pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 

 

آی ايس آی، کابل استخبارات او شمال ټلواله

رمضان بلخي

د جمعيت اسلامي د سيمئیز دفتر پخوانی مشر وايې چي د جهاد اوهجرت پر مهال مې د کويټي په ښار کې د آی ايس آي دفتر کې د ننه د هغه دفتر له مشر سره ليدنه درلودله، کله چې د آي ايس آي د مشر دفتر ته ورننوتم، هلته پورته  په ديوال د افغانستان د ټولو مجاهدينو د رهبرانو (حکمتيار، برهان الدين  رباني، استاد سياف، مولوي محمد نبي محمدي، مولوي محمد يونس خالص، مولوي نصرالله منصور، حضرت صبغت الله مجددي او پيرسيد احمد ګيلاني) عکسونه ټومبل شوې وو.

د تره کې، حفيظ الله آمين، ببرک کارمل ، ډاکټر نجيب الله او دا ډول د جنرال ضیاء الحق، بېنظير بوهټو او نواز شريف عکسونه هم ځوړند وو.

کله چې مې سترګي پر دغو انځورونو ولګيدلې تعجب کې شوم،او عکسونو ته مې کتل، ټوله خبره او موضوع راڅخه هيره شوه، هغه چي د آی ايس آی له مشر سره ليدنه او پر ځانګړي موضوع خبره وه.

د آی ايس آی د کويټي دفتر مشر په اردو ژبه راته وويل چي کښينه، ډير تعجب شولې؟ ورته ومې ويل چي هو

هغه وويل چي ته ولي تعجب شوې؟ ورته ومې ويل چي داخو سمه ده چې د مجاهدينو عکسونه مو ځوړند کړې دي، خوداچې دهغوی سره يو ځای دافغانستان د کمونسټ حکومت د مشرانو عکسونه هم دي، ترکی او حفيظ الله آمين خو لا دوخته مړه شوې هم دي، دې خبري تعجب کړم چې ولي مو ټول عکسونه يو ځای د خپلو پاکستانيو مشرانو سره ځوړند کړې دي، او دارنګه ستاسي د پاکستان يو مشر ضياء الحق هم مړ شوی خو عکس يې دلته له بېنظربوهټو او نواز شريف سره يوځای لګيدلی دی.

په دې ټولو کې موږ ته هغه څوک په کار دی او خوښ مو دی کوم يو چې زموږ له پاره کار کوي او يا هم زموږ له پاره په راتلونکې کې کار وکړي، د آی ايس آی مشر داخبره راته وکړه، او په کړس کړس سره يې وخندل.

هغه وويل چې په دي ټولو پورته ځوړند شويو عکسونو کې انتخاب زموږ په لاس کې دی، تر کومه وخته چې هر يو کار راته کوي هغه به زموږ ملاتړ او مرستي ترلاسه کوي، او کله چي يې هم زموږ له غوښتنو او تګلاري څخه مخ واړاوو، هغه به يا وژنو او يا به يې له سياسي صحني څخه ليري کوو.

د افغان محصلينو او مجاهدينو يو فعال راته وويل چي کله هم د کرزي نوی حکومت جوړ او د ولايتونو د تشکيلاتو سره سم يې کسان وټاکل، په ولايتونو کې يې د استخباراتو رئيسان هم د سي آی اې په خوښه وټاکل.

هغه وايې داچې زه په پېښور کې وم او همدلته مې د عربو د پټولو او نورو ځايونو ته ليږلو په پروګرام کې مرسته کوله، دا ډول مې د پخوانيو طالبانو د ځينو مشرانو د پټولو او خوندي ځايونو ته رسولو هڅې کولي.

يوه ورځ د يوه پخواني جهادي ګوند د استخباراتو له مشر سره د پېښور د آی اس آی د مشر دفترته ورغلو، هلته د همدې استخباراتي لوړ پوړي مأمور د ميز په سر د شېشي لاندي د افغانستان د ۳۴ ولايتونو د استخباراتو د رئيسانو عکسونه ايښودل شوي وو.

عجيبه داوه چې د پنجشير د استخباراتو د رئيس په ګډون دهر افغان استخباراتي ولايتي مشر عکس د هغه په دفتر کې اخستل شوی وو، او ډيره روښانه معلوميدله چې عکس د هغه د دفتر د کار په ځای کې اخستل شوی دی.

