pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د کندهار هوایی ډګر د ربانی په نوم نومول سیاسی خطا ده  
     
احمدالله رحمانی
لیکوال

په زياته خواشینی سره می  په لروبر او خبریال ویبپاڼو کښی داخبر تر سترګو شو چه ګواکی د کندهار هوایی ډګرد برهان الدین ربانی په نوم نومول کیږی . د برهان الدین ربانی زوی صلاح الدین ربانی رسنیو ته ویلی دی چی د افغانستان ولسمشر حمید کرزی د هغه سره ژمنه کړیده چی د لوی کندهار هوايی ډګربه د برهان الدین ربانی په نوم ونومول شی .  سوال په دی ځای کی نه دی چی ولسمشر داسی ناوړه کړنه کوی ، سوال پدی ځای کی دی چی کرزی صاحب ولی دا کار کوی ؟ د کندهار په هر تاریخی یا مشهورو ځایونو کښی د کندهار هر وګړی چی هلته زیږیدلی او لوی شوی دی ، حق لری . د کندهار هوایی ډګر په بین المللی سطحه باندی د کندهار په نوم یادیږی . په بهرنی هیوادونو کښی چی یو څوک وغواړی کندهار ته الوتنه وکړی او هر هوایی شرکت ته دتکټ لپاره مراجعه وکړی ، هلته د کندهار هوایی ډګر د کندهار په نوم ثبت دی . همدا شان هم  د نړی په هر هوایی ډګر کی . له بلی خوا موږ د ولسمشر نه دا سوال کوو چی ایا هغه په رشتیا هم د ربا نی دزوی سره داسی ژمنه کړیده ؟ او که صلاح الدین ربانی د خپل پلارپه شان په خپلو خبرو د کندهار پښتانه وحمید کرزی ته بد نظری کوی ؟ د تیرو لسو کلونو په بهیر کی مو په وار وار اوریدلی او لیدلی دی چی د شمال سمت پرسته ، قوم پرسته او ژبه پرسته اشخاصو تل زیار ایستلی دی چی د پښتنو په مابین کی درز پیدا کړی ، تر څو هغوی ته د افغانستان د تجزیی بهانه ثقه شی .
څو موده مخکی چی په مزارشریف کی يو واټ د ایرانیانو په نامه و نومول شو، له هری خوا نیوکی ورباندی وشوی او هغه کسانو چی دا پریکړه یی کړیوه ، د وطن پلورونکو لقب یووړ . اوس که د کندهار هوایی ډګر د یو داسی کس په نامه شی چی هغه د کره ثبوتونو له مخی د افغانستان لپاره خیانتونه کړی دی ، نو دکندهار خلک به و هغه کس ته چی داسی پریکړه کوی ، څه نوم ورکړی . د افغانستان ولسمشر باید پوه شی چی له یوی خوا هغه په داسی کړنه کندهار پلوری او له بلی خوا د کندهاریانو په نظر کی چی د ولسمشر حمید کرزی لپاره کوم قدراوعزتمندی موجوده ده ، له منځه وړی او خپل ټول قوم په دی ګام کښته راولی .زما په اند خو که کرزی صاحب داسی کړنه په نظر کی ولری ، شاید په دی خاطر چی د افغانستان وګړو ته ښکاره کړی چی دی ژبنی توپیرونه نه خوښوی پدی مانا چی حتی حاضر دی ، خپل پلرنی وطن هم قربان کړی . دا ښه فکر دی اما  »بازی بازی ، نه به ریش بابا بازی« . هری ژمنی چی له هغوی سره کوی منل کیږی اما نه داسی ژمنی چی په هغه دکندهار اولس خوږ شی .
