pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
دمشرملاصاحب نه بلکه د ملا عبدالسلام ضعيف ليک اوباما ته
     
ملا عبدالسلام ضعيف

له الله عزوجل څخه پرته هر انسان د خطا او اشتباه سره مخ کيږي، له چا څخه کوچنۍ او له چا څخه لويه خطا کيږي. د پېغمبرانو څخه هم په سهوې کې کله ناکله ځينې پيښي شوي دي، له آدم عليه السلام څخه په جنت کې سهوه وشوه، له الله " څخه يې بخښنه وغوښته، له موسی عليه السلام څخه سهوه وشوه، قبطي يې په چپلاخه وواهه هغه مړ شو، موسی عليه السلام له الله " څخه بخښنه وغوښته، له يوسف عليه السلام څخه سهوه وشوه، بندي ته يې وويل چې د مصر عزيز(دمصر پاچا) ته زما سپارښتنه وکړه، چې له بنده خلاص شم. الله " د ډير وخت لپاره په بندکې پريښود.
انسانان هم توپير لري له ځينوچې خطا وشي، له الله " څخه بخښنه غواړي او بيابل ځل هغه خطا نه تکراروي، خو ځينې داسي انسانان هم شته چې خطا کوي او پښيماني پرې نه کوي.
داسي انسانان هم شته چې د لويو خطاوو او اشتباهاتو مرتکب کيږي، نه پيښمانه کيږي او نه ورڅخه لاس اخلي.
په ويټنام د امريکا يرغل په او بيا ماتي خوړل چې د امريکا دوخت د سياسي مشرانو اشتباه او غلطي وه، دانه چې امريکا ددغه ډول غلطيو څخه ځان وژغوره بلکه په وروسته کې هم په تکرار دامريکا سياسي او نظامي مشران ددغسي اشتباهاتو مرتکب شوه.
د امريکا د پخواني ولسمشر بل کلنټن (د امريکا د متحده آيالاتو د اوسنۍ بهرنيو چارو وزيري ميړه) له لوري په ۱۹۹۸ ز کال کې زموږ په هيواد د کروز توغنديو بريد وشو.
په همدې نيټه د سوډان هيواد د درملو فابريکه د امريکا له خوا وويشتل شوه، امريکا ويل چې په فابريکه کې کيمياوي او بيالوژيکې وسلي (جراثيم) جوړيدل نو ځکه يې پري بريد وکړ، ډير ژر معلومه شوه، چې د درملو عادي فابريکه يې په کروز توغنديو ويشتلي وه.
زموږ په هيواد يې ددي پرځای چې د اسامه بن لادن د غوښتني او يا له هيواده وتلو ستونزه د خبرو د لاري څخه حل کړي، بې له کوم قانوني مجوز او ثبوت څخه يې په افغانستان يرغل وکړ، د ټلوالي د پلي مليشو او امريکا هوايې ځواک له لوري په زرګونو کسان له منځه يوړل شول. هر ډول د بشر ضد جنايتونه او ظلمونه د يرغل په لومړيو ورځو او وروستو ورځو کې وشول. خو بيا هم امريکا خپله اشتباه او غلطي نه مني.
د لومړي بن کانفرانس کې ( دنوامبر ۲۷مه، ۲۰۰۱ ز کال) امريکا او ملګرو يې لويه تير وتنه وکړه چې د افغانسان د لوی اکثريت استازو ته يې په بن کنفرانس کې بلنه ورنکړه او نا ليدلي يې وګڼل لا هم امريکا رسماً خپله غلطي نه مني.
په افغان ملت بيايو ځل ازمويل شوي او شړل شوي خودخواهان مسلط کړل، د واک او ځواک واګي يې مافياته په لاس کې ورکړي، هغه څوک چې مخکې لا افغان ملت شړلي وو، امريکا ترننه خپله دغه تيروتنه ناليدلي فرض کوي او دغلطي لپاره په خپله کړنه له افغان ملت او خپل امريکايې ملت څخه بخښنه نه غواړي.
