pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 

د افسوس جنون مې بيا راغی پۀ ځان کښې                نـم د سترګـو مې شـيـبـه شـيـبـه وریږي

زړه ناچـار شو ترينـه پورتـه شـول دودونه                 خولې د غـمه بيـا شروع کړل فـريادونه

                                                                                                  ارواښاد ملنګ جان

نيمګړې هلې ځلې او مداريتوب

پوهنمل ډاکټر عبدالقيوم مومند

که د نړۍ د لاسپوڅو سياستوالو د واکمنۍ او لاسپوڅيتوب د ژوند او پايښت وروستني عمر ته وکتل شي نو د دوی پۀ خبرو او کړنو کې د پخوا پر پرتله د غور وړ بدلون ليدل کيږي.  داراز بدلون پۀ خبرو کې ډير او پۀ عمل کې لږ او کمزوری وي.  د دې بدلون او نوي سياسي شورماشور څخه دا جوته کيږي چې د لاسپوڅي او بلواکه واکمن وروستئ شيبې رارسيدلي دې.  د دې نوي سياسي شورماشور پۀ اړو دوړو کې لاسپوڅی او بلواکه واکمن هڅه کوي چې ځان ملت ته نږدې وبريښي.  کوښښ کوي چې د ولس د سپيڅلو احساساتو څخه ناوړه ګټه واخلي او د ولس د وينې او سر پۀ بيه ځان د ولس خواخوږی او د خاورې ساتونکې معرفي کړي.  مګر څنګه چې ولس د نوموړي اصلي څيره پيژني، لاسپوڅی او بلواکه واکمن خپلو هيلو ته نۀ رسيږي او د دې ناکامۍ پۀ پايله کې د دې هيواد وګړي د یو نوي لوی ناورين سره مخ کيږي.  حامدکرزی هم چې د خپلې بلواکې واکمنۍ وروستيو شيبو ته رسيدلی او د ولس پۀ مينځ کې د دۀ پۀ مقابل کې کرکه ورځ له بلې څخه ډيريږي، غواړي د افغان ملت د سر او وينو پر بيه د ځان څخه ملی اتل جوړ کړي تر څو د شاه شجاع او ببرک کارمل د القابو څخه خلاص شي او نوم یې د تاريخ پۀ پاڼو کې د يو هيواد دوست پۀ بڼه وليکل شي، نۀ د يو هيواد پلورونکي پۀ بڼه.

پۀ دې ليکنه کې غواړم پۀ دوو مهمو ټکو رڼا واچوم.  لومړي، حامدکرزی او د هغۀ نور هيوادپلورونکي ملګري او ملاتړ کوونکي څنګه د یرغل او يرغمل لاندې بلواکې واکمنۍ ته ورسيدل؟ اوس بيا ولې حامدکرزي، د هغۀ مرستيالانو، وزيرانو، د وزيرانو مرستيالانو، ملګرو او نورو حکومتي کړيو د امريکا او نړيوالې ټولنې پرضد د شعار ډولونه پۀ غاړه کې اچولي دي او بيسوره ډمبهار ترې وباسي؟  دوهم، پۀ دې حساسو او خطرناکو شيبو او پړاوونو کې د عام ملت او پۀ خاصه توګه د روڼ اندو هيوادوالو او ولس سره د مينې او احساس لرونکو افغانانو مسئوليتونه څۀ دي؟  يواځې بنده خوله پاتې کيدل او پۀ ځينو وختونو کې يو نيم انتقاد کول کفايت کوي او که د يو بنيادي خوځښت او بدلون لپاره هلې ځلې پۀ کار دي؟

دا چې د سپټمبر يوولسمه پيښه څنګه رامينځته شوه او چا رامينځته کړه يو جلا بحث دی او ځانګړې څيړنې ته اړتيا لري، مګر هغه بدلونونه او پرمختګونه چې پۀ نړيواله کچه د سپټمبر د يوولسمې نه مخکې تيريدل او هغه څۀ چې د سپټمبر د يوولسمې نه وروسته تيريوي، د دې ليکنې د غور ټکي دي.

