pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 


زاخېلوال کابل ښاروالي په فساد تورنه کړه

بي بي سي

د افغانستان د ماليې وزير د کابل ښاروالي په فساد تورنه کړه او ويلي يې دي دغلته سختو اصلاحاتو ته اړتيا ده .

عمر زاخېلوال چې دکابل ښاريانو په يوه غونډه کې خبرې کولې وويل چې د کابل ښار ستونزې د ښاروالۍ د کمزوري مديريت زېږنده دي .

خو د کابل ښاروال دا د ښاغلي زاخېلوال شخصي نظر بولي او په ښاروالۍ کې دفساد شتون ردوي .

د کابل ښار لسګونه اوسېدونکي او د ښار داولس ګونو ناحيه وکيلان او مشرانو دکابل ښار دستونزو دهواري په موخه دويمه غونډه جوړه کړې وه .

دوی د بحث لپاره د حکومت څو لوړ پوړي چارواکي هم ورغوښتي و .

دغونډې دبحث تر ټولو توده موضوع د ښاروالي چارې او د ښار فزيکي حالت وچې نفوس يې ورځ تر بلې زياتېږي، ځای کمېږي او اسانتياوې پکې د نشت برابرې دي .

د غونډې ډېری برخوالو د ښاروالۍ په کارونو نيوکې کولې او دغلته يې د فساد له شتونه سر ټکاوه.

غونډې ته د افغانستان دماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال هم رابلل شوی و چې د ښاروالۍ په اړه يې د ښاريانو سره همغږی و. ده د خبرو پر مهال يې په تونده ژبه کابل ښاروالي د فساد ځاله وبلله :

(( ښاروالي دفساد يوه سرچينه ده . همدا اوس په ښاروالي کې کاري حالت ډېر خراب دی ، ډېر زيات دا بايد پاکه شي . زه دحکومت داستازي په توګه وايم چې موږ پتېيلې ده انشالله ښاروالي به پاکوو. يو له هغو ځايو او پروژو څخه چې موږ بايد ارو مرو په يوه کال کې په هغه کې ريفورم يا سمونونه راولو هغه کابل ښاروالي ده .))

ښاغلي زاخېلوال وويل چې د کابل ښاروالۍ ته يې څو داسې وړانديزونه کړي دي چې که پلي شوي وای نو دښار اوسنۍ بڼه به يې اړولای خو وايي ښاروالي نه دي منلي .

ده له خلکو وغوښتل چې پر حکومت او په ځانګړي ډول ښاغلي کرزي فشار راوړي چې دفساد په مخنيوي او په حکومتي ادارو کې د پياوړي مديريت رامنځته کولو ته ډېر پام وکړي .

زاخېلوال وويل اټکل کېږي چې په يوه کال کې به د کابل ښاروالۍ عايدات نژدې درې سوه ميليونه وي خو د فساد له امله دا مهال دېرش ميليونه ډالره ته نه رسېږي .

خو د کابل ښاروال عبدالاحد صاحبي وايي چې دا د ښاغلي زاخېلوال شخصي نظر دی .

ده وويل چې پخوا په ښاروالي کې فساد و خو اوس يې ده د څو چارواکو په لري کولو سره مخه نيولې ده :

((دا د ماليې د ښاغلي وزير صېب شخصي نظريات دي . دا سمه ده چې ښاروالي پخوا يو بد نوم درلود او تر اوسه لا هم دهغو تېرو بدو کارونو نوم ورپورې دی . خو په تېرو شاوخوا يو نيم کال کې په کابل ښاروالي کې ډېر پراخ بدلونونه راغلي دي .))

ده زياته کړه دا چې ښاروالي ډېر کار نه شي کولای لامل يې د بودېجې نشتوالی دی .
هغه دا هم وويل چې په ١٣٨٨ کال کې د ماليې وزرات کابل ښاروالۍ ته يوه روپۍ هم نه ده ورکړې .


کرزی د فساد ضد ملي کنفرانس غواړي
بي بي سي
افغان ولسمشر حامد کرزي حکم کړى چې ډېر ژر دې په دغه هېواد کې له فساد سره د مبارزې د لارو چارو موندلو لپاره يو ملي کنفرانس جوړ شي .

ښاغلي کرزي په يوه فرمان کې چې د حکومتي اژانس باختر له لوري خپور شوى د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ستراتيژۍ په تطبيق باندې د څارنې عالي ادارې ته دنده سپارلې چې په يوه مياشت کې دغه کنفرانس په کابل کې جوړ کړي .

