pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
د منډيلا او غفار خان د تګلوري معکوس حرکت او تر شايې پټ لاسونه
نظرمحمد مطمئن

يو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، هیڅ نارينه او يا ښځينه او هیڅ وګړی او قوم پر يو او بل برتري نه لري، د انسانانو تر منځ د ښه والي او غوره والي معيار يواځي تقوا او اسلامي اعتقاداتو ته ژمنتيا ګڼل کيږي
داهغه څه دي چې زموږ دين او مذهب يې لارښوونه او سپارښتنه کړي ده، په اسلامي اوکفري نړۍ کې تل هغه خلک ستايل شوي چې هغوی د تعصب پالنه نه ده کړي، مذهبي، قومي او سيمئيز افراطيت ته يې لمن نه ده وهلي.
تر ټولو نږدې مثالونه چې اوس يې زموږ ډیری ځوانان ستايې هغه د پښتون قوم خان غفار خان نوم ډیر په آنلاين رسنيو کې ليدل کيږي، دهغه په وياړ پښتانه ځوانان له دې امله کنفرانسونه جوړوي چې سوله ايزه لاره يې غوره کړي وه، ددې له پاره يې ستايې چې ړوند تعصب او ړوند تقليد يې نه کاوو.
غفارخان له دي امله هم اوسنی قشر ستايې چې له ګاندي سره يې نږدې اړيکې درلودلي، که څه هم ګاندي يو هندو وو، او اسلام ته ژمن نه وو، ولي د دواړو مشرانو نظريات په ځينو ټولنيزو مسايلو کې يو وو، دواړو غوښتل چې د خپلو خلکو او ملتونو مشروع غوښتنې د سولئيزي لاري څخه لاس ته راوړي، داوړه مشران د تشدد او ناامني مخالف وو.
نلسن منډيلا چې ټولې چاپې، ږغيږي، پرليکه او انځوريزي رسنۍ يې پر آند او تګلارو خبري کوي، دهغه وړتيا بله نه وه، يواځي دا وه چې تعصبي چلند يې ختم کړی، هغه د قوم، پوست، سيمې او مذهبونو تر منځ د افراطيت په مقابل کې په سختو وختونو کې کلکه مبارزه وکړه، او په دي لاره کې يې زندان او زجر ومانه، خو خپله تګلاره يې پرينښودله، پایله داچې افريقا ته يې نوي څاه ورکړه.
دنلسن منډيلا له تعصبه پرته سولئيزه مبارزه وه چې دهغه دمرګ په ورځ يې دهغه مخالف او موافق ګرده اړ کړل چې دهغه درناوی اداء کړي، د امريکا ولسمشر هغه د نړۍ له پاره دروند شخصيت وګاڼه او دهغه تګلاره يې وستايله په داسي حال کې چې په شمار څوکلونه مخکې لا همدغه ددوی په ژبه دروند شخصيت د امريکا په تور لسټ کې شامل وو.
دبرتانيا لومړی وزير خو حتی خپل احساسات د يو لوی هيواد د لومړی درجه سړي په توګه قابو نه شوای کړای، او د نلسن منډيلا مينې د خپل هيواد د پارلمان تر پوښتنو ورساوه.
ټوله نړۍ لګيا ده، يو کيږي، تعصبونه له منځه وړي، د قومي، مذهبي او سيمئيزو تعصبونو د کموالي او له منځه وړلو له پاره ستراتيژيک پلانونه جوړوي، او ننۍ اروپا توانيدلې ده چې په خپلو هيوادونو کې قومي او سيمئیز تعصب او تشدد له منځه يوسي.
يواځي درېيمه نړۍ هيوادونه دي چې د پرديو د ګټو له پاره د پرديو په اشاره لاهم لګيا دی، د قومي، سيمئيز او مذهبي تعصبونو اور او افراطيت ته لمن وهي
روسان چې کله هم پوه شول چې په افغانستان کې شرمیدونکې ماتې سره مخ دي، کاجي بي په خپل ټول توان سره هڅه وکړه چې زموږ په ګران هيواد افغانستان کې قومي او سيمئيز تعصب ته هواء ورکړي، ترڅو افغان ولس په خپلو منځونو کې په جنګ اخته کړلای شي.
داچې د افغانستان تاريخي، کلتوري او دينې جوړښت الله ج داسي جوړ کړي چې د نړۍ دغه قدرتمنده استخباراتي کړۍ ونه توانيده چې زموږ د ملتونو تر منځ اور بل وساتلی شي دا هم دالله ج فضل او کرم بولو، که څه هم د لنډ مهال له پاره ځينو پردي پالو سياسي مشرانو ځينې ناپوه ځوانان وکارولای شول چې د قوم او مذهب په نوم يې په ناروا جګړه کې شکېل کړي.
کاجي بې خپل شوم اهداف ګورته يووړل، ونه توانيدل چې افغانان د پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، نورستاني او بلوچ په نوم د يو اوبل په مقابل کې وجنګوي، دا ډول د ګاونډيو او سيمئيزو هيوادونو استخبارات هم ونه توانيدل چې افغان ولس د سني او شيعه په نوم د مذهبي افراطيت تر نوم لاندي وجنګوي.
