pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
بسم الله الرحمن الرحيم
 
د يوه افغان په توګه

اول خودې زموږدګاونډي هيوادونوواکمنان اوڅارګري اداري الله جل جلاله داسي تباه کړي لکه موږچې يې تباه اوبربادکړو تر ډيره ددوی دلاسه زموږ هيواد دغه د ذلت حالت ته راورسيدی چې اوس يې تحمل هم يو د زغمه وتلی کار دی اونه تحمل يې هم يو بل عميق اړخ دی، داچې په موږ يې څه وکړه کيدای سي الله جل جلاله په دوی باندې هم داسي بلا نازله کړي ترڅو چې ددې غريبو بي وسواو بي دفاع افغانانو داخلاص او د قربانيوانتقام ځيني واخلي.

دويم دې الله کمونسټان او وروسته دجنګونو نورو عاملينو او واکمنانو ته درنه سزاورکړي چې هيواديې دغه حالت ته را ورساوه چې اوس په اجتماعي توګه اوافتخارسره دغلامی پړی غاړي ته اچوي، سړی حيران وې چې وژاړي اوکه وخاندې، باوروکړئ په کومه ورځ چې مي دتړون د امضا خبر وليدی ماښام دخوب په تمه پربسترباندې پريوتم په دې سوچونوکې ومه چې دااوس څه وسوه ترڅومؤذن دسهاراذان وکړی اودس مي وکړی لمانځه ته ولاړم يوه ثانيه هم خوب رانغلی، ماهيڅ کله داسي په زړه کي هم نه سوای راګرځولای چې ځيني افغانان دې يوه داسي حدته رسيدلي وي چې دځان اوقدرت دبقالپاره دې هرڅه په ځانونو ومني اويوداسي وندرته دي سرونه ورننباسي چې دوينوپه قیمت خلک ورڅخه ايستل غواړي، بياپه يوه داسي تاريخي اولرغوني هيوادکې چې ددې داعيي لپاره يې بي ساري قرباني ورکړي ده او ددې افتخار يو اوږد تاريخ لري، څو ورځي وړاندې مي واوريدل چې حامدجان زموږ د وينو دقصابانو سره ديوه تاريخي بي خونده اوشرمناکه تړون لاس ليک وکړ، خوماته داعجيبه نه وه ځکه زه په دې سره ښه پوهيدم چې هغه به دځان دبقااو د پردي ترشا د هغه موافقي لپاره چې په ۲۰۱۴ کې به نور افغانان ورباندې پوی سي اودخپلوعذرونوله کبله هرڅه ته غاړه کښيږدي اوامضابه يې کړي ځکه چې هغه ددوی په مټو د همداسي هدفونولپاره واک ته رسيدلی دی، دا د هغه مجبوريت دی، سړی ګيله هم نه سي ځيني کولای اونه دا ورته ويلای سي چې مارايه درکړه يامي مرسته درسره وکړه اواحسان هم نه سي ورباندې بارولای، خوکله مي هم داتوقع نه کوله چې دملت په نوم يوڅوکسان چې ځانونه په دروغو د ولس استازي بولي داکار به تاييدکړي، ډيره دافسوس خبره ده دا دهغو درو مليونوشهيدانو او دهمدومره معيوبينو او د بي حسابه کونډو او يتيمانو چې دروسانو د يرغل په وړاندې يې قرباني ورکړي وه همدارنګه دهغو معيوبينو، شهيدانو، کونډو او يتيمانو چې دامريکا د وحشيانه او بي دليله يرغل په وړاندې يې ورکړي او ورکوي د هيلو په خلاف اقدام وه چې دهيوادتاريخ به يې کله هم هيرنه کړي، خوددې سره زه په دي عقيده يم چې دلوی خدای په فضل سره به داوړۍ کله هم شړۍ نه سي

زماپر آند دا هغه تاريخي اشتباه اوتيروتنه ده چې وروسته به يوازي دانه چې په يوه تورتاريخ سره بدليږي او د دغوخلکواولادونه به ددوی په دغه اقدام شرميږي بلکه ددغه کار د اقدام کسان به هم ورباندې خپله اشتباه او پښيماني ښيې، خو بيا به هيڅ ځای نه نيسي، داځکه چې د داسي کار اقدام د ملي مصلحتونو او اسلامي ارزښتونوسره مرسته نه سي کولای اونه هم دسولي په راوستلوکې کومه ګټه رسولای سي، دا به لا وړاندې ګورو چې دهغوخلکوخوبونه به رښتياکيږي چې دپردي شاته يې پټه اوشخصي معامله کړي ده اوکنه؟؟

خوددې ناروا اقدام ښکاره تاوانونه دبېلګي په توګه په لاندې ډول سره په ګوته کولای سو:

اول: داچې دسولي د اميدونو او هيلوکاسه يې په ټينګه لغته ووهله کوم چې زموږ هيواد تر بل هرڅه ورته اړتيالري.

