pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 


' اوباما نه غواړي له افغانستان نه عسکر راوباسي'
د امریکاغږ

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د چارشنبی په ورځ لیکی چی د افغانستان د ستراتیژی د ارزیابی په باب د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د کانگریس له غړیو سره د سه شنبی په مجلس کی وویل چی له افغانستانه څخه به ونه وزی او د عسکرو شمیر به هم په ناڅاپی ډول کم نکړی.

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د کانگریس مشرانوته د سه شنبی په ورځ وویل چی دی به په افغانستان کی دامریکا عسکر په کافی اندازه کم نکړی او یا به دافغانستان ماموریت یوازی دیته راکم نکړی چی هلته د تروریستانو په نیولو پسی لټه وشی. خو هغه دا هم وویل چی دعسکرو په شمیرکی د فوق العاده زیاتوالي په برخه کی، چی دده قوماندانانویی پیشنهاد کړیدی، تراوسه کومه فیصلی ته ندی رسیدلی.

نیویارک ټایمز لیکی چی براک اوباما په سپینه ماڼی کی ددواړو گوندونو له مشرانو سره دملاقات په ترڅ کی داسی معلومیده لکه چی دیوی منځکوره او اعتدالی لاری په لټه کی دی. دسپینی مآڼی یوه چارواکی دهغه وینا داسی تشریح کړه چی هغه به داسی کارونکړی چی یا دعسکرو شمیر دوه چنده کړی او یا له افغانستانن څخه راووزی.

خو څرنگه چی د چارشنبی په ورځ په افغانستان کی دامریکا د جنگ اتمه کلیزه پوره کیږی، په دغه غونډه کی دا څرگنده شوه چی ښاغلی اوباما له ډیری مهمی او خطر نه ډکی فیصلی سره مخامخ دی. په داسی حال کی چی یوشمیر دیموکراتانو وویل دوی به دهرهغه څه ملاتړ وکړی چی دی پری فیصله وکړی. په داسی حآ ل چی یوشمیر نورو ترینه دزیاتوعسکرو د لیږلو غوښتنه وکړه. یوشمیر جمهوری خواهانو پری فشار واچاوه چی نور عسکر بی له ځنډ نه ولیږی.

جان مکین چی تیرکال د جمهوری ریاست په انتخاباتوکی د براک اوباما سیال و، هغه ته یی وویل چی وخت زموږ په گټه ندی او دابهیر باید ډیر وخت وانخلی. اوباما یوڅو دقیقی وروسته ځواب ورکړ چی زه تاته ډاډ درکوم چی دابه ډیر وخت نه اخلی. هیڅوک ددی لپاره ددومره بیړی اوتلواراحساس نه کوی څومره چی زه کوم.

نیویارک ټایمز لیکی چی دغه مجلس پنځه اویا دقیقی دوام وکړ او د ټولو دخبرو لهجه مودبه وه. په دغه مجلس کی جمهوررئیس براک اوباما، د جمهوررئیس مرستیال جوزیف بایډن او د کانگریس دیرشت تنه غړی دیوه ستر میز شاته په داسی حآل کی ناست وو چی د هره یوه مخی ته یوازی یوگیلاس اوبه او کتابچی ایښی وی.

نیویارک ټایمز لیکی چی ښاغلی اوباما دکانگریس غړی ددی لپاره راغوښتی وو چی هغوی ته ډاډ ورکړی چی دی به دهغوی اندیښنی په نظر کی ونیسی لکه څنگه چی هغه په افغانستان کی دخپل قوماندان جنرال ستانلی مکریستل باندی غور کوی. جنرال مکریستل دافغانستان لپاره ۴٠ زره نور عسکر غوښتی دی. نیویارک ټایمز لیکی چی براک اوباما پلان لری چی د چارشنبی په ورځ دخپل ملی امنیت له ډلی سره ملاقات وکړی چی دپاکستان په باب ورسره خبری وکړی اود جمعی په ورځ دافغانستان په برخه کی ورسره خبری وکړی. دهغه مرستیالان داپلان لری چی مخکی له دینه چی براک اوباما د جنرال مکریستل په پلان باندی فیصله وکړی ، یوبل مجلس هم جوړ کاندی.

نیویارک ټایمز دکانگریس دهغوغړیو له قوله چی د سه شنبی د ورځی په مجلس کی حاضر وو، لیکی چی براک اوباما نیت درلود چی په دی مجلس کی داتاثر له منځه یوسی چی دی له افغانستان نه د وتلو په باب فکر کوی.

د اوباما داداری یوه چارواکی وویل چی داسی کومه لاره نشته چی په عسکرو کی دی ناڅاپی کمښت راوستل شی. نیویارک ټایمز لیکی چی ښاغلی اوباما او ښاغلی بایډن داخبره واضح کړله چی هغه کړنلاره چی ښاغلی بایډن پیشنهاد کړیده چی هغه یوازی د تروریزم ضد بدیل نه وړاندی کوی. په هغه کی یوازی په بی پیلوټه الوتکیو اوخاصو قواو باندی اتکاکیږی چی دالقاعده مشران پیدا کړی او وی نیسی. ددی په ځای دهغه کړنلاره وایی چی دغه راز عملیات دی زیات شی او دامریکا د عسکرو شمیرد ی په افغانستان کی تقریبا ٦٨ زرو په شاوخو اکی پاتی شی لکه څومره چی فی الحال دهغوی شمیر ټاکل شویدی.

نیویارک ټایمز لیکی چی ښاغلی اوباما د جنرال مکریستل په باب وویل چی هغه ما مقرر کړیدی او ما هلته ددی لپاره ولیږ ه چی ماته دقیقه ارزیابی راکړی.

نیویارک ټایمز لیکی چی ښاغلی اوباما په جلا ډول دالقاعده خلاف دامریکا کامیابي بیان کړله. هغه وویل چی دامریکا د بی پیلوټه الوتکیو دتوغندیو بریدونو او د خاص قواو چپاوونو دالقادعده دعملیاتو قدرت له منځه وړی دی. خو هغه لوړه وکړله چی د القاعده خلاف جگړی ته دوام ورکړی چی دغه شبکه په ټوله نړی کی فلج کړی شی.

د سپینی مآڼی چارواکیو وویل چی د جمهوررئیس ورتلل دتروریزم ملی مرکز ته د سه شنبی په ورځ دافغانستان دستراتیژی په ارزیابی پوری اړه نلرله. خو د عامو خلکو توجه هغو هلو ځلو ته را گرځول چی دالقاعده غټ غړی په خاصو عملیاتو کی له منځه ویوړل شی ؛ ښاغلی اوباما ته دافرصت په لاس ورکوی چی د ۴٠ زرو اضافی عسکرو ډیره قیمته غوښتنه رد کاندی.

 


 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.