pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
یــوسترګــه ور لارښـود آلمکتوم
May 17, 2014
 
 ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار
: ليکنه

A Visionary Leader Al Maktoum
 By:  Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Independent Scholar, USA

 زه دلته په یو شاعـر، یـو لارښود، یو سترګه ور مسلمان او یو عـرب ملت دوست ګـړیـږم. دی غواړي چې نه یواځې خپل هیواد د ممتازو هیوادونو په ډله کې ودروي، بلکې ټوله عـرب نړۍ ممتازه کړي! له دې ملت دوست مسلمان نه باید د افغانستان مشران هـم زده کړه وکړي.  ما ډاکتر روستار تره کي د ۲۰۱۳ په نومبر کې کندهار ته د خپل علمي سفـر په اوږدو کې نږدې شل ګینټې په دوبۍ کې تیرې کړې، او د منلي الله نور سیلاب ساپـي ( د شهید امان الله سیلاب ساپـي ځوی)په پیرزوینه او زیار مو د دوبۍ مهم ځایونه وکتل . دغه شان د منلي سیلاب ساپـي په همکارۍ د ماښام  په مهال زما ملت پال دوست او ملي پانګه وال منلي امام الدین ساپی هم زموږ لیدنې ته راغـئ. ما په امریکا کې د نیویارک، واشنګټـن ډی سي، لاس انجلیس او شیکاګو،په انګلستان کې د لندن، او په جرمني کې د برلین، فرانکفورت/ماین، مونشن او دوسیلدورف هواي ډګرونه لیدلی دي. خو هغه پاکي، خدمت او  ښه خوراک چې د  اماراتو په الوتکو او د دوبۍ په هـوایي ډګر کې مې لیدلي دي، نور ورسره نشي پـرتله کیدلی
 یو بې بارانه کوچنی هیواد چې هر څه پکې شته دی! دوبۍ د لویدیز او ختیز تجارتي مر کز ګرځیدلی دی. ماپه امریکا کې اقـتصاد پـوه  فاروق تمیزچې خپله بریالئ کمپنۍ لري وپوښته چې د دوبۍ دومره عـظمت له کومه راغلی دی؟ زما دغه دوست تیـر کال د حج لپاره سعـودي عـربستان ته تللی واو ورپسې یې یو څو ورځې په دوبې او شاوخوا کې تیرې کړې وې او د ځان سره یې له دوبۍ نه یو کتاب راوړی و، په دې سرلیک
محَمد بن راشد آلمکتوم، زما سترګه ورتیا: د ممتازتیا  د مسابقې لپاره بلنې، ۲۰۰۶
محّمد بن راشد آلمکـتوم، رؤیتي التحدیات فی سباق الـتمـیٌـز، ۲۰۰۶
Mohammed bin Rashid Al Maktoum, My Vision: Challenges in the Race for
Excellence.  Motivate Publishing, 2006
د کتاب لیکوال په ۱۹۴۹زییز کې زیـږیدلی دی او نه یواځې د متحدو عـربي امارتونو د واکمنې کورنې یو مهم غـړی دی،بلکې مبتکـر او مفکر شخصیت  هم دی: د خپل هیواد مرستیال ولسمشر او لومړی وزیر دی، د دوبۍ واکمن دی، او د عملي اقتصاد لارښود دی.  دا کتاب چې د متحد عـرب امارتونو د اقتصاد تاریخ دی، د نورې عـرب نـړۍ لپاره د پـرمختـګ او ابــتکار لارښود هـم دی. آلمکتوم غــواوړي چې ټـول عـرب مـلــت دې سرلوړی شي او د دغه هدف لپاره دې علم او ټکنالوجي ( د علم استعمال) ته کلکه پاملرنه وکـړي. د بیلګې په ډول، آلمکتوم د عـرب ملت د سرلوړۍ لپاره  د عـرب اسونو روزنې ته هم کلکه پاملرنه کوي
آلمکتوم د اقتصادي سیالۍ (رقابت) تریخ واقعـیت داسې ساده کړی دی: هره ورځ په افـریقه کې  غرڅه (آهـو) په دې پـوهیـږې  چې که له ګړندي پـړانګ نه زیات ګړندی نشي د پـړانګ خوراک بـه شي. دغه شان پـړانګ هم تاویـږي راتاویـږي او پـوهـیـږي چې که له ګـړندي غـرڅـه نه ډیـر ګړندی نشي، له لوږې به مړشي. انساني ټولنه هـم دغسې درواخلئ:  تو پیـر نلري چې غـرڅه یاستئ یا پـړانګ ، د ژوند د ساتنې لپاره باید ګـړندي و ځغـلئ! آلمکتوم په دې پوهـیـږي چې  د پـرمختـګ او نوښتګرۍ لار سخته او اوږده ده، خو په دې هم پـوهـیـږي چې راتلونکی پـړاو به لـه اوسني پـړاو نه ډیر سخت او اوږد وي. پرمختـګ یوه پرلپسې عملیه ده او د ممتاز درجې لپاره سیالي آخري لیکه نلري. د آلمکتوم پلار به په یوه سترګه تیر وخت ته کتل او په  بله سترګه به یې راتلونکې ته. دغه شان آلمکتوم  هم د پلار بـریالیتوب ته په یوه سترګه کسي، او خپلو کوټــلـو پــلانـونـو ته په بــله ستـرګه. آلمکـتوم د دوبۍ دړه نړۍ ته بیـرته کړه، او د نړۍ پاملـرنه یې دوبـۍ تــه راوګــرځولـه
