pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
پاکستاني جیلونه
     

ملاعبدالسلام ''ضعيف''

هم په نړۍ کې امریکایې وحشې او غیر ې انسانې زندانونه دنړۍ دبشرې اوانسانې حقوقودانتقادونو اواعتراضونو هدف ګرځیدلې اودهغوی تصویريې دناقانونه مظلومو مسلمانانوسره  په بدچلندسره شهرت موندلیدی په شلمه اویوشتمه پيړۍ کې یو رښتیا حقیقت دی چې په نړيواله توګه یې په نړۍ کې یوه وحشې، ظالمانه اوغیرانسانې لړۍ روانه کړی ده چې هم خلکوته په وحشت شکنجې ورکوي اوهم یې انسانان دعدل انصاف اوانسانې حقوقوڅخه محروم کړی دي، هم یې بین الملې اوهم یې خپل دامریکاملي قوانین تر پښولاندې کړې دي،هم يې د۱۹۴۶ کال دجینوا کنویشن دانسانې کرامت او طبعي حقوقو قوانین مات کړی دي داهم په ګوانتاناموجهنمې زندان، هم افغانستان او عراق کې ترسره سوی دي چې تراوسه پوري هم ادامه لري خو دبلې خوا هغه هیوادونه له نظره غورځول سوی دي چې ترهغوی یې هم دظلمونو لړۍ ګرمه ساتلي ده خلک يې دخپلو خدای ورکړي انسانې حقوقو محروم کړي دي اوهم یي ټول نړیوال بشري قوانین ترپښولاندې کړي دي چې داهم په  ځینو اسلامې هیوادونو کې جریان لري لکه پخوانی مصر،اردن ، پاکستان اوداسې نور چې دامریکایې استکباري قوت نه په استفاده یې په یوه ګوښه کې هغه څه روان کړی دي چې هیڅ قانون یې تقاضا نه کوي اونه په اسلامې قوانینوکې ځای لري، زموږ ګاونډی پاکستان دامریکاترغوړیدلې سیورې لاندې دافغانانو پر عزت څه لوبې روانې کړی دي؟ پاکستان چې  په آسیا کې کلیدي رول اداکوي په چلبازي کې دومره ماهره دی چې ترډیره په وچه غوا شیدي کوي، په یوه بام کې دوې هواوې غواړي، په یوه حلق کې دوې ژبي لري اوپه یوه سرکې دوه مخونه لري ترڅو  دهرچاپه ژبه پوی شي، دهرچانه کارواخلي اوهر څوک وغولوي چې ګواکې مخ یې ددوی په وړاندې دی، عرب یي داسلام داوسني اټومې قوت په نامه پوښلي دي چې ګواکې داسلامه اواسلامې هیوادونوبه دفاع وکړي، امریکا او اروپا یې دتروریزم ضد اتحادپه نامه وخوړل، دپاکستان اونړۍ نور مسلمانان یې دکشمېر دجهادپر نامه تیر ايستلي دي آما د پردې شاته یې له هرچاسره دغدراو خیانت لوبه روانه کړی ده. اسلام اوجهاد خو یې داسو چې یوګاونډی اسلامې هیوادیې دخپلي خاوري نه په کفري قوتونو لوټي لوټي کړ خپل هوايې ډګرونه یې دمسلمانانو دوژلو اوداسلامې هیواد د ورانولو لپاره دامریکاپه واک کې ورکړه، دعربو سره وفاخوداسوه چې عرب ډیپلوماټان، ژورنالستان، عام خلک، مجاهدین چې هیڅکله یې دوی ته تاوان نه وه رسولی د څو ډالرو په بدل کې په امریکایانو باندې دڅارویو په څیر په پیغورونو او ښکنځلو بالا وپلورل اوپه آيبټ آبادکې داسامه پر سرلوبه لاتراوسه هم پوره نده معلومه چې څنګه روانه وه اوده؟ اوڅومره ګونګه اومرمووزه ده؟ اټوم خو لاخدای خبر چې دمسلمانانو اواسلام د دفاع لپاره وکارول سې بلکه ددې امکانات ډیر سته که داقوت دداسې لاسونو پر کنټرول کې وې لکه دی  ډيرامکان لري چې دمسلمانانو په ضدترینه کارواخستل سي.
