pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
دانوم چاورته غوره کړ؟
     
حبيب الله غمخور
: ليکنه

څه کفر کېده که دابنددشکردرې داوبواوبرېښنادبند په نوم نومول سوی واي!!!

تيره ورڅ مي پسله ډيري مودې يوخوشحالی خبر په حيرانونکي نوم ولوست .
په خبرکښي راغلي د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د شاه اوعروس داوبو اوبرښنا بنددجوړولوکار د پټۍ په پرې کولو سره پیل کړ.
حيران پاته سوم چي دې خلکو بل نوم نسوپيداکولاي چي دانوم ئي ورته غوره کړئ ،نن مې په مالمو کښي ديوشمير وطنوالونه هم واوريدل چې پردې نامه ئې تبصرې کولې او ويل ئي دادرشخند نوم ئي دکومه کړ؟
د انرژۍ اواوبو وزیر تورن اسماعیل خان دغه پروژه د هېوادپه کچه یوه له مهمو پروژوڅخه ګڼي اووایي چې دشکردرې ولسوالۍ د شاه او عروس داوبو اوبرښنا دبندجوړولوچارې به د ایران د اسلامي جمهوریت د یوې معتبرې کمپنۍ لخوا د اته څلویښت میلیون ډالروپه لګښت ددرې نیموکلونو په موده کې ترسره کيږي .
که رښتيا ووايوموږ افغانان دهغه زهرجنې پاليسۍ له مخې چي ايراني اخوندان ئي دافغان ولس دښېرازی په وړاندي لري نه غواړوچي ايران زموږ په هيوادکښي داقتصادي پروژودجوړولوپه پلمه خپلې کرغېړنې سياسي لومی وغځوی اود افغان ولس په منځ کښي دبې اتفاقيواويودبل پرخلاف راپارونې زمينه ورته برابره سي.
دافغانستان په اړوند دايرانی چارواکودښمنانه دريځ پدې څولسيزوکښي افغان ولس ته لمر غوندي روښانه دی ؛ دبېلگې په توگه هر وخت چې ئي غوښتی په ډيره بې عزتۍ سره ئي افغان کډوال دسياسي فشاردوسيلې په توگه په ډيره بې رحمانه او وحشيانه بڼه ايستلی،هرافغان په سترگوکښي دايراني اخوندانو لخوادمخدره موادوترنامه لاندي دبېگناه افغان زلمو يوپه بل پسې په دارځړول، دهغوي دمړو جسدونوته په ډيره سپکه سترگه کتل ،دترانسپوری کاروانودرول اوداسي نورئې نه هېرېدونکي بېلگې دي .
موږ ته دتورن اسماعيل خان اوايران اخوندانوتر منځ کلکې اوتاريخي اړېکې معلومې دي اوپدې هم پوهيږوچي په هيڅ ډول دايرانی اخوندانوترگټو نه تېرېږي ،ځکه خپله راتلونکې ددوي سره په دوستۍ کښي وينی .
تورن اسماعيل داد شاه اوعروس په شرمېدلې نامه چي داراني اخوندان لخواټکل سوی اوددې نوم ترشادسپکاوی کوم څه پراته دي د اوبو او برښنا بند د هېواد له پنځوسترو بندونوڅخه یو مهم بند وباله .نوکه داپه رښتيا داسي ستربندوي څه کفرکېده که دابنددشکردرې داوبواوبرېښنادبند په نوم نومول سوی واي ؟؟؟
سوال دادی ايا بل کوم نوم نه وو چي دايران ډول ئي دلته وږغاوه ،دشرم اوحيرانوونکې خبره ده چي په افغانستان کښي دشاه اوعروس په نوم کوم برېښنا بند پرانستل کيږي .
دپخوانی مامول سره سم کېداي سول دابند هم دهمدې سيمې په نوم يادسوی واي لکه دکجکی بند، دنغلو بند، ددهلې بند،دسرده بند اوداسي نورچي هريودهمدې سيمي په نوم يادسوی .
