pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
هېواد ته خدمت
     
ژباړه: ډاکټر لمر
ليکنه: نازک مزاج

درنو هېوادوالو! زما د ليکنو ژباړه نه خوښېږي، زياتره هڅه کوم، چې د يوې پېښې په اړه څه ولولم او بيا يوه تحليلي ليکنه پرې وکړم، مګر نن مې يو طنز ناڅاپي په يوه برېښناپاڼه کې په پاړسي ولوست، نو هوډ مې وکړ، چې تاسو ته يې په پښتو واړوم. ما دغه طنز په آريايي نومې برېښنا پاڼه کې وليد، نو ډېر په زړه پورې راته ښکاره شو، نو سم د لاسه مې يې په ژباړه لاس پورې کړ، چې په ځينو برخو کې ژباړه له اصلي ټکسته لږ توپير لري، چې د ليکنې له ليکواله ښاغلي نازک مزاج نه، په دې اړه مخکې له مخکې بښنه غواړم، پرته له دغه تشبسه د ليکنې ژباړه بې خونده کېدله، نو ځکه ما دغه توپير پکې راوست. د دغه طنزيه ليکنې ګټه به دې کې ده، چې يو لوستونکي ته د تحليلي طنز او احصيايوي طنز ښکلاوې ښيي، نو د ځينو خلکو خبره په ټوکه يا طنز کې هم کله کله يوه زره ريښتيا نغښتي وي او يا د ټولنيزو ناخوالو د بڅرکي ځلا او يا د بڅرکيو پړکا پکې راڅرګندېږي، نو تاسو د دغه ښکلي طنز د پښتو ژباړې لوستلو ته رابولم.
تر هغه ځايه چې آورېدل کېږي، نو د هېواد ټول نفوس ماشاالله تر ۲۹ ميليونو وګړو آوړي، ځکه نو غواړم، چې تاسو ته د هغو کسانو، چې له دغه لوی نفوسه يې د خپل ګران هېواد لپاره د زړه له کومې خدمت کړی وي، په څېړنيزه بڼه معلومات درکړم.
څنګه چې مخکې ياده شوه، د هېواد نفوس له ۲۹ ميليونو اوښتی دئ، چې له دغه نفوسه تر لس ميليونه او پنځسوه زره (۱۰۵۰۰۰۰۰) يې ماشومان او هغه تنکي ځوانان دي، چې عمر يې له ۱۸ کلونو کم دئ، چې دغه شمېره وګړي په هغو کسانو کې شمېرل کېږي، چې د هېواد خدمت ته نه دي جوګه، نو څه چې پاتې کېږي هغه آتلس نيم ميلیونه (۱۸۵۰۰۰۰۰۰) دي، چې له هغوی څخه لږ تر لږه ۴ ميليونه تنه يې په وزګاري کې تېروي او څه چې پاتې کېږي، نو هغه څوارلس نيم ميليونه (۱۴۵۰۰۰۰۰) خلک دي، چې له هغوی څخه ۲ ميليونه په ايران او دونيم ميليونه په پاکستان کې مهاجر دي او د افغانستان د دولت په اړه بدې ردې وايي، ځکه چې د دولت نوم خو هسې هم د «دو» او «لت» له مرکبې وراشې ناڅاپي نه دئ اېښودل شوی.
له پاتې لسو ميليونو وګړو، دوه ميليونه شهيدان شوي دي، چې پاتې يې ۸ ميليونه دي او له هغوی نه پنځه سوه زره د نړۍ په بېلابېلو ملکونو کې تيتو پرک دي، چې له لسو ميليونو څخه يوازې اوه نيم ميليونه (۷۵۰۰۰۰۰) نفره پاتې کېږي، چې له هغوی هم دوه ميليونه او پنځه سوه او پنځوس زره (۲۵۵۰۰۰۰) تنه متقائيدين، سپين سرې، سيپين ږيري او له پښو لوېدلي خلک دي او ۴۵۰ زره تنه ړانده او کاڼه دي او يا دروېزه کوي، نو څه چې له ټول نفوسه پاتې کېږي هغه نو څلورنيم ميليونه خلک دي.
له دغو څلور نيم ميليونو وګړو لږ تر لږه يو ميليونو اوسوه زره (۱۷۰۰۰۰۰) يې مولويان، ملايان، آيت الله خېل، حجت الاسلام او حجت المسلمين تشکيلوي او يو ميليونو دوسوه څلوېښت زره (۱۲۴۰۰۰۰) يې سندرغاړي، تبله چي، چنګ غږونکی، ربابي او يو يا دوه کوڅه ډب بدماشان دي. له خواشيني سره بايد په ګوته شي، چې د ډمانو او ډولکچيانو په اړه کومه احصائيه نه شته ده.
