توهین کولو خبري بهرنیانو او یا کوم بل راتلونکي هیئت ته وکړي له نور سخت تکلیف او شکنجي سره به مخ کیږي.
دوهلو سربیره يې د احسان الله په دوسیه (د یادښت کتاب) کې په هغه پسي ډیر جرمونه او داسي کړني ولیکلي چې په راتلونکې کې دهغه بار نور هم دروند شو. خدای خبر چې اوس به يې په اساني سره پريږدي.
د وهلو په زور به يې په زندانې هغه څه ویل چې هغه به نه وو کړی، او د وهلو په زور به يې ناحقه اقرار ورباندي وکړ، همدغه به يې د زندانې په دوسیه کې ولیکل، چې کله به زنداني اوه لسم (هفده) ریاست ته یوړل شو، هلته به هم له وهلو ټکولو سره مخ وو، که بندې به وویل چې اقرار په زور او جبر را باندی شوی دی، تازه دمو جاسوسانو به بندي راچپه کړ، دومره به يې وواهه چې بیا ځل ونه وايې چې په زور اقرار راباندي شوی دی. جاسوسانو به ویل چې اقرار دې کړي او س منکر يې، موږ به درسره پوه شو. پایله به يې د استخباراتو په اوه لسم ریاست کې هم په زندانې د وهلو او ټکلو په زور ناحقه اوناسم اقرار کاوه او دبندي ګوته به يې په زور د لیکلو خبرو په پای کې لګوله. ډیری بندیان خو په لیک او لوست هم نه پوهیدل، د استخباراتو مامورینو به په خوله یو څه ورته ویل او لیکلي به يې بل څه وو، د نالوستي بندې ګوته به يې د کاغذ په پای کې ورڅخه ولګوله او دهغه جرم به يې دروند لیکلی وو. حال داچې نالوستی بندې به خبر هم نه وو چې جرم يې څه شی دی.
په نویم (نود) ریاست کې مې شل ورځي او شپي تیري کړې. ډیري سختي شپي او ورځي وې. توهین او بې عزتي پکې زیاته وه، لمانځه او د قران کریم تلاوت ته نه پريښودل کیدلو، چې کله به مو لمونځ کاوه، د استخباراتو مامورینو به وهل او ټکول پیل کړل، په لوړ اواز شکنځل ، ستغي سپوري به يې کولي. ترڅو په لمانځه کې زموږ مزاحمت وکړي. په یخه لویه کوټه کې یو دانه قرانکریم ایښودل شوی وو، چې کوم بندې به د قران کریم تلاوت پیل کړ. لږ وروسته به د وهلو لپاره غوښتل کیدی، چې د قران کریم تلاوت پريښودو سره سره به يې وهل هم خوړل. په دغه ډول يې زندانیان له عباداتو او تلاوت څخه منع کول.
په نود ریاست کې بنديان د کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، غزني، وردګ، پکتيا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کونړ او ځینو نورو ولایتونو څخه پښتانه وو، ما خپله په نود ریاست کې پرته له پښتنو بل څوک ونه لیدل.
د استخباراتوپه اوه لسم (هفده) ریاست کې يې هم زیات ووهلم خو د نود څخه هلته وهل کم وو، موږ يې دلته خوب ته پريښودلو، ولي په نود کې يې خوب ته نه پريښودلو، په هفده کې يې کوټي هم راکړې وې، ټول زندانيان يې په یوه کوټه کې نه وو ساتلي، مګر کوټي سړې وې او د سړې هوا له امله زندانیان په تکلیف وو.
په دواړو ځایو (نود او هفده) کې د ډاکټر ستونزه وه، دارو درمل نه وو، د بنديانو روغتیا ته پام نه کیدی. په هفده کې د ډاکټر په نوم يې یو تن کښېنولی وو، چې کله به بندې ورغی یو ډول بې کیفېته د درد ګولۍ ورسره وي هغه به يې ورکولې. چې د بندیانو په درد نه خوړل کیدلې.
ما د زندان په ټول وخت کې داسي څه ونه لیدل چې ماته د يوې سمي خاطري په ډول را یاد شي. ټولي بدي خاطري لرم.
د استخباراتو کارکوونکي د ناسمو معلوماتو ، د کليوالو په منځ کې د خپلمنځي ستونزو او تربرګلوي تضادونو له امله ډیر خلک نیسي، چې کوم چا ورته وویل چې طالب دي، او یا په کلي کې دوو تنو جنګ وکړ، یو ورشي ورته ووايې چې پلاني طالب دي، دوی يې پوښتنه نه کوي، بندي کوي يې ، وهل او ټکول ورکوي، په زور اقرار ورباندي کوي او په پایله کې د طالب په نوم قید ورکوي.
ټولو بنديانو په زندان کې ویل چې د افغانستان د استخباراتو تر کارکوونکو بهرنيان ښه دي، هغوی له بندیانو سره دومره ظلم نه کوي، ځکه موږ د بګرام څخه خلاص شوی بندیان لیدلي دې، له هغوی سره عموماً دا ډول بدي کړني نه کیږي.
زه چې يې هر څومره ووهلم داچې بې ګناه وم او ثبوت يې پيدا نکړ، پایله کې يې را پريښودم، خو ویره لرم چې د روحي ناروغي سربیره به نوري ناروغۍ هم ډیري راته پیداشوې وي. یوه ناروغي به د استخباراتو زندانيانو ته دا هم وي چې اولادبه يې له میرمني څخه نه کیږې داځکه چې په زندان کې يې په تناسلي الو پسي درانده وزنونه او تناسلي الې پیچل کیږي.چې دغه ډول کړني د اولاد د مخنيوی لامل ګرځي.
له زندان څخه له خلاصیدو وروسته هم د شپي په خوب کې ویریږم، هغه د زندان سختي وحشتناکي صحني په خوب وینم، په خوب کې مې ترغوږو د شپي ناري او لويې چيغي کیږي، په پنجرو باندي ځړول، په تناسلي الو پسي د وزن ځړول او پیچل په خوب کې وینم ، دغه ډول خوبونو نا ارام کړی یم، نه پوهیږم چې تر کومه وخته به دغه حالت راسره وې.
زه په پای کې ځيني لنډي سپارښتني لرم،الله  دي وکړي چې زما سپارښتني د عدلي وزارت، څارنوالي، بهرنيان،او د ملکي ادارو کارکونکي او د استخباراتو هغه کارکوونکي وويني چې ځان ته د بشر دوست يا مسلمان نوم کاروي که وکولای شم ددغه ډول ظلمونو په یادولو سره نورو زندانیانو ته اسانتیا وي برابري شي.

