pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
ټولنيز نکلونه او سيمه ييز ذهنيتونه
     
ډاکټر لمر
: ليکوال

درېيمه برخه
موږ چې په ښوونځي کې لوست او زده کړه کوله، نو کله کله به مو د بېلابېلو موضوعګانو په اړه خبرې کولې، يوه ورځ خبره په غلو او غلې پيل شوه. يو همټولګي مو وويل، چې پلاني خان غله ساتلي دي او بل بيا ويل چې بيستانکي هم غله درلودل. په همدې ډول مو د دغو خانانو په غلو او غلې خبرې کولې، چې يو به يو څه ويل او بل به بل څه ويل، خو په زړه پورې دا وه، چې يو شمېر به د غلو په مېړانه ټينګار کولو او نورو به بيا د غلو بې همتي او سپکتيا ته نغوته کوله!
يو ماشوم ويل، چې د پلاني خان غله په خپله سيمه کې غلا نه کوي، خو خان خپل غله يا لوټماران د هېواد لرې سيمو ته استوي او هلته بيا غلې کوي، چې د هغې سيمې غلو ته خپل ځواک او مهارت وښيي. کله چې د افغانستان بېلابېلو سيمو ته سفر وکړي، نو هر چېرې به لويې خټينې کلا ګانې ووينې، چې په هر کونج کې يې يو لوی منار يا ښه ووايم په لوړ څلي کې یو مورچل جوړ کړی وي، چې هر پلو ته وړې کړکۍ لري، خو په دغه څليو کې هرو مرو د شپې لخوا يو پیره دار ناست وي او په کلا ګڼشمېر خډل سپیان هورې دورې کېږي، خپل او پردي ته غاپي او د کلا په پخسو ګرداګرد تاوېږي او راتاوېږي، چې کلا ته غله وروانوړي.
بل بيا نورې ببولالې ويلې. هغه دا په ګوته کوله، چې د بيستانکي خان د کلا دېوالونه تر څو مترو لوړ، سورور او پنډ هم دي. هر خان په دې پوهېږي، چې بل خان يې هرو مرو کورته د غلې لپاره ورلوېږي، نو په دېوالونو کې يې لوی صندکونه له زرو او پيسو سره ځای پر ځای کړي دي، خو د صندکونو تر چاپېر يې د مالګو ډبرې خښې کړې وي، چې داسې ويل کېږي، چې کله به يو غله ناڅاپي د دېواله مالګه وڅکه، نو بيا به يې له غلې لاس واخيست، ځکه نمک حرامي ورته لوی ننګ ښکارېدو، مګر نن سبا خو به په يو غاب يا غوري درسره شریکه ډوډۍ خوري، خو بيا به هم نمک حرامي درسره کوي! نو ځکه به هغه مهال غلو مخکې له غلې ژمنه وکړه، چې هېڅ به نه څکي او نه به يې خوري، چې بيا له غلې لاس پر سر نه شي، د مالګې ننګ يې سترګو ته ونه درېږي، مګر نن سبا ټولنه په بې ننګي کې ډوبه ده او د  مالګې دغه ننګ هم له ټولنې کوټېدلی دی.
چا به ويل، چې خان صيب خپلو غلو ته عربي آسونه ورکوي او بزکشي ته يې هم هڅوي. بل به ويل، چې پلانی خان خپلو غلو ته ښه کورونه جوړ کړي او ودونه يې هم خپلو غلو ته کړي دي، بس هر چا به د غلو په ښوروا کې خپله مالګه اچوله او د مړۍ ګوله به يې پکې چوکه کوله، چې د غلو کيسې يې بلمنګې پاتې نه شي او ګوله يې سپوره نه شي. يو بل بيا ويل، چې د کلا دېوالونه ډېر لوړ دي، نو پلانی غل تل له ځانه سره د ورېښمو يو پړی او که رسۍ ګرځوي او يايې پر ملا تاووي او د غلي په وخت کې يې د کلا پر دېوالونو بندوي او دی ورباندې خېژي. د يو غله غلا ځکه ډېره په زړه پورې وه، چې وايي لوړې کلا ته به د درګې يا بانګس په مرسته ورختلو او له پشۍ نه به يې هم کرار او ورو ورو ګامونو پورته کول او خزانې ته به ورنيژدې کېدو. دغه غله به  مخکې له غلا نه د کلا خاوند ته خبر هم ورکولو، چې د شپې يې کلا ته وراوړي! دا نو بيا د يو مسلکي غله يو عجيبه چلنج وو! چې وايي غل به يې غلې ته ولېږلو او کوربه ته به يې د غلې ګواښ وکړ!
