pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 


نور: په انتخاباتو کې د مشكوكو صندوقونو بيا كتنه په كابل كې پيل شوه

ازادي راډیو

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، د مشكوكو صندوقونو شمېر چې په نمونوي ډول به وڅيړل شي تر هغې ډير شوى دى، چې پخوا اعلان شوي و.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور په كابل كې د مشكوكو صندوقونو د څيړلو په مركز كې خبريالانو ته وويل، مشكوك صندقونه به د كانديدانو د استازيو او ملي او نړيوالو څارونكو په مخ كې وڅيړل شي.

ښاغلي نور زیاته کړه، د مشكوكو صندوقونو شمېر د يوې تخنيكي ستونزې له امله چې پخوا موجوده وه، ډير شوي او له درې زره څلور سوو پنځه نوي مشكوكو صندوقونو څخه به درې سوو اته پنځوس په نمو نوي ډول وڅيړل شي:

" لكه څرنګه چې تاسو وينى نن هغه د رایو مرکزونه چې د شكاياتو كميسيون د څرګندنو په اساس مشكوك و، دلته را رسيدلي دي او څيړنه يې پيل شوې ده.

په لومړي سركې په پلان كې و، چې له درې زره درې سوو دوه شپيتو د رایو مرکزونه څخه د درې سوو ديارلس محلونه په نمونوي ډول كتل شوي واى، خو بالاخره نن څلور اتيا نور محلونه هم په دې ور زيات شول او موږ به ټول درې سوو اته پنځوس د رایو مرکزونه له سره څيړو."

ښاغلي نور وويل، د مشكوكو صندقونو د بيا كتنې پروسه به په څلورو ورځو كې بشپړه شي او نتايج به يې د انتخاباتو د شكايتونو كميسيون ټاكي.

كه څه هم له ځينو ولايتونو څخه په انتخاباتو كې د پراخو درغليو راپورونه وركړل شوي دي، خو ښاغلي نور وويل، يادې شوې مشكوكې رايې د هېواد له ټولو ولايتونو څخه دي.

د افغانستان د جمهوري رياست يو شمېر كانديان د مشكوكو راېو د دارنګه بيا كتنې سره موافق نه دي. رمضان بشر دوست ويلي دي چې مشكوكې رايې بايد ټولې له سره وشمارل شي.

خو د انتخاباتو د كميسيون وياند وويل، دا بيا كتنه د ملي او نړيوالو څارونكو په موجوديت كې ترسره كيږي، هغه وويل ملګرو ملتونو دوه استازي هم ددې پروسې څارنې ته راليږلي دي:

"د ملګرو ملتونو د غوښتنې له مخې دوه كسان افغانستان ته راغلي دي. دوى د انتخاباتو كارپوهان دي او له نړيوالو معيارونو سره سم به دغه پروسه وګوري او كه چېرې د رايو وركولو په دې محلونو كې سرغړونې شوي وي، هغه مشخص كړي."

ښاغلي نور د يوې پوښتنې په ځواب كې په ډاګه نه كړه چې د انتخاباتو وروستي نتايج به كله اعلانيږي، خو هغه وويل، د مشكوكو رايو د بيا كتنې نتايج به د راتونكې اونۍ په لومړيو كې اعلان شي.

د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو لومړني نتايج ښيي چې حامد كرزي د بري لپاره كافي يانې شاوخوا څلور پنځوس فيصده رايې راخپلې كړي او ور پسې ډاكتر عبدالله عبدالله څه باندې اوويشت فيصده ګټلي دي.

خو كه چيرې زيات شمېر رايې د درغليو په تور باطلې اعلان شي امكان لري چې دويم دور انتخابات ترسره شي.

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.