pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
کریم خلیلي او د سولې شورا رهبري - د سولې اړوند هیلې او انديښنې
     
لیکوال او شناند
نظرمحمد مطمئن

ډیره روښانه ده، تر څو چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د وتلو مهالویش ونه مني، او طالبانو سره د رښتونې سولې بهیر ته د جګړې پر ځای ترجیح ورنه کړي، په افغانستان کې سوله نه کیږي، جګړه به دوام لري، او د جګړې د دوام په صورت کې به دافغان – امریکا د جګړې تګلاره تر ډیره وخته همداسي نامعلومه پاتې او قرباني به یې افغانان وي.
د ډاکټر غني اداره توانېدلي ده چې د نړیوالو نظریات طالب سره د سولې اړوند منفي لورته یوسي، بهرنیان یې په دي قانع کړي او یا خو د بهرنیانو د خپلې جګړیزې تګلارې له امله هغوی استدلال کوي چې طالبان د افغانستان حل د جګړې د لاري غواړي او د سولې خبرو ته چمتو نه دي.
د جولای ۴مه ۲۰۱۷، د امریکا د ګانګرس د دفاعي کمیټې مشر جان مکین په کابل کې د خبرې ناستې پر مهال وویل چې د ځمکې پر سر تر ټولو قوي ملت (امریکایان) باید د افغانستان جګړه وګټي.
جان مکین داهم وویل چې موږ (امریکا) ته په کار ده چې طالبان په جګړه کې دومره وځپل شي چې هغوی د جګړې د بایللو فکر وکړي، او بیا وروسته ورسره د سیاسي حل او خبرو جریان پېل شي.
زه (لیکوال) جان مکین ته وریادوم چې په معاصر تاریخ کې د ځمکې پر مخ دوه ملته ( ترک او افغان) دی چې غلامي یې نه ده کړي، او د کوم ځانګړي ملت زور او فشار ته نه دي تسلیم شوې.
تر دې وړاندي د ګډ حکومت مشر ډاکټر غني هم طالبانو ته اخطارونه ورکړي، او تهدید امیزه کلمات یې د طالبانو په مقابل کې کارولي دي، هغه ډیر ځله په خپلو خبرو کې طالبانو ته اعلان کړی، چې دا مو وروستی چانس دی، که د سولې مذاکراتو ته حاضر نه شي، وبه وژل شئ او له منځه به ولاړ شئ.
او کله کله د افغان حکومت مشران تجاهل العارف کوي، وایې چې طالبان ډیرې ډلې دي، موږ به د کومې ډلې سره د سولې خبرې وکړو، او باالاخره په ځینو دولتي مجالسو کې دا څرګندونې هم کیږي چې اوس نو داعش قوي کیږي، اړتیا نه شته چې طالبانو ته د سولې اړوند سوال او زارې وشي، باید د فشار، زور او جګړې له لارې کمزورې او سولې ته په زور سره چمتو کړلای شي.
د امریکا تر څارنې لاندي د جان مکین د طرحې مطابق چې افغان – پاکستان پوځیان به د ډیورنډ دواړو غاړو ته په ګډه د ترهګرې ضد پوځي عملیات کوي، افغان جګړه به نوره هم پيچلې او د یوه ځانګړې قوم ځوانان به د سولې پر ځای جګړې ته مجبوراً لا ډیر ور ټېل وهل شي.
د افغان سولې حکومتي بهیر له لویه سره د سولې پر بنیاد نه وو پېل شوی، بلکې د طالبانو او حزب اسلامي د وسلوالو د تسلیمۍ او افغان حکومت سره د یوځای کیدو لپاره د سولې په نوم بېلابېل جوړښتونه جوړ او تر ډیره پکې جنګسالارانو ته د معاش او مالي فساد پیداکولو سرچینې او په سولې شورا کې مصروف کیدلو خبره هم له پامه نه غورځول کیږي.
حضرت صبغت الله مجددي او بیا پخلاینه
د امریکا له راتګ سره سم د حضرت صبغت الله مجددي په وخت کې د بیا پخلاینې بهیر جوړښت پېل شو (۱۶ مارچ ۲۰۰۵) او بودیجه ورکول شوه، مګر د طالبانو په نوم افغان حکومتي نا مسؤلو او ځینو مسؤلو ټوپکوالو مجهول خلک له زړو وسلو سره راوستل، دولت ته د طالب په نوم تسلیمېدل او پیسې پکې حیف او میل کیدلي.
د حضرت صبغت الله مجددي زوی ذبیح الله مجددي د طالبانو سره د قومندان دیدار په واسطه اړیکې ونیولي، تر ۶ میاشتو خبرو وروسته طالبانو ته وویل شول چې امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي.