په افغاني ټولنه کې د غلو په اړه ډېرې کيسې جوړې شوې دي او ډېرې ټوکې هم ويل شوې دي، نو زه به يې يوه ټوکه دلته ېاده کړم. داسې ويل کېږي، چې يوه ورځ د روسيې ولسواک، د امريکا جمهور رئيس او د افغانستان ټولواک په يوه الوتکه کې ناست ول، نو په خبرو کې يې هر يو د هېوادپالنې ټټر وهلو، نو لکه قماربازنو يې سره هوکړه وکړه، چې راځی معلومه يې کړو، چې زموږ نه څوک ډېر هېواد پال دی او د خپلو ټولنو په نبض ښه پوهېږي!
لومړی په يوه سيمه کې د امريکا جمهور رئيس خپل لاس د الوتکې له هندارې وايستو او ويې ويل، چې دغه ځای خو امريکا ده او زما ملک دی، نو د افغانستان ټولواک او د روسيې ولسواک په حيرت کې ورنه وپوښتل، چې څنګه پوه شوې چې دغه ځای امريکا ده، نو د امريکا جمهور ر‎ئيس ورته وويل، چې کله ما لاس له الوتکې وايستو، نو لاس مې د امريکا په آسمان خراشونو ولګېدو، ځکه پوه شوم، چې دغه زما ملک دی.
وروسته له دې د روسيې جمهور رئيس په يوه سيمه کې لاس د الوتکې له کړکۍ وايستو او سمدلاسه يې بيرته په تخرګ ننه ايستلو او ويې ويل، چې دغه زما هېواد دی! نو د افغان ټولواک او د امريکا ولسواک ورنه وپوښتل چې څنګه پوه شوې چې دغه سيمه روسيه ده، نو د روسيې ولسواک ورته وويل، چې کله مې لاس له کړکۍ وايستو، نو ګوتې مې د سايبيريا په يخونو ولګېدې او له يخه نيژدې چودېدلې وې، نوځکه پوه شوم، چې دغه زما هېواد دی. د افغانستان ټولواک په سوچونو کې لاهو وو او د روسيې او امريکا ولسواکانو ورته کتل، چې اوس به افغان ولسواک څه کوي!
په يوه سيمه کې د افغانستان ټولواک هم خپل کيڼ لاس د الوتکې له کړکۍ وايستلو او يوځلي يې ټټر ووهلو، چې دغه سيمه زما هېواد  دی، ګران افغانستان دی! د امريکا او روسيي ولسواکانو يو او بل ته حيران حيران وکتل او له خپل افغان سياله يې وپوښتل، چې تا خپل هېواد په څه ډول وپېژندلو، موږ خو په امريکا کې آسمان خراشونه لرو او روسان په سايبيريا کې کنګلونه لري، نو تاسو په افغانستان کې څه لری، چې داسې ژر دې خپل ملک پيدا کړ!
د افغانستان ټولواک خو ډېر خمتمه ناست وو، نو ورغبرګه يې کړه، چې کله ما لاس  د الوتکې له کړکۍ وايستلو، نو زما په لاس ګړۍ وه، خو چې بيرته مې لاس الوتکې ته راننه ايستلو، نو ګړۍ نه وه، ځکه نو زه پوه شوم، چې دغه سيمه زما ملک دی، ځکه چې زه په خپل ملک کې ۳۰ ميليونه غله ساتم، نو هر څه چې وويني او يا په لاس ورشي هرومرو يې ورسه وړي او وايي، چې «داشته به کار آيد و ګر باشد زهر مار!» خو نن سبا په افغانستان کې داسې غله را پيدا شوي دي، چې ټوله نړۍ يې په کونه کېنولې ده او نړيوال اقتصادي بهران يې رامنځ ته کړی دی، چې ټوله نړۍ افغانانو ته لاس تر زنې او که ګوته په خوله کې پاتې دي!