د اسلام، مذهب او کلتورله سپکاوي څخه دي د استخباراتو مأمورين ډډه وکړي.

د کفر او شرک له خبرو کولو څخه دي ډډه وشي، موږ افغانانو له روسانو او دهغوی لاسپوڅو(ډیری د اوسني استخباراتو کارکوونکو) سره دکفر د مخنيوې لپاره یونیم میليون شهيدان او یو ميليون معيوب ورکړل.

له زندانيانو څخه د وهلو، ټکولو او ځوړندولو په ومت کې په زور اقرار اخیستل دي په محکمو کې نه منل کیږي.

په خاص ډول په تناسلي الو پسي د وزن ځړول او پیچل دي په زندانونو کې بند او څارنه دي هم ؤشي. که کوم د استخباراتو مأمور ددغه ډول عمل مرتکب کیږي سزا دي ورکول شي.

د استخباراتو په زندان کې د زندانې پاتي کیدو لپاره دي ټاکلې نیټه او ورځي وټاکل شي، او له ټاکلې وخت تېرولو وروسته دي زندانې د استخباراتو له زندان څخه کوم بل مناسب ځای ته یوړل شي او یا خو دي خوشی شي.

له ښکاره ثبوت څخه پرته دي هیواد وال د طالب او ترهګر په نوم د شخصي تضادونو له امله زندان ته نه وړل کيږي. که کوم زندانې بې ګناه ثابت شي، د هغه چا (راپور ورکوونکې) څخه دي پوښتني ګرويژني وشي چې ولي يې دده په اړه ناسم راپور وړاندي کړی وو.

له زندانيانو سره دي په زندان کې سیميېز او ژبني تعاصب څخه په کلکه مخنيوی وشي.

د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، عدليې وزارت، د بشر د حقونو څخه دملاتړ اداري، او که ممکن وي په کابل کې د پخوانيو طالبانو څخه دي هم یو تن وي، د بنديانو سره د لیدني کتني او دهغوی د ستونزو د حل کولو کمیسون نوم دي ورکول شي. دغه کمیسون ته دي پوره واک ورکول شي چې د بې ګناه بندیانو په اړه پریکړه يې ټولو دولتي ادارو ته د منلو وړ وي.
 هڅه دي ؤشي چې کمیسون په اونۍ کې دوه او یا درې ځله له بنديانو څخه لیدنه کتنه وکړي. او دلیدني پرمهال دي د استخباراتو لخوا څخه د پټو کوټو او پټ کړل شوو بنديانو پلټنه هم ؤشي، څو بنديان له کمیسون څخه پټ پاتي نه شي.

هیئت دي له بنديانو څخه په ساتلي او ځانګړې ځای کې پوښتنه وکړي، داسي ځای چې د استخباراتو مأمورین، مؤظف څارنوال او د زندان کارکوونکي او مشران نه وي. څو بندي په ازاد ډول د ناوړه کړنو څخه هیئت ته معلومات ورکړي.

داسي هم کیدای شي چې د زندان څخه په اونۍ کې د لس تنو په شاوخوا کې بنديان له زندان څخه دباندي کوم خوندي ځای ته یوسي او هلته بیا په ازاد ډول د استخباراتو د مأمورینو د بد چلند او ناوړه کړنو پوښتنه له زندانيانوڅخه وکړي.

که په زندان کې کوم تن دوهلو له امله شهید کیږي او یا معیوب کیږي، دهغه په اړه دي بشپړه پلټنه ؤشي، د جرم مرتکب ته دي سخته سزا (اشد مجازات ، قصاص) ورکول شي، او دسزا د عملي کیدو پروسه دي د کمیسون لخوا څخه مستقيماً څارل کیږي، څو مجرم په سزا ورسيږي.

زندانيانو ته دي د مناسب کیفيت لرونکي ډوډۍ په خپل وخت ورکول شي او د ډوډۍ په وخت کې دي زندانيان نه وهل کيږي.

لوی الله (ج) ته سوال او زارۍ کوم چې ټول بې ګناه زندانيان خلاص او خپلو کورونو ته ولاړشي. ترڅو داستخباراتو د بې رحمه، ظالمو او زړه ناسوانده کارکوونکو له شکنجو څخه ازاد او په امن شي. آمين

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2018 Sabawoon. All rights reserved.