رابه سو دافغاني بندیانو موضوع ته داچې په هرهیوادکې به ځانګړي قوانین وي، حکومتونه به خپل رقیبان او مخالفین په مختلفو نومونو شکنجه کوي اویا به یې دزندانونو وتاریکیوته ورغورځوې، رقم رقم سزاګاني به ورکوي خو زموږ غریب مظلوم بې وارثه افغانان په ډیرو هیوادونوکې په ډیرو نومونو نیول کېږي، بندیان کېږي، شکنجي او عذابونه ورکول کېږي تردې چې اعدام اوپانڅۍ ته خیږول کیږي، خو تر ټولو ډیر، افغانان په څلورو هیوادو کې ځوریږي، اول په خپله په افغانستان کې، دویم په پاکستان کې، دریم په ایران کې او څلورم دخارجي یرغلګرو له خوا په داخل اوخارج کې موږدافغانستان ایران خارجي یرغلګرو په حالاتوباندې ترډیره خبریو چې دافغانانو سره څه او څنګه چلندکوي او کېږي مګر په پاکستان کې دافغاني بندیانو موضوع بیخي ترسیوري لاندې راغلې ده .په پاکستان کې افغانان په مختلفو نومونو نیول کېږې، ځینې کسان دجنایې جرمونو په تړاو نیول کېږي او ځیني کسان بیا دسیاسي انګیزو په تړاو نیول کېږي او ځینې نورکسان بیا یوازي دپیسو لپاره نیول کېږي، مګر هغه کسان چې دپیسو لپاره نیول کېږي هم دجنایې جرمونو یا دسیاسي انګیزو سره تړل کېږي، کوم کسان چې رښتیاهم د جرمونو مرتکبین وي کېدای سې نسبتاً ترهغو کسانو ښه وې چې دسیاسي انګیزو په ربط نیول سره نيول سوي وي ځکه چې دهغوی لپاره تر ډیر وخت وروسته دمحکمې چانس سته اویا د محکمې نه وړاندې دپیسو په زور ځان خلاصولای سې، په محبس کې څه ناڅه آزادي لري همدارنګه دهغو خپلوان په پیسو یاپه بله واسطه دبندې دلیدلو یاملاقات لاره پیداکولای سي مګر ددې اسانتیاوو سره سره هغوی دډیرو انسانې حقونو څخه محروم اوبې برخې دي، دهغوی لپاره هغه اسانتیاوي نسته کوم چې هغوی ورته پوره اړتیا لري ډیر کسان چې په هغوی کې افغانان ټوله دي بې له کوم ثبوته په کلونو په محبسونو کې پاته کېږې، دمحکمې په وخت کې هغوی ته قانونې اوحقوقې وکېلان نه ورکول کېږي، دوهلوبرقي سزاګانو او شکنجو په زور ورڅخه اقرارونه اخیستل کېږې،هیڅ یوه خبره یې ترځایه پورې یانه رسیږي اوکه رسیږې نو په ډیر درنګ او ډیرمشکل سره رسیږې .
اما دسیاسی بندیانو ژوند تر جنایې بندیانو ډیر په کړاونوکې دی په ځانګړې توګه په دغو وختونو کې چې دتروریست او دهشتګر په نامه کومه غولونکې اودروغژنه لوبه روانه ده چې ترډیره یې افغانان قربانیان دې، په پاکستان کې دافغانې اونورو بندیانو وضعیت دپاکستاني بندیانو سره ډیر توپیرلري یوداچې هغوی دخپلوخلکو سره سوال اوجواب په آسانه کولای سي دویم دپاکستاني بندیانو لپاره پاکستاني واکمن سیاستمداران ډیره مرسته  کولای سي، دهغوی دسرنوشت اودژوند داسانتیالپاره واسطه ګرځیدلای سي آما افغان خو په عموم ډول نیمه مزدوري دپاکستاني پولیسو لپاره کوي چیرته چې په منګولو ورغله بیاچې څه ورسره کوې هغه ددوی حق دی. چې دازادو خلګو حالت داسې وي نو افغانی بندیان خو بیخي لکه بې خاونده مال تر نظر لاندې نه راځي، نه یې څوک ژغ اوري اونه یې څوک پوښتنه کوي یایې پوښتنه نسې کولای تردې چې کېدای سي په ځینو مواردو کې د امریکایانو چلند تر پاکستاني زندانونو ډیر ښه وي او څه ناڅه انساني اسانتیاوي پکښي موجودي وي  .