که د نړۍ اقتصادي او ستراتيژيکي پرمختګونو ته پۀ ځير سره وکتل شي نو دا څرګنديږي چې د امريکامتحده ايالات د نړۍ پۀ اقتصادي ډګر کې وروسته پاتې کيدله او اروپايي هيوادونو، روسيې، چين، هندوستان، مالیزيا، جنوبي افريقا او برازيل دا تشه ډکوله.  پۀ لرې او نږدې اسيا، منځني ختيځ، افريقا، جنوبي او لاتينې امريکا او ځينو اروپايي هيوادونو کې د روسيې، چين، هندوستان، مالیزيا، جنوبي افريقا او برازيل اقتصادي پرمختګونو، پانګه اچونې او زيرمو راويستنې د امريکامتحده ايالاتو د اقتصادي پرمختګ او پانګه اچونې لپاره ستر ګواښونه رامينځته کړي وو.  لۀ بله پلوه پۀ منځنۍ اسیا کې د ګازو او تيلو د لويو زيرمو د لاس ته راوړلو لپاره د امريکامتحده ايالاتو هلې ځلې هم د ستروخنډونو سره مخ وي.  د طالبانوحکومت د امريکامتحده ايالاتو پرطبيعت برابره همغږي اومرسته نۀ کوله او حتي د امريکامتحده ايالاتو لپاره یې خنډونه هم رامينځته کول.  طالبانو غوښتل د امريکايي يونوکالUNOCAL  کمپنۍ پرځای د ارجنټاين د بريداس  BRIDASکمپنۍ سره د پايپلاين د جوړيدو او غزيدو تړون لاسليک کړي.  دا ټول هغه ګواښونه وو چې د امريکامتحده ايالات یې دې ته وهڅول چې د خپلو اقتصادي او ستراتيژيکو ګټو پۀ خاطر نوې طرحې رامينځته کړي.

د سپټمبر د يوولسمې نيټې څخه وړاندې د امريکامتحده ايالاتو واکمنان او سياستوال پۀ دې هلوځلو کې بوخت وو چې څنګه د طالبانو واکمني رانسکوره کړي او پرځای یې خپل ګوډاګي او لاسپوڅي واک ته ورسوي.  د دې موخې لپاره یې پخوانۍ شمالي ټلوالې او حامدکرزي سره اړيکې ټينګې کړې.  د امريکا متحده ايالاتو او پخوانۍ شمالي ټلوالې ترمينځ د اړيکو څيړل يو جلا بحث دی، ځکه شمالي ټلواله د بيلابيلو ډلو او کسانو هغه يو موقتي اعتلاف وو چې، د ضرورت پراساس د طالبانو پرضد، د هغوی د ماتې خوړلو څخه وروسته رامينځته شوی و.  هره ډله او هرکس یې ځانګړې څيړنې ته اړتيا لری، مګر هغه څۀ چې د دې ليکنې د بحث وړ خبره ده، هغه د حامدکرزي برخه پۀ دې لوبه کې ده.