محترم کرزی صاحب چی نن ورځ د ولسمشری پر چوکی ناست دی ، د قانون له مخی مکلف دی د ټول افغانستان او افغانانو د سوکالی ، ارامی او سولی لپاره کار وکی . خو که نن سبا د کندهار هوایی ډګر و برهان الدین ربانی ته ور بخښی ، نو دا کار خو د کندهار د وګړو د سوکالی او سولی لپاره ندی ،بلکه د هغوی د احساساتو را پارول دی او هغوی د تاجکو په مقابل کی جنګ ته چمتو کول دی . دا ځکه چی داسی پریګړه به بیله ناندریو پاتی نه شی او دکندهار هر وګړی په تر خپلی اخیرنی سلګی پوری ددی شوم پلان مخ ونیسی . له بلی خوا باید وویل شی چی داسی یوه پریکړه خو د ولسمشر یواځنی حق نه دی او نه دکندهار تاریخی هوایی ډګر یوه جوړه بوټونه دی چی کرزی صاحب یی په خپله خوښه وهر چاته بخښلای شی .
پیاد مودی چی د کمونستی رژیم په دوره کی د جلال اباد ښار د داود تړون په نامه و نومول شو او ډیر لږ موده د »تړون ښار« په نامه یادیده. خو کوم وخت چی کمونستی رژیم ړنګ شو ، په لمړی ګام کی داسی له سنجش نه وتلی نومونه هم له منځه ولاړه . د شوروی د واکداری په دوره کی د پیترسبورګ ښار د لینینګراد په نامه نومول شوی وو. تر ۷۰ کلونوکمونستی رژیم وروسته چی د شوری نظام ړنګ شو ، د لینینګراد نوم هم بیرته لیری شو. په شرقی المان کی همدا شان وروسته تر ۵۰ کلونو دشرقی المان د کمونستانو نومونه له منځه ولاړه او د ښارونو پخوانی تاریخی نومونه بیرته رامنځ ته شوه . د کندهارهوایی ډګر به ۵۰ کاله د برهان الدین په نامه نه بلکه شایه یوه اونی ته لاهم ونه رسیږی .
د کندهار اوسیدونکی په دی یقین لری چی که د کندهار هوایی ډګرحتی د یوی ورځی لپاره هم د برهان الدین ربانی په نوم ونومول شی ، په تاریخ کی به د محترم کرزی صاحب نوم د تل دپاره د کندهار پلورونکی په نوم پاتی شی . کرزی صاحب باید فکر وکړی چی ایا ته کولای شی د مزارشریف د هوایی ډګر نوم د  علامه عبدالشکور رشاد ، او یا علامه عبدالحی حبیبی په نوم ونوموی؟ زه فکر نه کوم چی په شمال کی څوک د کرزی صاحب داسی پریکړه ومنی . پداسی حال کی چی دا دواړه شخصیتونه په افغانستان او نړی کی په علم  منل شوی کسان دی او د وطن په خدمت کی یی عمر تیر کړی دی . محترم برهان الدین ربانی خو ددی کسانو پر خلاف له کال ۱۹۹۲ نه تر کال ۱۹۹۶ پوری د کره ثبوتونو له مخی په لکونو وطنوال د شوروی د وسلو په زور وژلی دی . کرزی صاحب باید پوه وی چی د کندهار وګړی دده په هره ناخواله کی دده پر اړخ ولاړدی او کرزی صاحب ته زیات قدر قایل دی . نو د کندهار دخلکو داسی احساساتو ته په یوه بی فکره پریکړه سپکاوی کول اوهغوی د خپل قوم په مقابل کی راوپارول درست عمل نه دی . هغه متل دی چی وايی » چینی چی مات شی بیاهغسی نه پتری کیږی« . د کرزی صاحب نه موږ هیله لرو چی د چینی د ماتیدو مخ ونیسی او دداسی کار نه ډډه وکړی چی په هغه د خلکو احساسات را پارول کيږی اود ټولو پوپلزو قدر په راکښته کيږی . سبا ورځ به نه ته یی اونه به دی د ولسمشری وی ، خو نوم به دی دتل لپاره د افغانستان په تاریخ کی بد پاته شی .

احمدالله رحمانی - المان


The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.