دا چې ډیر سیاسي بندیان داستخباراتو ياڅارګري اداري په منګولو کې دي د ټولو خلکو دنظره اودقانون د منګلو لېري دي چې داهم خپله یو ډیر پېچلی او ستونزمن کار دی په تیره دافغانانو لپاره، موږ په پاکستان کې داسي ډیر بندیان لرو چې دتیرو لسو او يولسو کلونو راپه دیخوا دپاکستاني استخباراتو په زندانونو کي پراته دي داسي کسان ډیرسته چې يولس اته څلور درې دوه او یو کال په دغو زندانونو کې بې سرنوشته پراته دي په هم دومره موده کې هیڅوک او قریب يې پر دې نه دی توانېدلی چې ددغو بې سرنوشتو بندیانو حال معلوم کړي. دا چې ددوی تهمت څه دی او سرنوشت به یې څنګه کېږی او نه یې کورنۍ پر دې توانېدلای سي چې دده د روغ جوړ او یا نا جوړ احوال معلوم کړي د هغوی رابطه دخپلو کورونو سره داسي قطعه او شلېدلې ده چې هیڅ لاره ددې نسته چې هغوی د خپلو کورونو سره او کورونه له دوی سره ارتباط ونیسي، نه دسره صلیب دلاري دخطونو په ذریعه ددوی معلومات کېدلای شې اونه دټلیفون او ویډیو دلارې، لکه مړې هسې دقیامت پر هیله پراته دي تر دې چې د ډیرو بندیانو کورنۍ پر دې نه پوهیږی چې د دوی دوستان او قریبان مړه دي او که ژوندې دي  .
هغوی پر دې باندي هم نه پوهیږي چې دخپلو بندیانو سرنوشت څنګه معلوم کړي ترڅو معلومه کړي چې دهغوی تهمتونه څه شي دي؟ جرم يې څه دی؟ او دوی ورسره څه مرسته کولای شې؟ بې له دې چې یو بندي دڅارګرو ادارو لخوا ترشرائيطو لاندې را خوشي کېږي هغوی دپوره احوال ویلو څخه ډډه کوې خو دومره ویلای سي چې ددوی سره ځینې کسان بندیان وه اویاداچې الله (ج) دي نورمسلمانان دداسې بندیخانو څخه وساتي اوبس، ددغو بندیانو اولادونه، ښځي، مندي،پلرونه اونور قریبان بې له دعاوو څخه بله هیڅ موخه  دمرستي او کمک نلري  .
داخو دبندیانو دقریبانو احوال دی آما دبندیانو حالات خونږدې تردې هم ډیر سخت دی دهغوی دنیولو بیا تر خوشي کېدو پوري ټوله وخت یوه تیته ګونګه مرموزه معماده اویا دانسانې کرامت په عزت لوبه ده، کله چې دپاکستان څارګري اداري غواړي یو نفر ونیسي دوی دهغه په کور باندې چاپه وهي دهغه په کورباندې داسې حمله کوې لکه امریکایې یرغلګر چې په افغانستان کې دخلکو پر کورو ورننوزي دکورټوله تجهیزات سره غورځوي، دکورنۍ دنورو وګړو پر مخ کې دشخص لاسونه اوپښې ورتړي په سرباندې یې توره لغوړنه کڅوړه ور اغوندي،کله ناکله خو په کورکې د کورنۍ غړي یا مېلمانه هم ورسره په دغه ناوړه ډول ګرفتاره وي، هغوی دغو بندیانو ته دلارې په اوږدو اوتوقیف ځای کې ډیري ناوړه اوبدي خبري کوې په هم داسې ناوړه چلندسره دوی خپلولوړو مسؤلینو ته رسوي، په محبس یاتوقیف ځای کې دهغوی سره بېخي دتعصب بې رحمي، غیر اسلامي او غیر انساني چلند کېږي، دتحقیق پر وخت کې هغوی شکنجه کېږې، بې خوبه کېږي اونور ډول ډول تعذیبونه ورکول کېږي، دانسانې چلند لپاره په څلورویشت ساعتونو کې یو ځل تشناب ته بېول کېږي، یودبل سره دخبرو اجازه نلري اونور په اشاره ورسره ځان پوهولی سې. که په یو ډول خبري هم وکړي ورته