په ۲۰۰۳ ز کال کې امريکا پر عراق حمله وکړه چې عراق اتومي وسلي لري، د صدام حسين حکومت يې له منځه يووړ، په سلګونو زره عراقيان پکې مړه او ژوبل شول، مذهبي او کورنۍ جګړي ته لمن ووهل شوه، ډير ژر ښکاره شوه چې عراق هيڅ ډول اتومي وسله نه درلودله. بيا هم امريکا خپله غلطي او اشتباه ونه منله، متل دي چې وايې د زورور اوبه مخ پورته ځي.
په افغانستان د يرغل پرمهال يې د افغانستان د اسلامي امارت د کارکوونکو ډير نومونه په تور لسټ کې ځای کړل، داسي چې په لست کې داسي کسان هم ځای شوي وو چې دامارت سره يې هيڅ ډول تړاو نه درلود، يواځي د امارت په نظام کې يې دنده درلودله. او دامارت ډير د کوچنۍ رتبي کسان هم په دغه امريکا او نړيوالي ټولني ته مهم لسټ کې ځای شوي وو. چې داهم د امريکا لويه تيروتنه بلل کيږي، چې لاهم امريکا پري اعتراف نه دی کړی.
د بګرام او ګوانتانامو زندان ته يې ډير بې ګناه او مظلوم افغانان يووړل چې په ګوانتانامو کې له کلونو بند تيرولو وروسته يې ځينو بنديانو بر‌ائت پيدا او ايله شول. خو په وروستي ورځ هم مغرورو امريکايانو ونه منله چې دوي تيروتنه کړي.
امريکايې پوځيانو په يوه نوم په درې ولايتونو کې په يو وخت کې درې بېل بېل کسان نيولي، او ټول يې بګرام ته انتقال کړي، چې د وهلو له امله يې يوه ژوند دلاسه ورکړ، ولي تر پايه جوته نه شوه چې دوی ته مطلوب کس نيول شوي او که نه؟ يواځي د استخباراتي شبکو له خوا د نوم په رسيدو يې بسنه کړي او دايې نه ده پلټلې چې کوم کس او د کوم ځای، کومي سيمي او کومي درجي کس مطلوب دی.
ډيری بزګران د شپي پر مهال نيول شوي او زندانو ته وړل شوي، خو امريکايانو هيڅکله ونه منله چې په نيولو کې دوی اشتباه او غلطي کړی ده.
د امريکا له خوا په ودونو او ټولنيزو افغاني مراسمو څو ځله بمبارد وشو، ډيری بې ګناه ماشومان، ښځي، ځوانان او سپين ژري پکې په شهادت ورسيدل، مغروره او ناپوهو امريکايانو هيڅکله هم خپله غلطي او اشتباه ونه منله.
په شنډنډ کې د يوه کلي نږدې ۱۰۴ تنه بې ګناه اوسيدونکې په شهادت رسول، دارزګان ولایت په دهراود ولسوالي کې د واده په ورا بمبارد او بې ګنا ښځي او ماشومان په شهادت رسول، د ننګرهار په هسکه مېنه کې د واده د وراپه ښځينه ګډونوالو بمبارد او په شهادت رسول. او ترټولو وروستۍ يې د کاپيسيا ولايت د تګاب ولسوالي د ازبين په کلي کې د فرانسويانو له خوا په بمبارد کې د ۷ ماشومانو شهادت دی چې دنوموړو ټولوپيښو څخه د يوې يې هم امريکا او ملګرو پړه په غاړه وانه خيسته او نه يې هم خپله غلطي او اشتبا ومنله.
څو ځله يې په تيرو لسو کلونو کې د اسامه بن لادن د ژوندي نيولو او له منځه وړلو اعلانونه وکړل، خو هر ځل به يې ليږ وروسته وويل چې اسامه نه دی نيول شوی اوهغه لاهم پټ دی. تير کال په آيبټ آباد کې د اسامه د شهادت خبراو بيا يې دهغه جسد د بحر تل ته غورځول لاهم ډير سوالونه له ځان سره لري چې ترنن ورځي پوري امريکايې چارواکي له ځواب ويلو څخه عاجز دي.