درنو لوستونکو! په يو شمېر بهرنيو هېوادونو کې له مېشتېدو سره سم مې د ځينو ملکونو ولسيز نکلونه هم واورېدل او هم ولوستل، چې په هغه نکلونو کې د خلکو د ټولنيز ژوند سايکولوژيکي فېنومينون يا پديده له ورايه ښکارېده، نو ما هم يو ځل خپلو بهرنيو سيالو ته په افغانستان کې د پېريانو او درنو جوماتونو او زيارتونو کيسې وکړې، يو شمېر سيالو همځولو هغه مهال راپورې وخندل، چې  د هغوی د هېواد له پولو زموږ پېريان، دېوان او يا هم غښتلي غله نشي وراوښتی، خو هغه مهال په هند او ګڼشمېر نورو ملکونو کې د علي بابا او څلوېښتو غلو کيسه، چې (علی بابا و چهلدوزان) به يې هم ورته ويل، د سينمايي فلم په بڼه جوړه شوې وه، چې خورا په زړه پورې کيسه ده. ما به خپلو سيالو ته وويل، چې د ملا نصرالدين ټوکې خو ليا پخوا له سرحدونو اوښتې وې، مګر زموږ د سيمي علي بابا له څلوېښتو غلو سره هم ستاسو له پولو درواوښت او دا دي افسانې يې ستاسو په هر کور او کلي کې اورېدل کېږي او سندرې يې بلل کېږي.
ما داسې اورېدلي دي، چې د افغانستان په مرکزي سيمو کې د «چهل دوزانو» په نامه يوه ډله هم ډېره نامتو وه او حتی د تېرې پېړۍ په پيل کې يې ليا افغانستان کې کورونو ته وراوښتل، د خلکو کورونه  او مالونه يې لوټول، خو څوک بيا وايي، چې چهل دوزانو به له بډايو او شتمنو مال اخيسته او په بې وزلو او غريبو خلکو به يې وېشه، يانې د انګرېزي «روبېڼ هوډ» پېرې او کانې به يې کولې او له واکمنو سره به يې ډغرې وهلې، نو ما ته هم د افغانستان ولسيزې کيسې په زړه پورې وې او د دغه څو نورو کرښو په تورولو به د چهلدوزانو نکل هم له تاسو سره شريک کړم.
داسې ويل کېږي، چې ډېر پخوا په يو لرې پراته ملک کې دوو وروڼو ژوند کولو، چې مشر ورور يې آدم خان نومېده او کشر يې علي خان چې بيا په علي بابا نامتو شو، خو آدم خان خپل کور او اور درلودلو، له يوې شتمنې مېرمن سره يې واده کړی وو. هغوی په يوه ښايسته ماڼۍ کې ډېر هوسا ژوند درلودلو، مګر علي بابا بې وزلی او ناتوان وو، چې له غرونو او رغونو به يې لرګي، خځلې، ازغي او واښه راټولول او په بازار کې به يې خرڅول او کله به يې د پچو بار پر خره بازار ته وړلو، چې يو دوې مشدۍ پرې وګټي. علي بابا په يوه وړه جونګړه کې، چې له کېږدۍ هم وړه وه له خپلې کورنۍ سره د بازار په چاپېر کې له کلي لرې اوسېده.
علي بابا هره ورځ له خپل خره سره، چې کوټی به يې پسې ؤ غرونو ته خاته او په رغونو او پوښتيو به يې لرګي، ازغي او پچې راټولولې او کله کله به يې پرېشنه هم په نصيب شول، چې بيا به یې د سوځولو د توکيو په توګه په بازار کې پلورل، خو په دغه زيار ګټل شوې پيسې ډېرې کمې وې، چې هوسا ژوند پرې وکړي، نو ځکه هغه او د هغه مېرمنې زبيدې به تل له خپلې ندرور او د مېړه له ورېندارې به يې مرسته غوښتله، خو علي بابا به له هغوی پرته له يو څه پوپنک وهلې وچې ډوډۍ او يا هم له بلې ورځې پاتې شوي باسي کتغه بل څه نه تر لاسه کول او علي بابا به له خپلې مېرمن سره خپل غربت ته لاس تر زنې ناست ول او الله ته به يې د مرستې تمه کوله او په خپل غربت به يې اوښکې تويولې.
د کلي منډيي او مارکېټونه به هره ورځ له خلکو ډک ول، د خلکو د جموجوش ګڼوګوڼه به وه، ټول دوکانونه به پرانيستي ول او سيمه به په شګورونو او تبنګونو ډکه وه، هماغه د خلکو خبره چې د پښو اېښودلو د يو پل ځای به هم نه ؤ! په بازار کې به د کبونو، کبابونو او توردي پلونو بوی ټوله سيمه په سر اخيستې وه، ښځينه مشتريانو به د ټوکرو، ټوټو، سپينو زرو او سرزرو ګاڼو په اړه چنې وهلې او ماشومان به هلته او دلته په لوبو بوخت ول، پېغلو به په مسواک غاښونه سپينول او په ډنډاس به يې شونډې سرې کولې او چا به خپلې ټوکرۍ او بوغڅې په مڼو، انارونو او انځيرونو ډکې کړې وې، خو علي بابا به مړې سترګې کتل او له خولې به يې ځګونه بهېدل.