درنه سزا ورکول کېږې، دیوه بندې په قول چې ډیرو نورو بندیانو هم دېته ورته حکایت کوي هغه ماته دخپل توقیف پوره کیسه وکړه دهغه په قول کله چې زه پاکستاني څارګرو ونیولم یوه داسې ځای ته یې بوتلم چې بېخي وحشت ناکه او ویرونکی ځای وه هلته ډیره وړه اوتنګه کوټه وه، دهغه کوټې دروازه، چت، پرش اوڅلور دیوالونه په تور رنګ سره تورسوې وه چې دورځي اوشپي پکښي هیڅ توپېر نه لیدل کی دی، یوازې به تحقیق ته دبیولو پر وخت یو کوچنی ګروپ  روښانه  کيدی اوبس، کله چې د اول ځل لپاره هلته وروستلای سوم بېخي مې نفس تنګ سو، ساه مې لنډه لنډه کېدله فشار مې ډیرلوړ سو داسې احساس مې کاوه لکه چې سړی بېخي په قبر کې ولوېږي دډیري نفس تنګي څخه مې په زوره زوره چيغي او نارې کړلې خو په جواب کې مې بې له ښکنځلو او بدویلو بل څه وانه وریدل، وروسته ترډیرو چغو مي يو کرار ژغ دغوږو پرده وګړنجوله چې  په پښتو الفاظو او مظلوم صوت سره یې راته وویل: اې نوې بندې وروره! که پر دې محبس کې څومره چيغي او نارې ووهي داسې څوک به پیدانه کړي چې پر تاباندې به لږ رحم هم وکړي، دا د رحم او اسلامېت ځای ندی، ښه به دا وې چې دچغو اونارو پر ځای خپل الله (ج) ته صبر وکړې او د هغه يوه ذاته مرسته اومدد وغواړې چې درسره مرسته کولای سې، ماته ددغه مظلوم اومعصوم آواز اوریدل دهاتفي ژغ او الهام غوندې تسلي راکړه نور مې دآه  او فریاد څخه ډډه وکړه، الله (ج) ته مې ټوله پام راوګرځوه رښتیا هم دغه یوه لاره وه چې موږته یې مرسته او کمک رارسېدلای سوای، کله چې پاکستاني عسکرو دکوټي ور ودرباوه ګروپ یې روښانه کړ ما د خوني تور دیوالونه ولیدل د داسې ځای لیدل بیا یوه بله وحشتناکه صحنه وه چې ماهیڅ وخت په خوب کې هم نه وه لیدلي، دخوني پر څلورو دیوالونو کې مېختبلي ټکوهل سوې وې چې دسزا او وهلو په وخت کې کیدای سوای په هغو باندې بندې تړل کېدی، په دوه حلقو پورې به لاسونه تړل کېدل  او په دوه پورې به پښي تړلي کیدلې یوه بله حلقه دلېلوني رسۍ غوندې وه چې دغاړي دتړلو کارځیني اخستل کېدی، د دیوالونو پر تور رنګ کې دسرو وینو رنګونو نقشونه جوړکړې وه لکه چې د وهلو پر وخت کې به دبندیانو دتن ویني ورباندې پاشل سوې وې، کله چې ما پاکستاني عسکرو ته وکتل چې تور کالي یې اغوستې وه توري خولۍ يې پر سرونو اغوستې وې یوازي یې په تورو خولیو کې دوې بې رحمه سترګي معلومېدلي بیا مې دتوري کوټې وحشتناک حالت ته وکتل مځکه راباندې وګرځیدله، په سترګو باندې مې نوره هم توره تاریکه خپره سوه، هرڅه مې هیرسول یوازې دځان په غم کې وم چې څه راباندې کیږي ، هغوی بیا توره خولۍ پر  سر را واغوستله زه یې له دې کوټې څخه پر پټو سترګو یوه بل ځای ته یوړم، هلته مې یوازې دهغو محقیقینو ژغ اوریدی چې په انګریزی ژبه او امریکایې لهجه يې خبري کولي، یوه نفر راڅخه سوالونه کول او بل راته دهغه خبري پر  پښتو ژبه ترجمه کولې او زما جوابونه یې ورته ترجمه کول، تریوې مياشتي پورې همداسې تنګ اوترینګلی حالت وه ترڅو تحقیق بشپړکېدی.