ډير ځله امريکا، نړيوالو ځواکونواو افغان حکومت اعلان کړی چې دامارت وياند (ذبيح الله مجاهد، عبدالحي مطمئن او قاري يوسف) يې نيولي ، دا ډول يې اعلان کړي چې د امارت لوړ پوړی قومندان پلانی يې نيولی خو لږ وروسته معلومه شوي چې دوی اشتباه کړي او مطلوب کس نه دی نيول شوی.
تير کال د اخترمحمد منصور په نوم د کويټي يوه عادي دکاندارپه ميلونو ډالر ورڅخه يوړل، ځان يې امريکا او نړيوالو ځواکونو ته د امارت لوړرتبه غړی (ملا اخترمحمد منصور) ورپېژندلي وو. نړيوالو خپل استخباراتي کارکوونکې له امريکا او برطانيې څخه د ملجس او ليدو لپاره راوليږل، دښاغلي کرزي سره د ليدني لپاره يې په الوتکه کې کابل ته د بهرنيانو په بدرګه کې راوستی، خو وروسته ښکاره شوه چې دا د کويټي ښار عادي دوکاندار وو چې په دي ډول يې په ميلونو ډالر د بهرنيانو څخه يوړل.
تير کال د وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالي د تنګې دره کې يې د مشرملاصاحب د نيولو لپاره خپل ۳۱سمندري پوځيان د ناسم او نا کره راپور له امله په غلطي کې له لاسه ورکړل.
ډير ځله يې خپل بهرني پوځيان، افغان ملي اردو او ملي پوليس او دا ډول پاکستاني پوځيان بمبارد کړي، چې ګڼه مرګ ژوبله يې اړولي، خو هيڅکله هم امريکايانو ونه منله چې دوي غلطي کړي، يواځي د خپلو امريکايې پوځيانو په خطا سره ويشتل د اړتيا له مخي تايدوي.
ډير ځله يې چورلکي وويشتل شي له منځه ولاړي شي، ټانکونه يې په ماين والوزل شي او ټوټه ټوټه شي، خو بيا هم امريکا وايې چې چورلکي د تخنيکي ستونزو له امله بيړنۍ ناسته کړي (يواځي د تنګي پيښه چې د پټيدو نه وه، امريکا د سمندري پوځ د مړو د جسدونو پلټنه کوله او دجسدونو ټولولو وخت ونيوی نو امريکا مجبوره وه چې پيښه ومني)، ټانک تخريب شوی او مرګ ژوبله نه لري.
داځل هم د تير په څير امريکا لويه تيروتنه کړي. د امريکا ولسمشر ښاغلي بارک حسين اوباما ته ما په ۴مه د جنوري ۲۰۱۰ يو ليک استولی وو او په ليک کې مې ځيني ټکي ځای کړي او تشريح کړي وو (دليک په انګليسي ژبه وه خودپښتوژبي سره د ليکني په پای کې شته)، اوباما ته مې سپارښتنه کړي وه چې خپلو اشتباهاتو ته پام وکړي او د نورو (انګريز او روس) په سرنوښت له اخته کيدو مخکې په افغانستان کې د ويني تويدو څخه لاس واخلي. او فشار او ظلم ته پای ورکړي داپه حقيقت يوه توصيه وه چې دګران پيغمبردحديث مفهوم مي ورته ترجمه کړي کوم چې وايې( انصراخاک ظالمااومظلوما).که څه هم دی زموږورورندی خوماکټ مټ دحديث متن ورته ونه ليږی خوديوه انسان په صفت مي يوه انساني توصيه چې مبارک حديث ته ورته وه واستوی
په ۴مه د فيبروري ۲۰۱۲ ز کال رسنيو راپور ورکړ چې :
امريکايې چارواکي وايې، د اسلامي امارت مشر تير ميلادي کال د امريکا ولس مشر ته ليک استولی وو او په هغه کې يې داسې څرګنده کړې وه، چې د افغانستان د جګړې ختميدو ته خوشحاله دی.