 

داسي معلومېدله چې آی ايس آی د افغانستان په استخباراتو کې اوږده او پټ لاسونه لري، او په هر ولايت کې خپل معاش خواره لري، چي وخت پر وخت يې دپټو استخباراتي پروګرامونو څخه خبروي.

څه ډول کيدای شي چي خپل روزلي او معاش خواره کسان ونه لري؟ په دومره لنډ وخت کې دهرې استخباراتي اداري د مشر عکس د هغه دکار ځای په دفتر کې واخستل شي او بيا د پاکستان د څارګري اداري لاس ته ورسيږي، معلوميږي چې له ډيره وخته همدغي څارګري اداری په افغانستان کې کار کړی، او هلته يې خپل جاسوسان د پيسو او روابطو له لاري په لوړو چوکيو ګمارلي دي.

زموږ د هيواد پخواني کمونسټان چي نه خدای مني او نه رسول، هغه وخت د پاکستان د آی ايس آی منګولو ته ولويدل چې کله هم افغان مجاهدين کامياب شول، او پخواني کمونسټان د خپل ځان د ژغورني له پاره پاکستان ته ګډه شول.

د حياب آباد ښکلي کورونه اکثره د همدې پخوانيو کمونسټانو جنرالانو او په کمونسټ دولت کې د لوړ پوړو چوکيو لرونکو څخه ډک وو، په همدې وخت کې آی ايس آی له همدې کمونسټانو سره اړيکې ټينګي کړي، او ددوی روزنه او پالنه يې کوله، په کورونو کې يې معاشونه ورکول، او د اړتيا په وخت کې يې استخباراتي معلومات ورڅخه ترلاسه کول.

دا ډول يې د مجاهدينو په مينځ کې هم خپل مامورين او جاسوسان د جهاد په وخت کې وروزل، هغوی يې تقويه کړل، هغوی ته يې مادي امتيازات ورکړل، او په سياسي لحاظ سره يې مطرح کړل، چي تر نن ورځي پوري هغوی د آی ايس آی د جاسوسي شبکی له برکته د افغانستان په سياست کې مطرح او پېژندل شوي اشخاص ګڼل کيږي.

همدغه پخواني ځينې کمونسټان او پخواني ځيني مجاهدين دي چي په ګډه د آی ايس آی د ګټو له پاره کار کوي، او خپل افغان مظلوم ملت ځوروي، نه د ولس او نه هم د هيواد ګټو ته معتقد دي.

په تيره جنوري مياشت کې د ملګرو ملتونو اداري راپور ورکړ چي د افغانستان په زندانونو کې له بنديانو سره بد چلند کيږي، سخت وهل کيږي، روحي زجر ورکول کيږي، نوکان ورڅخه ايستل کيږي، برقي شارټونه ورکول کيږي، په تنګو او وړو کوټو کې ساتل کيږي، د تناسلي الو تاوول او ډول ډول ځوروني يې کيږي.

ورته کارونه د پاکستان په جيلونو کې د افغان بنديانو سره کيږي، حتی د افغانستان تر جیلونو بد چلند، هلته دومره ظلم له افغان بنديانو سره شوی او کيږي چې کوم بندي هم د پاکستان له جيل څخه راخلاص شوی هغه معيوب او روحي ناروغي لرې.

دګوانتانامو څخه چي ځيني طالب بنديان راخلاص شول، هغوی بيرته چمتو شول چي د طالبانو په ليکو کې د امريکايانو او دهغوی له ملګرو سره وجنګيږي، دا ډول د بګرام او پلچرخي څخه چي کوم طالبان خلاص شوي، هغوی هم ډیری يې بيرته  د جنګ لومړيو کرښوته ولاړل او هلته يې ښه رول اداکړ.

هر هغه بندي طالب چې د پاکستان له جيل څخه راخوشي شوی دی، هغه په کور کيناستلی دی، او بيا ځل د افغانستان داخل ته د جنګ لومړۍ کرښي ته يې زړه نه دي ښه کړي، دومره زجر او شکنجه شوي، چي هغوی روحا او ذهنا بيا نه دي اماده شوي چي د  پاکستان د غوښتني خلاف کړني ته زړه ښه کړي.

