pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
لويه جرګه که ډيره زړه وره معامله
 
ملاعبدالسلام ضعيف


وقوله تعالی إن الحكم إلا لله أمر ألا تعبدوا إلا إياه سورة یوسف.
ژباړه: بیشکه چې دالله په ځمکه باندې يوازي دالله حکم حاکم دی او هغه جل جلاله خپلوبندګانوته امر کوې، ددی چې د الله نه غیر بل د هیڅ شی عبادت مه کوې.علما‌ء کرام وايي چې حکم په دوه قسمه دی اول حکم تکويني چې هغه نظام دعالم چلول اوپه هغه کې تصرف کول دي چې دایواځي الله لره دی، دبل هيڅ مخلوق دخل په کې نسته، دويم حکم تشريعي دی لکه عبادات امراو نهي، حلال اوحرام اونوربندګي قوانين چې دبندګانودخل پکښي سته خوحکم به دالله وي.
وقوله - و إذ قال ربك للملائكة إني جاعل في الأرض خليفة. سورة البقرة
ژباړه :یاد که هغه وخت چې الله پاک خپلو بندګانو ملائکو ته وویل چې په تحقیق سره زه په ځمکه کې انسان د ځان خلیفة یا نائب ګرځوم چې زما دحکم فيصلي به کوي.

د اول ایت څخه دا معلومه سوه چې د مسلمانانو په ټولنه کې که وړه (کوچنۍ) وي او که غټه (لويه) (خبره/ موضوع /مسئله) وي د الله حکم به چلیږی او دهغه سره به مسلمان خپل کړه وړه اونورقوانين برابروی.

مفهوم به یی داسی چې دالله دقانون څخه پرته بل هر قانون چې دانسانولخواجوړیږی که دالله دقانون سره په ټکرکې وي نو دا امرمطلق مردود دی هغه که د فرد قانون وي او که دټولني قانون وي.

ددویم ایت مفهوم دادی چې مسلمان د الله په ځمکه د خپل واک په اندازه د الله نائب دی خو پاچا، رئیس جمهور، سلطان، آمر بیا هغه اصلی نائب بلل کیږی چې دده مسئولیت او وظیفه به دا وي چې دی به دالله د قانون سره سم خپل فامیل، ولس اود رعایت په منځ کې تنظیم، عدل او نظام راولي په همدغه چوکاټ کې به خپل د ماتحت چوپړ کوې.
که بالفرض دغه مسئول کس یاکسان دالله د قانون نقض کوې نو دی نه دالله خلیفه بلل کیږی او نه یی فیصله او امر په اسلام اومسلمانانو کې تنفیذيلای سي، یعنی مردود ده، ځکه چې په دغه صورت کې دی دخپل رب څخه باغي بلل کیږی تر څو بیرته توبه کاږی او دخدای قانون ته رجوع کوې.
موږ په ګران هیواد کې د یو لوی امتحان سره مخامخ یو خو ترډیره دغه امتحان چاته د سر او مال په تاوان تمامیږي او چاته نعوذبالله منها د ایمان په زوال تمامیږي، ددې دوه علته دي يا تعصب اوجهالت چې تعصب خپله په دوه ډوله دی تعصب في المال یاتعصب په مرتبه اورتبه کې اوموږ په دې اخته یو، الله مو دې په خپل فضل ځیني وساتی په رښتیا سره چې دا دواړه ډیر لوی او ارزښتمن شیان دی.
دلویه سره د محارب یعني دهغه کافر سره چې د دنیا په هرګوټ کې دمسلمانانو سره په جنګ کې دوستي کول او یا ورسره معاهده او میثاق کول مطلق حرام دی دلیل یی دالله په کلام سره ثابت دی.
وقوله تعالی: يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا(144﴾
(سورة النساء)

ژباړه : ای هغه کسانو چې تاسو ایمان راوړی دی نو تاسو په دوستی او ملګرتیا سره هغه کافرانو ته لاس مه ورکوئ چې هغوی د مؤمنانو په ضد جنګیږی، آیا تاسی په دې کار سره غواړئ چې په تاسوباندې دالله لپاره یو ښکاره دلیل وګرځول سي.
په ولا تتخذوا کې لام د نهی دی چې مانا یی منع او پرهیز ددغه کار څخه دی.

خوکه څوک داکاروکړي نوداډيره لویه ګناه ده خو چې کله دا ملګرتیا د قانون په ډول سره کیږی نو دا بیا دالله د قانون په وړاندي ښکاره بغاوت بلل کيږي چې هيڅ انسان ددې حق نلري.
ددی سره سره چې د مشورتي لویې جرګي په نامه چې کوم خلک کابل ته راځي او یا هم دلته دي هغوی به دغه قانون د الله د قانون په ضد پاسه وي (مني) عجيبه لوی جرئت دی؟ ځکه چې دا په هیواد باندې د دولسو کلونو صلیبي یرغل اصلي هدف دی او دهم ددغه هدف لپاره يې په هیواد کې دننه داسی څیرې موندلي دي چې ددوی دغه ناروا هدف ته د قانون بڼه ورکړي چې لوی علت يې تعصب او یاجهالت دی.