د حامدکرزی او امريکا اړيکې د روس پۀ مقابل کې د جهاد دورې ته رسيږي.  ((کرزی د سي آی اي CIA د لوړو ارتباطي غړوڅخه و اود سي آی اي  CIAدمشر ويليم کيسيWilliam Casey ، د ولسمشرمرستيال جورج بوش George Bush اود هغوی د پاکستاني آی ايس آی  ISIد خبرو او اړيکو د کړيو سره یې نږدې اړيکې درلودې. وروسته بیا کرزی او وروڼه یې د سي آی اي  CIAپۀ حفاظت کې امريکاته ولاړل او ددې ايجنسۍ دګټو لپاره یې کارکاوه. د منځني ختيځ او جنوبي اسيا د معلوماتي منابعو د معلوماتو پر اساس کرزي اود هغۀ وروڼو دبوش دکورنۍ اود بوش دکورنۍ دملګرو د ګټولپاره، چې دتيلو او سينټګاز پۀ معاملوکې نغښتې وې، هم کارکاوۀ.)) (LifeLeak 2007)حامدکرزی دځلمي خليلزاد لخوا دامريکا واکمنانو، دفاع وزارت او سي آی اي ته ورپيژندل شوی و. خليلزاد هغه مهال پۀ راند کارپوريشن RAND Corporation کې چې يو مخافظه کاره تحقيقاتي مرکزدی اود امريکامتحده ايالاتو ددفاع ورازت لپاره قراردادي څيړنې کوي، کارکاوۀ.  پۀ ۱۹۹۶ او ۱۹۹۷ زيږديز کلونو کې دواړو خليلزاد او کرزي د امريکايي يونوکال UNOCAL د تيلو دکمپنۍ لپاره د مشاورينو پۀ توګه کار کاوه. (Erikson 2002) پۀ ۲۰۰۰ زيږديزکال کې ځلمي خليلزاد، حامدکرزی راندRAND ته د خبرو لپاره وغوښت اوله هغې وروسته حامدکرزي او کريستينا روکا Christina Rocca چې هغه مهال د کنساس ايالت د جمهوريخوا سناتور سام براونباک Kansas Republican Senator Sam Brownback مرستياله وه او وروسته پۀ بهرنيوچارو ورازت کې دجنوبي آسيا دچارومعينه شوه، پرله پسې اومنظمې ليدنې کتنې درلودې. دامريکا متحده ايالاتو د بهرنيوچارو وزارت يو ډيپلوماټ د حامدکرزي پۀ هکله وايي چې زموږ لپاره هغه اوس هم حامد دی، داسې يوکس چې دهغۀ سره موږ له ډيرې مودې راهيسې معاملې لرو. (Erikson 2002) د امريکامتحده ايالاتو د بهرنيوچارو وزارت پخوانی معين کارل ايندرفورت Karl Inderfurth چې د حامد کرزي ملګری دی، وايي چې د خپل پلار د مرګ څخه وروسته کرزي د واشنګټن سره خبرې وکړي اود طالبانو د واکمنۍ د رانسکورولو طرحه یې امريکا ته وړاندې کړه. (Salim 2006) کله چې حامدکرزي د ۲۰۰۱ زيږديزکال د اکتوبر پۀ اومه(۷) نيټه د طالبانو پرضد د جګړې لپاره افغانستان ته ولاړ، د طالبانو لخوامحاصره شو او بيا وروسته امريکايي پوځيانو د چورلکې پۀ مرسته د محاصرې نه خلاص اود هغې ځای څخه یې ژوندی وويست. (Salim 2006) پۀ يوه بله خپره شوې ليکنه کې چې د (حامدکرزی څوک دی؟) پۀ نوم یاديږي ليکل شوي دي چې حامدکرزی دجورج بوش دتيلو دلوی پلانGrand Oil Plan د ټيم يوفعاله غړی و. (LifeLeak 2007) د کرزي د آی ايس آیISI - سي آی اي CIA- يونوکال UNOCAL د کړۍ پۀ ليکنه کې د آی ايس آی ISI د پخواني لوړپوړي مامور کلونيل شجاع خانزاده له خولې ليکل شوي دي چې((دجهاد پۀ ټول دوران کې کرزی زموږسره و. هغه زما دايجنټانو پۀ لست کې و. نۀ يواځې هغه، بلکې دهغۀ ورور او پلار-هغوټولو زموږلپاره کارکاوه. زه یې ټوله کورنۍ پيژنم. هغوی(کرزيانو) به زماسره دلارښوونې دلاسته راوړلو لپاره مشورې کولې. اوس هغه لګيادی چټياټ وايي.))(Salim 2006)

که د حامدکرزي د تيرو يوولسوکالونو مداريتوب او ملت ته د درواغو ويلو سلسله راوسپړو نو خبره ډيره اوږديږي، يواځې دومره ليکل به ضروري وګڼم چې امريکايانو او نورو يرغلګرو قوتونو پۀ زرونو ځله پۀ سلونو زرونو پښتانه او نور افغانان د هيواد پۀ بیلابيلو سيموکې شهيدان کړل او کرزي دهغوی د مرګ او ددې غيرانساني عمل پوښتنه هم ونکړای شوه.  کله کۀ د کرزي د حکومت لخوا پوښتنه هم شوې ده، پۀ ځواب کې ورته يواځې ويل شوي دي، چې دا عمل به بيا نۀ تکراريږي.  مګر څو ورځې وروسته بيا ليدل شوي چې خبره زړه پۀ زړه ده او د کرزي پۀ خولې څوک تريخ پیاز هم نۀ خوري.  پاکستان چې پۀ سيمه کې د ايران ترڅنګ د افغانستان بل ستر دښمن دی، د افغانستان پۀ حريم پرله پسې تیری کوي او حامدکرزی وايي چې دا حملې د افغانستان او پاکستان دښمنان کوي.  دلته بايد پوښتنه وشي چې پۀ ختيځ کې پرته د پاکستان څخه د افغانستان دښمنان څوک دي؟