هغه افغان بنديان چي د آی ايس آی پر لاره ورسره نه تلل، لکه ملاعبيدالله آخند، استاد ياسر هغوی يې دومره ووهل چي تر وهلو لاندي يې څاه ورکړه او د پاکستان په تورو جيلونو کې شهيدان شول، ویل کيږي چي د ملاعبيدالله آخند بدن چينجيان کړي وو، خو تر اخره يې د آی ايس آی غوښتنو ته غاړه کينښودله او بالاخره د افغانستان د اوسني او راتلونکو حکومتونو له پاره د پو تلپاتي پېغور په ډول دغه دردناکه واقعه د تاريخ پاڼو ثبت کړه.

ځينې افغان مشران د هيواد څخه بهر او په هيواد کې دننه اوس هم هڅي کوي چې د پاکستان د آی ايس آی سره ښي اړيکې ولري او ددوی له لاري په واک او قدرت کې پاتي شي، خو زه وايم چې د آی ايس آی له پاره هغه څوک مطلوب او مهم دی، کوم څوک چي ددوی له پاره ډير کار کوي، نو ښه داده چي د بل هيواد پرځای د خپل هيواد له پاره کار وکړو.

ماته د کرزي د حکومت د اوسنۍ اداري يو مشر سړي وويل چي کله اسلام آباد ته سړی ولاړ شي، داسي فکر کيږي چي د افغانستان حکومت له همدې ځايه کنټرول کيږي، قيمتي او لوکس هوټلونه د افغانستان د پارلمان او سنا له غړو ډک وي، دا ډول د ولايتي شوری ګانو غړي او لوړ پوړي افغان چارواکي هلته د اسلام آباد په قيمتي هوټلونو کې ليدل کيږي، په هوټلونو کې د آی ايس آی له جاسوسانو سره مجلسونه کوي، هغوی ته پټ معلومات ورکوي او دهغوی پلانونه په هيواد کې دننه پلي کوي.

په تير ۲۰۱۲ کال کې خو د آی آيس آی او شمال ټلوالي تړاو هم ټولو افغانانو ته ښکاره شو، د شمال ټلوالي مشرانو په پټه اسلام آباد او دوبۍ ته سفرونه کړي، او د آی ايس آی له پټو مأمورينو سره يې ليدني کتني شوي.

تر دوزره يولسم کال پوري د شمال ټلوالي هيڅ کوم لوړپوړی مأمور په هیواد کې دننه او بهر په نښه نه شو، آی ايس آی نه غوښتل چي دغه ډله کمزوري شي، بل خوا طالبانو هم  شمال ته ستونزي لرلي، او په کابل کې هم د امرالله صالح او کمونسټانو له فعال فعاليت څخه ويريدل، تر همدې مودي پوري شمال ټلوالي نه غوښتل چي خپل پټ اړيکي د آی ايس آی سره ښکاره کړي، او هڅه يې کوله چي ځانونه د آي ايس آی څخه مستقل وښئې او دهغوی ځينو اوامرو ته يې ډير وخت ځواب مثبت نه وو.

کله چي استاد برهان الدين رباني، جنرال داؤد داؤد، سيد خيلي او ځيني نور د شمال ټلوالي مشران په نښه شول، دغه ډله وويريدله او په ښکاره ډول يې د پاکستان له آی ايس آی سره بیرته خپل روابط ټينګ کړل.

دمجاهدينو يو پخوانی فعال چي اوس مأیوسه شوی او په بهر کې اوسيږي هغه وايې چي:

د پارلمان په تيره دوره کې چي کله هم يونس قانوني د پارلمان رئيس وو، دوه ځلې دهغه د له منځه وړلو له پاره پلان او پروګرام جوړ شوی وو، يو ځل داسي پروګرام وو چي پر هغه موټر بم چاودنه ؤشي، ټول ترتيبات بشپړ شوې وو، ولي د پاکستان په هلو ځلو دغه بريد شنډ کړل شو، بل ځل دهغه په کور وسلوال سرتيری بريد ترتيب کړل شوی وو، چي ټول ترتيبات نيول شوي وو، بيا هم د پاکستان په دوه مخي او مداخلت سره دغه بريد شنډ کړل شو، داسي معلوميږي چي د پاکستان آی ايس آی او شمال ټلواله ډير پاخه او پيچلي روابط لري.

 

                                                                                   

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.