د آدم خان مېرمن هم تل په بازارونو کې په چړچو بوخته وه، کله به يو دوکان ته ننوتله او کله به بل دوکان ته وختله، چې نوي شيان واخلي، خو علي بابا به تل د شتمنېدو خيالي خوبونه ليدل او د غوړ پلو سوچونه به يې وهل، يانې وطني خيال پلونه به يې وهل، چې د ده مېرمن به هم يوه ورځ وکولی شي، چې ښايسته ګاڼې رانيسي، ښې جامې به واغوندي او په بازار کې به په مکيز او نخرو لاندې باندې کېږي او دی به ورته ګوري! خو علي بابا به تل بېړه کوله، چې خپل راوړي لرګي، ازغي او خسو خاشاک له راوړل شويو پچو، پرېشنو  او تپيو سره ژر تر ژره خرڅ کړي، چې د خپل کور لومړنۍ اړتياوې پوره کړي او خپلې مېرمن ته يو څه پرې واخلي.
علي بابا به په غرونو کې تل پېتو ته پروت وو او مفتو جفت خيال پلونه به يې وهل، نو يوه ورځ په سوچونو کې ډوب وو، چې د سيمې له دښتې ورتېر شو او له پوښتيو وواوښت، په غرونو او رغونو کې په ميزل شو، چې يو وخت ژورو کږلېچو درو ته ورسېد، چې په رغونو کې يو واړه ځنګله ته ورننوت، چې دوو اړخونو ته يې لوړ کمرونه ول، نو له ځانه سره بنګېدو او کله به هسې په ګړبېدو شو، چې له دې ځايه به دومره لرګي ټول کړم، له هغه ځایه به هومره ازغي او ډېر خسو خاشاک ښار ته يوسم او له درې به ډېرې پچې، خوشايه او پرېشنه ټول کړم، چې په خرڅولو به يې زما دغه ستومانه ژوند لږ هوسا شي، له خوشالي يې په سندرو پيل وکړ، چې ناڅاپه يې د خس د ټولولو خيالونه په يوه عجيبه پېښه واوښتل، سترګې يې به داسې پېښې ولګېدلې، چې د منلو وړ نه وه، نو له وېرې يې خپل خر له کوټي سره د یوې ډبرې شاته پټ کړل او دی خپله لوړ وخاته، چې په ځير د دغه پېښې ننداره وکړي.
ګوري چې له ورايه يو شمېر خلک په آسونو او خرونو سپاره راغلل، نو علي بابا هغه ټول يو په بل پسې شمېرل، چې ټول يې پوره څلوېښت تنه ول، نو علي بابا وېرې په سر واخيست، ځکه چې خطرناکه غله ول، دغو خلکو ګوربزونه وهلي ول، لکه وحشيان غوړمبېدل او سترګې يې په وينو سرې وې، نو تا به ويل چې اوس دې نو خوري او که په لاس ورغلې نو سختې پېرې به درباندې وکړي، نو علي بابا له وېرې نور هم ټوغ شو او لکه چيژګی چوملک شو، پښې يې راغونجې شوې او له وېرې يې ورو خپل سر بوڅ کړ، چې د غلو ننداره سمه په ځيرتيا سره وکړي.
د چهل دوزانو د ډلې مشر مخې ته راغی او د غره چولې ته يې ورناره کړه او ويې ويل: «سيم سيم پرانيزه خپل ټټر!»، نو کله چې د غره چولې ته دغه خبره وشوه، نو علي بابا حيران شو او ويې ليدل، چې د غره اړخونه په خوځېدو شول او له يو او بله لرې شول، کله چې د غره کمرونه څنګ ته شول، تا به ويل چې غر وچاودېدلو او د غره چوله سمه پراخه شوه، نو په آسونو سپاره غله، دغه د چهلدوزانو ډله ټوله د غر ګوګل ته ورننوتل، چې وروسته له دې د غره دواړه څنګونه سره نيژدې شول او ونښتل، چې د غره چوله بنده شوه.
علي بابا له وېرې ليا د تيږې تر شا پټ ناست ؤ، چې وروسته له يو څه مودې د غره چوله بيا پرانيستل شوه او د چهل دوزانو دغه وحشتناکه ډله ترې راووتله او په دښتو کې لکه ټول چې په براق سواره ول، نو د سترګو په رپ کې تری تام شول، خو علي بابا ليا له ډاره رېږدېدلو، پښې يې نه سره ورتللې او بې سېکه وې او زړه یې هم پښو ته راټيټ شوی وو، نو له وېرې سومون بوکمون په خپل ځای کېناسته، چې روح او جسم يې آرام شي.    
