pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
قبايلي جرګه: موږ د پښتون قوم په منځ کې د جلاوالي کرښه نه‌منو
     
راپور: شاه‌محمود شینواری
ازادي راډیو


ډیورند کرښې ته څېرمه د قبايلي سیمو مشران وايي، د دې کرښې دواړو غاړو ته د یوه قوم او يوې ژبې خلک پراته دي او چا ته به اجازه ورنه‎کړي چې د دغو قومونو د بېلېدو هڅه وکړي.

دغو قومي مشرانو د سې شنبې په ورځ د ننګرهار په قبایلو ریاست کې د "سولې او ورورولۍ قبایلي جرګه" په نوم غونډه جوړه کړې وه چې له کوزې پښتونخوا هم د مختلفو قومونو په سلګونه قومي مشرانو په‌کې برخه اخیستې وه.

دوی په خپلو خبرو کې وويل، دواړه غاړې قومونه د ترهګرۍ په نوم په لوی لاس ځپل شوي، ځوانان‎يې جنګ ته هڅول شوي او د ناامنۍ له امله د دوی په سیمو کې د ښوونځيو دروازې تړل شوې دي.
دغو قومي مشرانو پر دواړو حکومتونو او پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د ډیورند پر کرښه د اغزن تار او یا دېوال په واسطه دې دا قومونه سره نه‌بېلوي.

د دغو مشرانو له ډلې زرجان شينواري وویل:

"زه خپله شينواری یم، زما دوه وروڼه هلته ژوند کوي او درې دلته اوسېږي، همداسې په هر قوم کې دواړو غاړو ته خپلوي لري، موږ په دې کرښه نه‌تعميرات غواړو، نه دېوالونه غواړو او نه اغزن تار منو، زموږ دا پيغام دې نړیوال هم واوري او د دواړو ملکونو مشران دې هم واوري."

یوه بل قومي مشر ملک جهانزېب وویل:

"موږ د دې خط غندنه کوو، دلته هېڅ داسې څه نه‌منو چې قومونه سره بېل کړي، ځکه چې هلته هم یو مومند او شینواری دی او دلته هم هماغه مومند او شینواری دی، په همدې ترتیب ټول قومونه نیم هلته او نیم دلته دي، دا زموږ په حق کې زیاتی دی."

د اورکزیو یو تن قومي مشر وایي:

"موږ سپينې خبرې نه‌شو کولای، زموږ په حق کې زیاتی شوی، په لوی لاس دا قومونه بېل شوي او اوس موږ د خپل حق د غوښتنې په خاطر غږ پورته کوو او ان‌شاءالله دا غږ به موږ تر اسلام‌اباد پورې هم رسوو او بله غونډه به مو هلته وي."

همدارنګه دوی په یوه غږ وويل چې پښتانه دهشتګر نه‌دي او جګړه پرې په زوره تپل شوې.

د قبايلي جرګې په وروستۍ برخه کې یو پرېکړه‎لیک هم خپور شو چې په‌کې په قبایلي سیمو کې د جګړې پر ځای د امن غوښتنه شوې وه.

د دغه پرېکړه‌لیک په یوه ماده کې راغلي وو چې د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د یوه قوم خلک مېشت دي او د جلا کېدو د هر ډول موانعو سره مخالف دي.

په دغه پرېکړه‎لیک کې راغلي:

"د قبايلي علاقو نه دې د جګړې لمن ټوله شي موږ جګړه نه‌غواړو او په امن کې ژوند زموږ انساني حق دی. موږ د ډیورند پر فرضي کرښه د هر ډول موانعو او تأسیساتو جوړولو مخالف یوو، ځکه چې لر او بر قبایل ټول یو ولس دی او په دې لاره دې د قبایلو پر تګ راتګ بندیز نه‌لګوي او قبایل دې پرېږدي چې پرته له وېزې پرې تګ راتګ ولري."

په دې جرګه کې د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ټولو قومونو په سلګونه مشرانو برخه اخیستې وه چې په وینا‎يې په پام کې لري چې په نېږدې راتلونکي کې له دې لویه بله قبایلي جرګه هم جوړه کړي.

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.