دويم: د نورو لسوکلونولپاره يې دجنګ ستراتيجي تاييدکړله، سره ددې چې هيڅوک دجنګ پر پايلو باوري نه دي او اميدلرم چې دابه دومره دوام هم ونکړي انشاءالله.

درېيم: افغانستان يې دنړیوالي خطرناکي لوبي دمسابقي په ميدان بدل کړ.

څلورم: ددې لپاره چې يوڅوکسان په ناروا او ظلم سره حاکمان اوسي، دنورو خلکوحقوق تر پښو لاندې کيږي کوم چې دمايوسی سبب کيږي اوبيادستونزوبنسټ جوړيږي.

پنځم: امريکا هغه شریر استخبارات لري چې هيڅ کله بي له دسيسو او سازشونو، د نورو هيوادونو په کورنيوچارو کې دلاس وهنوڅخه ارام نه پاته کيږي، دهمدې هدف لپاره به ددغه اسلامي هيواد دعرضي تماميت څخه خامخا دګاونډيانو پر ضدکار اخلي، کوم چې په دې توګه به موږ د ګاونډيو هيوادونو سره په دايمي لانجه کې ښکيل کړي.

شپږم: داچې دکمونيزم دشکست وروسته امريکا د مسلمانانو پر دښمني پسي پښي را لڅي کړي دي، چې اوس ټوله اسلامي اوعربي هيوادونه ورباندې پوهيدلي او پوهيږي، دابه ددې هيواد بنيادي اسلامي روحيه له منځه يوسي او د داسي نظام حاکميت به خامخاوغواړي چې داسلام بنيادي اساسات پکښي کمزوري کيږي او يا د بينه ځي، همدارنګه به د داسي اشخاصومرسته اوهمکاري وکړي چې د دوی دغلامی شرايطو ته غاړه ايښودلای سي، او د دوی دناروا او غيري اسلامي پلانونو او افکارو پلوي کوي، کوم چې اوس په ښکاره سره ددغه پليتي عقيدي لپاره کاراوخبري کيږي.

اوم: په هيوادکې به دخلکواوقومونو په منځ کې هغه حقيقي انډول له منځه ولاړسي کوم چې په حقيقت ولاړ او ددغه هيواد بنياد جوړه وي، ځای به يې داسي يوڅوک نيسي کوم چې د امريکا منافع خوندې کوي اودهغوی دشومو پلانونوسره موافقه کوي لکه دا اوس چې په جعلي انتخاباتوکې دغه بېلګه بيخي دلمرغوندي ښکاره وه.

اتم: دا تړون به هغه خطرناکه اقدام ته لاره هواره کړي کوم چې دامريکا دايمي نظامي اډي دي.

نهم: دابه د اسلام پالو او نورو کسانو پر رقابت کې داسي مرسته وکړي چې دتل لپاره به په ظلم او بي انصافی ولاړ وي، ځکه امريکاپه هرهيوادکې داسي حاکمان جوړه وي چې د هغوی دلاري ملتونه داسي وځپي چې د دوی پر وړاندې خبره هم ونه کړي، چې موږ يې په ډيروهيوادونوکې بېلګي ليدلای سو.

لسم: ددې هيواد واګې به ترڅو چې امريکا وي د امريکايې ګوډاګيانو په واک کې وي، چې دا به دمستقلو او ازادی خوښوونکواشخاصوپه وړاندې لوی ګواښ اوچلنج وي.

يولسم: تردې ټولوستونزو سره سره، دغه اقدام هيڅ اسلامي او ملي صبغه نه سي خپلولای.

په هرصورت داسي قراردادونو ته موږ په کوم نظرکتلای سو،آيا دا قانوني کاردی اوکنه؟ اوکه دا د زوراوقوت ازموينه ده؟ زما په نظرکه څه هم د جمهور رئيس او د ولسي نمايندګانو په نامه څوک داسي قراردادونه امضاکوي، پر څوملاحظاتو سره قانوني بڼه نه سي خپلولای، اونه دقانون په چوکاټ کې راتللای سي.