ښاغلي کرزي په افغانانو هم غږ کړى چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

افغان ولسمشر د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ستراتيژۍ په تطبيق باندې د څارنې عالي ادارې ته دنده سپارلې چې د يوې مياشتې د ننه په افغانستان کې د اداري فساد د مخنيوي په اړه په کابل کې د يو ملي کنفرانس د جوړېدو تابيا ونيسي.

دغې ادارې ته دنده ورکړل شوې چې د فساد او د هغه د لاملونو د موندلو او له منځه وړلو په اړه د پرېکړو په موخه د ملي شورا د دواړو جرگو غړي، د مدني ټولنو استازي، مخور او د چارو پوهان دغه کنفرانس ته ور وبولي.

تمه کيږي چې د دغه کنفرانس گډونوال به د اداري فساد د نوغي وېستو لپاره د اغېزمنو لارو گودرو په موندلو بريالي شي.

ولسمشر کرزي په فرمان کې دغه راز په درستو افغانانو کړى چې د اداري فساد په ختمولو کې فعاله ونډه واخلي او په دې برخه کې حکومت ته لاس وکړي .

د دغه کنفرانس د جوړېدو لپاره چمتووالى پر داسې مهال نيول کيږي چې افغان حکومت له فساد سره د مقابلې په برخه کې د نړيوالې ټولنې تر کلک فشار لاندې دى .

که څه هم افغان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ دويمې دورې د لوړې په مراسمو کې په ټينگه له فساد سره د مبارزې ژمنه وکړه، خو لويديځ ملگري يې په دې ټينگار کوي چې په دې برخه کې دپرمختگ معيار عمل دى .

په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد مبارزه داسې مهال په چټکېدو ده چې د شفافيت د نړيوال سازمان په راپور کې افغانستان له سوماليې وروسته په فساد ککړ د نړۍ دويم هېواد ښوول شوى دى .


لويه څارنوالي فساد کې د ښکېلو اسناد راټولوي
بي بي سي

د افغانستان د لويې څارنوالۍ چارواکي وايي د هغو دوو وزيرانو په اړه شواهد راټولوي چې گمان کېږي په فساد کې ښکېل دي .

خو لويې څارنوالۍ د لوېديځو رسنيو هغه راپورونه رد کړل چې گواکې په فساد کې د ککړو لوړپوړو چارواکو د نيولو حکم يې کړى دى .

لويه څارنوالي وايي دا مهال په فساد کې د ښکېلو نژدې پنځلسو پخوانيو او اوسنيو وزيرانو او مرستيال وزيرانو په اړه د شواهدو په راغونډولو بوخت دي .

د افغانستان د لويې څارنوالۍ چارواکي وايي د هغو دوو وزيرانو په اړه د شواهدو په کره کولو او راغونډولو بوخت دي چې د فساد شک پرې کيږي .

مرستيال څارنوال فضل احمد فقيريار د دغو جگپوړو چارواکو له نوم اخيستو ډډه وکړه ، ويې ويل دا مهال د دوى په اړه د بډو په اړه د ترلاسه شويو شواهدو په کره کولو بوخت دي .

د کابل هوايي ډګر کې

ښاغلى فقيريار وويل موده وړاندې يې د حج او اوقافو وزارت دوه کارکوونکي چې له سعودي عربستان نه کابل ته ستنېدل د کابل په هوايي ډگر کې د فساد په تور نيولي دي .

دى وايي پر دوى شک دى چې په سعودي عربستان کې يې د افغان حاجيانو د اوسېدو لپاره د کرايه شويو ځايونو په بدل کې د دغو ودانيو له مالکانو کمېشن اخيستى دى .

خو تېره ورځ د حج او اوقافو وزارت ويلي نيول شوي تر شک لاندې کسان ادعا کوي چې ورسره نيول شوې پيسې په سعودي عربستان کې د حاجيانو د ځاى ځايگي لپاره د ورکړل پيسو نه اضافه شوې وې او وزارت ته يې سپارلې.

سنډې ټايمز ورځپاڼې په تېره گڼه کې د لويې څارنوالۍ د چارواکو له خولې داسې راپور ورکړى وو چې د حامد کرزي د کابينې د دوو وزيرانو د نيولو امر ورکړل شوى دى .

خو لويې څارنوالۍ دا ډول رپوټونه رد کړل. مرستيال څارنوال فضل احمد فقيريار وويل په پلټنو بوخت دي او تراوسه يې د کوم وزير يا مرستيال وزير د نيولو پرېکړه نه ده کړې

 

سرپاڼه

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.