pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
افغان که افغانستانی – نوې لغاتونه - نوې یي تعبیرونه
 
 
احمدالله رحماني
: ليکنه

د تیر میلادي کال په اکتوبر کي د المان د په بن ښارکي یو کنفرانس جوړ شو چي موخه یي په افغانستان کي د سولی راوستل وه . دا چي پدې کنفرانس کي چا خبري وکړې او څه یي وویل ، په دي اړه (ټول افغانستان) پر خپل وخت پوره راپور خپور کړ. هغه کلیمې او نوې لغاتونه چي هلته و کارول شول ما په هغه وخت کي د هغوی نښو ته دومره پاملرنه ونه کړه ، خو اوس چي مي په رسنیو کي راپورونه تر سترګو کیږي ، نو هغه کلیمې مي هم سترګو ته نیغ شولې او پوه شوم چي هغه کسانو چي دا نوي لغاتونه کارول ، مطلب یي څه وو ؟

ویل کیږي چي ایران هڅي کوي ، په منطقه کي د فارسی ژبي او شیعه مذهبویو لوی مرکز او یو فارسي علمي مرکز جوړ کړي . د فارسي علمي مرکز نه مطلب یو فارسي پوهنتون دئ چي نوم به یي (دانشګاه علمي) وي . د پوهنتون کلیمه به له منځه ولاړه شي ځکه دا کلیمه خو په نړۍ کي یو ځانګړۍ نوم دي چي له افغاني پښتو قاموس نه راوتلئ او د انګریزي ژبی د یونیورسیټي کلیمې ژباړه ده . د فارسي په مرکز کي به په ظاهري ټوګه د فارسي ژبي په اړه پلټني کیږي او هغه هیوادونه یا ټولني به پکي شاملي وي چي د هیواد ژبه یي فارسي وي ، خو کارپوهان وايي چي دا مرکز به په منطقه کي د ایران یو لوی جاسوسي مرکز وي . تر دې ځایه خو د ایران دا کړني عادي بلل کیدای شي ، ځکه هر هیواد حق لري د خپلي ژبی په اړه پوره پلټني وکړي . افغانستان هم د پښتو ټولني مر کز جوړ کړی وو او د پښتو په اړه تحقیقات کوله .

اما د حیرت او تشویش ځای خو دادئ چه ایران دخپل علمي مرکز په جوړولو کي افغانستان هم شامیلول غواړي . هغوی غواړي پدې ترتیب و نړۍ ته وښیي چي افغانستان هم فارسي ژبئ هیواد دئ او ژبه یي پوره فارسي ده . د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید چي پخوا لا د ایران سره په همږغي تورن شوی وو ، د ایران سره د دې فارسي علمي پوهنتون موافقه او ژمنه کړیده . داسی ویل کیږي چي دا پوهنتون به یا په کابل او یا د افغانستان په شمالي حصو کي جوړ شي او خاص به د ایراني ادبیاتو د پیاوړي کیدو په موخه مخ ته بیول کیږي . ښاغلی عبیدالله عبید د افغانستان د یوه وزیر په حیث په خپله کړنه دا ثابتوي چي هغه په افغانستان کي زیږیدلئ اما د ایران بچی دئ . له بلي خوا د بن په کنفرانس کي د افغانستان له پارلمان نه څو کسانوهم برخه اخیستې وه او هلته یي زیاتي خبري وکړې . هغوی به په خپلو خبرو کي همیشه ځان د (افغانستاني) په توګه معرفي کاوه . ما د کنفرانس په بهیر کي له یوه پارلماني غړی نه پوښتنه وکړه چي تاسو ولي ځان د افغان په نوم نه بلکه د افغانستاني په نوم معرفي کوئ ؟ هغه په جواب کي راته وویل چي که زه ځان دافغان په نوم معرفي کړم نو بیا به یي مانا دا وي چي زما مورنۍ ژبه پښتو ده . د افغانستاني په نامه زه ټولو ته ښیم چي زه د افغانستان یم ، اما ژبه مي پښتو نه ده .