کله چې د علي بابا زړه ډاډه شو، چې غله نور نو تللي دي، نو خپل خر او کوټي يې د غره لمنې ته وروستل او په رېږدېدلي، خو لوړ غږ يې د غره چولې ته ورغږ کړل: «سيم سيم پرانيزه خپل ټټر!»، نو د غره کمرونه يو پلو او بل پلو ته وخوځېدل او دغره ټټر خلاص شو، نو علي بابا هم په بېړه له خپل خره او کوټي سره د غره منځ ته ورننوت. د غره په منځ کې يې هغه څه وليدل چې په خپلو سترګو يې باور نه کولو، چې دلته څه ويني، علي بابا په خپل ژوند کې دومره لويه خزانه نه وه ليدلې.
په دغه ځای کې هر څه ول له مشديو تر زېوراتو، دغره ټټر په سروزرو، سپينو زرو، ياقوتو، مرجانو، الماسو او لاجوردو ډک وو او ډېر قېمتي ګاڼه خاوره واره پراته ول، نو داسې ښکارېدلو، چې دغه ټول د غلا شويو ګاڼو زېرمه وي، نو علي بابا په بېړه د خپل خره کته وتړله او خورجين يې له مشديو او زېوراتو ډک کړ او په بېړه له دغه ځايه ووت، نو دوې يې خپلې او دوې يې پردۍ کړې! د علی بابا له تښتې سره سم د غره چوله هم سره ورغلله او وتړل شوه.
علي بابا له ماښامه مخکې کور ته ورسېد، خو د علي بابا مېرمن زبيده ورته په تړېدو شوه او له ځانه سره په بوږنېدو شوه: چېرې وې؟  ولې دومره ناوخته کور ته راستون شوې! علي بابا ورته څه ونه ويل، خو د خره خورجين ته يې په سترګو اشاره وکړه او ويې ويل چې دا به مو ژوند جوړ کړي. ښځې يې په خورجين ورترپ کړل، خو علي بابا ورته وويل، چې مه وارخطا کېږه، هر څه به په خپل وخت ووينې. علي بابا له خره خورجين او کته ښکته کړل او زېورات يې خپلې مېرمنې ته وروښودل او ورته يې وويل، چې دا به ښه ساتو او ژوند به مو وروسته له دې هوسا شي، خو لومړی غواړم پوه شم، چې د دغو ګاڼو بيه څومره ده، خو زبېدې وارخطا د خپل لېوره آدم خان کور لوري ته ورمنډه کړه، چې له هغوی نه د سروزرو او ګاڼو د کچې لپاره يو خاورين ګړی راوړي، مګر خبره نه وه چې د آدم خان مېرمنه سمه روې ده او لکه شيشکه به په هرڅه کې آخته وي او لکه پشۍ به يې منګولې سرې وي! نو د آدم خان مېرمن سمدلاسه شکمنه شوه او غوښتل يې پوه شي، چې زبيده د څه لپاره دغه د مېچې ګړی غواړي!
ګړی يې زبيدې ته ورکړ، مګر د ګړي بېخ يې په شاتو ورته وموښه، چې غوړ او سرېښناک شي. کله چې بله ورځ زبيدې ګړی بيرته وروړ، نو د ګړي په بېخ پورې يوه د سروزرو مشدۍ نښتې وه، نو د آدم خان ښځې دغه مشدۍ واخيستله او خپل مېړه ته يې وښودله، چې کله آدم خان دغه د سرو زرو مشدۍ وليدله، نو سمدلاسه په بېړه د خپل ورور کور ته ورغی او په خپل کشر ورور يې پټکې وکړې، چې د ظالم زويه دا ګاڼه او سره زر دې چېرې غلا کړي دي! خو علي بابا خپل مشر ورور ته د پېښې ټول ريښتنی نکل وکړ او ورته يې وويل، چې داوړه به په ګډه زېرمې ته ځو او د غلو ټوله خزانه به کور ته راوړو او له يو او بل سره به يې ويشو! نو آدم خان ورغبرګه کړه، چې سمه ده او هو یې کړه، چې بايد دا کار په ګډه وکړو او ته بايد ټول شيان له ما سره ووېشې، ځکه چې زه ستا مشر ورور يم او ما ستاسره تل مرسته کړې ده، کنه!