نړيوالې رسنۍ د امريکا د پخوانيو او اوسنيو چارواکو په وينا وايې، ملا محمد عمر مجاهد په دې ليک کې چې په دوبي کې يې بارک اوباما ته استولی د خپلو زندانيانو مسأله ياده کړې ده. د دې ليک له مخې داسې ښکاري، چې طالبان په لوړه کچه د سولې خبرو ته لېواله دي
ډير ژر دمشر ملاصاحب له خوا بارک او باما ته د ليک استول د امارت د وياند ذبيع الله مجاهد له خوا رسنيو ته په لېږل سوي پيغام كي په كلکه رد شول.
لاهم امريکا خپلو تيروتنو ته دوام ورکوي او پام ورته نه کوي. کوم ليک چې اوبام ته ليکل شوی وو، هغه زماليک دی چې د ۲۰۱۰ز کال په لومړۍ مياښت کې مې ورته ليکلی او ليږلی وو. دوی په تېروتني سره رسنيو ته راپور ورکړ چې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مجاهد له خوا ليک اوباما ته ليکل شوی دی.
هر افغان لوي او کوچنی حق لري چې خپل نظر ښکاره او خلکوته يې ورسوي، د يوه ازاد افغان په توګه زه حق لرم چې خپل نظر، وړانديزاو سپارښتنه تر هر چا ورسوم، دهمدي ټکي په نظر کې نيولو سره مې نوموړی ليک د امريکا ولسمشر بارک حسين اوباماته ليکلي وو اوزمادکتاب My life with the Taliban سره يوځای مي ورته ليږلي وو، کاشکي چې په هغه وخت کې يې زما ليک ته جدي پاملرنه کړی وای ، زموږ ګران هيواد ته ددې پرځای چې ۳۰۰۰۰ اضافي پوځيان راوليږي دخپلوپوځيانوپروتلويې غورکړی وای او له وينو تويدو څخه يې لاس اخستی وای.
ډاډه يم چې د وخت په تيريدو به د امريکا سياست کوونکې لا ښه پوه شي چې د اسلامي امارت د نظام له منځه وړل، اومافيايې ډلي قدرت ته رسول، د بې ګنا او مظلوم افغان ملت بې ځايه اوبې دليله وينه تويول او ځورول ددوي او نړيوالي ټولني لويه او نه جبران کيدونکې اشتباه او غلطي وه. او لاهم خپلو تېروتنو ته دوام ورکوي.
ددې ليکلوددرنګ څخه معذرت ځکه غواړم چې زماڅخه ددې ليک متن ورک وه کنه پکاروه چې ددې خبروپه ګرم وخت کې مې داليکنه کړي وای والسلام


