pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د سي آی اې له پلوه شکنجه شوي افغان کورنۍ د امریکا د متحده ایالاتو له دولت څخه د نومړي د جسد غوښتنه کړې
     
د ګارډین ورځپاڼه
ژیاړه – عبید الله سلیمانخیل

ګل رحمان د سي آی اې استخباراتي ادارې په یوه مخفي زندان کې وروسته له ډول ډول بې شمیره کړاوونو په کال ۲۰۰۲ کې درې میاشتې وروسته له زنداني کیدو په شهادت رسول شوی دی .
د ګارډین ورځپاڼه – د پنجشنبې ورځ – اپریل ۱۹، ۲۰۱۸ .
وروسته له خوا او شا ۱۵ کلونو د ګلرحمان کورنۍ وتوانیدل چې د امریکا د متحده ایالاتو له پلوه ورته په رسمي توګه ومنل شوه چې ګل رحمان په افغانستان کې د سي آی اې استخباراتي شبکې په یوه زندان کې په شهادت رسول شوی دی .
د ګل رحمان کورنۍ د امریکا په دولت د نوموړي د جسد د تر لاسه کولو لپاره تیره جهار شنبه د ۲۰۱۸ د اپریل ۱۸ رسمي عریضه کړې ده .
د معلوماتو د آزادۍ د قانون (FOIA) پر اساس یوه عریضه د نوموړي د کورنۍ په استازیتوب د اې سي ال یو (ACLU) نومې ادارې له لورې د امریکا له دولته رسمي غوښته کړې تر څو دوی ته ور په ډاګه کړای شي چې د امریکا د استخباراتي شبکې یا سي آی اې مامورینو د دغه افغان اوسیدونکي ، ګل رحمان ، جسد د ۲۰۰۲ په نومبر کې د هغه له مړینې وروسته څه کړ .
یادې ادارې (ACLU) د څو ځله رد کیدو وروسته دا وکړی شوه چې د عبید الله په استازیتوب نومړې عریضه په رسمي توګه د امریکا د استخباراتي شبکې (سي آی اې) ، دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت ته وسپاري .
د اکتوبر په ۲۰۰۲ کې د ګل رحمان کورنۍ د پاکستان د پیښور ایالت د کډوالو په یوه کیمپ کې ژوند کاووه یو نا څاپي لا درکه شو. هغه د سي آی اې یوه پټ زندان ته چې کابل کې وه ولیږدول شو. دا زندان د ( سالټ پیټ ) په یوه پټ په استخباراتي شبکې کې پيژندل کیده. دغه زندان کې له ګل رحمان څخه د خوا او شا دریو اونیو لپاره د ډول ډول شکنجو په کولو سره تحقیق تر سره کیده. ځینې شکنجې یې په سړه هوا کې په سړو اوبو کې ډوبول، لوڅ ځان او یا هم له یوه نیکر سره په ازیت کوونکي حالت له سوړ دیوال سره د څو وروځو لپاره ځولنی کول او داسې نور وه .
د سي آی اې د مخفي زندان د شکنجې خونه !
د هوا د تودوخې درجه له صفر څخه کښته وه. په دغې شپې ګل رحمان له کانکریټي دیوال سره په داسې حال کې چې هیڅ یې په تن نه وه، ځولنی کړی شوی وه. او د نومبر ۲۰۰۲ سهر د ګل رحمان جسد په هم هغو ځولنو کې پرته له ساه وموندل شو .
د ګل رحمان وراره عبید الله د هغه د کورنۍ په استازیتوب په کال ۲۰۱۵ کې له دوو نورو پخواني زندانیانو سره یوځای په جیمز میچل او بروس جیسن (امریکایي اروا پوهان – سایکالوجست) چې په دغه زندان کې د تحقیقاتو د مخته وړلو لپاره د اجباري شکنجو برنامې ترتیب کړې وې عریضه وکړه. چې په پایله کې یې جیسن او میشیل داسې مشترک بیان ورکړ :
((ډاکټر میشل او جیسن ددي خبري پخلی (تصدیق) کوي چي دوي د سي آي ای (د امریکا د مرکزي استخباراتي اداري) سره دداسي برنامي په جوړولو کې کار کړی چي په کې د ځینو بندیانو د تحقیق لپاره د اجباري میتودونو (لارو) څخه استفادي ته اجازه ورکړل شوي وه .
مدعي ګل رحمان د سي آي ای په برنامه کې دداسي ناوړه چلند (شکنجو) ښکار شوی وو چي د هغه د مرګ لامل شو او د هغه د کورنې او شخصي استازي، عبیدالله، د درد او ځوریدا لامل شوی وو .
مدعیان ټینګار کوي چي هغوي د ځینو هغو میتودونو (شکنجو) ښکار شوي دي چي د ډاکټر میشل او ډاکټر جیسن له خوا سي آي ای ته وړاندیز شوي وو. او دوي په دي باره کې د داکټر میشل او ډاکټر جیسن د مسولیت په هکله په خپله ادعا کلک ولاړ دي .
ډاکټر میشل او ډاکټر جیسن ټنګار کوي چي د ښاغلي سلیم او ښاغلي بن سعود سره دغه ناوړه چلند (شکنجه) ددوي خبرتیا او رضایت پرته شوی دی او دوي ددغه کارونو په هکله هیڅ کوم مسولیت نه لري. ډاکټر میشل او ډاکټر جیسن همدارنګه ټینګار کوي چي دوي د هغه ځانګړې ناوړه چلند (شکنجي) په هکله چي د ګل رحمن د مرګ باعث شو هیڅ معلومات نه درلودل او ددي کارونو په هکله هیڅ کوم مسولیت نه لري .
ډاکټر میشل او ډاکټر جیسن زیاتوي چي دا ډیره خواشینونکې ده چي ښاغلی رحمان، ښاغلی سلیم، او ښاغلی بن سعود د دغو ناوړه چلندونو (شکنجو) متحمل شوي دي .))
د جینیوا کنوینسیون او نورو نړیوال تړونونه په اساس دا اړین دي چې هغه بندیان چې د جګړې په مهال په بندیخانو کې ووژل/مړه شي باید په نښه شوو قبرونو کې خښ کړای شي او د قبرونو ځایونه یې په راجستر کې ثبت کړای شي. همدارنګه اړین دي چې د وژل شوو کورنۍ دې د هغو د مړینو په اړه خبر کړای شي او هغو ته دې قبر ته د ورتګ اجازه ورکړی شي .
د جنوري ۳۱، کال ۲۰۱۷ په نیو یار ښار کې د محکمې د پوښتنو په ځواب کې عبید الله د خپل د تره په اړه له محکمې وغوښتل تر څو ورته اووایې چې له ګل رحمان سره ځه وشول؟ کچیرې شهید کړی شوی دی، نو ای کاش چې کورنۍ یې د هغه د مرګ په اړه خبر کړې وای، او جسد یې ور سپارلی وی. کم له کمه جسد خو به مو درلود او د زړه صبر خو به مو شوی وای. د یادې محکمې له دایریدو وروسته تیره چهار شنبه (۱۸ مارچ ۲۰۱۸ ) عبید الله د خپل تره د جسد د لاسته راړلو لپاره بیا ځل عریضه وړاندې کړې تر څو د ګل رحمان کورنۍ ته دې د نوموړي د جسد او قبر په اړه معلومات ورکړی شي .

د ګارډین ورځپاڼه – د پنجشنبې ورځ – اپریل ۱۹، ۲۰۱۸

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.