آدم خان حرص په سر واخيست، خوب يې تښی وو، نو سبا ته يې سهار وخته، چې ليا سباون هلته آرام وو، په سپېده داغ کې، چې ستوري ليا لوړ ځلېدل، نو آدم خان پټ له خپل وروره له کوره ووت او په بېړه بېړه د زېوراتو د زېرمې په لور روان شو، نو کله چې د غره لمنې ته ورسېد، نو په لسهاوو خره او آسونه يې له ځانه راوستلي ول، تا به ويل، چې سربادی شوی دی، نو له ډېرې خوشالي د غره چولې ته په چغېدا شو! «سيم سيم پرانيزه خپل ټټر!».
د غره چوله سمدلاسه پرانيستل شوه، نو آدم خان هم له خپلو خرونو او آسونو سره د غره ګوګل ته ورننوت او د غره اړخونه بيرته سره ورغلل او د غره چوله بنده شوه، خو آدم خان د سروزرو او ګاڼو په ليدلو په غوړمبېدا شو او بيا لکه خر چې په ايرو کې رغړي، نو آدم خان هم په زېوراتو کې په رغړېدو شو او وروسته له رغړېدو يې خپل خرونه او آسونه يې په زېوراتو داسې بار کړل، چې خوارکي ځناوران بېخي له پښو ولوېدل، خو کله چې د زېرمې د وتلو چولې ته ورنيژدې شو، چې ګوري د غره د چولې خوله بنده ده، نو په ياد يې ورغلل، چې د چولې د پرانيستلو لپاره بايد يو څه ووايي، نو له وېرې يې ناره کړه: «جيم جيم ورپرانيزه!»، خو له بده مرغه ورخلاص نه شو، نو بيا يې وويل: «سين سين وړخ پرانيزه!»، مګر بيا هم ور نه پرانيستل کېږي، مګر د آدم خان اصله خبره، چې «سيم سيم پرانيزه خپل ټټر!» له هيره وتلې وه او د خدای په غضب ککړ شو او له زېوراتو سره د غره په منځ کې بندي پاتې شو.
وروسته له يو څه مودې د چهلدوزانو ډله راورسېدله. خدای وهلی آدم خان هېچېرته د پټېدلو ځای و نه موندلو، همغه خبره، چې بېعقل غل نه په توره شپه بلکې د سپوږمۍ په رڼا کې غلې ته ځي، چې سپوږمۍ لکه لمر په نيمه شپه کې پرې راوخېژي او د سپيو شور مشور شي! نو په آدم خان هم همدغه کانه وشوه. آدم خان له خرو سره د غلو مشر ته په لاس ورغی، نو د غلو مشر د آدم خان غاړه په توره غوڅه کړه، سر يې له تنې ورته بېل کړ، جسد يې په وينو کې ولمباوه او وروسته د ځنګندن له څو ترپکو يې ساه ورکړه، خو دسر سترګې يې د ورور په انتظار خلاصې پاتې شوې.
يوه ورځ وروسته له دغه پېښې د آدم خان مېرمن خپل لېوره ته په زاريو راغله او د خپل مېړه په اړه يې ورنه وپوښتل، چې کېدی شي هغه خبر وي، چې د دې مېړه چېرې تللی او چېرې به وي! کله چې علي بابا د خپلې وريندارې دغه خبرې واورېدلې، نو سمدلاسه پوه شوه، چې لالا يې د زېوراتو د لوټلو لپاره غره ته تللی دی، نو علي بابا هم په خپل خره سپور شو او د غره په لوري روان شو، نو کله چې د زېوراتو زېرمې ته ورننوت، نو د ورور مړي ته هک پک شو، خو کله يې چې سترګې د خپل ورور په پرېکړي سر ولګېدې، نو سترګې يې له اوښکو ډکې شوې. علي بابا هم د خپل ورور مړی په خپل خره واړولو او کورته يې پټ راوړ، کله چې يې مړی کورته راورساولو، نو د شپې يې پټ د خپل ورور وينځې ګلمکو په مرسته يې په نيژدې هديره کې خښ کړ، چې څوک پرې خبر نه شي.
کله چې د چهل دوزانو ډله بيرته زيرمځای ته راغله، نو ګوري چې د آدم خان مړی نشته او کوم چا وړی دی، نو د غلو مشر او نور داړه ماران يې ډېر کرجن شول او د غلو مشر امر وکړ، چې ټول هغه څوک، چې زموږ له رازه خبر شوي دي بايد ووژل شي! د غلو مشر پوهېدو، چې د آدم خان ورور خو علي بابا دی، نو له دې سره سم يې دوه تنه ښار ته ولېږل، چې د دوی دوښمن په نښه کړي، خو دوی و نه توانېدل، چې علي بابا مړ کړي، نو کله چې بيرته د غلو مېشت ځای ته راغلل، نو د غلو د مشر د غداري په تور  دواړه ژوندي په خاورو کې خښ کړل.