 په هفته کې یوځل راسره امریکایانو تحقیق کاوه اودوه دري ځلې به راسره پاکستاني کسانو تحقیق کاوه، تریوې مياشتي وروسته یوڅه وضعیت تغیر وکړ، زه له نورو درو افغاني بندیانو سره پر یوه تنګه کوټه کې واچول سوم چې نسبت څه رڼا یې درلودله په ۲۴ ساعته کې یې دوه ځله تشناب ته دتلو یا وتلو چانس درلودی، دغه بندې چې یو کال اودرې مياشتي یې په هغه پټ زندان کې تیري کړې وې هیڅ وخت دخپل فاميل پر احوال باندې خبرنه وو اونه هم دده پر حال دهغه فاميل خبر وه اونه په دې پوهیدی چې دا پنځلس مياشتي په کوم ځای کې بندې وه، دده په قول چې کله پاکستاني څارګر او امریکایې محقیقین پر دې پوی سوه چې زه یو عادي افغان یم دکوم سیاسي پلو سره تړاو نه لرم د القاعدې او طالبانو په اړه مې معلومات د دوی پر ګټه نه دي بیایې تصميم ونیوی چې ماخوشي کړي، په توره نیمه شپه کې یې بیا هم لاسونه اوپښي راته ولچک اوزولانه کړه پر سر یې توره کڅوړه را واغوستله په موټر کې يې سپورکړم بې له دې چې زه پوی سم چې څه راباندې کوي، تر ډیره خو ماګمان کاوه چې دافغانستان حکومت ته به مې وسپاري خو دوه درې ساعته موټر مزل وکړ بیا یوځای تم سو په دغه منطقه کې چوپه چوپتیا وه هغوی زه د موټر څخه راکښته کړم پر مځکه یې کښینولم پوره یخني هم وه، لاسونه او پښي يې راخلاص کړه، دسره یي خولۍ راڅخه لیري  کړه نیمه شپه وه په یوه خرابه ځای کې وم، پاکستاني عسکرو مخکې له دې چې موټر ته حرکت ورکړي ماته وویل چې: ته نور آزاد یې خو دوه کاره به په نظر کې ونیسي اول پنځلس مينېټه به دځای څخه ښور نه خورې ترڅو موږ بېخي ولاړ سو دویم دخپل بندې کېدو حال به هیچاته نه وایې که دې هرچاته خپل حال ووایه بیابه دې انجام تر دې ډیر بد وې کوم چې پر تا باندې پر دې پنځلس مياشتي کې تیر سوي دي، ته باید پر دي پوی سي چې ته یو ځای هم له موږ څخه نسي خلاصیدلای اونه پټېدلای سې.
 ماچې کوم بندیان لیدلي دي چې دپاکستاني محبسونو څخه راخوشي سوي وي او یا امریکایانو یا د افغانستان حکومت ته حواله سوي دي تر دغه بندې زیات شکایت کاوه، هغه بندیان چې دپاکستان دڅارګرو ادارو دساتني اوتحقیق وروسته امریکایانو یا د افغانستان اداري ته سپارل کېده دومره به یې شکرونه کښل لکه چې بېخي خوشې کېدو ته نژدې سوی وې، هغوی به نسبت امریکایې مظالم پاکستان ته په نه څه ګڼل ما د ځینو بندیانو څخه دا پوښتنه څو څو ځلي کړي ده چې افغاني اوامریکایې چلند او محبسونه بد دې که پاکستاني محبسونه؟ هغوی به افغاني او امریکایې زندانونه ترپاکستاني محبسونو ډیرښه بلل تردې چې یوه بندې په ډیره قهرجنه لهجه راته وویل چې امریکایان خو نسبت پاکستاني څارګرو ته مسلمانان دي، یاني چلندیې تر هغوی ښه دی، هغو بندیانو چې دافغانستان او پاکستان امریکایانو چلند لیدلی دی هغوی ته ډیر ښه معلومېږي چې څوک ښه اوڅوک بد چلند لري، لکه سیدمحمد اکبرآغا، ډاکټراستاد یاسر، مفتی عبدالحکيم اوداسې..... دملاعبيدالله آخند دشهادت معلومات ماته دده ترشهادت شپږ ورځي وروسته وسو چې ديوه پاکستاني جنرال دخولي راته وويل سوه کوم چې زما سره په يوه بين المللي کنفرانس کې هغه وليدل، هغه ماته وويل چې ماته داسي خبر را رسيدلی چې حاجي ملا صاحب څو ورځي مخکې دزړه دسکتې له کبله په محبس کې خپله روح الله (ج) ته سپارلي