رابه شو نږدې پيښوته چې د حامدکرزي د لاسپوڅيتوب او ګوډاګيتوب ثبوتونه پکې پۀ زغرده ليدل کيږي.  کله چې د وردکو پۀ ولايت کې يوځل بيا امريکايانو بيګناه خلک ووژل، د حامدکرزي وياند ايمل فيضي د ۲۰۱۳ زيږديز کال د فبروري پۀ ۲۴ نيټه پۀ یو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې پۀ ميدان ورک کې امريکايان د بې ثباتۍ او بې امنيتۍ مسئول دي. د کابل ادارې د امنيت شورا د فبروري د ۲۴ نيټې پۀ غونډه کې حامدکرزي دفاع وزارت ته امر وکړ چې امريکايي قوتونه پۀ دوه اونيوو کې د ميدان وردک څخه اوباسي. (N.A. 2013) دوه اونۍ هم تيرې شوې، نور وخت هم تيرشو مګر چا امريکايان له ميدان وردک څخه ونه ويستلی شو، ځکه امريکايانو او نورو نړيوالو پوځونو ته د کرزي امر کومه مانا نۀ لري او نۀ پۀ افغاني پوځونو کې دومره قدرت شته چې امريکايان پۀ زور اوباسي.  کله چې حامدکرزي ته يوځل بيا وويل شو چې لاسپوڅيه او ګوډاګيه پۀ کرار کښينه او بيځايه شور مه کوه، مۀ ځان پۀ بار بار شرموه او مۀ امريکايان، نو د امريکايي جنرال جوسيف دنفورد Gen. Joseph F. Dunford Jr. امر ته یې د ۲۰۱۳ زيږديز کال د مارچ پۀ ۲۰ نيټه غاړه تيټه کړه. جنرال ډنفورډ Dunford وويل چې امريکايان به پۀ تدريجي توګه د ميدان وردک څخه پۀ مناسب وخت کې ووځي.

د ۲۰۱۳ زيږديزکال دمارچ دمياشتې پۀ ۱۲ نيټه حامدکرزي پۀ خپله هغه ويناکې چې دهلمند خلکوته یې کوله وويل چې امريکایان او طالبان ګډکار کوي او طالبان ځکه پۀ افغانستان کې چاودنې کوي ترڅو امريکايان د ۲۰۱۴ زيږديز کال څخه وروسته پۀ افغانستان کې پاتې شي. د نړيوالو قوتونو موجوديت پۀ افغانستان کې بې ثباتي رامينځته کړې ده. (Karzai 2013) کرزي يوځل بيا دپښتنو داحساساتو نه غلطه استفاده وکړه اوغوښتل یې دخپلو بېباکو او بېمسئوليته خبرو له لارې دخلکو پۀ مينځ کې څه ناڅه اعتبار ترلاسه کړي. د حامدکرزي دې خبرو امريکايان ډير پۀ قهر اوغصه کړل اوبيلابيل عکس العملونه یې وښودل. د ۲۰۱۳ زيږديزکال د مارچ پۀ ۲۶ نيټه دامريکا د بهرنيوچارو وزير جان کيري John Kerry لکه د تل په څير، يوځل بيا پۀ ناڅاپي ډول افغانستان ته ولاړ، د حامدکرزي سره یې پۀ کابل کې وکتل او هغۀ ته یې يوځل بيا دهغۀ حيثيت او بيواکتوب ورپه ګوته کړ.  همداراز يوځل بيا یې حامدکرزي، دهغه مرستيالانو، د هغۀ وزيرانو اود حکومت نورو چارواکو، دافغانستان بې مفهومه او بې ارزښته پارلمان او د افغان ملت ته ورپه ياد کړل چې پۀ افغانستان کې اصلي واکمنان او چارواکي څوک دي.  څوک فيصلې کوي او څوک هسې بيځايه شور او ځوګ کوي. د ليدنې او کتنې وروسته حامدکرزی پۀ هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې جان کيري John Kerry یې هم ترڅنګ ولاړ و، وويل چې هغۀ پورتنۍ خبرې نۀ دې کړي او رسنيو دهغۀ خبرې غلطې خپرې او تعبير کړي دي. (Cohen and Hanna 2013)زموږ پۀ هيواد کې چې خلک د يو ناوړه کس د اعمالو نه پۀ تنګ راشي نو ورته وايي چې درواغ، بيشرمي او بيحيايي هم يو اندازه لري، مګر داسې بريښي چې د حامدکرزي او د هغۀ د حکومت د خلکو درواغ، شرم او بيحيايي کومه اندازه نۀ لري. - استغفر الله-.

