pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 

 

پر امريکايي پوځيانو د خپلسرو پلټنو تور ولګېد
غزل اکمل بي بي سي کابل
د افغانستان لپاره د سويډن کميټه پر امريکايي سرتېرو تور لگوي چى په ميدان وردگو ولايت کې د اورپکو د لټولو په موخه د دوى يو روغتون ته ننوتي دي .

د دغې کميټې د چارواکو په وينا امريکايي سرتېرو د روغتون ځينې دروازې ماتې کړې او د هغه ځاى ځينې کارکوونکي يې د روغتون د پلټنو په موخه تړلي دي .

په همدې حال کې امريکايي پوځ وايي د دوى پر يو شمېر سرتېرو د دغه لگېدلي تور د سپينولو په موخه څېړنې پيل کړې دي .

د افغانستان لپاره د سويدن کميټه وايي د امريکايي سرتېرو دغه پلټنې ورته د منلو وړ نه دي چې له اجازې پرته د دوى يو روغتون ته ننوتي دي .

په افغانستان کې د دغې کميټې مشر اندرس فنگ وايي په دې وروستيو ورځو کې امريکايي سرتېري په ميدان وردگو ولايت کې د وسله والو طالبانو د لټولو په موخه د دوى يوروغتون ته ننوتي او خپلسرې پلټنې يې پيل کړي دي .

د ده په وينا دغو سرتېرو د روغتون ځينې دروازې ماتې کړې او د هغه ځاى ځينې کارکوونکي يې د روغتون د پلټلو په موخه تړلي او ناروغان يې دى ته اړ ايستي چې خپل ځايونه پرېږدي :

((د شپې شاوخوا لس بجې وې چې يو شمير امريکايي سرتېري د ميدان وردګو په شنيز سيمه کې روغتون ته ننوتل، د هغه ځاى څلور ساتونکي او دوه نور کسان يې چى کېداى شي د ناروغانو خپلوان به ول وتړل او بيايې روغتون وپلټو ، ځکه دوى فکر کاوه چې په روغتون کې د يو شمېر طالبانو درملنه کېږي، دغه سرتېري د نارينه او ښځو واردونو ته ورغلل او ددوه تاله شويو کوټو دروازې يې ماتې کړې او ورننوتل ، دا ښکاره خبره ده چې امريکايي سرتېرو هغه څه چې هلته وکړل د جگړې په سيمه کې د روغتيايي مرکزونو په اړه له منل شويو نړيوالو اصولو نه سرغړونه ده .))

ښاغلى فنگ زياتوي امريکايي سرتېري له روغتونه ددوه ساعتونو پلټنو وروسته چې وتل نو د هغه ځاى کارکوونکو ته يې ويلي که چېرې داسې يو وسله وال چې ټپي شوى وي او په روغتون کې دده د درملنې پرېکړه شوي وي نو د هغه په اړه دى دوى ته خبر ورکړي .

د سمندري ځواکونو د عامه اړيکو يوې غړې کرستين سدنستريکر دغه پيښه تاييد کړې خو ډير جزييات يې نه دي ورکړي .

هغې ويلي په دى اړه پلټنې پيل شوي او داډول ادعاوې ورته جدي ښکاري .

په همدې حال کې امريکايي پوځ وايي ددوى پر يو شمير سرتيرو ددغه لگيدلي تور د سپيناوي په موخه يې څيړنې پيل کړي دي .

دا لومړى ځل نه دى چې بهرني ځواکونه پر يو روغتون بريد کوي ، تر دى يوه اوونۍ وړاندى بهرنيو ځواکونو په پکتيکا ولايت کې يو روغتيايي کلنيک کلابند او وروسته يې پرې بريد هم وکړ، په دغه بريد کې يو شمېر طالبان ووژل شول .

هغه مهال امريکايي ځواکونو ويلي وه چى په دغه روغتيايي مرکز کې يو طالب قوماندان پټ شوى دى چې هماغه مهال هم دغه بريد اويرغل هم په کوردننه او هم بهر کې يو لړ تند غبرگونونه راوپارول او د بخښنې نړيوال سازمان دغه چاره د ټولو نړيوالو قوانينو نه ښکاره سرغړونه بللى وه .

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.