زما په اند خو دا تحلیل سراسر غلط ، د توپیر او عقدې نه ډک یو فکر دئ . په بین المللي کچه هر هغه څوک چي د افغانستان تابیعیت ولري ، هغه ته افغان ویل کیږي ، نه افغانستانی . د افغانستان په اساسي قانون کي هم همداسي راغلي دي . نو دا کسان چي داسي نوي کلیمی او لغاتونه استعمالوي ،حتماً هغه کسان دي چي په کابل کي د امام خمیني امدادي موسیسي نه څه تر لاسه کوي ، تر څو د ایران لپاره کار وکړي . وطنوالو ته مالومه ده چي اوسمهال په افغانستان کي د امام خمیني امدادي بنسټ په نامه یوه ظاهري خیریه موسسه شتون لري چي د پردې شاته د ایران د پاسدارانو شبکې سره راساً اړیکی لری او د هغوی لپاره جاسوسي کوي . دغه موسسه یا کمیټه د افغانستان په هر ولایت کي یوه اداره لري چي دنده یي په افغانستان کي د ایران سیاست پالنه ده . یواځی د کابل په ښارکي دا موسسه تر ۷۰ زیاتي ادارې لري چي دایران لپاره کار کوي .

د ایران له خوا چي د فارسي شیعه مذهبو لپاره یو لوی علمي مرکز پر جوړیدو دئ ، په هغه کي به هغه هیوادونه شامل وي چي یا شیعه مذهبه اوسیدونکې ولري اویا فارسي ژبي وي . د ایران له نظره به دا هیوادونه عبارت وي له افغانستان ، پاکستان ، هندوستان، تاجکستان ، د ترکیي جنوبي سیمي ، لبنان، سوریه ، فلسطسین ، اردن ، عراق ، مصر ، حبشه او سوډان . پاکستان خو د خپل دوه مخي سیاست پر بنسټ لا پخوا د ایران سره د فارسي ژبي ادبي راکړه ورکړه پالل کول. اوس پدا اخیرو وختونو کي هر کال د ایران او پاکستان په ګډه د فارسي ادبیاتو نندارتون جوړیږي چي اوسمهال هم په کراچي کي پرانستل شوی دی او بهیر لري . د سیاسي کا رپوهانو په اند ایران غواړي چي افغانستان د لبنان په څیر د فارسي ژبی په اکثریت بدل کړي .

که د افغانستان حکومتي چار واکي په رشتیا هم د ولسمشر حامد کرزي شاته ولاړ وي ، نو بیا باید د ایران لا زیات نفوذ په افغانستان کي تم کړي او اجازه ور نه کړي چي افغانستان د فارسی ژبو په قطار کي ودرول شي . زه په دي ډاډه یم چي داد ولسمشر کرزي نظر نه دي بلکه هغه کسان د ایران مزدوری کوي ، کوم چي د افغان له نوم سره حساسیت لري او نه غواړي ځان ته افغان ووایي . د افغانستان پارلمان باید پام وکړي چي وطن په بشپړه توګه ایران ته تسلیم نه شي . وطنوال پوهیږی چي ایران د افغانستان له اوسنئ بې وسي ورځی نه په استفاده خپل د جاسوسي مزی په افغانستان غزولي دي او غواړي د بعضي وزیرانو او چارواکو له لاري افغانستان په مطلق فارسي ژبي هیواد بدل کړي . که افغانستان نن ورځ خپل ملي امنیت نه شي خوندي کولای ، نومالنا به یي دانه وي چي خپله آیدنټيټي له لاسه ورکړي او ځانته بل نوم غوره کړي . ولسی جرګه مسولیت لری چي د ایران د نفوذ په مقابل کي کلک دريځ ښکاره کړي .

زما په اند خو باید په ښکاره وویل شي چي که د ایران داسی کړني دوام ولري ، تر کال ۲۰۱۴ وروسته به په ډیر کم وخت کي د ۱۹۹۰ کلونو په شان په افغانستان کي نه ایرانیان وی اونه د هغوي لاسپوڅي .

و من الله توفیق

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.