دامریکا د يرغل له پيله همدغه د کاجي بي نابشپړه پروژې د پلې کولو هڅي سي آی اې پيل کړي دي، د بن په لومړي کنفرانس کې يې د لومړي ځل له پاره زموږ حکومتي جوړښت چې د لياقت او پوهې له مخې بايد ټاکل شوی وای د قومي او مذهبي جوړښت له مخې يې د حکومت کابينه جوړه کړه.
په تيرو دولس کلونو کې ټول مهال هڅه شوې چې د قوم، سيمې او مذهب تر نوم لاندي وزیران، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي وټاکل شي، تر دې حده چې ولايتونه مو هم دهمدغه ناسم وېښ قرباني شول.
تر ټولو وروستۍ پيښه يې درې وزيران دي چې يو هم د مسلک او پوهې له مخې ونه ټاکل شول، يواځي د سيمې او قوم په نظر کې نيولو سره هرڅه ترسره شول، د کورنيو چارو وزیر چې په دي برخه کې پخوانۍ تجربه يې په نشت حساب ده، د بهرنيو چارو وزير چې اصلا ددغسي مهم پوسټ وړتيا حتی په دغه ډول مهم وزارت کې د دويم او دريم نمبر چوکۍ وړتيا هم نه لري، د اوبو او بريښنا وزير چې بيخې په دغه برخه کې بلدتيا نه لري، دا ټول هغه څه دی چې موږ د پرمختګ ، ورورولي او يووالي پر ځای پاتي والي، او وېښلو ته بيايې.
د پيټريوس تجربې په عراق ښه کار ورکی، هلته يې د سني او شيعه په نوم د جنګ د پروژې پلان بشپړ کامياب شو، کله چې له هغه ځايه افغانستان ته راغی، همدلته یې هم ورته هڅه وکړه، ولي له نيکه مرغه د سني او شيعه ترمنځ د جنګ پروژه او پلان يې کار ورنه کړ او دغه پلان يې ناکام شو، چې تر ټولو جوت مثال يې د مراد خاني چاودنه ګڼلای شو چې پر وخت يې د شيعه او سني امامانو له خوا مخه ونيول شوه، او د مرادخاني په چاودنه کې يې د استخباراتي کړيو لاس ولس ته روښانه کی.
د پيټریوس بل مهم پلان د اربکيانو په نوم قومی او سيمئيزي مليشي جوړول وو، چې په دي برخه کې تر يوه حده دامریکا چارواکې او استخبارات وتوانيدل ، ولي هغه ډول چې ددوی توقع وه هغسي لاسته راوړني يې ونه لرلي، او په ټوله کې د پلان شوو پاڅونونو او اربکيانو څخه هم امريکا مايوسه ښکاري.
له څه مودې راهیسي د هويت په پاڼو کې دافغان کليمې پر سره ناندرۍ رواني وي، چې دغه ناندريو په مشرانو جرګه کې ددغې جرګې غړي اړکړل چې يو بل د اوبو په بوتلونو وويلې، يو او بل ته ناسم الفاظ وکاروي.
زه ددي سخت مخالف یم چې دافغان کليمه دي د هويت پاڼو څخه ليري شي، او که چيرته داکار کيږي، زما په آند تر ټولو ښه به داوي چې ددغو پاڼو د وېښ مخه ونيول شې او په هیڅ ډول اجازه ورنه کول شي چې پاڼې توزيع شي.
داهم سمه نه بولم چې يواځي پښتون قوم دي د هويت پاڼو له اخستلو ډډه وکړي او بايکاټ دي ورسره وکړي، دايې دحل لاره نه ګڼم، ځکه زموږ د نورو قومونو خلک به يې واخلي او په راتلونکې کې به ستونزه وي، ټول هغه کسان چې د نړيوالو استخباراتو په دغه ډول کړنو پوهيږې بايد چې ددغه ناوړه کار مخنيوی وکړي، زه ډیر خوشاله شوم چې يوه ملګري راته وویل چې د استخباراتو پخواني رئیس امرالله صالح ددي سره سخت مخالفت کړی چې دافغان کليمه دي په هويت پاڼه کې نه وي، هغه ویلې چې دازموږ هویت دی او د افغان کليمې ذکر په هويت پاڼه کې حتمې دی.
رمضان بشر دوست بله مهم ه او افغان ولس کې له نفوذه ډکه څیره ده چې د هزاره توکم سره تړاو لري، هغه دافغان کليمه د ځان او خپل قوم له پاره وياړ ګڼي.
داچې په وروستيو ورځو کې ځينو کړيو زموږ د ځينو افغانانو په واسطه هڅې پيل کړي چې د پښتون قوم او نورو قومونو ترمنځ فاصله پيداکړي، د ر سنيو او بيلابيلو لارو قومونه د يو اوبل په مقابل کې وهڅوي، داهغه د کاجي بي زړه پروژه ده چې ناتکميله پاتې شوه، اوس يې سي آی اې عملي کولو ته ملاتړلي ده.