که څه هم چې په دغه جرګه کې به ټوله کسان داسي نه وي خو اکثریت یی بې له شکه د دوی په درمزاویا دهغوی په ورکړل سوې موظف په امر همداسي کسان دي.
دا کیسه یو نوی کارنه دی داد امریکایانو د استخباراتو دپنځه ویشت کلن هغه پلان برخه ده چې دوی په 2000 کې جوړ کړی او تر 2024 پورې به د دوی په آند تطبیق کیږي چې هغه ته په انګریزی کې روډ میپ پلان واییRoad map plan
په دوه زره یو ۲۰۰۱ ز کال کې دا پلان شروع سوی دی او په تدریح سره به عملی کیږی البته د دوی د پلان مطابق ددې پلان په تطبیق کې ډیرو کسانو ته عهده ورکړل سوې ده او ددې چوپړپه بدل کې یا د منصب او یا دپیسو امتیازات هم ورکړل سوي دي.
په دې جرګه کې به هغه ذمه دار کسان خپله عهده خامخا د امریکا د خوښي مطابق ادا کوې ځکه چې هغوی ددغه ذمه واری د پوره کولو بدله یی اخیستي ده ،خو ډیربي خبره او بي علمه کسان یی د دوهم لاس په جال کې راغلي دي، اوس به ګورو چې په کومه معامله سره به پای ته ورسیږي.
په هر صورت که دغه جرګه مثبته فیصله کوې او که منفی کوې دا کار به کیږي، ځکه چې که دا جرګه د هوکړي فیصله وکړي نو دا کارد هغوی لپاره مثبت دليل دی ځکه چې خپله ورکړل سوې او قبول کړل سوي وعدي يې په دوی باندی پوره کړي، دسبا لپاره به وایې چې دا کار لویي جرګې وکړی او هغه د دوی په اصطلاح دټول ولس نمائنده جرګه وه او که یی منفي نظر ورکړی دا کسان به وايې چې دا خومشورتي جرګه وه د پلان د عملی کیدو ذمه واري به ضرورپوره کوي ځکه چې دوی لا دوړاندې د مشورتي لويې جرګي نوم ورکړی دی مانا داچې دوی یوازي مشوره ورکولای سي دا دحکومت واک دی چې دا کار کوې او که یی نه کوې؟
په هرصورت دا ډیره خطرناکه لوبه ده خوکه دغه قرارداد امضاء کیږي نو د اسلام له نظره مردود دی اوهم دحقوقي لحاظه نيمګړی دی.


دابه څنګه جرګه وي؟

په دي کې شک نسته چې عنعنوې لويه زموږدهيواد لويه کلتوري برخه اوډيرقدراودروندوالی لري مګرکه د دغه نامه څخه ناوړه ګټه اخستل کيږي بيا د جرګې ودروندوالي ته لویه صدمه رسيږي، په هرصورت دغه جرګه د ولس نمائندګي نسې کولای او نه یی اعضاء د ولس په خوښه او دخلکو نمائند ګان کيږي له دې کبله دهغوی پريکړي دولس پریکړه نه بلل کيږي ځکه چې اول خودا اوس ټوله
ولس په دري برخي ویشل سوی دی، اول هغه کسان دي چې دامریکا د یرغل سره راغلي دي او په هیواد باندې دهغوی له خواپه زور سره تپل سوې دي.
دویم - د مقاومت او دهغوی طرفداران دي چې د امریکا په ضد یې مبارزه شروع کړی ده که هغه یوه ډله وي او که ډیري ډلي وي، هغوی وسلوال مقاومت کوې او که په خوله سره وي.
دریم - هغه خاموش ولس دی چې قرباني کیږی خو چاته واک نه ورکوې او نه د روان حالت څخه راضي دي.
دغه دواړه اړخه که دویم دی اوکه دریم دی په دغه جرګه کې برخه نه اخلي او هغوی د هیواد اکثریت جوړه وي مانا داچې دا جرګه یوازی او یوازی د اول قسم خلکو ده چې په هیڅ صورت داسې یوې اړخیزي جرګې ته ملي جرګه نسي ویل کیدلای.

دریم - په دغه جرګه کې به چې څومره انسانان راځی هغوی به اکثره انتصابي کسان وې پرته د پارلمان او نیمایی سنا څخه،نودا معلومه ده چې انتصابی خلک د خپل ځان پرته د بل چا نمائندګی نسي کولای

څلورم - کوم کسان چې دغه جرګې ته راځې اکثره یې بی سیواده او بې علمه خلک دې تردې چې اکثره کسان به يې خپل نومونه هم نسې لیکلای نو کله چې دهغه د سواد سویه دومره ټیټه وې هغه خوار به د داسې عمیق اوخطرناکه قرارداد په ګټه او تاوان څه و پوهیږي . یوازي دې ته به خوشاله وې چې د لویې جرګي غړي دي او یو څه زهر به هم په خوله کې ورلویدلي وي، نوپه هيڅ صورت داجرګه دملت ممثله نه ده.