۹ مئ ۲۰۰۵ د خبرې ناستې پر مهال مجددې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مجاهد او د حزب اسلامي د مشر انجنیرحکمتیار په ګډون ټولو ته د بیا پخلاینې ږغ وکړ، او ویې ویل چې د سولې دروازې يې پر مخ خلاصې دي.
د هغه وخت ولسمشر کرزې او د امریکایې قواوو ویاند د مجددې څرګندونې رد کړي، او خواشینې یې وښودله، د مئ ۱۱مه ۲۰۰۵ بیاځل مجددې وویل چې رسنیو یې خبرې تحریف کړي، که ملامحمد عمر مجاهد او انجنیر حکمتیار د سولې او بیا پخلاینې بهیر سره یوځای شي، ولس به د دوی اړوند پریکړه کوي، چې بخښي یې او که سزا ورکوي.
داچې حضرت صبغت الله مجددي د روحاني کورنۍ سره تړاو درلود، جهادي رهبر تیر شوی و، د مجاهدینو د مهال لومړی ولسمشر و، له همدې امله به وه چې د بیا پخلاینې بهیر لپاره د امریکا لخوا رامخکې او په ادارې فساد کې لتاړ پاتې شو.
داچې د حضرتانو د روحاني کورنۍ ( نقشبندیه)، پخوانی مجاهد رهبر او د افغانستان د مجاهدینو د حکومت لومړي ولسمشر مجددي په سوله کې ناغیړي وکړه، او یا خو امریکایانو سوله نه غوښتله، دغه بهیر ډیر بدنامه او له فساده ډک وو.
د سپټمبر ۵مه ۲۰۱۰، د سولې عالي شورا جوړه او مشر ورته له طالبانو سره پخوانی جنګیدونکي جهادي رهبر استاد برهان الدین رباني وټاکل شو، د سولې شورا غړي هم اکثریت یې له طالبانو سره پخواني جنګیدونکې جنګسالاران معرفي شول.
په سلګونو میلیونه ډالر د سولې عالي شورا کې حیف او مېل شول، کومه ځانګړې لاسته راوړنه یې نه درلودله، استاد رباني او دهغه ډلې (جمعیت اسلامي افغانستان) د سولې شورا له پیسو څخه ګټه پورته کوله، او ځینې مهم پخواني قومندانان هم د سولې شورا څخه د پیسو اخیستلو په مقابل کې سکوت اختیار کړی وو، او دولت ضد څرګندونې یې نه کولي. په پاکستان او ایران کې د سولې شورا د ځینو غړو خپلوانو ته هم پیسې د طالب په ادرس ورکول کیدلې.
استاد برهان الدین رباني او د سولې عالي شورا
۵ سپټمبر ۲۰۱۰ تر ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۱
استاد برهان الدین رباني په وروستیو وختونو کې د طالبانو سره د سولې رښتونې هڅې پېلولي، چې هغه په خپل کور کې د طالب په نوم د یوه کس له خوا ووژل شو.
استاد برهان الدین رباني له استاد محمد زمان مزمل څخه غوښتې و چې داځل ورسره همکار شي، او د رښتونې سولې لپاره کار وکړي، هغه ورته ویلي وو چې په کابل کې له پخوانیو طالبانو ملا عبدالسلام ضعیف او مولوي وکیل احمد متوکل سره ناسته ورته جوړه کړي.
ځینې ناتاید شوې راپورونه داهم دي چې د لوګر په سېمه کې یې د شپې مهال په تیاره کې هم له نامعلومو کسانو سره ناسته درلودله، ولي معلومه نه ده چې د کومې ډلې او د چا په وساطت به لیدنه شوې وي.
استاد رباني د دي لپاره چې د جمعیت اسلامي د فساد ونډه په حکومت کې له منځه ولاړه نه شي، د امریکا لخوا د سولې عالي شورا مشر معرفي شو، د شرعي علومو د لوړې کچې عالم او استاد، د مجاهدینو رهبر او د مجاهدینو د حکومت دویېم او وروستی ولسمشر و، د تاجک توکم څخه وو، هغه هم د سولې شورا د بې مسؤلیته بودیجې په تړاو یواځي د خپل ګوند او ځان ګټې په نظر کې نیولي وي، په لومړيو وختو کې یې د سولې تر نوم لاندي د طالب په نوم د خپلو پخوانیو قومندانانو وسلوال د رسنیو په مخکې د دولت سره د یو ځای کیدونکو په ډول ښکاره کول، او په اداره کې یې پراخ مالي فساد وجود درلود.