اول: د۲۰۰۲ کال د بن دکنفرانس څخه راپه دې خوا کرزی صاحب په هيواد باندې د امريکا د ټانکونو او طيارو پر زور تپل سوی او د ولسمشرځای ناستی دی، امريکا هغه د خپلو هدفونو له پاره دچا دګدی څخه د پاچاهی تخت ته ورساوه، دا يو واضح حقيقت دی چې هغه دافغانسان د خلکو لخوا نه دی راغلی، امريکا د هغه په قدرت کې پاته کيدو ته د خپلو شومو هدفونو د لاسته راوړلولپاره دوام ورکړی دی، کوم چې اوس يې عملي کړی دی، او يا يې تر۲۰۱۴ کال پوري، وروسته عملي کوي، هغوی د ده بقا ته داسي دوام ورکړ چې شپږکاله يې دارګ له پاره هم خپل دساتني افغانان نه درلودله، او پوره شپرکاله دده شخصي باډيګاډان ياساتونکي امريکايان وه، نو د امريکايانو ددې تړون امضاکول په حقيقت کې دافغانانو سره نه بلکه دهغوی دخپلو ځانونو سره تړون دی، که دده پر ځای امريکا د امريکا د يوه سفيره سره چې په افغانستان کې يې لري داقرارداد کړی وای هيڅ توپيربه يې نه وای، په حقيقت کي دا د امريکا د خپل ځان سره يواړخيزتړون دی چې هيڅ قانوني اومعقوله بڼه نه لري اوپه راتلونکي کې پر افغانانوباندې دالزام په توګه نه سي عملي کيدلای.

دويم: د ولسي جرګي لپاره چې کوم انتخابات وسوه، بشپړغيرقانوني وه، اول داچې مطلق اکثريت ددې انتخاباتوڅخه بايکاټ يا پريکون کړی وه، يا د چا له بيري او يا په خپلو دلايلو سره چې يوښکاره مثال يې دغزني ولايت دی تاسو وليدل چې د۷۰ فيصده مطلق اکثريت ولس لخوا يو نماينده هم په رايو کامياب نه سو، موږ ټوله هم داسي بللای سو.

دويم پر انتخاباتوکې په سل کې نوي فيصدي درغلي سوي وه يا د زور او يا د رشوت د لاري.

درېيم: امريکايانو او غربيانو په زور اوفشارسره دهغوخلکومخه نيوله کوم چې د دوی دهدفونو او شرايطوسره برابرنه وه.

څلورم: عملا هيواد په اشغالي حالت کې دی، او پر ضديې سخت مقاومت روان دی، چې موږ يې دهري ورځي د جنګونو او تلفاتو شاهدان يو، اصلا انتخابات په جنګي حالاتو کې دټولواړخونو د موافقي پرته هيڅ مانانه لري.

څلورم: دغربيانو پر مرسته په ولسي جرګي کې د ښځو مطلق اکثريت انتصابي بڼه لري، راتلل يې لازمي او د غربيانو په خوښه د دوی د هدفونوله پاره دي، اوداسي نور...

د مشرانو جرګه خو يو ثلث انتصابي ده، اونوره هم لکه ولسي جرګه داسي ده، نو د دوی نمايندګي دملت او خلکونمايندګې نه سي کولای اونه هم قانوني بڼه خپلولای سي.

زه ديوافغان په توګه چې دهيچانمايندګې نه کوم په شخصي توګه کرزي صاحب ته احترام هم لرم دهغه سره دښمني هم نلرم، او هغه زما سره احسانونه هم کړي دي، هغه دګوانتاناموڅخه زماپه خوشي کولوکې مرسته کړي ده، هغه چې کله په کابل کې زماپر کورامريکايانو بريدکاوه مخه ونيوله ، هغه زماسره دکورله پاره مالي مرسته کړی ده، زه د هغه د احسان ممنون اوپوره وړی يمه، خو ددې احترام سره سره دهيواد او د خلکو د سرنوشت په اړه زه دهغه دسياست سره موافق نه يم، هغه بايدخپل ځان اومقام پوره پيژندلای وای، اوپر هغه اندازه يې اقدام کړی وای، د دې پر ځای چې داسې د درانه مسؤليت پيټي ته يې اوږه ورکړي وای، ښه به دا وای چې هغه دسولي له پاره پر رښتوني ډول کوشش کړی وای، او د سولي مخه يې نه وای ډب کړي، ترڅو د بشپړي سولي په راوستوسره په هيوادکې رښتونی دټول ولس نماينده حکومت راغلی وای، او دغه کارونه يې ترهغه وخته معطل کړي وای او امريکايانو ته يې عذرکړی وای ترڅود داسي کارونو څخه ډډه سوي وای، کوم چې د رښتوني ولسواکي فضا او نمايندګې غواړي، په هرصورت الله دې رحم وکړي چې څه به کيږي، په عربي کې يوه مقوله ده (اناافعل مااريد، و انت تفعل ما تريد، والله يفعل مايريد) ژباړه: زه خويوڅه کوم څه چې غواړم، اوته خويوڅه کوي څه چې غواړي، او الله بيا هغه څه کوي څه چې هغه غواړي. دا يو حقيقت دی موږ ډير په هغه څه سره نه پوهيږو چې زموږ پکښي ددنيا او آخرت خير پټ وي قضاوت مو په ظاهره دی، الله دې د دارينوخير رانصيب کړي. آمين

عبدالسلام (ضعيف)

۷/۳/۱۳۹۱

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.