pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 

ښاغلي جمهور ريس ته پرانيستې ليک

دافغانستان ښاغلي جمهور ريس حامد کرزي ته پرانستې ليک ! په دې کې به هيڅ شک نه وي چې د افغانستان بيارغول او ددی هېواد د غريب او مظلوم ولس سره مرستی او يو موټي افغانستان به ستاسي مرام او هدف وي، او ددغي ارمان د پوره کولو لپاره تاسی لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده ډيري منډی او ترړي وکړلې، افغان ولس داهم مني چې تاسې ته په افغانستان کې واک په داسی شرايطو کې لاسته درغلو چې ټول سيستم په ټپه دريدلې وو او ټول څه چې ددی هېواد لپاره په تير کې شوي وو هغه د ټوپکسالارانو لخوا تالاوالا شوي وه،ګران افغانستان د جنګ جګړو له امله په کنډوالو بدل شوی وو دا په دی مانا چې افغانستان په تير ديرش کلن ناورين کي په هراړخيزه توګه خراب او د ۱۴ قرن يا پيړی لورته کش کړل شوی وو خلکو پريمانه زيانونه ليدلي وو، بهرنيو لاس وهنو اود کورنيو بنياد ګرو لخوا دا وطن يرغمل ساتلی وو اودا لړی همداوس هم دوام لري ددی وطن بيا رغونه او سمسورول هم اسانه نه وه او نه دي . ددی کار لپاره د ټول ملت يوالي ته ژوره اړتيا وه او تر ټولو مهمه دا هم ده چې ددی کار لپاره يو يا دو شخصيتونه کار نشي کولای ددی ملي او با ارزښته کار لپاره ملي يوالي وروری اونه ستړی کيدونکي کار ته اړتيا ده .

راځم اصلي مطلب ته:
دغه د ستونزو ډکه کښتۍ چي د طوفان ظالمو بادونو ورځني خپل مسير ورک کړی، د سمندر بي رحمه څپو غړچولي ،زخمي او زده کړي، د سوارليو هم په مخ کې رنگ نه ليدل کيږي او د ماشومانو شورماشور نور هم ددغي خلکوپه روحيه باندي دم په دم تاثير ورزيات کړی او لا هم دغه ستونزی ډيريدونکي دي. زما په انددداسي ستونزو ډکي کښتۍ ژغورلو لپاره به نه يو ډريور ته چي صرف ددغي کښتۍ د چلول يي زده وي بلکي يو داسي با صلاحيته،با تجربه اوبا استعداده کاري گروپ ته اړتيا ده چې ددغو ټولو ستونزو سره مقابله وکړي تر څو دا په توفانو کې ډوبه شوی کښتی خپل اصلي مسير ته راوګرځوي او دی ولس ته نجات ورکړل شي .

دغه نن چي ستاسي څخه وارپار خطا دي ستاسي په بي صلاحيتوب او ناتوانۍ باندي دلالت کوي. تاسي په ۴ مياشتو کي ونه شوه کړای چې خپله کابينه مکمله کړی. ټاکنې هم د ستونزواودرغليو څخه ډکې وی . د مخالفينو لړی ورځ په ورځ په زياتيدو ده د ولسي وګړو تلفات د نړيوالو راپورونو له مخی د تيرکال په نسبت څوځله زيات شوی، نړيوالو هم پتيلی ده چې نور تازه دمه پوځونه افغانستان ته راواستوي زما په اند د نورو پوځونو راستول به سود ونلري افغان ولس تشويش لري نودنوموړي تشويش د ليری کولو لپاره زه مناسب گڼم چي ستاسي څخه يو څو سوالونو ځوابونولپاره ستاسي قيمتي وخت ونيسم.

۱. لکه څنگه چي تاسی ښاغلي وار وار ويلي چي ستاسي راتلونکې نوی کابينه به له هر ډول نيمګړتياوو څخه پاکه وی. کاربه هغه اشخاصو ته ورکوی چې کاري وړتيا پاکوالی او پر وطن زړه سوی ولري نوکله چې ستا نوی کابينه وليدل شوه هماغه زړې څيري په نوی شکل او نوی نقاب ولسی جرګی ته پيژندل شوی. زما سوال دادي چې تاسو واروار په خپلو ويناوو کې ولس ته دا وعدي ورکړي چې زه به په فساد کې ککړ کسان د قانون منګولو ته سپارم. نو بيا هغه په فساد ککړ څوک وو چي تاسي تر اوسه ناری وهلي؟

۲. که دغه ښاغلي رهين ،مارشال فهيم خليلي واقعآ دومره پاک او پر وطن مين خلک وي، نو ولي يي يو ځل وشړي او بيا يي بيرته راولي؟

۳. ايا تاسي دا لازم نه ګڼي چې نوموړي ټوپکسالاران بايد بي وسلي شي؟ ايا دوي د افغانستان د ابادي لپاره په اينده کي خنډنشي گرزيدلاي؟ ددی په عوض چې دوی بايد دقانون منګولو ته سپارل شوی وایی تاسو يو ځل بيا په ډيرو لوړو مقامونو وګومارل. ايا په دی هېواد کې نور وړ کسان نه وه چې په دي مقامونو کې استخدام شوی واي ؟

۴. زموږ ښاغلي د دفاع وزير کوم چي يواځي ستاسي امنيت نشي نيولي ( تاسي بايد په هغه ورځ له وظيفي گوښه کړي ووپه کومه چې تاسي د مجاهدينوودبری د ورځی په لمانځلو لو باندي حمله وشوله) هغه به څنگه دټول افغانستان د ټولو سرحداتو امنيت وساتی؟

۵. تاسي چي کله بهر ته سفر کوي نو په بهر کي د تجارانو څخه په افغانستان کي د پانگوني غوښتنه کوي، ايا ستاسي په نظر په افغانستان کي اوس امن دي؟

ښاغليه مشره: تاسي ددغي مظلوم او ډير کړيدلي ولس يو انتخاب شوي جمهور ريس ياست، تاسي بايد داسي کارونه و نه کړي چي سبا ستاسي اولادونه پري شرمنده وي. تاسي سره په دي کار کي ټول ملت ولاړ دي. دغه په مختلفو ډلو ټپلو ويشلي ولس چي د پرديو په واسطه يي تر منځ بي حده ډير ژبنی،سياسي، مذهبي او قومی تعصبونه رامنځ ته شوي بايد ورک او دغه فاصله رالنډه شي. د ملي گټو او يو موټي افغانستان لپاره کار وکړي. دغه کار هغه وخت شوني دي چي کله تاسي او ستاسي محترمه کابينه په خپل پلان سره گران افغانستان ته صادقانه کار وکړي. ددغه ولس درد يواځي او يواځي افغانان خوړلي شي. نه بهرني پوڅونه ولس غواړي تاسو د نړيوالو څخه مرسته شوی پيسی د خلکو په ګټه مصرف کړی د فساد اداري، رشوت خورو مخه بايد په رښتي توګه ونيول شي هغه کسان چې ددی ملت عامه شتمني چور کړی بايد د عدالت منګولو ته وسپارل شي .


اباد او سرلوړي دي وي افغانستان
هلمند شېرزاد
مالمو سويډن
Nasib143@hotmail.com

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.