استاد رباني ونه توانېدی او یا خو امریکا اجازه نه ورکوله چې د سولې اصلي بهیر ته له طالبانو او حزب اسلامي سره داخل شي، دهغه په وخت کې سولې شورا هیڅ ډول لاسته راوړنه نه درلودله، او تر مرګ وروسته یې د سولې عالي شورا ریاست د استاد برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني (۱۵ اپریل ۲۰۱۲ تر ۱ فیبروري ۲۰۰۱۵) ته ورکول شو، د صلاح الدین په وخت کې د سولې عالي شورا ځینو غړو په جاپان او پاریس کې د سولې په نړیوالو هغو غونډو کې برخه درلودله چې د طالبانو او حزب اسلامي استازو هم ګډون کړی وو. وروسته د سولې د نړیوالو غونډو مخه د هغه وخت ولسمشر کرزي لخوا ونیول شوه.
پیر سید احمد ګیلاني او د سولې عالي شورا
۲۱ فبروري ۲۰۱۶ تر ۲۱ جنوري ۲۰۱۷
کله چې ډاکتر غني د ګډ حکومت مشر شو، د سولې لپاره یې ځان ژمن ګاڼه، داځل د قادریه روحاني کورنۍ (سیدانو) څخه پخوانی جهادي رهبر پیر سید احمد ګیلاني چې د مجاهدینو د حکومت پر مهال د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی و، ولي دغه دنده یې اشغال نه کړه، د امریکا سره د افغانستان د ناانډوله او ننګین امنیتي تړون (سپټمبر ۳۰مه ۲۰۱۴ز . کال)څخه د ننګې له امله د امریکا په خوښه د سولې عالي شورا مشر وټاکل شو.
پیر ګیلاني ته اجرایوي صلاحیت نه و ورکول شوی، د پیرګیلاني تر ټاکنې نږدې دوه کاله وړاندي د حزب اسلامي د مشرانو سره د افغان حکومت سره د یوځای کیدو خبرې د امریکا په خوښه د ځینو اروپایې هیوادونو لخوا روانې وي.
د حزب اسلامي مشر ته د حزب اسلامي ځینو مهمو غړو دا نظر ورکړی وو، چې په هر ډول وي باید کابل ته ولاړ شي، او د سولې د بهیر په جریان کې له افغان حکومت سره هوکړې ته ورسیږي، همهغه وه چې د حزب اسلامي د پریکړې پر اساس د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې هوکړه وشوه، او ډیر بارز رول پکې د امنیت شورا د مشر ښاغلي حنیف اتمر، د ملي امنیت د مشر ښاغلي معصوم ستانکزي او د ډاکټر غني د منلي سلاکار ډاکټر اکرم خپلواک وو.
کریم خلیلي او د سولې عالي شورا
د پیر سید احمد ګیلاني تر مرګ ( ۲۱ جنوري ۲۰۱۷) وروسته د کابل بهیر غونډې ( ۶ جون ۲۰۱۷) څخه یوه ورځ مخکې پخوانی جهادي رهبر، د ولسمشر کرزي د دواړو دورو دویېم مرستیال، د ډاکټر غني وخت کې د سولې عالي شورا مرستیال، دا ځل د سولې عالي شورا مشر د نړیوالو په خوښه وټاکل او د کابل بهیر غونډه کې یې د سولې عالي شورا د مشر په توګه ګډون وکړ، د استاد خلیلي د معرفي رسمې غونډه په ارګ کې د جولای په ۲مه ۲۰۱۷ جوړه شوه.
په تاریخې لحاظ د جرګو او مرکو دود په سېمه کې له پښتنو سرچینه نیسي، او په پښتنو کې هم د لویې پکتیا او لوی ننګرهار خلک په جرګو او مرکو کې ښه وړتیا لري، ولي ډیر وخت لویې قومي شخړې د قومي مشرانو په وساطت د پیرانو او حضرتانو لخوا حل او فصل شوې.
نه خو د مخکینې ولسمشر کرزي او نه هم د ډاکتر غني په وخت کې د سولې عالي شورا مشر کوم پښتون وټاکل شو، او نه هم د یادو دواړو پښتنو ولسمشرانو لخوا د رښتونې او تلپاتې سولې برخه کې هڅې تر سترګو شوې دي.
داځل د تاریخې شالید په خلاف زموږ د اهل تشیع وروڼو څخه د هزاره توکم سیاسي مشر محمد کریم خلیلي د سولې عالي شورا مشر وټاکل شو، په داسي حال کې چې د حکومت او ناټو ضد جګړه د سنې مذهبو طالبانو لخوا کیږي.
