pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د افغانستان د تجزیی په اړه د پاکستان خوبونه او د جرمنی هیلی
     
احمدالله رحمانی
لیکوال

د افغانستان کورنی ستونزی هغه اندازی ته رسیدلی دی چی ددی هیواد راتلونکی یی پوره له خطر سره مخامخ کړی دی . کورنی جګری روانی دی ، امریکا د افغان هیواد په غم کی نده بلکه خپل هدفونه مخ ته بیایی ، اداری فساد په لوړه پیمانه لیدل کیږی ، قومی توپیرونو ته لمن وهل کیږی ، څوک پر دین ټینګار کوی ، څوک پر سیاست ، څوک پر قوم او څوک پر منطقه . سبا ورځ به امریکا او ناټو امنیت په بشپړه توګه و افغان دولت ته ور تسلیم کړی او بیا به افغان دولت ددی ستونزو او خنډونو په مقابل کی مقاومت ونه شی کولای چی په پایله کی به یی کورنیو جکړو ته نور هم لمن ووهلی شی ، او حالات به له واکه ووزی . دا هغه حالات دی چی د لوی افغانستان دښمنان په هیولد کی دننه او هم د هیواد نه بهر د همدی ورځی په انتظار کښی ناست دی تر څو وکولای شی ، افغانستان پر څو ټوټو وویشی .
د المان یوه ورځپاڼه لیکی : که څه هم ناټو او امریکا د خپل وتلو سره سره په افغانستان کی زیاد سرتیری پریږدی تر څو هلته خپلی اډی وساتی ، خو بیا به هم پښتانه له یوه پلوه او تاجک ، هزاره اوازبک له بله پلوه یو له بله سره جنګیږی ، چی په هغه وخت کی به بیا بهرنی هیوادونه له خطرونو سره مخامخ کړی . ددی لپاره چی نړی د افغانستان له پلوه ارامه یی او د هغوی سره وجګړو ته ور کش نه کړل شی ، ښه به دا وی چی دا هیواد پر شمال ، جنوب او منځنی مناطقو وویشل شی . په شمال کی به تاجک اوازبک ځانته هیواد جوړ کړی ، په منځنی افغانستان کی به هزاره هیواد جوړ کړی او جنوبی منطقی خو د پښتنو دی . نومونه یی کیدای شی چی شمال افغانستان، منځنی افغانستان او جنوبی افغانستان وی او یا هم هر یو ځانته نوی نومونه ولټوی .
 ورځپاڼه زیاتوی چی د افغانستان ویشل به یو لوی خطر له ځانه سره راوړی هغه داچی امکان یی موجود دی چی د جنوب پښتانه د ډیورند د کرښی د ها خوا پښتنو سره لاس يو کی او د لوی افغانستان د جوړولو هڅه به وکی  چی داکار به هم دشمال د افغانانواو هم د پاکستان په زیان تمام شی . ورځپاڼه زیاتوی چی د امریکا له بعضو حرکاتو او څرګندونو نه جوته کیږی چی هغوی یو لوی پښتونستان (افغانستان؟) منلای شی ، دا ځکه چی هغه وخت به بیا د پښتنو په منځ کی تاجک ، هزاره او ازبک نه وی او هغوی به په خپل منځ کی جکړی ونه کړی . ورځپاڼه زیاتوی چی امریکا به له داسی امکاناتو سره سره خپل نفوذ پدی منطقه کی له لاسه ورنکړی دا ځکه چی پاکستان د یوه بی ثباته هیواد په حیث اټومی وسله لرونکی دی او دا وسله باید د تروريستانو له منګولو نه وژغورل شی . امریکا په همدی دلیل اوس د طالبانو سره په پټو خبرو لګیا دی او څنګه چی د امریکا کانګرس او عامه اجتماع ژر تر ژره له افغانستان نه د خپو سرتیرو ایستل غواړی ، نو د حالاتو نه داسی اخیسته کیږی چی امریکا به د طالبانو سره یو اړخیزه تړون لاس لیک کړی او هغوی ته به وبریښوی چی د ډیورنډ د ها خوا پښتنو سره یو ځای شی . داچی طالبان به داسی پریکړی و منی او د امریکا په مقابل کی به جګړه بس کړی او که نه ، دا به وروسته مالومه شی .
نوری رسنی بیا لیکی چی امریکا په افغانستان کی سیاسی او جغرافیایی هدفونه لری چی هغه به هغوی په هر شکل چی وی ، مخ ته به بوزی . که طالبان بیا پر واک راشی او دامریکا اډی په افغانستان کی ومنی ، نو بیا به امریکا هم د خپلو هدفونو سرته رسولو لپاره حاضره شی ، د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژنی او هغوته پوره اختیار ورکړی . امریکا پدی صورت کی طالبانو ته وعده ورکوی چی دهغوی په کورنی چارو کښی به مداخله ونه کړی او نه به د یو خاص قوم پلوی وکړی . ددی خبرو مانا داسی راځی چی بیا که پښتون ، تاجک ، هزاره او ازبک په خپل مابین کی جګړو ته دوام هم ورکړی ، امریکا به یی منی او مداخله به ونه کړی . پداسی صورت کی به افغانانو ته د ۱۹۹۲ کال ور پیاد کړی .
له بله پلوه پاکستان د لندن او واشنګټن وهغو پلانونو ته اشاره کوی چی د افغانستان د تجزی په اړه تر کار لاندی دی او هیله یی څرګنده کړی ده چی که افغانستان پر څو ټوټو وویشل شی نوپه منطقه کښی به پوره ارامی را منځ ته شی . پاکستان د افغانستان ټوټه کیده د منطقی د سولی لپاره ګټور بولی او وایی چی د افغانستان اوسنی پښتانه کولای شی چی د پاکستان د پښتنو سره یو ځای شی . په همدی ترتیب کیدای شی چی د افغانستان شخړه پای ته ورسیږی . د پاکستان حکومت څرګندوی چی په افغانستان کی د شمال ټلواله هیڅ وخت د پښتنو سره جوړه نه راتله . اوس یی وخت دی چی هغوی هر یو ځانته هیوادونه جوړ کړی او پښتانه پریږدی چی د پاکستان د پښتنو سره یو شی . پاکستان په غیر مستقیم ډول څرګندوی چی ګواکی د افغانستان حکومت دډیورنډ کرښه په رسمییت پیژندلی ده اوس وخت رارسیدلی دی چه د افغانستان پښتانه د پاکستان د پښتنو سره یو ځای شی .
د پاکستان خوبونو خو دادی چی د افغانستان پښتانه به دډیورنډ د هاخوا پښتنو سره یو ځای شی او د پاکستان تر بیرغ لاندی به د پاکستانیانو په نامه ژوند کوی . هغوی وایی ، د افغانستان په شمال کی به یو خپلواک او پیاوړی افغانستان جوړ شی او د جنوب پښتانه به له پاکستان سره یو ځای شی . دا د پاکستان هغه خوبونه دی چی نه به تر سره شی او نه به د پاکستان ارمان وخیژی . داسی خوبونه انګریز په خپل وخت کی او د مغولو پاچاهی په خپل وخت کی لیدل ، خو تر سره نه شول . پاکستان خو یو کوچنی په فساد او وحشت لړلی هیواد دی چی د کار پوهانو په اند اوس یی وار رارسیدلی چی پنجاب په هندوستان پوری او پښتونخوا په افغانستان پوری وتړل شی او د پاکستان نوم د نړی له نقشی نه پاک شی . دا وخت لیری هم ندی . و من الله توفیق

 


The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.