د آلمکتوم اداري فـلسفه
 لارښود (لیډر) سترګه ور وي او هغه څه ویني چې نور یې نه ویني.  خو که لارښود دغسې سترګه ور توب ونلري، باید خپل ځای هغه چا ته پریـږدي چې سترګه ور وي او هدف ته د رسیدلو لپاره  پلان لري، او پاتي دې هسک څښتن ته وسپاري.لـیکـوال د مثبت فکـر خـاونـد دی او  د تیروتنو د شمیرنې په ځای د بریالیتوبونو شمیرنې ته زیاته پاملـرنه کوي، تیروتنې بخښي او ښـو او بریالیو کړنو او تشویقولو  ته ارزښت ورکوي. د رښتونې او اغیـزمنې پراختیا(رشد) د عملیې کیلي دا ده چې سړی ستر ګه ورتیا (بصارت) ولري، یعنې اساسي هدفـونه د کوچنیـو تـفصیلاتو له لارې نه پنچروي! هـر څومره چې میرزاقـلمي ( دیوانګري، اداري پـړسوب) برلاسې وي، هغـومره فساد پـړسیـږي او  مساوی فرصت له منځه وړي او په دې ډول زیاتې وظیفې او ترفـیع ګانې د قدرتمندانو د واسطو له لارې بې کفایتو اشخاصو ته سپارل کیـږي. د بریالي لارښود لپاره مهمه ده چې  د خپل هدف او خیال د پلي کولو لپاره ماهـر او وارد  اداره چیان ولټوي. کار باید د ښځو او نارینه و لپاره خلق شي. په دوبۍ کې هر چیرې د ښځو لپاره کار شته. ښځې نه یواځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، بلکې د ټولنې میندې هم دي. د یـولارښود(لیـډر) لپاره خـورا غـټ احـتمالي خطر(ریسک) دا دي چې سنجش شوی احتمالي خطر نشي منلی
“The greatest risk for a man is not to take risks.”(Al Maktoum)
پیسې د زاړه او نوي اقـتصاد عـصبي مرکـز دی. خو په نوي اقـتصاد کې پـریکړې ډیـرې ګـړندۍ کـیـږي. له دې امله په  زییز۲۰۰۲ کې «د دوبۍ بین المللي مالي مـرکز» رامنځته شو. دغه مرکز د دوبۍ د بریښناییـز ښار، د دوبۍ د بریښناییز حکومت اود دوبۍ  د بریښناییز تجارت متمم دی
Dubai Internet City, Dubai e-government, Dubai e-commerce
    پخـپله   دوبـۍ «ممـتاز» ښار دی ځکه چې  په جوړولو کې یې د خلاقـیت، ښکلا،او اصالت په څنګ کې وظیفـوي او عملي ګټې هم غبرګې شوي دي. په مهندسۍ کې یې خپل عـرب  میراث او چاپیـریال مجسم شوی دی: برج العـرب، د خُـرما جـزیرې، جُمیره ساحلي هوټل. د دوبې د ابادیو 
بـیلابـیلې کلتوري او وظیفـوي څیرې د  دغـه ښار تجارتي مقام غـښلی کوي. په دوبۍ کې اسلام نوښتګرۍ ، پـرمختـګ او تمـدن ته پاټـک نه دی اچـولی
“We are committed to the edicts of our religion [Islam] and see no conflict between them and modernization and true civilization. We are not going to do anything at the expense of our religion….” (al Maktoum).
د بریالئ پـرمختیا د عملیې  لپاره  خورا مهم شرط  په روغ مشرتابه (لیډرشیف) را څرخي. که د پــروژې لارښود ټیم یا مشر بدلون ته ژمن نه وي، بــدلون ناشونی دی. که د یـوې پروژې د پرمختګ  لـپاره  د روزنې لګـښت جګ وي، د ناپـوهۍ بیه دې وسنجول شي. که د یوه هیواد وګړي په تعلیم سمبال وي، هغوی مولد دي، او مولد وګړي د ټولنې د پـرمختـګ لپا ره لوی نعـمت دی. خو که وګړې بې تعـلیمه او په نـتیجه کې غیر مولـد وي، د ټــولنې لپاره بـار دی. ټــول لارښودان (لـیډرز) خوب ویني،  خویــواځې رښتــونــی لارښـود د دې تـومـنه لــري چې  خــپل خـوب او تـصور پــه ستـرګـه ورتیا او واقعـیــت واړوي. رښتونی لارښود د پـړانګ په شان فـرصت ته غاړه ورکوي، نه دا چې د نورو پـړانګانو پاتي شونې او جوټې وخوري! زه  ځیـرکیار منلي محمـد بـن راشـد آلمکـتـوم  ته د دغه ګـټـور کتاب د خپـرولو شابسی  وایم ، د اقـتصاد پوهـیدونکو ته یې د لوستلو سپارښـتنه کـوم، او په پښتـو کې یـو متـل «زر دې ومـره، یـو دې مـه مـره!» ورسره شـریکوم چې د لارښود (لـيـډر) غـټ اهمیت منعکسوي.  ځیـرکیار

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.