زه د استاد خلیلي ټاکنه پرځای ګڼم، او مخالف یې نه یم، هسي هم سوله نه کیږي او نه هم د رښتونې سولې لپاره امریکایان تر دي مهاله چمتو والی لري.
د یوې باورې سرچینې له خولې چې د مخکینې ولسمشر کرزي څخه یې نقل قول کاوو: «د یوې ناستې پر مهال کرزي وویل چې د سعودي عربستان د مخکینې پاچا عبدالله سره تر رسمې مجالسو وروسته، یوه ورځ هغه د ډیپلوماټیکو اصولو په خلاف زه هم د هغه په خپل شخصي موټر کې ورسره وخیږولم، ویې ویل چې داسي ځای ماته په نظر نه راغی، چې موږ پکې په ډاډه زړه دامهمه خبره وکړو، ځکه استخباراتي الات په ودانیو او نورو ځایونو کې امکان لري چې شتون ولري، نو ښه مې وګڼله چې دا مهمه خبره زما په خپل شخصي موټر کې درسره وکړم.
پاچا عبدالله وویل چې تا (کرزي) څو ځله پر ما ږغ وکړ چې د افغانستان سوله کې درسره مرسته وکړم، موږ قبایل خلک یو، د دې غوښتنې په قدر پوهیږو، او ځان ته یې دروند مسؤلیت ګڼو، ستا خبره راته ډیره درنه ښکاري، او هر وخت فکر پکې کوم، باید ما جواب درکړی وای، خو د نه جواب او یا نه مرستې لامل دادی چې ماته معلومه ده چې په افغانستان کې امریکا سوله نه غواړي، له همدې امله هیله کوم چې بیا ځل زما پر اوږو د دومره دروند مسؤلت غورځولو ږغ ونه کړې».
که خدای وکړي چې استاد خلیلي د رښتونې سولې لپاره هڅې وکړي، کار ته پرېښودل شي او په دي برخه کې لاسته راوړنې ولري، دابه یې تاریخې مسؤلیت اداء کړی وي، د اهل تشیع او په ځانګړي ډول د هزاره توکم لپاره به تاریخي افتخار د افغانانو په منځ کې پريږدي، او زه هیله کوم چې زموږ دغه شیعه او هزاره مشر سولې ته زیات لومړیتوب ورکړی، هغه کار چې حضرت، پیر او تاجک پخوانیو جهادي مشرانو ونه شو کولای، هغه سوله چې دوو پښتون ولسمشرانو (حامد کرزي او ډاکټر غني) ونشوای کولای، که همدا استاد خلیلي مټې ورته را ونغاړي او له ټولو وړ او مشروع لارو څخه په استفادې رښتونې سولې ته د رسیدو لپاره ډیر څه وکړي، امید دی چې د افغانستان د تاریخ پاڼه واړوي، او دا دود چې یواځي پښتانه د جرګو او مرکو خلک دي، داځل یې زموږ دغه هزاره ورور ویاړ تر لاسه کړي.
په ۱۸۲۸ ز. کال کې چې هرات ولایت د ایران لخوا محاصره شو، د هغه وخت محمد زایې واکمنو ( د امیر دوست محمد خان ملګرو) له ایران سره د سدوزیو واکمنو ( شاه محمودخان) پر خلاف مرسته کوله، زموږ همدغه هزاره وروڼه وو، چې د ایران په مقابل کې د سدوزیو مشرانو سره په میړانه ودریدل او هرات یې د ایراني يوځیانو له محاصري څخه خلاص کړ.
استاد خلیلي که د سولې بهیر له پاره ځینې لومړیتوبونه وټاکي:
لومړی: څه ډول امریکا ته قناعت ورکول شي چې د خپلو پوځیانو د ایستلو لپاره غاړه کیږدي، او یو مناسب مهالویش باندي د سولې عالي شورا (افغان حکومت) او امریکا توافق ته ورسیږي. ځکه طالبان د جګړې دوام د بهرنیو پوځیانو شتون ګڼې، وایې که د بهرنیو پوځیانو د وتلو مناسب مهالویش اعلان شي، اوربند کوي او له افغان حکومت او سیاستوالو سره خبرې سمدستي پېل کوي.
دویم: داچې د حامد کرزي په وخت کې په نړیوالو غونډو کې د طالبانو د استازو له ګډون سره د هغه وخت حکومت مخالفت وکړ، د جاپان او پاریس تر غونډو وروسته نړیوالي غونډې په ټپه ودریدي، یواځي د پګواش ادارې لخوا په قطر کې دوه غونډې وشوې.