ملاعبدالسلام (ضعيف)
کابل ـ افغانستان ۱۳۹۰ دحوت دويمه



د ليک انګليسي متن
ملا عبدالسلام ضعيف
کابل ، افغانستان
۴ جنوري ۲۰۱۰

ولسمشر اوباما
سپينه ماڼۍ
۱۶۰۰ پنسلوانيا څلورلاري نيو
واشنګټن ډي سي ۲۰۵۰۰
د امريکا متحده آيالات

د امريکا د متحده آيالاتو ولسمشر
ښاغلی بارک حسين اوباما،
اميد دی چې اجازه ولرم چې دافغانانو د ښه ژوند په اړه تاسی ته ځيني ټکي روښانه او واضيح کړم. صبر او زغم به زموږ عمل او زموږ سره ( په لاس کي ) تل پاتي وي.
پوهيږم چې لويديځ پوهيدلی دی چې په دي زيمناکه ځمکه (ستونزمن وضعيت) کې هرڅه په ټپه ولاړ دي. البته ددي حالت زيات لاملونه شته، ولي دوه مهم ټکي دي چې زما په ذهن کې دي:
لومړی: دواړه لوري خپل دښمن نه پېږني (هويت، دود، مقصد اوهدف).
ښاغلی اوباما، څه موده وړاندي ما اوريدلي وو چې تاسي د سولي د نوبل جايزه ګټلي وه. لاکن زه اوسنی حالات ګورم چې په نړۍ کې څه روان دي، زه نه پوهيږم چې ولي تاسي ته دغه جايزه درکول شوه؟؟؟. دا ويل په کار دي چې ددغي جايزي په درکولو سره ستاسي پر اوږو نور دروند مسؤليت هم د پخوا څخه لا زيات شو.
دويم: زه عقيده لرم چې تر هربل چا تاسي اړتيا لرئ چې دمظلومو افغانانو په اړه اود دغه جنګ ځپلي هيواد په اړه پوه شئ. ځينې پاڼي د يوه داسي افغان په اړه دي چې ددغه ظلم اومستقيم تجاوزدحالت قرباني دی . دهمدې لپاره زه دغه کتاب تاسي ته وړاندې کوم. چې (دافغانانو) هويت، ددوی سره ناوړه رويه او ناخوالي اوددوی دوداودستور، او ستاسي له خوا داشغال سوی هيواد( افغانستان ) په اړه معلومات پکې ولولئ .
بل ټکی چې غواړم تاسي ته يې در ياد کړم، هغه دادی چې ډير لوی قدرتونه دغه هيواد ته راغلي دي، دغه ستراتيژک او دنورو له خوا پري تېرې کوونکي هيواد ته، لاکن ډير ژر دوی (تېري کوونکو) خپل سرونه بايللي او يا يې ګرده امپراتوري دلاسه وتلې ده. موږ بايد په ياد وساتو چې افغانانو دغه کاميابي د وخت د ټکنالوژي او يا هم د ځناورو پشان د بې ځايه زور کارولو له امله نه ده ترلاسه کړي، په اصل کې دا د افغانانو اسوېلی يادمظلوميت آه وه، چې د ظلم او زور په وړاندې يې له خولو څخه وتلی وه ، او ددوی د اسوېلي اوآه له امله د امپريالسټي هيوادونو خوبونه هم رښتياشو ( کمونيزم ماتي وخوړه ).
لاهم زه عقيده لرم چې په پای کې به د دغه مظلوم او تر ظلم لاندي ملت اسوېلی آه تاسي ته هم هغه څه درپه برخه کړي کوم چې يې نورو ته ددوی د اسوېلي له امله ور په برخه شول.
د مظلوم او ترفشار لاندي ملت اسوېلی اوآه د ناڅاپه (بې قاعدي) مالک تر خطا ايستلو ډير زيات ځواکمن دی اوزموږاوستاسورب ددې حالت څخه غافل ندی.
پورته ټول هغه څّه دي چې ته يې اوس کولای سي او بايد ويې کړي چې د ويني تويدو مخنيوی وسي ،. فشار او ظلم ته پای ورکړئ، د تېري کوونکو، مستبدو او ظالمو ځواکمنو څخه لاس واخلئ که داکاروکړي نوتابه دظالم اومظلوم دواړوسره مرسته کړي وي.

مننه چې ماته مو فرصت او موقع راکړه چې د ظلم او فشار په اړه خپل پېغام تاسي ته وليکم.
په درنښت


دافغانستان مظلوم وګړی
ملا عبدالسلام ( ضعيف) ۲۰۱۰ دجون څلورمه

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.