pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
د پانګونې مفيد تخنيکونه
اسدالله مبارز

هرهغه څوک او یا هر یو بانک چې پانګونه یا سرمایه ګذاري کوي او خپله پانګه په یوه پروژه لګوي نو د ښې او بریالۍ پانګې اچونې لپاره باید لاندې ټکي په نظر کې ونیسي:


د پیسو د بیرته راګرځیدلو موده
د نرخ سره د پیسو د بیرته راګرځیدنی موده
د پولې واحد موجوده قیمت
د پانګی د ګټی نسبت
د ګټی (سود) نرخ


لکه څرنګه چې پورته مې یادونه وکړه چې د یوې ښې پانګونې لپاره باید یاد شوي تخنیکونه وکارول شې څو مخکې له دې چې په کوم ځای کې پانګونه وکړئ درمعلومه شي چې به څومره روپۍ به ګټه وکړئ او څومره به ښه وي.
پورته یاد شوي تخنیکونه په هغه وخت کې خورا مفید وي کله چې دوه یا ډیرې پروژې په نظر کې د پانګونې لپاره ولرئ او په دې فکر کې وي چې په کوم یوه پلان کې به کامیاب شم او په کوم یوه کې به ډیره ګټه وکړې نو دا تخنیکونه په فیصله کولو کې درسره ډیره مرسته کولی شي

د پيسو د بيرته راګرځيدلو موده

د پیسو د بیرته راګرځیدلو د مودي څخه مراد هغه وخت په کومه کې چې ستا هغه پیسې چی په کومه منصوبه او یا کوم پلان یي لګوی راګرځی، د مثال په ډول که په یوه منصوبه باندې یو لک افغانۍ په شروع کی ولګوی نو کولی شی چې د پیسو د بیرته راګرځیدلو د مودې په تخنیک سره معلوم کړې چې په څومره وخت کې به بیرته یو لک افغانۍ لاس ته راوړی، که چیرته پلانونه او یا منصوبی دوه او یا ډیری وی نو هغه پلان انتخاب کړۍ په کوم کې چې د پیسو د بیرته راګرځیدلو موده لږه وې. د سرمایه شوو پیسو څخه څومره پیسي چې په هر کال او یا ټاکلې مودی سره لاسته راوړۍ منفې کړۍ، که ټاکلې موده د کلونو له حسابه وی نو وشمیرۍ چې په څو کلونو کې تاسی خپلی سرمایه شوی پیسی پوره کوۍ.

د نرخ سره د بيرته راګرځيدنې موده

دا چې اکثره تجارتونو د سود په بنیاد تکیه دي نو له دې کبله دوی د پولی واحد ارزښت په نظر کې نیسی او کوشش کوی چې معلوم کړې چې هغه مقدار روپۍ چې ورته څه موده وروسته لاس ته راځې د پولی واحد د اوسنی نرخ سره څومره توپیر لری، په دې تخنیک کې تجاران او یا هغه څوک چې په یو ځای کې سرمایه ګذارې کوې، د پولې واحد اوسنې ارزښت له راتلونکې ارزښت سره پرتله کوې او بیا ګورې چې د اوسنی نرخ مطابق ورته خپلې پانګه شوی روپۍ په څومره موده کې رسیږی
د هر پلان موده چې لږ وه انتخاب یې کړۍ
د هغو پیسو ارزښت چې په راتلونکې کې یې لاس ته راوړۍ د درکړل شوې نرخ په مطابق پیداکړې او بیا له پانګه شوې روپیو څخه یې منفې کړۍ او معلوم کړئ چې په څو قسطونو سره درته سرمایه شوی روپئ لاس ته راځې

د پولې واحد موجوده نرخ

سرمایه دار کوشش کوی، هغه روپئ چې ورته څه موده وروسته د سرمایه شوو روپیو څخه لاسته راځې د اوسنیو روپیو د پولې واحد له نرخ سره یې پرتله کړی که چیرته د سرمایه شوو روپیو له مقدار څخه زیاتې وې نو پلان باید انتخاب شې، د مثال په ډول که یو سرمایه دار په یوه پلان باندې لس لکه افغانۍ سرمایه کوې، او هر کال ورته ۲۵۰۰۰۰ افغانې د۶ کلو لپاره لاسته راځې چې ټولې ۱۵۰۰۰۰۰ افغانۍ کیږې، سرمایه دار ۱۵۰۰۰۰۰ افغانئ د اوسنې پولې واحد له نرخ څخه پیداکوې او بیا یې له سرمایه شوو روپیو سره پرتله کوې، که ځواب یې مثبت وو او یا هم له سرمایه شوو روپیو څخه زیات وو نو پلان دې انتخاب کړای شې

د سرمايې د ګټې نسبت

د پولې واحد یو نقصان دی او هغه د سرمایه شوو روپیو مقدار دی چې په نظر کي پکې نه نیول کیږې. د مثال په ډول که دوه پلاونه ولرې او په یوه باندې لس لکه افغانۍ سرمایه ګذارې کوې او په بل باندی شل لکه، د لومړې پلان د پولې واحد موجوده نرخ یې مثال ۲۵۰۰۰۰ افغانې وې او په دوهم پلان کې د پولې واحد اندازه ۳۰۰۰۰۰ افغانې وې، نو د پولې واحد د اوسنې نرخ مطابق به دوهم پلان انتخابوۍ، خو که سرمایه شوې روپیو ته وګورو نو لومړئ پلان کې د دوهم دوه چنده دې نو له دې لپاره د سود یا ګټې نرخ یې اړین وبلل تر څو معلومه کړې چې کوم یو پلان د فیصدۍ له مخې ډیره ګټه یا سود کوې
د پیداکولو لپاره یې د راتلونکې ټولو روپیو موجوده قیمت په سرمایه شوو روپیو تقسیموو او په سلو کې یې ضربوو تر څو یې فیصدې په لاس راشې، بیا که د هر یوه فیصدې زیاته وه هغه پلان دې انتخاب کړای شې

د ګټې او يا د سود نرخ

هغه روپئ چې یې د هر کال او د ټاکلې وخت لپاره په یوه پلان د سرمایه شوو روپیو څخه لاسته راوړۍ نرخ د بازار او یا د مارکیټ له نرخ سره پرتله کول دې
د هغو پیسو نرخ معلوم کړۍ چې یې لاسته راوړۍ او بیا د بازار او یا مارکیټ له نرخ سره پرتله کړۍ که د مارکیټ له نرخ څخه یې نرخ زیات وو، پلان دې انتخاب کړای شې او که کم وو نو مه یې انتخابوې

په پورته تخنیکونو کې په هر ځاي کې د زیات او یا کم ذکر شوی دی، کله ذکر شوې دې چې که کم شې پلان دې انتخاب کړای شې او یا که زیات شې پلان دې انتخاب کړای شې، خو که چیرته مساوې شې بیا پخپله فیصله وکړای

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.