کله چې ډاکټر اشرف غني واک ته ورسیدی، مطلق بندیز ولګیدی، او هیڅ هیواد سره افغان حکومت توافق نه کوي، چې داسي د سولې غونډه جوړه شي چې طالبان هم پکې ګډون ولري، حتی قطر کې هم د پګواش دویم کانفرانس وروسته دغه چانس نور ډیر نه لیدل کیږي.
استاد خلیلي که وتوانیږي، چې افغان حکومت او بهرنیانو ته قناعت ورکړي چې د افغان کشالي اړوند د داسي نړیوالو غونډو چې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر غړي هم په کې ګډون ولري، اجازه ورکول شي، د دغه ډول غونډو مخالفت افغان حکومت پريږدي.
درېیم: د سولې تر نوم لاندي چې په رسنیو کې کوم اعلانونه خپریږي، په مطلق ډول د سولې ضد شعارونه دي، چې د ناټو او نورو پټو ادارو لخوا دا اعلانونه تمویل او ترتیب کیږي، په دي برخه کې استاد خلیلي که وکولای شي، او د سولې اړوند شعارونو ته په رسنیو کې توجه وشي، او سولې ضد څرګندونې کمې شي.


د کریم خلیلي ځانګړتیاوي
داچې استاد خلیلي د شوروي اتحاد سره د پخواني جهاد، د کورنۍ جګړې او د نړیوالو سره د ګډ کار ۱۶ کلنه تجربه لري، یو ارام افغان سیاستوال دی، خپل مقام او صلاحیتونه په ښه ډول سره پېژني، او د خپل مقام او صلاحیت څخه په مناسب وخت کې په ښه توګه استفاده کوي، لرلید لري، ډیر نږدې نه ګوري، فهمیده او سنجیده ، محتاط شخصیت دی، په تیرو ۱۶ کلونو کې یې د ځینو نورو پخوانیو جهادي رهبرانو په ډول په طالبانو بد لفظي بریدونه نه دي کړي، او د طالبانو اړوند یې هر وخت او په ځانګړي ډول د ده د معرفي په ورځ په څرګندونو کې د تسليمۍ او زښتو خبرو لهجه نه ده کارولي، د استاد خلیلي همدې اوصافو ته په کتلو سره کیدای شي، چې هغه د سولې په ټپه ولاړ بهیر ته حرکت ورکولای شي.
معلومات ښيې چې د استاد خلیلي استازو تیر کال په سپټمبر کې د طالبانو د قطر دفتر له استازو سره په دوحې کې ناستې کړي، او له دي مخکې یې په زابل کې د ۳۰ هزاره توکمه کسانو؛ چې د ازبک جنګیالیو (داعش) سره بندیان وو، د طالبانو سره تر تفاهم وروسته د طالبانو مرسته د ده استازو تر لاسه کړي.
داچې استاد خليلي هزاره توکمه ولس د استاد عبدالعلي مزاري ځای ناستی ګڼي، او په زابل کې بندي هزاره ځوانان چې د ده په هڅو ژوندي وژغورل شول، د خلیلي سیاسي نفوذ او محبت یې په هزاره توکم کې لا زیات کړ، د سولې بهیر کې به دخپل قوم ملاتړ ورسره وي.
استاد خلیلي هغه سړی دی، چې ډیر په ډالرو پسې د نورو افغان چارواکو اومشرانو په ډول سرګردانه هم نه دي، له همدې کبله خو استاد محمد محقق ورڅخه جلا شو، تر څو د اهل تشیع او هزاره توکم د یو مشر په نوم د ایران پیسې هغه هضم کړي.
د استاد خلیلي بله ځانګړتیا دا ده چې د سیمې د هیوادونو (پاکستان او ایران) سره پیچلي استخباراتي اړیکې لکه د ځینو نورو اهل تشیع مشرانو په ډول یې نه دي ساتلي، فکر کیږي چې یواځي سیاسي اړیکې یې ورسره لرلي، او د طالبانو سره د جګړې پر مهال به یې مجبوریت وو چې د ایران وسلې تر لاسه کړي، نه یواځي ده، بلکې احمدشاه مسعود ته د ایران نظامي او مالي مرستي ترلاسه کولي.
که استاد خلیلي پورته یاد شوې درې لومړیتوبونه په نظر کې ونیسي او د بهرنیو پوځیانو د وتلو مهالویش، په نړیوالو غونډو کې د طالبانو ګډون ته زمینه برابرول او په رسنیو کې د سولې ضد څرګندونو مخنیوي باندي کار وکړي، موږ او زموږ په ډول ډیری د سولې په برخه کې فعال افغانان به په یادو برخو کې پرته له مقام او امتیاز څخه همکاري وکړو.

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.