موږته نه معلومېږې چي ايرانيانوپدې نوم اېښودلوکښي بياکوم لعنتي هدف پروت دی؟دلته دوي شاه چاته اوعروس چاته وايي،اودغه نوم اېښودنه څنگه تعبيروي ؟ ځکه لکه چې دليکنې په پيل کښي مي ورته اشاره وکړه موږ((شيدوسوی يو اوس مستې پوه کوو)) دايران پردوستۍ موږ هيڅ باورنلرو،ترڅودوي ئې په عمل کښي ثابته نکړي چي ترخپلو پخوانيو کړنوتير ،پرهغو پښېمانه او اوس زموږ سره په رښتيا دوستی غواړی .زه دانه وايم چي دنړۍ وال معمول سره سم چي هر څوک پرې پوهيږې ايران دي په افغانستان اودافغانستان په اړوندپه سيمه کښي ترخپلو گټو تيرسی،خوزه داوايم چي زموږدولس ملي گټواوددوي نړيوالوحقوقواوانسانی کرامت ته دې هم په درنه سترگه وگوري .
زه نه پوهېږم چي دکرزی صاحب مشاورين ولي،کرزی صاحب ته دامشوره نده ورکړې چي ددې نوم پرځاي يومنلۍ نوم کښېږدي اوپدې هکله دتورن اسماعيل نه پوښتنه ونکړه چي ددې نوم ارزښت په څه کښي دئ ؟ځکه زموږ لپاره دانوم بېگانه اوهغه ته دملي غرورله هينداري دشک په سترگه گورو.
که چيرې پدې نوم ايښودلوکي دتبروک خبره مطرح وي نوبايد دغه برېښنا بنددامام ابوحنيفه رحمت الله عليه په نوم نومول سوی واي دابه بې ځايه خبره نه واي .پدې ډول به موداملي غرويوځل بياراڅرگندسوی واي، چې امام ابوحنيفه رحمت الله دافغانستان اوددې بند په شاوخواسيمو کښي زېږېدلي اولوي سوی دي.خوددې سره په يقن ايرانی اخوندان علاقه نلري ځکه خودسونی مذهبو لپاره په ايران کښي مذهبي مناسکو اجرا له بې ساري ستونزوسره مخامخ دي .
پدې باوری يم که ددې پروژې قراردادله بل کوم اروپايي هيوادسره سوی واي چي علمی اوتخنيکی امکانات ئې ترايران ډير غښتلي دي هغوي به پردې بند دانوم نه واي ايښئ.
ښه به داوي چي دهلمنداوکنړ پر رودونوهم تردې لاپخوادبرېښنابندونود جوړولولپاره دنړېوالونه په کلکه غوښتنه سوې واي ؛ددې رودوله سرشاره امکاناتونه چي کال ۱۲ مياشتي ډيري اوبه لري استفاده سوې واي .خوموږ افغانان پدې ډاډه يوچي ددې وزيراوددې چارواکوپه گډون دولت به هيڅکله ددې سره علاقه ونلري چي ايراني اخوندان اوپاکستاني جنرالان خوابدي کړي . البته داخبره پدې معنا نده چي موږ دشکردرې له بند جوړولوسره مخالفت لرو ،چې له دې خبری بيادايران نوکران بله خبره لکه دعلوموداکاډأمۍ ډرامه ترېنه جوړه نکړي .موږ دافغانستان په هرسيمه کښي په افغاني نوم دهرې پروژې دجوړېدوسره مينه لرواوله نړيوالي ټولنې غواړوکه تاسو په رښتيا غواړۍ افغان ولس دايران او پاکستان له اقتصادي ،سياسي اوکلتوری تيريونه نجات ومومي نو په افغانستان کي چي دکرهڼې ،مالداری ،سوداگرۍ اوصنعت په برخوکښي پراخ امکانات لري گټوره پانگه اچونه وکړئ ،چي پايله ئي موږ دولس اوستاسودهيوادونو سرمايدارانو لپاره گټوره تمامه شې .ترڅوچې افغانستان له اقتصادي اوعلمی پلوه پر مختگ ونکړي ترهغوبه دهمدې ظالمو گاونډيانوتر ظلم اوستم لاندي دستونزوسره لاس اوگرېوان وي .
دادشاه اوعروس نومونه به ايراني اخوندانو ته پرېږدو،ترڅودوي دانساني ارادې،دبيان اوعقيدې د ازادی دښځو اوکه رښتيا ووايودشاه اوعروس ارادې اونظر رښتياني مفهوم ته په درناوی پوه اوعملآ دايران غيرتی ولس ته رښتيانۍ ازادی اودموکراسی ورکړي . زموږ په هيوادکښي ددوي له تورولاسوهنوسره،سرۀ دافغان روڼ اندودمقاومت په پايله کښي ترايران دموکراسي اوبشری عدالت ته تريوه بريده درناوی کېږي،هيله منديوچي ايراني اخوندان خپلوهيوادوالوته انساني ازادي،دنظراوعقيدې دبيان حق ورکړي اوهلته پر يوشمير پروژوداسی نومونه کښېږدي کوم چې دايراني اخوندانويوازنۍ هژمونستی گټې پکښي نغښتې نه وي .
