pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
افغان ملي سراسري غورځنګ ته اړتیا
 
 
محمد حامد الوتاند

بسم الله الرحمن الرحیم

د لوې او بښوونکي خداې په نامه

درنو هیوادوالو :

هر څوک د یوې مؤخې لپاره زیار باسي او هڅې کوي او په هر ډول چې وي ځان ور ورسوي، نو همدې اصل ته په کتلو سره وئيلای شو چې ژوند په حقيقت کې همدغه حرکت او جدیت دی چې د یوې مؤخې او مقصد لپاره وي ، او د نړۍ ټولې خوښۍ په حقيقت کې هغه مرغلرې دي چې د مقصد په لمن کې موندل کیږي. دا ځکه چې انساني ژوندون د خپلو مؤخو د لاس ته راوړلو یوه وسيله ده .

د یادونې وړ ده چې لوړ او عالي مقاصد ډیرۍ وګړي د ځان لپاره نشي ټاکلۍ ، دا ځکه چې هر څوک د خپلې پوهې په اندازه او د خپل چاپیریال ته په پاملرنې سره يؤ شۍ خوښوي او ټاکي . نو په هره اندازه چې د یوې

ټولنې او د هغې د وګړو د لید او کتنی محور پراخ او زیات شی په هغه اندازه یې مؤخې او مقاصد عالي ، ښې او لوړې کیږي .

نو که مونږ افغان ملت د انفرادي ژوندانه له دایئرې څخه وه وځو او د اجتماعي یا وګړنيز ژوندانه د مؤخو او مقاصدو په چارو اخته شو او هلې ځلې وکړو ، هله به وي چې زمونږ مؤخې او مقاصد عالي، لوړې او اوچتې وګڼل شي، او هله به په ډیره مينه او لیوالتیا سره د یوه ښه ،‌لوړ او عالي مقصد په لور وخوځیږو او پدې لاره به د هیڅ ډول ستړیا او ستومانتیا احساس ونکړو او هیڅوک او هیڅډول تکلیف به مو مخه ونشي نیولۍ.

نو که هر څوک د خپل د ژوند د نن او صبا د بقأ او لا ښه توب لپاره حرکت وکړي او له وخت نه پوره ګټه پورته کړي ، راتلونکۍ به یې روښانه او ځلانده وي ، دا ځکه چې انساني ژوند د یوه څپانده سيند په ډول په نه دریدونکي توګه په خوزښت او حرکت دی ، چې هر څوک ورځینې د خپل د مقصد او مؤخو په بنسټ ګټه پورته کوي . په بل عبارت څوک ددې څپانده سيند څخه ښائسته او قیمتي مرغلرې راباسي ، څوک پکې کبان نیسي او څوک پکې یواځې اوبه څښي. نو د دې لپاره چې د زمانې له دې دریابه مو په پرلپسې او دائیمې او تل پاتې ډول د قیمتي مرغلرو ،کبانو او اوبو څښلو څخه ګټه پورته کړې وي ، راځۍ چې ځان ځاني پریږدو او د ټولنیزو ګټو په موخه د یو هر اړخیځه ،پراخ بنسټه او تل پاتې بنسټ او تګ لوري ډبره او اساس جوړ او عملي کړو ، تر څو خپل لوې خداې ،هیواد ، ظمیر ، وجدان او راتلونکې نسلونو په وړاندې مو خپله دنده او مسؤلیت سر ته رسولې وي

چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا وییلې په دریاب کې ګوهر نشته

مونږ بایدلمړۍ د خپل هیواد او خلکو د راتلوونکې او ژوندانه د ښه کولو د خپلواکۍ او ولسواکۍ د راوستلو لپاره لمړۍ د خپل ملت ملي احساس ، ملي شعور په روزنه او پالنه کې ډیر زیار وباسو دا ځکه چې خپلواکي او ازادي د ملت قوي جذبې او احساس ته اړتیا لري. که دا ډول فکر او خیال د وګړو په مغزو کې ځای ونیسي او یقین پیدا کړي چې په جدو جهد او کوښښ باندې هر راز مطلب په لاس راځي پدې شرط چې خپل افکار له چارپیریال سره تدبیق کړي او د عمومي ارادې او ګډ مفاد لپاره کار او هڅې وکړي، نو د ژوندانه په ټولو چارو کې به هرومرو بریالي وي.

