pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د ترورېزم تر نوم لاندې استعما ر او استثمار
 
محمدي


بسم الله الرحمن الرحيم

 

د ۱۳۹۰ ه ش کال د جدي شپږمه د روسانود دوه دېرشمې

کاليزې د ېرغل دغندلوپه ېاد!

که د نړی او په ځانګړې توګه د ګران هېواد افغانستان تاريخ ته وکتل شي، په ېوه او بله پلمه چپاولګرو، استعماري او استثماري هېوادو په کمزورو هېوادوباندې داقتصادي، کلتوري او نظامي اهدافو د لاسته راوړلو په خاطرېرغلونه او تېري کړی دي. چه په ګران هيواد افغانستان باندې د ۱۳۵۸ ه ش کال د جدي په شپږمه ( ۱۹۷۹ مېلادي کال د ډ سمبر ۲۷) د روسانو د ېرغل او د ۱۳۸۰ ه ش کال د قوس شپاړسمه ( ۲۰۰۱ مېلادي کال، د نومبر ۷) د امريکایانو او د ناټو یرغل یی وروستني، ژوندي او ښه مثالونه دي. چې په څو لاندې جملو کې د ېرغلګرود ېرغل څو بېلګې ګرانو هېواد والو ته ور په زړه کوم .

۱ - کوم وخت چې د امريکا لوېه وچه داروپاېانو ترواکمني لاندې کېده، د سټې (عامه وژنې) په شان کم او زېات ۴۹ مېليونه د امريکا بومي خلک و وژل شوو. کله چې انګرېزانو په امريکا کې امپراتورۍ تر لاسه کړه ، په نورو اروپایانو باندې یې په استثمار لاس پورې کړ، په ځانګړیې توګه د طبعي زېرمو او د زېاتو مالېاتو يا ټېکس راټولولوقانون يې رامنځته کړ، نو د جورج واشنګټن تر مشرتوب لاندې د انګرېزانو څخه د خپلواکۍ غږ پورته شو، انګرېزانو په جورج واشنګټن باندې د ېاغي او باغي ټا په ولګوله، په داسې حال کې چې اوس هغه انګرېزان جورج واشنګټن د امريکا دآزادۍ ېو لوی لارښود ګڼی.

ګرانو مېنه والو اوس په افغان مجاهد ولس باندې هم ورته ټاپې د بېلو بېلو هېوادو او د بېلو بېلو داخلي او خارجي څېرو له خوا د خپلو شومو اهدافو دلاسته راوړلو په خاطر لګول کيږي. چې د ۲۰۰۱ کال د نويارک پېښه په ګران هېواد افغانستان باندې د حملې پلمه د نړېوالو د پاملرنې په خاطر را منځته کړه ، پداسې حال کې چې هېڅ کوم رښتيني اسناد نشته چې افغانانو د پدې بېښه کې لا س لرلۍ وي او يا هم د پېښې پلان او کړن لارې انځور کوم چا په ګران هېواد افغانستان کې جوړ کړئ وي.

امريکايانو خپلو ستراتېجيکو، اقتصادي او نورو اهافو لپاره په يوه قانوني هېواد يرغل وکړ،او د خپلو افغاني جاسوسانو په لار ښونه، مرسته او ډاډ ګېرنه یې ډ ېر طالب او نور افغان جنګيالي یې په ډ ېره بېننګي سره د نړېوالو د جنګي قوانينواو انساني کرامت خلاف په شهادت ورسول ، ګران هېوادوال باید په ياد ولري چې طالبان د کربلا د تاريخي پېښې په شان ظلم ، تيري او ناراوه ته تسليم نه شول. باېد په ګوته شي چې دامريکايانو او ناټو د ېرغل په مقابل د اسلا مي حزب جنګياليو جهاد ژوندئ وساته چې ژوندۍ بېلګه یې د توره بوړه جنګ دئ.

۲- کوم وخت چې انګرېزان د جنوبي افريقا د نيولو لپاره ولاړ. هلته په جنوبي افريقا کې کومه ترورستي ډ له نه وه چې په لندن کې یې کومه چودنه حمله کړیې وي، او نه هم القاعېده او طالبان وُ. هرکله چې انګرېزانو په جنوبي افريقا کې استعماري واکمني ترلاسه کړه، په استثماري اونورو ناوړه کاروته یې لاسونه اوږده کړل ، په جنوبي افریقا کې هم د خپلواکۍ غږ د نېلسن مند يلا په لار ښونه او مشرتوب را پورته شوه. انګرېزانو د خپلو ناوړه ګټو ترلاسه کولو او د استعماري وخت د اوږد ولو په خاطر د ۱۹۵۶ مېلادي کال د ډ سمبر په ۵ نېټه مند یلا د ېوه غدار او ملي خاېن په تور بندي کړ، او دوهم ځل یې د ۱۹۶۴ مېلادي کال د جون په ۱۲ نېټه د ورانېو ېا تخريبکار په تور تر ۲۷ کالو پورې په زندان کې واچاوُ. ولې بياهم جنوبي افريقا خپله واکمني تر لاسه کړه، نېلسن مند يلا د هېواد مشر تابه وټاکل شو او د ۱۹۹۳ کال د نوبل د سولې جا ېزه هغه د انګرېزانو ټاپه وهلي نېلسن مند يلا ته ور کړله شوه.