 

ددې قرارداد نیمګړتیاوې او تاوانونه

اول - دا چې قضایې مصؤنیت به دخلکو شرعي او خدایی حق تلف کوي، که د ټولې نړی خلک د یو فرد دحق د تلفولو لپاره سره راټول سي په اسلام کې دغه اجتماع باطله ده، ځکه چې د یوه مسلمان حق تلفول او یا یی وینه هدر کول لوی ظلم دی او دغه فیصله کونکي ټول ظالمان بلل کيږي نو د داسې پریکړي کول د هیواد دبې دفاع مسلمان وګړي سره یوازي د یوه سړي ظلم نه بلکې دټولو ظلم دی.
دوم - دداسی قرارداد په کولو سره به افغاني غیرت او کلتور تر پښو لاندې کيږي هغه داچې د تل لپاره به د استعمار تر ښکیلاک لاندې ژوند کوې دنیایی ژوند به یي یوڅه ښه سي خو معنویات او غیرت به یی له منځه ولاړ سي
دریم - اسلامی حیا به ختمه سي ځکه چې غربیان به دلته اخلاقي فساد ته ډیره لمن ووهي ، امریکاچې په کوم ځای کې اډی جوړي کړې دي نو هلته يې د فحش او اخلاقي فساد د ترويجولولپاره ستراتیجی ته ډیره وده ورکړیده
څلورم - ددې قرارداد سره به همیشه هغه کسان په اقتدار کې پاته کیږي چې امریکایې تعهداتوته پوره ژمن وي چې په دې سره به خامخا د ولس هغه قشر چې داشغال او احتلال په ضد وې او د خپلواک افغانستان غوښتونکې وې محکوم او محروم پاته کیږي چې داعمل په خپل ځان کې د ولس په منځ کې د نفاق اولوی درز سبب کیږي
پنځم: دې قرارداد سره به په هيواد کې دسولي څرک بیخی ورک سي او جنګونه به نور هم زور اخلي ځکه چې د امریکا حضور او دهغوی داشغال دوام دجنګ عمده علت دی تر څو چې علت وي نو معلول به خامخا ورسره وي
شپږم: امریکا سره د اډول قرارداد د دغه سیمې د هیوادونو لپاره د خطر احساس زیږوي که څه هم چې هغوی به پټه خوله وې خو هیڅکله به لاس تر زني لاندې نه کښیني په هرډول چې کیدلای سي د جنګ اور ته به لمن وهي برعکس موږ وسولې ته اړتیا لرو د جنګ څخه ټول ولس ستړی دی اوداسي نور...


د قرارداد ګټه

اول - دداسی قرارداد ګټه به یوازی هغو کسانو ته رسيږي چې د اقتدارپه ورکړه سره و امریکایی تعهداتو ته ژمن وي
دوم -هغه هیوادونه او کسان به ددې قرارداد څخه ډیر مستفید کیږي چې په وینه تویونه او جنګونو کې ګټه ترلاسه کوې
دریم - هغه چاته به ددې قرارداد ګټه رسیږي چې په غدر، خیانت، ظلم او ادارې فساد سره یې ناروا مالونه او پیسې ډیري کړي وي ترڅو چې هغوی د رښتوني قضاوت څخه ځانونه وساتي
څلورم - داچې د ټيټوسترګو راکړه سره د امریکا ډالرلکه اوس چې دي دوام ولري چې بیرته به يي په نوروشيانو یو په څو بدله هم ورکول کيږي زما په نظر چې څه ګټي خولري مګرجانبي عوارض يې ډيرلوی ناوړه اوتاواني دي.

نتیجه

ددغه قرار د تصدیقولو ګټي تر ډیره تر اشخاصو پوري محدودي دي او تاوانونه یې ټولو خلکو ته رسیږي یعني ګټه یې خاصه او ضرر یي عام دی ، خپلواکې د بینه وړي، اسلامی عنعناتو ته سپکاوی کیږي، دهیواد دلوی اکثریت د محکومیت او محرومیت سبب کیږي ، دجنګ دوام او دسولی پروسه خنډمنه کوې ، نود داسي ذليل قرارداد ګټه ترتاوان ډيره لږده. په هر صورت دا قرارداد ظالمانه او غیرعادلانه او د اسلام له نظره مردود دی، ښه به داوې چې د داسي خطرناکه فيصلوڅخه مسلمانان خپل ځانونه وژغوري.
الله پاک مو دې ګران هیواد او مسلمان ولس دظالمانو د ظلمه ، د مداریانو له سازشه، داشرارو له شره ، د دین او وطن ددښمنانو دمکرونو څخه دده د ذات په روی سره راوساتي.
دخپلواک هیواد په هیله
عبدالسلام (ضعیف) دلړم دمیاشتي ۲۷

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.