pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
حضرت صاحب لبیک، له هیواده ستا د هجرت او وتلو په تمه
نظرمحمد مطمئن

زه هجرت کوم، په دوه درې ورځو کې له هيواد څخه ؤځم، کوم بل هيواد ته ځم، زه مجبوره يم چې هيواد پريږدم ( که خدای ج وکړي چې حضرت صبغت الله مجددي يې عملي کړي)، ځکه زما خبرې دلته څوک نه اوري او نه هم زما نصيحت ته څوک غوږ ږدي.
کرزي صاحب په ډیره بې پروايې سره د مشورتي جرګې د رئيس مجددي جواب په برو (زه ولاړ شه) سره ورکړ.
د مشورتي لويې جرګې مشر حضرت صبغت الله مجددي د لويې جرګې پر درېیمه ورځ د ولسمشر کرزي د لومړۍ ورځي د څرګندونو پر خلاف رسنيو ته وویل چې ښاغلی ولسمشر حق نه لري چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د تړون د لاسليک نيټه وځنډوي، حضرت وويل چې ولسمشر بايد چې ډیر ژر او د روان زيږدیز کال تر پایه له امريکا سره امنيتې تړون لاسليک کړي.
داسي ویل کيږي چې حضرت صبغت الله له هغه وروسته دغه څرګندوني وکړي چې د سهار چای يې د مشورتي جرګې د کميټو د رئيسانو په ګډون له ښاغلي ډاکټر رنګين دادفرسپنتاسره درلود.
د جرګې پر دوېمه ورځ کورنيو او بهرنيو رسنيو ته اجازه نه ورکول کیدله چې د امنيتې تړون مخالف کسانو سره مرکې وکړي او دهغوی نظر خپور کړي.
دا ډول د جرګې پر دوېيمه ډیری کورنۍ رسنۍ تر سانسور لاندي وي، هر ټلويزون او راډيو دسياسي بحثونو له پاره د تړون، امريکا او حکومت پلوه کسان رابللی وو، او له رسنيو سره د مشورتې جرګې څخه هم انتصابي د کميټو ریسانو مرکې درلودلي.
درېيمه ورځ دجرګې يو ناڅاپه د ښاغلي ولسمشر له خوا د حضرت صاحب تر څرګندونو وروسته اعلان ؤشو او له ټولو امنيتې او د رسنيو څارونکو څخه يې غوښتنه کړي وه چې د امنيتې تړون مخالف نظر لرونکو کسانو ته هم اجازه ورکول شي چې خپل نظرونه د رسنيو دلاري خلکو ته ورسوي.
د جرګې پر درېيمه ورځ يو ځل بيا په ځينو حکومت پلوه رسنيو کې د مشورتې جرګې، امنيتې تړون او امريکا ته د اډو ورکولو مخالف نظر لرونکو کسانو پر تودو سياسي بحثونو کې برخه درلودله.
دا هرڅه هغه وخت ښه څرګند شول چې کله ښاغلي کرزي د مشورتې جرګې د کميټو د ځینو ريسانو د نظرونو تر اوريدو وروسته بيا هم پر دې ټينګار وکی چې زه له امريکا سره امنيتې تړون نه لاسلیک کوم، تړون به راتلونکی ولسمشر لاسلیک کوي.
امريکا بايد چې د امنيت، سولې او رڼو ټاکنو تضمين وکړي، د تړون د لاسلیک له پاره او د تطبیق مراحل يې همدغه يادې درې مسئلي وبللي.
يوه د پام وړ خبره يې داهم وکړه چې په خدای چې زما غیرت يې نه منې چې امریکا ته اډي ورکړم، دا اسانه کار نه دي، له عاطفي او عقلي لحاظه هم د منلو نه دی، خو زما مجبوريت دی.
د ښاغلي کرزي خبرې به هر چا اوريدلي وي او يا به يې د بريښنايې پانو څخه لوستلي وي، سياسي شنونکې پر دي نظر دي چې دا هر څه ددي له پاره کوې، چې په راتلونکو انتخاباتو کې پر امریکا له همدې لاري فشار راولي چې دده د خوښې کانديد ورسره ومني، ویل کيږی چې غواړي تر لسو نورو کلونو خپلې کورنۍ ته د امريکا له لوري د واک ګرنټې ترلاسه کړي.
حضرت صبغت الله مجددي جرګې ته د وينا پرمهال د ولسمشر د صفت کولو وروسته وویل چې زه د ولسمشر ولي نعمت يم، په دي معنی چې کوم نعمتونه (واک، صلاحيت او ثروت) کرزي صاحب ترلاسه کړی، عامل يې زه یم او زما له برکته د
له ولسمشره يې وغوښتل چې د مشورتې لويې جرګې پريکړه ليک سمدستي لاسليک کړي، او د روان ميلادي کال تر پايه د امریکا او افغانستان د امنيتې تړون د لاسليک ټولې پروسي ختمې او د دواړو (امريکا او افغانستان) ولسمشرانو له خوا امضاء او ومنل شي.
کرزي صاحب ته حضرت مجددي وویل چې ستا ټولي غوښتنې امريکا درسره ومنلي (په داسي حا ل کې چې امريکا نه قضايې صلاحيت ومانه چې افغان محکمو ته يې ورکړي، او نه يې د شپې بريدونو بنديدل ومنل، همدغه دواړه ټکې مشورتې جرګې هم له امريکا سره ومنل) نور حق نه لري چې تړون وځنډوي، او که ته وايې چې امريکا به په کړو ژمنو ونه دريږي، موږ دي ترڅنګ ولاړ یو، قيام کوو، روسانو ته مو ماتي ورکړه، دا ډول له امریکا سره هم په تش لاس جنګيږو.