له پاتو يو ميليونو پنځه سوه او پنځوسو زرو (۱۵۵۰۰۰۰) تنو نه تر دوه سوه زرو تنه (۲۰۰۰۰۰) د جنګ معلولين دي، چې له پاتو يو ميليونو درېسوه او پنځوسو زرو (۱۳۰۰۰۰۰) نفره د پنځه سوه زرو (۵۰۰۰۰۰) نه ډېر د اردو، پوليسو او ملي امنيت چاکران دي، چې وروسته له دې د هېواد له ټول نفوسه آته سوه او پنځوس زره (۸۵۰۰۰۰) وګړي پاتې کېږي.
له دغو آته سوه او پنځوسو زرو وګړو نه تر درېسوه او پنځوسو زرو (۳۵۰۰۰۰) پورې د ننني دولت په مخالفت کې وسلوال ځواکونه جوړ کړي دي او ورسره جنګېږي، نو له نيم ميليونه پاتې وګړو تر دوه سوه زرو (۲۰۰۰۰۰) يې جاسوسان او د بهرنيو ملکونو او ګاونډيو ګومارل شوي اجنټان دي او په نننۍ جګړه کې تر يو لک (۱۰۰۰۰۰) نفره په هېواد کې سرسام او سرګردان دي، نو له ټول نفوسه صرف دوه لکه (۲۰۰۰۰۰) تنه پاتې کېږي.
خو له پاتو دوسو زرو (۲۰۰۰۰۰) نه (۶۵۰۰۰) نفره محصلين دي او (۳۵۰۰۰) تنه يې سياسي بنديان، جنايي محبوسين، کيسه بران، خس دوزان او داسې نور تشکيلوي، نو هغه څه چې له ټول نفوسه پاتې کېږي يوازې يو لک (۱۰۰۰۰۰) تنه دي، چې له هغې نه (۹۰۹۴۰) نفره پوډريان او په نشيي توکو روږدي دي، خو په زړه پورې دا ده، چې د اسلامي افغانستان پوډريان د ايران د اسلامي جمهوريته خپل ټاټوبي ته په زور را ستانه شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې ۳۰۰۰ ناروغان په کوما (بې سده) حالت کې دي او يو شمېر يې د مړيني په کرښه دي يعنې د سا ايستنې په حالت کې دي، نو اوس ټول ټال ۶۰۶۰ نفره پاتې شول، چې له هغوی نه ۲۹۰۰ په اپوزېسيون پورې اړه لري او پرته له وسلې د کابل په کوڅو کې ديدوګري يا بدماشي کوي، چې بيا کله په دولتي ادارو کې وګومارل شي، نو سمدستي په متحدينو واوړي.
له پاتې ۳۱۶۰ تنو څخه تر ۱۰۰۰ پورې د سياسي احزابو رهبران، مشاورين او مستشارئين دي، نو څه چې هلته او دلته پاتې کېږي ۲۱۶۰ تنه دي، چې له هغوی څخه له ۱۰۰۰ ډېر يې آسترليا او نورو ملکونو ته د هجرت په مهال د سيندونو په اوبو کې ډوب شوي دي، چې د کبانو خوراک شول او ۵۵ تنه نور د تېر ژمي د يخني له کبله په بې کوري کې مړه شوي دي، چې ګڼشمېر يې ماشومان ول او همدا ډول ۲۰ تنه هغه وګړي دي، چې د يو ليوني امريکايي عسکر لخوا په کندهار کې وژل شوي دي.
له ۱۰۸۵ تنو څخه ۶۰ تنه قاضيان دي، چې په وروستۍ موده کې د بډو اخيستلو په تور بنديخانې ته لېږدول شوي دي او له پاتو ۱۰۲۵ تنو نه ۱۰۰۰ تنه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د محکمو مخېته ناست قسم خواره دي، چې څو ورځې مخکې له قاضيانو سره يو ځای نيول شوي دي، چې اوسمهال په زندانونو کې بلاتکليفي کې ورځې شپې تېروي.
بس نو د هېواد له ټول نفوسه ۲۵ تنه پاتې شول، چې له هغوی نه ۹ نفره وزيران دي، چې وروسته له دوو کلونو جګرخوني يې د ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړې ده او ۷ تنه هم په هلمند کې د يوې کورنۍ غړي دي، چې د ړندو بمبارۍ په ترڅ کې يې د چاودنې له امله خپل خواږه ژوندونه له لاسه ورکړي دي، نو له ۹ تنو پاتو نه ۷ تنه د آريانا تلويزيون وياندويان دي، چې په نامعلوم دليل يې له خپلې دندې لاس اخيستی او استعفا يې کړې ده.