تاسې ته څرګنده ده چې زمونږ کړیدلۍ ملت د سوئیل له خوا د افراط او د شمال له خوا د تفريط له ګواښونو سره مخ دی . له بده مرغه يو شمیر ناخبره کسان د پردیئو ایدیالوژیو او مرستو په خپلولو سره د ملت د خوښې او ګټو پر خلاف خپل سرانه عمل کوي ، په خلکو کې افراط او تفريط خپروي او په مافیایی او باندیتي هڅو سره ځانونه ته مؤقف جوړوي او په ډیره اسانۍ سره بې بندوباره کسان په ځان راټولوي او ځانته ډلګۍ جوړوي او پر ولس بې قانونه او نا مشروع واکمني چلوي چې زما په آند داسې کسانو سره دا لاملونه مرستې کوي .

۱ - د افغان د سیاسي سراسري مشرولۍ نه شتون ، او د دې لپاره د هر اړخیزو هڅو او امکاناتو کمزورتیا.

۲ - دافغانانو تر مینځ د همغږۍ نه شتون او په ځان ځانۍ سره عمل کول او د تبليغاتو کمزورتیا.

۳- د بیلابیلو بدنامو ډلو له خوا په ټولنه او خلکو کې د افغانانو د عقیدتي او سیاسي مؤقف او خوزښت په وړاندې د باور او اعتماد کمزورتیا هڅې.

که دا ټولو ته په ژورتیا اوزيرتیا سره وکتل شي نو د یوه ملي مشرتابه د نشتې له کبله زمونږ د خلکو د فعلي مؤقف څخه هر کورنۍ او بهرنۍ دښمن ګټه پورته کوي او په خپله خوښه معاملې کوي.

درنو هیوادوالو:

پوره یؤدیرش کاله شول چې د یووالې رباب او سرینده غږوو نو راځۍ چې يؤ ځای شو په خبرو او تبصرو بسنه ونکړو او د عمل ډګر ته ودانګو او ، همدلته ده چې دا پوښتنه پیدا کیږي چې چاته ورشو ، د ژغورنې ځای چیرته دې،او د کوم تریبیون یا ځای څخه خپل غږ پورته کړو. زه وایم چې هغه ځاې همدلته دی چیرې چې ژوند کوۍ هلته دې په همدې افغانستان او افغان قوم کې دی .باید ټول سره لاسونه ورکړو ،چوپتیا نوره ماته کړو او د ځان او ولس دژغورلو او په هیواد کې د یو مثبت سیاست اوتګلوري د رامنځ ته کولو لپاره نوی بنسټ کیږدو.

۱- سیاست ته مخه کړو د ځان واک په خپله واخلو.

۲- د يوه افغاني سیاسي سراسري ملي غورځنګ بنسټ او کړنلاره جوړه کړو.

۳- په خپل هیواد او ټولنه کې درغنده بدلون ټکل او اراده وکړو.

۴- ځانته د خپل له مینځه مشران غوره او وټاکو، هغه مشران چې د هیواد او خلکو په وړاندې ځوابګوی وي او د مسؤلیت احساس وکړي .

۵-د یوه منظم سیاسي او ټولنيز سیستم د بنسټ ډبره کیږدو.

خپل علمي سیاسي ځاني یا شخصي ، اجتماعي او فرهنګي مؤقف ته په کتلو سره دې ملي تاریخي مسؤلیت او رسالت ته ځانونه جوګه کړۍ

دا زمونږ قانوني، حقوقي او بشري حق او ملي ،افغاني او اسلامي دنده او فريضه ده.

دا د وطن او مور ناره ده ورونو - دا په پښتون ،تاجیک، ازبک او هزاره ده ورونو

راځۍ چې لاس ورکړو یؤ موټۍ شو ټول - زمونږ بیچاره أو دا چاره ده ورونو

تل د وي افغانستان
ژوندۍ او سر لوړۍ د وي لر او بر افغان ملت

و من الله توفیق

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.