ده مګر ماځکه نسوای ويلای چې مانه غوښتل دهغه ګران اولادونه دې دهغه دراتلو دانتظارڅخه زماپر ويلو سره نا اميده سي او بل داچې ماداخبر نسوای ثابتولای چې داکارسوي دی ځکه چې نه دهغه جسد وخپل کورنۍ ته سپارل سوی وه او نه يې قب رمعلوم وه، داچې دهغه سره څنګه چلند سوی وه ديوه بندي په قول چې هغه دپاکستاني څارګرو لخوا دوه ځله مخکي پانڅۍ ته بيول سوی وه خو دا اقدام نه وه سوی. داچې دڅه لپاره دا کارسوی وه خدای علم لري خو د درېيم ځل لپاره زه متېقين یم چې نوموړی د زړه د سکتي له کبله نه بلکه دپانڅۍ په واسطه شهيدسوي دی، ددې لپاره زماسره دوه دليله دي اول دا چې که نوموړی پر خدایې مرض او يا د زړه له کبله ژوند د لاسه ورکړی وای نو هغوی به ضرور د هغه جسد خپلي کورنۍ ته سپارلی وای ځکه ټول انسانان مري او دا د هر چا لاره ده نو بيا ولي بايد پټه سي دويم ددې څخه وړاندې هغه دوه ځله نور پانڅۍ ته بيول سوی وه، والله اعلم خو د بنديانو په قول چې د هغه سره ډير بد ناوړه سلوک او چلندکيدی تردې چې د هغه دټپونو څخه به نوونه تلل او بوی به يې کاوه خو دوی به دصليب غوندې هغه په لاسونو اوپښو تړلی وه داچې دوی له هغه څخه څه غوښتل او ولي يې دا کارکاوه خدای (ج) علم لري، د پاکستاني چارواکو ددې اقدام سره اوس دنورو بنديانو موجوديت او ژوند هم ترسوال لاندي دی کوم چې په کلونو کلونو نادرکه دي، د مرګ او د ژوندڅرک يې ندی معلوم او دهغوی دوستان هم دهغوی په اړه ورته تشويش لري خوهيڅ نسي کولای نه د فرياد مرجع لري او نه د مرستي او کومک هيله او نه پر دې سره پوهيږي چې ولي داسي ورسره کيږي، خو دومره ويلای سي چې دا د امريکايانو او پاکستاني څارګرو ګډ زندانونه دي کله چې امريکایان غواړي چې ډير غیري قانونه کارونه ترسره کړي خپله دا کارتر ډيره نه کوي همدا کار پر خپلو ګوډاګيانو باندې کوي چې هم په پاکستان او افغانستان کې داکارکيږي او هم په نورو اسلامي هيوادونو کې ترڅو مسلمانانو ته وښيې چې موږ خو د بشر يو څه خيال ساتو خو دا ستاسو خپل مسلمانان دې چې ستاسو سره بدچلند کوي والله اعلم، نور نو ډیر داسي بندیان سته چې د وهلو او سزاګانو له کبله معیوب سوي هم دي ځینو کسانو ته داسې عیبونه رسیدلې دې چې اوس دهیڅ کار توان نلري، دبنديانو په قول دوی ترهغه پوري څوک دبنده نه خوشي کوي چې هغه ته د ژوند تمه او اميد وي کله چې يو بندي دحرکته ولويږي او نږدې مرګونی سي بيايې په يوه ګوښه کې وغورځوي ترڅو بيا يو څوک ورباندي پيښ سي او تر کوره يا تر يوه ځايه يې ورسوي، موږ هر وخت کوشش کړی دی چې دبشري حقوقو اداري بین المللي ټولنه د هغو زندانونو جاج واخلي چې امریکایان او پاکستانیان یې په ګډه دپاکستان په خاوره کې د افغانانو لپاره لري ترڅو خلک دبشري حقوقو څخه برخورداره او دناقانونه ظالمانه سزاګانو څخه وژغورل شې خو متآسفانه د سره صلیب نړیواله کمېټه تر اوسه پر دې هم ونه توانیده چې د بندیانو او کورنیو شخصې معلومات تبادله کړي او دبشري حقوقو اداري اوبین المللې ټولنه پر دې ونه توانیدله چې امریکا پاکستان او افغانستان انساني او بشرې حقوقو ته پر درناوي سره قانع کړي تر اوسه هم هغه آش هغه کاسه ده. داچې وروسته به څه کېږي والله تعالی اعلم  .

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.