بله ورځ  سم ټولو غلو خپلې جامې بدلې کړې او بازار ته ولاړل، چې د خلکو څارنه وکړي. په بازار کې د يو څه د خرڅولو او اخيستلو په پلمه يې ډېر خلک وپوښتل او هر چا ته به يې ويل، چې غواړي يو شتمن سوداګر ومومي، چې ګران بيه شيان پرې خرڅ کړي او ښه بيزنس ورسره وکړي، نو دغه ورځ د علي بابا د ورور کنيزه هم په بازار کې وه، نو ګلمکو واورېدل، چې د بازار خلکو دغو غلو ته د علي بابا نوم او کور بيا ورپه ګوته کړلو، چې د سيمي شتمن سړی همدا علي بابا دی، نو ورشی له علي بابا سره سوداګري وکړی! نو دغه خبرې د علي بابا آشپزې هم ټولې په ځير واورېدلې او وېې ليدل چې د دغه سوداګر سترګې په وينو سرې وې، دوحشت او غچ اخيستنې ډکې وې، نو له ځانه سره يې تېره کړه، چې خدای مه کړه، چې دغه له وحشته ډک خلک زما بادار علي بابا ته زيان و نه رسوي!
د غلو مشر هلته دلته ډېر خلک وپوښتل چې د علي بابا کور وروښيي، خو يو بدمرغي دوبي د علي بابا کور ورته په ګوته کړ او د سقاولمسي ورته چغولي وکړه، نود غلو مشر هم له هغه وپوښتل چې د علي بابا کور وروښيي، نو کله چې يې کور په نښه کړ، نو بيرته خپلو ملګرو ته ورستون شو او د علي بابا په اړه يې مالومات ورکړل او خپل پلان يې ورته وسپاړه. هغه خپلو ملګرو ته ورغبرګه کړه، چې ملګرو، موږ هغه ومونده! زه پوهېږم چې هغه څوک دی! وروسته له يوې ورځې موږ په امن کې يو! نو زما پلان ته غوږ شی!
سبا به موږ له څلوېښتو خرو سره، چې لويې بوچکې به پرې بار وي ښار ته ځو. يوه بوچکه (کندو) به د زيتون له غوړيو ډکه کړو او نورو بوچکو کې به تاسو ځای پر ځای شی، نو زه به علي بابا ته ورشم او پوښتنه به ترې وکړم، چې د شپې لپاره ما ته ځای راکړي، چې خپل خره به بهر په مږويو وتړم او د غوړيو بوچکې به يې په کور کې دننه ځای پر ځای کړم، نو وروسته له دې به تاسو زما په نغوته له بوچکو (کندوانو) راووځی او علي بابا او د هغه ټوله کورنۍ به سټه کړی. چهلدوزانو هم د خپل مشر دغه پلان يو ډېر ښه پلان وګاڼه او غچ اخيستلو ته چمتو شول. وروسته له دغه پلانه، بله شپه د غلو مشر د علي بابا مېلمه شو، چې له هغه سره ګډ ماښامانۍ وخوري، خو د غله مشر خپل خره بهر په مږويو وتړل او په بوچکو کې يې خپل ملګري د علي بابا په کور کې دننه ښکته کړل.
د علي بابا آشپزه د مېلمانه لپاره په ډوډۍ پخولو آخته شوه، چې ګوري د زيتون غوړي يې خلاص شوي دي، نو ميرمن زبيدې ته يې ورناره کړه، چې غوړ خو نشته، نو مېلمانه ته به کتغ څنګه پخوو، خو زبيدې ورناره کړه، چې ځه په سرای کې څو زره ليټره د زيتون غوړي په بوچکو کې دي، نو ورشه له هغه ځايه لږ غوړ راواخله، دغه غوړ زموږ لپاره راوړل شوي دي. کله چې آشپزه کندوانو (بوچکو) ته ورنيژدې شوه، نو له کندوانو يې پس پس واورېدلو، چې موږ راووځو او که څنګه! نو آشپزې خپل غږ ډبل او غور کړ او لکه نارينه غوندې يې د غلو د مشر پېښې وکړې او ورغبرګه يې کړه، چې نه ليا وخت دی! نو د علي بابا آشپزه په ټولو څلوېښتو کندوانو وګرځېده، نو له يوه کندو نه غږ را و نه خوت، نو دا پوه شوه، چې دغه يوازينی کندو له زيتون غوړيو ډک دی، دا نورو ټولو کې خلک ځای پر ځای شوي دي.