1- ۳– کله چې انګرېزانو د اوُلسمې سليزې په نيمایي کې په امريکا کې ماتې وخواړه نو د خپلو استعماري اهدافو تر لاسه کولو په خاطر د هند د لویې وچې په لور په څوس وهلوسره مخه کړه، هغه وُ چې د هند په شمال کې د کلکتې ښار ته ورسېدل، او هلته یې د ېوې کمپنۍ تر نوم لاندې د نوک ځاې پېداکړ. او د خپلو استعماري او استثماري اهدافو تر لاسه کولو لپاره یې جاسوسان او ترجمنان وروزل لکه (اوس په ګران هېواد افغانستان کې) د هغوی په مرسته او کومک یې معلوما ت را ټول او بې اتفا قي واچوله هغه وُ چې څه د پا سه ۲۰۰ کاله واکمني د هند په نيمه وچه کې وکړه. د انګريزانو د ناوړه او استعماري او استثماري کړو له امله په هند کې هم د مهتما ګندي تر مشر توب لاندې د خپلواکۍ تحريک پېل شو. انګرېزانو په ډ ېره ځيره کۍ سره د هند د خپلواکۍ تحريک د جا سوسا نو او ترجمنانو په مرسته په دوُ برخو معتد لو او افراطی (اېکستريمېست ) و نومول. د دې د وو ډ لو تر منځ اختلا ف پېدا شو هغه وُ انګرېزانو تر ۵۰ کالو پورې نوره هم خپله استعماري واکمني اوږده کړه.

چې اوس هغه د انګرېزانو استعماري کړنلا ره د ګران هېواد افغانستان په جها دي مقاومت باندې تپل کيږي، باېد په ګوته شي چې په ځنوجهادې مقاومت کې هم خواره ډ ېرې نيمګړتېا شته چې د انګرېزانو د اېکستريمېست او نورو مغرضو ناوړه اصطلا حاتود استعمال لپاره یې پلمه برابره کړیې ده په ځانګړیې توګه د زده کړې او پوهنې په برخه کې. هيله ده چې خپلو اشتباهاتو ته پا ملرنه وکړي.

۴– کوم وخت چې انګرېزانو د هند په نيمه وچه واکمني درلوده نو د رۍ ځله یې په ګران هېواد افغانستان ېرغل وکړ. پداسې حالکه چې په هغه وخت کې په ګران هېواد افغانستان کې د استعمارګرو او استثمارګرو په ژبه کومه افراطي او ترورېستي ډ له نه وه او نه هم د طالبانو او القاعدې په نوم څوک په افغانستان کې وُ چې دانګرېزانو په پلا زمېنه او سوداګري مرکزو با ندې یې حمله کړیې وي.

افغان ولس ښه په ېاد لري چې د انګرېزانو د رۍ ځله تېري ته د خداوند (ج) په ملا تړ او د هغه وخت مجاهد ولس د ېوالي په نتيجه کې هر ځل په نظامي ډګر کې غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شو. ولې په ډ ېر خپګان سره باېد په ګوته شي چې په سېاسي ډګرکې یې د ډ ېورن ليکه را منځته کړه چې هيڅکله به افغان ولس ته قانوني باڼه و نه لري، برسېره پر مځکنۍ بشپړتېا، ګران هېواد افغانستان په وچه کې حصار ېا بند پاتې شو چې د تجارت او سوداګرۍ له وجې ېو لوی مشکل دی.

