pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

د پښتو بازار

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
امریکایې جنرالان بایللي افغان جګړه ګټې؟!!
     
نظرمحمد مطمئن

د ډاکټر اشرف غني سره د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو لپاره د حنیف اتمر څخه پرته نور داسي کسان هم وو چې ډاکټر غني ته ډیر نږدې ښکاریدل، ولي د امریکا او افغانستان د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک چې د امنیت شورا د مشر حنیف اتمر لخوا وشو، له همدې کبله، او د هغه د خپل ځراکت او حکومتي تجربې له امله هغه په اوسني حکومت کې لومړي پوړ ته جګ شو.

ویل کیږي چې له حنیف اتمر سره ژمنه شوې وه چې په راتلونکي ۲۰۱۹ ولسمشریزو ټاکنو کې به د غني ټوله ډله دده تر شا دریږي او راتلونکی ولسمشر به وي، ځکه خو په لومړیو وختونو کې د ګډ حکومت له مشر ډاکټر غني سره حنیف اتمر په ځینو نړیوالو غونډو کې هم داسي معرفي کیدی چې راتلونکی احتمالي ولسمشر به وي.

داځل ( ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۷ ) چې ډاکټر غني امریکا ته ولاړی، داسي ښکاري چې امریکایانو ته یې د لا زیاتې همکاري وعده ورکړی، او په مقابل کې به د ډونالډ ټرمپ د ادارې ځینو کسانو بیا هم منلي وي چې راتلونکي کې به بیاځل ډاکټر غني ولسمشر وی، له همدي کبله ده چې د ډاکټر غني د کمپاین ډلې فعالې شوي، ولي حنیف اتمر به د دې کار څخه راضي نه وی، او هغه به غواړي چې د ډاکټر غني ډله ورسره په کړو ژمنو ودريږي.

داسي ښکاري چې د ډاکټر غني وروستی سفر چې امریکا ته وشو، او هلته یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل، ځینې ژمنې به ورسره شوې او د ځینو ژمنو غوښتنه به ورڅخه شوې وي، ښکاري چې د یوې بلې پنځه کلنې دورې د حکومت د مشرکیدو ژمنه بیا هم له ډاکټر غني سره به شوې وي، د یوې باورې سرچینې په حواله ویل کيږي چې له ډاکټر غني څخه د امریکا د حکومت او ولسمشر غوښتنې څلور وي:

۱ – د پاکستان په اړه هیڅ کار مه لرئ، امریکا پوهیږي چې د پاکستان سره کوم ډول اړیکې ولري.

۲ - کورني سیاسي مخالفتونه باید حل شي، له عبدالرشید دوستم، ډاکټر عبدالله او استاد محقق سره ستونزې له منځه یوړل شي.

۳ - ولسمشریزو ټاکنو ته باید چمتوالی ولرئ او ټاکني وشي.

۴ - په ۱۲ میاشتو کې د ننه په کار ده چې سیاسي مخالفتونه له منځه یوړل شي ، د ټاکنو برخلیک روښانه او د پاکستان په اړه هم د امریکا تګلاره مخکې یوړل شي.

په کور دننه د ډاکټر غني ستونزې چې په کندهار کې یې عطامحمد نور او په کندهار کې جنرال عبدالرازق اطاعت نه کوي، بلکې سرخوږی ورته جوړوي، په کابل کې لا هم د حکومت کابینه بشپړه شوې نه ده، ډیری وزیران سرپرست دي، او د ولسمشر د ویاند تشه هم لیدل کیږي، چې دا مهال سرپرست ویاند لري.

ولسمشر غني به پلان ولري چې راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې ۱۰ میاشتي وځنډول شي، بریتانیا به د همدې ځنډ سره توافق وکړي، ولي امریکا غواړي چې ټاکنې په خپل وخت وشي.

مخکېنی ولسمشر حامد کرزی هم د راتلونکو ټاکنو لپاره احتمالي کاندید کیدای شي، او له ځان سره به د روسیې، چین، ایران او پاکستان مرسته ولري.

هغه هیوادونه چې له طالبانو سره ښې اړیکې لري، یو پکې ایران کیدای شي، هغوی به ممکن له طالبانو وغواړي چې د کرزي پلویانو ته ستونزې جوړي نه کړي، ایران او روسیه ممکن په دي نظر وي؛ که کرزی واک ته ورسیږی، هغه د امریکا د نظامي اډو سره مخالف دی، او له نړیوالو به وغواړي چې له افغانستان څخه بهرني پوځیان ووځي، هغه څه چې د طالب غوښتنه هم ده.