داسې نورې ډيرې بيلګې شته چې د حامدکرزي، امريکامتحده ايالاتو، سي آی ايCIA ، آی ايس آی ISI او یونوکال UNOCALترمينځ د اړيکو او کارکولو څرګندوينه کوي او دا جوته کوي چې حامدکرزی د لاسپوڅيتوب او ګوداګيتوب پۀ کړيو او ځنځيرونو کلک تړلی کس دی او خپل کوم واک او اراده نۀ لري.  اوس چې د حامدکرزي د بيواکه واکمنۍ وروستۍ ورځې شپې او شيبې رارسيدلي دي، پۀ ناکامو، نيمګړو او بېمسئوليته هلوځلو اخته دی چې پۀ ظاهره توګه ځان د لاسپوڅيتوب او ګوډاګيتوب د کړيو اوځنځيرونو څخه خلاص کړي، مګر څنګه چې لاسپوڅی او ګوډاګی تل لاسپوڅی او ګوډاګی وي، چې بادار یې ورته غوږونه تاوکړي، نو دخپلو خبرو نه انکارکوي او پړه پر نورو اچوي. حامدکرزي او ملګري یې غواړي د افغان ملت د سر او وینې پۀ بيه ځان ته برائت ورکړي.  که دې ټولو پيښو ته پۀ ځير سره وکتل شي نو د یرغل او يرغمل شوي هيواد پۀ بلواکه خپلواکۍ کې د بيواکه واکمنانو همدا حال وي.

اوس به راشو دوهمې خبرې ته چې پۀ دې ناورين کې عام ملت او پۀ خاصه توګه روڼ اندې کوم مسئوليتونه لري او څه بايد وکړي.  افغان ولس بايد د تاريخ د تجربو نه زده کړه کړي وي او پۀ هيواد او ولس باندې تجارت کوونکو، د مجاهدينو تش په نوم مشرانو او قوماندانانو، د ډيموکراسۍ ټيکه دارانو، د سياست مداريانو او د اسلام، ولس او خاورې دښمنانو ته د دې اجازت ورنکړي چې د دوی د پاکواسلامي او هيوادپالونکو احساساتو څخه ناوړه ګټی واخلي.  دا خوږې خبرې او رنګينې خيالي وعدې هغه د زهرو ډک جامونه دي چې دې ملت ته څوځلې ورکړل شوي دي.  شاه شجاع ته به نۀ ځو، ځکه ليکنه ډيره اوږديږي، لنډ نظر به واچوو.  کله چې ببرک کارمل د روسي پوځونو او ټانکونو پۀ زور د کابل د قدرت پر څوکۍ کښينول شو نو د کارګري انقلاب، لوی ورور هيواد شوروي اتحاد، او د غويي غوبل (انقلاب) د نه پر شاتللو خبرو، شور او ځوګ دومره ګرد جوړ کړ چې د ببرک کارمل اود هغۀ د ملګرو څخه ځان ورک شو اود غويي د غوبل تړل شوې رسۍ د موږي څخه وشليده.  ډاکټر نجيب الله ډير کوښښ وکړ چې د خپل غوييتوب پۀ زور دا شليدلې رسۍ د سوسيالستي ډيران پۀ موږي بيرته وتړي، مګر هلې ځلې یې سرته ونۀ رسيدې.  کله چې ډاکټرنجیب الله پۀ دې پوه شو چې بيواکه واکمني یې مخ پۀ خلاصيدو ده او وروستنی وخت یې رارسيدلی دی نو د ورورولۍ چيغې او سورې یې پورته کړې.  خپلو دښمنانو ته یې د اشرارو پرځای دمجاهدو او خفه شوو وروڼو خطاب پیل کړ. مګر وموليدل چې نۀ اشرار شو، نۀ وروري شوه او نۀ هم سوسياليزم.  خوږو خبرو اود ورورولۍ شور او ځوګ کوم ځای ونۀ نيو.  د مجاهدو وروڼو او ملايانو له ډار څخه د ملګروملتونو دفتر ته وتښتيد او کله چې د ملايانو شاګردان راغلل، نومړی یې د کابل ښار پۀ مينځ کې راځوړند کړ.