محترم مېنه وال باېد ځيرک او هوښېاروي چې ورته د سيسې او توطیې اوس هم روانې دي. ټول هېوادوال ويني او خبردي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ېولسمې پېښې څخه وروسته انګرېزانو په ډ ېره بيړه ېو ځل بېا هغه ځای ته په نوي تخنيک او کمپيوټر روزل شوي پوځېان و لېږل په کوم ځاې کې چې یې څه د پا سه سل کاله پخوا ماتیې خواړلیې وه، اوس انګرېزي پوځېان په کندهاراوهلمند کې د افغان ترجمانانو او جاسوسانو په مرسته د افغان ملت څخه غچ اخلي

۵- ډ ېرو هېوادوالو ته ښه په ېاد ده چې د غوایي د کوداتا څخه وروسته د ۱۳۵۸ ه ش کال د جدي په شپږمه چې د ۱۹۸۹ مېلادي کال د ډ سمبر د ۲۷ سره سمون خوري، کمونستي روسانو د موږ د ګران هېواد افغانستان په حريم باندې ېرغل وکړ، چې په نتيجه کې څه دپاسه ۲ مېليونه هېوادوال شهيدان او ووژل شوُ، چې د اوسنېو مشکلا تو اصلي وجه هم له هغه وخته پېل شوه. کوم وخت چې روسانود افغانستان په سپڅلیې خاوره تېری وکړ په هغه وخت کې نه کومې ترورېستي ډ لې،نه طالبانو او نه هم د القاعېدې په نوم چا په کرېملين باندې بريد کړیّ وُ، او روسانو د دوې په اصطلاح په اشرارو (مجاهدينو) هم حمله ونکړه. روسانو د خپلو ستراتېژيکو او نورو شومو اهدافو د لاسته راوړلو په خاطر د ېوې کمونستي ډلې پر ځای بله کمونستي ډ له په ګدۍ کېنوله .

دلته د پاملرنې وړ ده چې ورته ېو بل ژوندی مثال يې د ايران پخواني باد شاه په ګوته شي. رضاشاه پهلوي کم او زېات ۴۰ کاله د امريکاېانو ګټې په سيمه کې وساتلې. کله چه امریکاېانو په پهلوي کې نورې کومې ګټې نه د رلودې ، نو هغه یې د تداوي لپاره په خپله خاوره کې هم پرېنښود او د پانامې له لارې مصر ته ېوړل شو.

د کابل واکمن او نور د کابل سېاستوال د دې او ورته بېلګواو مثالو څخه پند او عبرت واخلي، د دوی برخليک (سر نوشت) به هم د آمين ، پهلوي او کارمل په شان شي. ګرانو مېنه والو په رښتېا سره هم افغان ولس د روسانو په مقابل کې په زړه ورتېا سره ډ ېر سپڅلی جهاد وکړ، نړېوالو هم د خپلو سېاسي، ستراتېژيکي،اقتصادي،ژباني،مذهبي او نورو ګټو په نظر کې نېولو سره د افغان جهاد ملاتړ وښود. هغه وُ چې د ۱۹۸۹ مېلادي د فبرواري په ۱۵ روسان له ګران هېواد افغانستان څخه و ېستل شوه، په ډېر څپګان سره ليکم په هغه وخت کې ډ ېرو جهادي مشرانو هغه ما دي او معنوي شته ( د جهاد تاريخ)، د رمل او دوا (ملي ېوالی او ملي ګټو ته پاملرنه ) چې د پېاورژلي او زخمي هېواد افغانستان علاج او تداوي پرې کړیې ویّ، په خپلو جيبو کې واچولې او ځينو مشرانو د پرد ېو په لار ښونه مذهبي ښونځي او پوهنځي جوړکړل، او په ګوندي، سمتي او قبله وي جنګو یې لاسونه پورې کړل، ځينې هغه پخواني جهادي مشران چې د ېوه ېرغلګر په مقابل کې ولاړ وو، اوس دنورو نوېو ېرغلګرو په ګټه او د ملت او خاورې د بشپړتېا او د خلکو د اسلا مي عقېدې په خلاف او تاوان فتواوې ورکوي، چې ښه مثال یې د ګونتنما او په نورو ځاېو کې د بندېانو دی. که چېرې افغاني بندېانو د امريکا ملي ګټو ته تاوان رسولی وي، نو ولې دامريکا په خاوره کې ندي بندېان؟ او دامريکا په خاوره نه محکمه کيږي. او که د کابل د ادارې سره په سېا سي او نورو اختلافاتو بندېان دي، ولې د افغانستان په خاوره کې بندېان ندي؟ او د افغانستان په خاوره کې نه محکمه کيږي. په کابل کې ناست پخواني جهادي مشران د دې پر ځای چې د نوموړېو بندېانو او د هېواد د نورو ټولو مشکلا تو غم وخوري، او د حل ېوه رښتنیې لار پېده کړي . له بده مرغه، نوي ېرغل ته قانوني باڼه ور کوي او د اوږدې مودې لپاره د پرد ېو شتون پخپله خاوره کې مني.

