pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 

نیویارک ټایمز: دوهم ځلې انتخابات او د جعکارئ احتمال

د امریکا غږ

نیویارک ټایمز په افغانستان کې د خاص استازی کای ایډه له قوله لیکی چې نه غواړي هغه څه بیا تکرار شي چې په لومړی ځل انتخاباتو کې پیښ شول.

نیویارک ټائمزورځپاڼی د شنبی د ورځی په گڼه کې د افغان او بهرنیو مامورانو له قوله لیکی چې احتمال نلری د تیر اوړی د جمهوری ریاست د انتخاباتو جدی ټگی برگی د نومبر د اومی نیټی د دویم ځلی انتخاباتو کې په عینی اندازه تکرار شی مگر بالکل له منځه نشی تلای.

ورځپانه لیکی، اندیښنه داده، احتمال لری چې کم شمیر خلک په انتخاباتو کې گډون وکړی او ددی دلیل دافراطیانوگواښونه، په ځینو سیمو کې سړه هوا ده چې لا پخوا صفر درجی ته رسیدلی ده،او دافغانانو ترمنځ ددویم ځلی انتخاباتو لپاره علاقه کمه شویده .

ورځپاڼه په افغانستان کې دخاص استازی کی .ایډی. له قوله لیکی چې هیڅ یو موږ نه غواړو چې هغه څه بیا ولیدل شی چې په لومړی ځل انتخاباتو کې پیښ شول. دی وائې، موږ په انتخاباتو کې ټگی برگی د له منځه نشو وړای مگر کمولای یې شو. ښاغلې ایډی وویل، دا به ډیره مشکله وی چې هغه افغانان تشویق کړو چې په کلیوالو سیمو کې اوسیږی او دانتخاباتو په باره کې ډیره کمه تجربه لری چې په دویم ځلی انتخاباتو کې رایه ورکړی. ډیر افغانان پدی عقیده دی چې انتخابات تیرشویدی.

ورځپاڼه لیکی چې د اگسټ په شلمه نیټه انتخاباتو تقریبآ اته دیرش فیصده خلکو رایه ورکړی وه او اکثره څارونکی توقع لری چې داځل به ډیر کم شمیر خلک په انتخاباتو کې برخه واخلی.

که څه هم چې ښاغلې لودین دا منی چې دهغه ځینی ماموران دانتخاباتو په ټگی برگی کې لاس لاره ، دهغې ملامتی دی په کمیسیون نه اچول کیږی. هغه وویل، موږ یوسلو شپیته زره کارکونکی استخدام کړی وو چې د انتخاباتو چاری پر مخ بوځی. دوی چې اشتباه کړیده نو ددی معنئ دا نده چې کمیسیون دا کار کړیدی.

ښاغلی لودین وویل،دی به په ولسوالیو کې دانتخاباتو ځینی کمیشنران برطرف کړی او نور به مختلفوځایونو ته بدل کړی. هغه وویل، پدی باره کې پریکړه نده شوی چې څومره ماموران به له خپلو وظیفونه لیری کړی مگر دملگروملتونو عمومی منشی بانکیمون دچهارشنبی په ورځ ویلی وچې ملگری ملتونه به تقریبآ په ولسوالیو کې تقریبا دوه سوه دانتخاباتو کمیشنران له خپلو وظیفونه لیری کړی.

نیو یارک ټائمز ورځپاڼه لیکی ، داسی ښکاری چې ښاغلې ایډی خپل ځان په انتخاباتو کې دټکی برگی نه لیری ساتی چې وائې،ملگرو ملتونوچې کوم شی وکړ هغه دا وچې دغه ټگی برگی کشف کړی .

ورځپاڼه لیکی چې دامریکا پخواتی سفیر ښاغلی پیټر گالبرت دښاغلې ایډی په ډله باندی انتقاد کړی وچې ملگرو ملتونو په انتخاباتو کې دټگی برگی په باره کې ډیر نرم دریځ غوره کړی و.

ښاغلې گالبرټ د سپټمبر دمیاشتی پوری دښاغلې ایډی مرستیال واو وروسته بیا له خپلی وظیفی نه لیری کړی شو. دښاغلې گالبرټ دانتقاد نه وروسته ښاغلې ایډی او دهغه ټیم اعلان وکړ چې دوی دی ته ورته نتیجوته رسیدلی وو. ښاغلی ایډی وویل، موږ له ډیرو زیاتو طریقونه کاراخیستی وچې دغه ټگی برگی کشف او مخه ئې ونیسو مگر په لومړی سر کې موږ دا کشف وکړ . ما دانتخاباتو دشکایتونودکمیسیو له پنځو غړو نه دری غړی مقررکړی و. زه په دغه جریان باور لرم.

ماموران وائې، کوښښ کیږی چې په راتلونکو انتخاباتو کې دټگی برگی احتمال کم شی . پدی انتخاباتو کې یوازی دوه تنه کاندیدان دی ، په تیرو انتخاباتو کې یو څلویښت کاندیدان وو او دا ځل به دولایتی شوراگانو انتخابات هم نوی.

نیویارک ټائمزورځپانه لیکی ، بین المللی قواوی وائې، خپل پام ئې امنیتی او لوژستیکی موضوعاتو ته اړولی دی چې دهیواد لیری پرتو سیمو ته درایه داچولو پاڼی ورسوی چې کیدای شی په دو هفتوکې واوری پکی وشی.

دانتخاباتو نه وروسته دوی به درایو صندوقونه خپلو مربوطه مرکزونو ته ورسوی چې رایه به وشمیرل شی او تصدیق به شی.

ورځپاڼه لیکی ، اسټرالییائې برید جنرال ډامیان کانتویل چې دانتخاباتو دامنیت څارنه کوی، وویل، دی چمتو دی چې دممکن حده پوری دانتخاباتی حوزو امنیت وساتی مگر ده خبرداری ورکړچې دوه هفتی زیات وخت ندی.

جنرال کانټویل وویل، زه امنیت غواړم . ما دوی ته وویل، که تاسی دا خبره کوی چې امنیت دی نو زه به خپل ټیم ولیږم.

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.