اوس د وخت او حالاتو داسې نخښې نښانې دي چې د حامدکرزي ورځې شپې هم مخ پۀ خلاصيدو دي او پۀ هڅو کې اخته دی چې ځان ته څنګه د وړو پوزه کيږدي.  حالات یې هغۀ سرسامه لامبوزن ته ورته دي چې د اوبو څپو اخستی وي، د غرقيدو پۀ حالت کې وي او د ځان د ژغورلو لپاره د اوبو ځګ ته هم لاس اچوي.  کله وايي چې طالبان زما مرور وروڼه دي. کله بيا وايي چې پردی کټ تر نيو شپو دی. زه (کرزی) له دې کټ څخه راکوز شوی يم او تاسې طالبان هم له دې کټ څخه راکوز شئ.  کومه ورځ یې چې چرت پۀ بله وي، بيا وايي چې طالبان د امريکايانو لپاره کار کوي.  چې بادار یې غوږونه ورتاو کړي، بیا انکار وکړي چې دا خبرې خو ما نۀ ده کړي.  داسې بريښي چې د ګوډاګيتوب پۀ دې لوبه کې یې د واک ترڅنګه خپل فکري استفامت هم له لاسه ورکړی دی.  کیدی شي موږ افغانان د دې څخه نور ډیر د انديښنې څخه ډک حالات وګورو، مګر د يو ملت پۀ توګه مو مسئوليت څه دي؟

د بهرني يرغل، کورنيو ګوډاګيانو او ډيموکراسۍ پۀ غوبل کې د افغان ملت بنسټيز ارزښتونه، ملي هويت او ځمکنيزه بشپړتيا د ګواښ سره مخ ده او کۀ چيرې لۀ دې څخه يوه هم يا کمزوري شي او یا له مينځه ولاړه شي نو زموږ ټولنه د نيستۍ او نابودۍ کندې ته لويږي.  د يو ملت پۀ توګه موږ دا مسئوليت او حق لرو چې د خپل ژوند او راتلونکې فيصلې د نورو د لاس څخه واخلو او خپلې فيصلې پخپله وکړو.  د افغانستان د ټولو سياستوالو او چارواکو څخه باید دا پوښتنه وشي چې ولې افغانان د افغانستان د خاورې، خلکو، دين، کلتور، ټولنيزو ارزښتونو او ملي منابعو پۀ هکله د تصمیم نيولو حق نۀ لري؟  ولې افغان ولس ته د دې اجازه نۀ ورکول کيږي چې پرته د پرديو له اغيزې څخه خپل موجوديت، ژوند او بقا ته دوام ورکړي.  ولې افغانستان نۀ پريښودل کيږي چې پر خپلو پښو ودريږي.

پۀ تيرو يوولسو کالونو کې چارواکو او زورواکو د ملت پۀ سر لوبي او تجارتونه وکړل.  هيچا هم د کمزورو او بيوزلو د حقوقو څخه دفاع ونکړه او نۀ پۀ هيواد کې ټولنيزه ښيګڼه او سوله رامينځته شوه.  د هيواد د وګړو ابتدايي ضرورتونه پوره نۀ شول او نۀ د پرمختيا پر لور کوم رغوني ګامونه واخستل شول.  هيواد تراوسه د جګړې او ناامنۍ پۀ اورکې سوځي.  که چيرې افغانان نۀ غواړي چې د دوی پۀ سر سودا او پۀ ژوند لوبې وشي، نو اړينه ده چې د وچو وعدو، تشو خبرو او احساساتې خبرو د خيالي دنيا څخه راووځي، خپل مسئوليتونه درک کړي او د يو داسې ریښتني بنيادي بدلون غوښتنه راپورته کړي چې اصول یې پر خپلواکۍ، ټولنيزعدالت، ولسواکۍ، سوله، امنيت، اقتصادي پرمختګ او اسلامې ورورګلوۍ ولاړ وي.  ملت بايد د خپل حق غوښتنه وکړي.  دا حق هغه وخت ترلاسه کيدی شي چې يو ملت پۀ خپلو ارادو کې سپيڅلی وي او د حق پۀ وخت د خپل او پردي ترمينځ توپير ونکړي.