حضرت ګواښ وکی که کرزی له امريکا سره تړون لاسليک نه کړي زه به له ټولو دولتي چوکيو څخه استعفی وکړم (فکر نه کوم چې دغه ډول مفت معاش به حضرت له لاسه ورکړي)، مخکې وختونو کې هم په بېلابېلو مسايلو کې حضرت ويلې وو چې له ټولو دولتي چوکيو استعفی کوي، خو معلومه شوه چې هغه د لوړ ډالري معاش تر لاسه کولو له پاره ټولي دندي له لاسه نه ورکولي.
د حضرت په زړه پوري خبره داوه چې ډیری افغان په ولس او هيواد مين ولس ورته لبیک ووایه، هغه وویل:
زه هجرت کوم، په دوه درې ورځو کې له هيواد څخه ؤځم، کوم بل هيواد ته ځم، زه مجبوره يم چې هيواد پريږدم ( که خدای ج وکړي چې حضرت صبغت الله مجددي يې عملي کړي)، ځکه زما خبرې دلته څوک نه اوري او نه هم زما نصيحت ته څوک غوږ ږدي.
زه په اسلام او شریعت پوه یم، له امريکا سره امنيتې تړون زموږ پر ګټه او خیر دی او زموږ له پاره مهم دی، باید چې ولسمشر کرزی يې لاسلیک کړي.
يوه يادونه اړينه ده چې هجرت بېله معني او مفهوم لري او له هيواده وتل بېله معنی، هجرت له هيواد څخه د زور، زياتي او ظلم له امله وتل، دا ډول د کفارو له اړخه د مسلمان هجرت ته مجبوره کيدل، ولي د کفارو سره د دوستي او دهغوی په ملاتړ کې له هيواد څخه وتلو هجرت ځکه نه ویل کيږي چې دغه يوه شرعي اصطلاح ده، او د شرعي اصطلاحو په کارولو کې ښه داده چې له ژور فکر وروسته وکارول شي.
لومړی ځل وو چې د بهرنيانو او افغانانو او دمشورتې جرګې د غړو په مخ کې ولسمشر کرزي د حضرت صبغت الله مجددي ډیر سخت سپکاوی وکی، په داسي حال کې چې د جرګې پروګرام د کورنيو نړيوالو رسنيو د لاري په ژوندۍ بڼه نشر کيدی، کرزی صاحب بيا ځل پرته له غوښتنې سټیج ته ورغی، ويې ویل چې په تکرار سره وایم چې امریکايان نور زموږ کورونه نه شي تلاشي کولای، د افغانانو کورونو ته نه شي ننوتلای، زموږ خلک نه شي وژلای، سوله غواړو او سوله به راځي.
په داسي حال کې چې ولسمشر کرزي او حضرت صبغت الله دواړه د يوه دريځ تر شا ولاړ وو، حضرت بيا ځل د جرګې د ۲۵۰۰ غړو، بهرنيو سفيرانو او ډيپلوماټانو، د کابينې وزیرانو، د لويې جرګې او مشرانو جرګې د ريسانو او غړو په مخ کې وویل چې که تړون له امريکا سره لاسلک نه کړې زه خفه کيږم، او هدف داچې له هيواده نور ؤځم.
کرزي صاحب په ډیره بې پروايې سره د مشورتي جرګې د رئيس مجددي جواب په برو (زه ولاړ شه) سره ورکړ.
موږ ځپل شوی او بې برخې شوی، مظلوم افغان ولس الله ج ته لاسونه لپه کوو، چې يا الله حضرت ته پر خپلو ويلو توفيق ورکړي، يا الله حضرت نور زموږ له خاورې څخه ورک کړي، او هغې سيمې ته يې بوځې له کومې سيمې چې افغانستان ته راغلی، او هغو خلکو ته يې ورنږدې کړي چا چې دلته دهمدغسي ورځو او دغسي بدبختيو له پاره ساتلی وو.
موږ به ډیر خوشاله شو چې حضرت له خپلو اړوند کورنيو سره يوځای په خیر سره زموږ له مجاهد او شهيد ساتونکې کور او په ازادي مين ولس څخه ووځي، او په راتلونکې کې داسي څوک ونه لرو چې زموږ ملي ارزښتونه د ډالرو په مقابل کې خرڅ کړي.
رښتيا هم چې د بل پر هيواد او خاوره د ځينو خلکو زړه نه سوځي، حضرت چې افغانستان خپله خاوره نه ګڼي او ځان دلته هم مهاجر بولي ښه داده چې موږ يې له هر ډول نيکې او بدبختي څخه په امان شو.
وبه ګورو چې حضرت به خپل هوډ عملي کړي که نه؟ په کار ده چې حضرت د دومره لويې جرګې په مخ کې خپله کړي ژمنه عملي کړي، خو باوري يم چې نه لوړ ډالري معاش دلاسه ورکوي، نه د امريکايانو تراحم دلاسه ورکوي، او نه د امريکايانو څنګ او ملاتړ پريږدي، او نه هم د افغانستان له پاکې خاوري څخه بل هیواد ته ځي.
پای
۲۵ نومبر ۲۰۱۳

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.