آشپزې په بېړه د زيتون غوړي راواخيستل او پخلنځي ته يې یووړل. آشپزې په ډېره اجله د بنګو دانې او خاشخاش نينې کړل، غوړ يې ترې بيل کړل او بيرته د کندوانو ګودام ته ورغلله او په هر کندو کې يې د بنګو او خاشخاش غوړي ورونينول. د خاشخاشو او بنګو د غوړيو نشه دومره پياوړې وه، چې په کندوانو کې پټ شوي ټول غله يې داسې خوبړن کړل، چې له ځايه نشوای ښورېدلی، نو آشپزې هم په خپل وخت سره د سيمې کلانتر ته خبر ورکړ، چې د علي بابا په کور غله ورغلي دي، نو کلانتر هم له خپلو خلکو سره يو ځای له آشپزې سره د علي بابا کور ته  ورغلل او په بنګو او خاشخاشو ټول نېشه شوي غله يې ونيول، خو کله چې د علي بابا مېلمستون ته ورننوتل، نو هلته د غلو مشر خپل غوړ لاسونه څټل، خو علي بابا کلانتر ته ورغبرګه کړه، چې دغه سړی زما مېلمه دی، مګر کلانتر ورته وويل، چې د چهلدوزانو مشر اوس زموږ مېلمه دی. موږ ډېر کلونه د هغه په لټه کې وو، موږ په هغه پسې په آسمانونو کې ګرځېدلو او اوس خدای په ځمکه په لاس راکړ! علي بابا هم له خپلې آشپزې او کنيزې مننه وکړه او ورته يې وويل: تاسو زموږ ژوند وژغورلو، سر له ننه تاسو زما خويندې ياست او وينځه يې خپل زوی ته نکاح کړه!
علي بابا د غلو شمېر نيولی وو، چې پوره څلوېښت تنه ول، نو د بوچکو شمېر ۳۸ وو، خو له ده سره وېره وه، چې دوه نور غله خو ليا پاتې دي، چې څه وخت به پر ده باندې يرغل وکړي. کال پوره شو، خو يوه ورځ زړه نا زړه د خزانې زېرمځای ته له خپلو خرو سره رهي شو، نو غره ته يې وويل چې «سيم سيم ټټر پرانيزه» د غره اړخونه بيرته شول او علي بابا د غره ګوګل ته ننوت او د خرو کتې يې په زېوراتو بار کړې او ګاڼه يې کورته راوړل. علي باب څو ځله دغه کار پټ د شپې وکړ، خو کله چې سم ډاډه شو، چې نور نو ټول غله وژل شوي دي، نو خپل زوی ته يې د خزانې راز پرانيست او د غره راز يې ورته وښود، چې بیا نو د علي بابا له کړوسيو تر پرديو له دغه زېرمځايه ګاڼې ښار ته وړې او خرڅولې يې او خپل هوسا ژوند او چړچې يې پرې کولې.
پايله
د علي بابا له کيسې هم داسې ښکاري، چې يو بې وزله سړی بايد د معجزې په تمه وي، چې کله به په يوه داسې خزانې پېښ شي، چې د غلي امکانات ورته پيدا شي او ځان بډای کړي او د ورور ذهنيت يې بيا دې ته ښودنه کوي، چې يو ورور بل ورور ته په چل کې وي، ځکه نو له ورروه پټ د خزانې لوټلو ته ولاړ شي، خو د خپلې غداري جزا ليا د پټې خزانې په منځ کې ويني، خو غله نيول کېږي، مګر د غريب علي بابا ژوند جوړېږي! زموږ او تاسې متل دی، چې زور ته پوله نشته ده، مګر که په چل ول بډای شوې، نو هم به حاجي شي، هم به مقتدي شي، بيا پخپله به مفتي شي، نو هم به خان وې او هم سردار! بس عجيبه ژوند دی او عجيبه يې هم قضاوتونه!
نن سبا په افغانستان کې هم ډېر خلک له هېڅه ميليونران شول. يو څوک عادي کارګر وو يا عادي معلم، خو نن سبا يې د بنګلو شمېر چاته نه دی معلوم او شتمني يې نه شي حسابېدلی. په وروستيو دېرشو کلونو کې په روسي روبلونو او امريکايي ډالرو هغه نخرې په هېواد کې وشوې، چې يو شمېر خلک بډايان شول او نور بيا ګدايان! په ټولنه کې ټولنيز عدالت هم په شتمنيو تلل کېږي، نور نو د علم، پوهې او انسانيت ارزښت نشته، بس سپک دی، چې هر څه پخپله تله کې تلي او نورو باندې يې پلوري!
په درنښت

 


The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.