پۀ دي بدلون کې افغانان باید يو داسي ولسي نظام جوړکړي چې پۀ هغې کې حکومت او د ملت استازي چې د دوی لخوا ولسي اومشرانو جرګو ته ليږدول کيږي، د دې ملت خدمتګاران وي او نۀ لکه پخواني او اوسني باداران.  دا د هرافغان دنده ده چې د هيواد پۀ ملي مسايلوکې برخه واخلي اود ښه او بد فيصله یې وکړي. ددې مسوليت نه ځان ګوښه کول اویا بې اعتنا پادې کيدل ددې خاورې اوملت سره لويه جفا ده.

نـارې مـې پـه غـوږ واورئ زه وطـن د سـتــاسـو مـور يــم

واړه مې غيږ کښې لوی کړئ اوس له ما نه بې پروا شوئ

                                                       ارواښاد ملنګ جان

ولس بايد بې پروا پاتې نۀ شي، بلکې د ولس غړي بايد پۀ نيغه او ښکاره توګه د هيواد او ملت پۀ ورځنيو سياسي، ټولنيزو، حکومتي او دولتي چارو او فيصلو کې برخه واخلي او خپل مسؤليت ترسره کړي.  واکونه اوفيصلي بايد پۀ ښارونو اود ګوتو پۀ شمیر محدودوکسانو پورې محدودې پاتې نشي، بلکې فيصلې بايد د کلو او بانډو نه پيل او د ملت لوړې سطحې ته ورسيږي.  ولس بايد دې چمتو وي چې د هيواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره تر بلې ټاکنيرې دورې پورې صبر ونکړي،  بلکې پۀ ورځنيو چارو کې باید دخيل وي او هروخت د دې واک او غوښتنه ولري چی ټاکل شوو چارواکو سره حساب وکړي.  داراز به نۀ څوک د دوی پۀ سر تجارت وکړی شي، نۀ به د چا پۀ حق تيری وشي او د ټولني وګړي به د خپلو حقوقو څخه برخمن وي.  لوږه، غربت، کمزورتيا، بيوزلي او تيری به له مينځه ولاړ شي.  د قدرت او زورواکۍ ځای به انساني کرامت، عدالت، ټولنيز روغوالی او يووالی ونيسي.  د ټولنې بنيادونه به ټينګ شي او پۀ ټولنه کې به ولسي، کلتوري او ټولنيز پوخوالی رامينځته شي.  د ټولنې د وګړو ترمينځ به د سپينو، آزادو او صادقانه خبرواترو لار خلاصه شي او د ټولنې وګړي به پۀ خپلو مينځونو کې د اعتماد پۀ فضا کې يو بل ته نيک نظر ولري او د ورورګلوۍ اړيکې به ټينګې شي. او که نه نو:

څـوک چـې د ښـکـلـيــو پـۀ خـنــدا شـو غـلــط             کـــار یــې ســـم نــۀ شــو پــۀ ژړا پــاتــې دي

                                                                                             حـمــزه بــابــا

سالت ليک سيټي، يوټا، د ۲۰۱۳ زيږديز کال د اپریل اتلسمه (۱۸)

Works Cited  اخستنځايونه      

Cohen, Tom, and Jason Hanna. "Karzai says media misinterpreted comments on U.S. and Taliban." CNN. March 26, 2013. http://www.cnn.com/2013/03/25/world/asia/afghanistan-kerry-karzai (accessed April 2, 2013).

Erikson, Marc. "Mr. Karzai goes to Washington." Asia Times Online. January 29, 2002. http://www.atimes.com/c-asia/DA29Ag02.html (accessed April 4, 2013).

Karzai, Hamid. President Karzai's speech in Helmand Province. Helmand, March 12, 2013.

LifeLeak. "Who is Hamid Karzai?" Life Leak. December 26, 2007. http://www.liveleak.com/view?i=59b_1225807900#zA7jKLrL2Zwc6Lc7.99 (accessed April 2, 2013).

N.A. "Karzai demands US forces leave Wardak." Military Photos. February 24, 2013. http://www.militaryphotos.net/forums/showthread.php?223653-Karzai-demands-US-forces-leave-Wardak (accessed April 2, 2013).

Salim, Irshad. "Karzai's ISI-CIA-Unocal Nexus." DesPardes. October 6, 2006. http://despardes.com/oscartango/2006/20061007-karzai-isi.html (accessed April 2, 2013).

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.