ګران مېنه وال ويني چې په تېره څه دپا سه ېوه لسيزه کې پرته د شهيد کولو، ړنګولو، بډو، د نشا یې ټوکو زېاتېدو، قومي تفرقو،د محيط ککړتېا، د تعليمي نساب خرابېدو، ژباني او مذهبي لاسوهنو، څه دپا سه ۱۵۰۰۰۰ خارجي کارکونکو شتون، د افغانانو د بېکاري کچه لوړېدل بل څه ندي را منځته کړي.

د پاملرني وړ ده چې که چېرې اوسنی جهادي مقاومت (طالبان او اسلا مي حزب ) هم معقولې لارې غوره نکړي دوی به هم د کابل د ادارې په شان مسوّل وپژندل شي، ځکه چې اوس ېو ډ ېر نازک وخت رارسېد لی دی. البته د معقولې لارې نه هد ف د لته دی، چې د طالبانو تحريک او اسلا مي حزب په نظامي آړخ او د سولې په خبرو کې د ېوه بل په مشوره او مصلحت برخه واخلي. داسې ونه شي لکه د روسانو سره د جهاد په وخت کې په اصطلاح ځينې جهادي مشرانو پرته د ټولو جهادي مشرانو، علمآ او ېا قومي مشرانو د مشورې او مصلحت څخه د امريکا ېا نو او روسانو سره خبرې وکړې، چې په حقيقت کې جهاد او د افغان ولس ملي ېوالي ته ېو لوی تاوان ورسېده. اوس هم د سولې تر نوم لاندې ېو اړخيزه خبرې ورته تاوان لري. هيله ده چې جهادي مقاومت (اسلا مي حزب او طالبان ) ډ ېر هوښېار وي او خپل ېوالی ټينګ وساتي.

تېژيکې اډې د افغانستان لپارڅه پېلې لري. دامريکا سترا

» د نوي او پرمختللي تخنيک پواسطه به اسلا مي علمآ، علمي قدرونه ، سېاسي او قومي مشران به داوس په شان شهيدان کيږي.

» افغانستان به د ګونډ ېو او نورو هېوادو سره په هراړخيزه توګه د وستانه اړيکې نلري.

» امريکاېان به د خپلو پلا نونو او ګټو د ساتل په خاطر په آزاده توګه جا سوسان روزي.

» افغانستان به په پوځي ډاګر کې د ګونډ ېو هېوادو سره سېا لي نشي کولی.

» قومي شخړې او ځانمرګي برېدونه به لا نور هم زېات شي.

» د ملي پخلاينې ، د باوراواعتماد کچه به راکميږي، چې د سولې بهيرته لوی تاوان رسوي.

» ملي خاینان او جناېتکونکي به د عدالت له منګلو څخه خلاص شي.

» د هېواد خپلواکي په تر سېوري لاندې راشي، د جهاد تاريخ به ورک او ېا هم په غلطه نوشته شي. چې ده اوس د ښونې او روزنې وزارت غواړي چې د جهاد تاريخ په ښونځيوکې د تعليمي نصاب څخه لېرې کړي.

» ملي زېرمې او نورې ملي ګټې اوسوداګرۍ به د ځينوافغاني سوداګروپه مرسته د نړېوالوسوداګرو په جيبو کې ولويږي لکه اوس چې ليدل کيږي. لدې سره به د محيط او مځکې ککړتیا خواره زیاته شي.

» د ښونې، پوهنې، نظامي او څرنې په برخه کې به بېعدالتي لا نوره هم زېاته شي.

د سولې د راوستلو غوره لا رې

» د برنتې ېا ضمانت په ور کولو سره د بشپړ اوربند او د تولو سېا سي بندېا نو آزاده ول.

» د ېرغلو قوتو د وتلو لپاره ېو ټکلی مهل وېش ټاکل چې د ۶ مېاشتو څخه ډېر نه وي.

» د سولې د را وستلو لپاره د ټولو افغانانو په مصلحت ېو منظم د سولې پلان جوړاول.

چې د افغانستان سولې او اصلاح اسلا مي حرکت د سولې پلان پدې وېب پاڼه کې لېدلی شۍ.

www.afghanprm.org

» د سولې د راوستلو لپاره عادلانه منځګړتوب ته، چې ټولو ښکېلوغا ړوته د منلو وړ وې. او د سپخلي اسلا مي عقيدې او شرعې په چوکات کې چې د ټول ملت ګټې تر لاسه او خوندي کولی شي اړېنه ده. چې په اوسني وخت کې د افغان ولس د سولې د جرګې غړي د ټولو ښکېلو غاړو تر منځ ښه منځګړتوب کولی شي.

په د رناوي

د ېوې رښتينیې سولې په لو ر

محمدي

د ۱۳۹۰ ه ش کال د جدي شپږمه

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.