ښه! اوس نو څه چې له ټول نفوسه په هېواد کې پاتې دي، هغه نو دوه تنه دي، چې يو يې زه يم چې ليکنې کوم او بل ته يې چې زما ليکنې لولې. زما خو پر سر سخت درد شو، نو ځکه بايد ډاکټر ته ورشم، نو د هېواد د خدمت جوګه نه يم، نو پاتې ته شوې او هېواد! خو ښه به دا وي، مخکې له دې چې زه ډاکټر ته ورشم، نو ستا سره هم يوه حسابي وکړم، چې وپوهېږم، چې تاسو د خپل خواږه عمر څومره موده د هېواد چوپړ ته وقف کړې ده!
داسې به ګومان وکړو، چې تاسو عالي جناب ۵۵ کلن ياست. په پيل کې بايد عرض وکړم، چې ستاسو نيم عمر يعنې ۲۷،۵ کاله په خوبونو تېر شوی دئ، نو پاتې شول نور ۲۷،۵ کلونه. ما ته دا مهمه نه ده، چې تاسو نيمايي عمر په خوب تېر کړی، مګر دا غوره ده، چې تاسو ۲۷،۵ کلونه وېده ياست.
له څېړنو داسې ښکاري، چې تاسو به هم لکه ټولو غوندې په ۷ کلنۍ ښوونځي ته تللي واست، نو که له ۲۷،۵ کلونو نه ۷ کم کړو، نو پاتې کېږي ۲۰،۵ (شل نيم) کلونه. تاسو هرومرو لايق هم واست او انشا الله چې وئ به هم، نو د ښوونځي ۱۲ کلونه به هم ستاسو له عمره کم کړو، نو پاتې شول ۸،۵ (آته نيم) کلونه.
تاسو هغه مهال د خپل هېواد لپاره يو خدمتګار کېدلی شئ، چې په يوه ځانګړې څانګه کې مسلکي زده کړې تر سره کړئ، چې همداسې هم ده. داسې به ګومان وکړو، چې تاسو د انجينري په برخه کې تحصيل تر سره کړی دئ، نو د انجينيري پوهنځی هم ۵ کاله دی او پاتې درې کلونه مو هم هرومرو په تخصصي پروګرامونو تېر کړي دي، نو که دغه ۸ کلونه هم ستاسو له خواږه عمره کم کړو، نو پاتې کېږي يوازې او فقط شپږ مياشتې.
د هر انسان په باور، چې يو څوک ستاسو عمر ته ورسېږي، نو په ژوند کې يې لوړې او ژورې ډېرې وي، چې له بدمرغي، غم او يوې يا دوو ناروغيو، عملياتونو، لکه اپنډېکس او داسې نورو سره، ملې بدمرغي وي، چې تاسو هم له دغه حالته مستثنا نه ياستئ، ځکه نو ستاسو له خواږه ژونده خو تر ۵ مياشتو په دغو اړو دوړو کې تېرېږي، چې هغه مهال به د چوپړ په فکر کې هم نه وئ.
له دې بې تېر شو، چې تاسو په وروستيو لسو کلونو کې څو ساعته د تولسي د سريال په کتلو تېر کړي دي، نو پايله دا ده، چې هغه څه چې ستاسو د خواږه عمره د هېواد په خدمت کې تېر شوي دي، نو صرف يوه مياشت ده، چې که دغه د کب مياشت ياده کړو، نو ۲۹ ورځې کېږي، مګر زه بې انصافه نه يم، نو ستاسو چوپړ پوره يوه مياشت حسابوم او هغه هم د ميزان مياشت!
پورته څېړنه او محاسبه ښيي، چې تاسو د خپل خواږه عمر د ۵۵ کلونو په اوږدو کې صرف يوه مياشت د هېواد لپاره چوپړ کړی دی او داسې ښکاري، چې تاسو به وروسته له ۵ کلونو تقاعد کېږئ هم، نو له دې کبله چې تاسو د شکر له ناروغي سره لاس او ګرېوان ياست، د وينې فشار مو هم بې انډوله دی او له دې پرته د تشي او پروستات تکليف هم لرئ، نو فکر نه کوم، چې د راتلونکو پنځو کلونو په بهير کې به له پنځو او يا شپږو ساعتونو ډېره موده د هېواد په خدمت کې تېر کړئ، مګر بيا هم تاسو ته د هېواد په چوپړ کې برياليتوبونه غواړم او له لوی څښت تعالی نه عاجله شفا درته تمه کوم.
آمين يا رب العلمين

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.