افغانان نړيوالوهيوادونومشرتابه نه غواړي چې ايرانی اخوندان چي په بنسټپالۍ اوله دموکراسی سره په دښمنۍ کښي نړيوال شهرت لري په نړيوالوغونډو اوکنفرانسونوکښي بلنه ورنکړه شي .دوي نه يوازي داټمي وسلې ددتوليددليوالتيا په خاطر بلکي انساني کرامت اوبشري حقوق ترپښولاندي کولو،رښتيانئ دموکراسي اوټولنيز عدالت سره دمخالفت په خاطر بايد له نړيوالو کنفرانسونواوغونډونه محروم شي .
دې پوښتنې ته چې نړیواله ټولنه ولې له افغانستان سره د اوبو او برښنا د بندونو دجوړولو په برخه کې مرسته نه کوي؟دحامدکرزی دا ځواب چې، نړیواله ټولنه د افغانستان لپاره اوږدمهالې پرمختیایي طرحې نه لري. د بندونو جوړول زموږ خپل کار دی چې باید ترسره یې کړو، بودجه ورته پیدا کړو،په خپله یې طرحه جوړه اوتطبیق کړو.،خلکوته دقناعت وړنه دې اوسوال کوی ،چتچې تاسودابودجه له کومه کوئ ،خوهمدا اوس مودمرکزی باند رئيس وايي له ۲۰۱۴ کال وروسته موږ هر کال ۷ ميليارډه ډالروته اړتيالرواودسوداگری وزيرمو اوس وارخطادی وايي چي په داسي حال کې چې افغان حکومت د توکیو کنفرانس ته چمتووالی نیسي، لږ تر لږه د یوې لسیزي لپاره به افغانستان د تیر په څير اقتصادي وده و نه لري او ښایي دغه کچه د هرکال په تیریدو راټیټه شي.
نوپداسي حالت کښي چي له حقيقت سره نږدې اوداسي ښکاري چي پريوه دروازه به بهرنيان ،پربله سرمايداراوپر دريمه ترهرچاوړاندي دولتي چارواکي روان وي ،څنگه کېداي سي داومنو چي تاسو ورته بودجه پيدا کوی ؟پداسي چل کښي چي پدې يولس کاله چي بې حسابه پيسي له بهرنه راروانې وې تاسو دهيواداقتصادي بنسټيزپرمختگ اوپروژوته پيسې پيدا نکړې اوس چي دهرې ورځې په تېرېدوسره دډار اوبې اعتمادی فضاحاکمېږي تاسوبه دابودجه له کومه کړۍ ؟
داسي نه ده که تاسو او ستاسو دولتی چارواکودهيواد له آبادی اوافغان ولس له سوکاله ژوند سره رښتيانۍ علاقه درلوداي ،هرومروبه مو نړېوال دېته هڅولی واي چي دداسي پروژوپه جولوړولوکښي له افغانستان سره مرسته کړې واي اودلته يې داسي پانگه اچونه کړې واي چي له يوې خوادبېکاری کمبله ټوله سوې واي اودبلې خواافغانستان داقتصادي پرمختگ په لور يوگام پورته کړئ واي .داځکه ونشوه چي په ميليارډوډالر دهمدې دولتي چارواکواوددوي دخپلوانو جيبوته ولوېدلې ،ځکه خودولتي چارواکو،تنظيم سالارواو جنگسالارووخت غنيمت وباله اوپه بهرکښې ئي دځان لپاره بنگلې جوړي کړې اوسوداگری ئې روانې دي ،دالمرغوندي روښانه ده چي زموږ دولتی چارواکونه ملت هيراوتل ئي دځان اوخپل چاپېريال غم خوړلۍ اودهغوي په نوم ئي دنړيوالوپيسودچور اوچپاسول زمينه برابره کړې ده.
اوددې هېوادپه همدغولوړوغرونواوشنو دښتو کي پراته افغانان په دې محکوم شوی چې داخلک په عزت، آرامۍ اونیکمرغۍکې ژوند ونکړي .
ليکنه پدې ټکورانغاړم چي موږ په افغانستان کښي پر هرډول پروژوباندي دداسي نومونوله اېښدولوسره علاقه لروپه کوموکښي چي دافغانانوگټې اوملي غروته دسپکاوی ډار نغښتۍ وي .ومن الله التوفيق

حبيب الله غمخور

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.