تر ټولو بده داده چې زموږ ځينې روڼ آندې او حتی په ټولنه کې مطرح کسان د سي آی اې په دغه ناوړه جال کې راګير شوې دي، که دغه وروڼه ناخبره په دي پروژه کې کارول کيږي اميد دی چې ځانونه ورڅخه وباسي او که چيرته خدای مه کړه د سي آی اې د پلان د عملي کولو برخه وي، نو دوی دي پوه شي چې تاريخ هیڅ څه نه پټوې، يوه ورځ به ددوی نومونه هم د افغان ولس سره د خيانت په تور لسټ کې راښکاره کيږي.
زه داهم ناسمه ګڼم چې کورنۍ رسنۍ دغې ناوړه پروژي ته اګاهانه او يا نااګاهانه کار وکړي، او زموږ ولس پر قومې ، سيمئيز او مذهبی تعصب ووېښي، زه پوهيږم چې دهر قوم ځينې کسان له دې امله په غوسه دي چې د خپلو حقونو څخه بې برخې شوې دي، او ځینې وختونه له ناسم چلند سره مخ شوي.
زه پر دی هم پوهيږم چې په کابل کې پښتون قوم د واک، زور او نظام له کبله اوسمهال په اقليت کې راځي او خپل حقونه ورته نه دي ورکول شوي، دا ډول زموږ تاجک وروڼه هم ادعا لري چې د دوی حقوق خوړل شوي، او يواځي هزاره قوم دی چې سياسي مشران يې لږ تر لږه قانع دي.
کاشکی همدغه خلک چې نن په رسنيو او د خلکو په سره په غونډو کې د پښتون او يا تاجک په نوم کارولو سره د حقونو غوښتنه کوي ، داسي وکړي چې همدوی او ددوی کورنۍ خپله يو دبل مقابله وکړي او زموږ ځوانان ددغې ناوړه پروژي د خامو موادو په ډول ونه کاروي.
زه باوري یم، چې نن هغه څوک چې د پښتون په نوم ډيري ناري وهي، هیڅکله به هغه خپل ځوی، خپل ورور او خپل نږدې ملګري ته اجازه ورنه کړي چې عملا له تاجک سره جګړه وکړي او يا ورسره مقابله وکړي، بلکه هڅه به يې داوي چې ځينې احساساتي پښتانه د پښتون په نوم وکاروي.
هغه تاجک چې ځان دتاجک د حقونو مدافع ګڼي او د تاجک د قوم په نوم معامله کوي، زه باوري یم، چې نه خپله، نه خپلې کورنۍ او نه خپلو نږدې ملګرو ته اجازه ورکوي چې عملا له پښتون سره جنګ وکړي او يا ددوی په اصطلاح د تاجک دحقونو د لاسته راوړلو له پاره مقابله وکړي، يواځي غواړی چې له دي لاري ځانونه مطرح کړي او ځينې ناخبره احساساتي تاجک ځوانان د سي آی اې د پروژې د خامو موادو په ډول وکاروي.
په ټوله کې د قومونو ترمنځ د بدبينې، اختلاف او جګړي قربانيان به بيا هم زموږ مظلوم او بیچاره افغان ولس وي، او سياسي ګوډاګيان به له دي لارې خپلې کورنۍ تغذيه کوي او مالي ګټې به ترلاسه کوي.
زه پوهيږم چې من حيث يو پښتون دغه ډول ليکنه به په دغو حساسو شرایطو کې مثبت او منفي غبرګونونه ولري، ولي ځان مسؤل ګڼم چې دنړيوالو استخباراتو له دغې ناوړه پروژې څخه تر ټولو لومړی پښتون او بيا وروڼه قومونه خبرشي تر څو د نورو د ګټو قرباني نه شي.
داهم ویل غواړم چې زموږ د مشروع حقونو دترلاسه کولو له پاره علمې او سوله ايزي لاري ولټول شي او دهغو لارو هڅه وشي چې خپل حقونه ترلاسه کړو.
يوه مهمه خبره چې غواړم له افغان حکومت او تاجک وروڼو څخه غوښتنه وکړم، چې د جنرال طاقت نيول هم دغې پروژې ته لاډیره هواء ورکوي (زه د جنرال طاقت له ډیرو خبرو او نظرياتو سره موافق نه يم، د يو پخواني کمونسټ پلوه جنګې جنرال او د خاد د پخواني رئيس په سترګه ورته ګورم)، او کيدای شي ځينې پښتون ځوانان احساساتی غبرګون ته لاس کړي، ښه داده چې پردې مسئله نوره درنه ډبره کيښودل شي او جنرال طاقت چې پخښنه غوښتي همهغه کافي وګڼل شي (ويل کيږي چې د جنرال طاقت په کور کې تاجک توکمه ميرمن ده، او دهغه لوڼې هم تاجک توکمو ته واده دي) او نور هغه هم له توقيف او د څارنوالي له څارنې څخه برائت ترلاسه کړي.
۱۴ ډسمبر ۲۰۱۳

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.