امریکاچې د افغانستان بد امنیتي وضعیت نا ارامه کړي، د امنیتي وضعیت حالت هغه وخت لا زیات انديښمن کړل، چې د امریکا دفاع وزیر او د ناټوسرمنشي جینز سټالټنبرګ کابل هوایې ډګر ته په را رسیدو ( ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۷) د دولت د مخالفینو لخوا په لسګونو راکټونه د هوایې ډګر په سېمه کې ولګیدل. ځکه خو داځل (۲۳ اکټوبر ۲۰۱۷) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن د پروان ولایت اړوند د بهرنیو / امریکایې پوځیانو په تر ټولو لویه هوایې، پوځي او نظامي اډه کې د ګډ حکومت له مشر ډاکټر غني او اجرایه مشر ډاکټر عبدالله سره وکتل.

ټیلرسن په افغانستان کې د لوړ پوړو چارواکو ، امریکایې سفارتي ډیپلوماټانو او امریکایې نظامي جنرالانو سره تر لیدنې وروسته په همدې ورځ ( ۲۳ اکټوبر ۲۰۱۷) ناوخته عراق ته ورسید، هلته یې هم د هغه هیواد له مشرانو سره لیدنې کتنې درلودلې، عراق ته د ټیلرسن د سفر پر مهال د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنیې وویل چې عراق دي د امریکا په وعدو نه غولیږي، او له امریکا سره دوستي د عراق په زیان ده. بلخوا بیا ټیلرسن وویل چې په عراق او سوریه کې د ایران لاسوهنې نه شي منلای.

په عراق کې له عراقي چارواکو سره تر لیدنې وروسته ټیلرسن پاکستان ته ( ۲۴ اکټوبر ۲۰۱۷) ولاړی، او هلته یې د خپل پاکستانې سیال خواجه اصف او لومړي وزیر عباسي سره لیدنه وکړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن به داسي توقع نه درلودله چې د پاکستان د ستوغ ځواب سره مخ شي، پاکستاني چارواکو ورته وویل چې د امریکا مرستو ته اړتیا نه لري، او کومي مرستې چې په تیرو ۱۷ کلونو کې امریکا له پاکستان سره کړي، هغه د امریکا د خپلو ګټو او افغانستان ته د امریکا د لوژیستیکي کاروانونو د امنیت ساتلو په خاطر وي، او هغه مرستې پاکستان د امریکا په ګټه مصرف کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ټیلرسن ته دا هم وویل چې امریکا دي په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان نه اچوي.

پاکستاني چارواکو ټیلرسن ته وویل چې موږ ته خپلې ملي ګټې لومړیتوب لري، او په سېمه کې د امریکا د هند تقویه کولو تګلاره او افغانستان کې د هند نفوذ ورته د منلو نه دی.

د امریکایې او پاکستاني لوړ پوړو چارواکو دغه ناسته له ناندریو ډکه وه، یو پر بل یې په افغانستان کې د نه مرستې تور ولګاوی، او د افغانستان د ماتې پړه یې هم پر یو او بل ور تپله، له همدې ناندریځو ناستو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن هند ( ۲۵ اکټوبر ۲۰۱۷) ته ولاړی، او هلته یې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج او د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي سره وکتل، له هند څخه یې بیاځل پاکستان ته ګوتڅنډنه وکړه.

ولي زما (لیکوال) په اند چې د امریکا د هند تقویه کولو تګلاره د پاکستان له پاره نه ده، ځکه هند د امریکا له مرستې پرته هم تر پاکستان غښتلی او اقتصادي مخ په وده هیواد دی، پاکستان ته اوږده لاره مخکې ده چې د هند سیالي وکولای شي، ولي د امریکا د هند تقویه کولو تګلاره په سېمه کې د چین د اقتصادي ودې او نفوذ د مخنیوي په خاطر به وي.

د شوروي اتحاد سره د افغان مجاهدینو د جهاد پر مهال چې د پیسو او وسلو ویش د پاکستان په واک کې وو، هغه مهال په دومره لوړه کچه مالي فساد او د وسلو غلاکېدل نه وو، له همدي امله ده چې پاکستان د امریکا او شوروي اتحاد د سوړ جنګ پر مهال د امریکا ګټې په نظر کې درلودلې، او پر افغانستان د امریکا د حملې پر مهال بیا هم د پاکستان د هغه وخت ولسمشر پرویز مشر ف د امریکا ګټو ته ترجیح ورکړه.

که امریکا په افغانستان کې د خپلو ۹ نظامي اډو اوږدمهاله شتون غواړي، امریکا یو ډول مجبوریت لري چې له پاکستان سره په اړیکو کې محتاط وي، ځکه افغانستان ته د منځنۍ اسیاد د لاري امریکایې پوځیانو ته نظامي تجهیزات راوړل باوري لاره نه ده.

کیدای شي په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته د امریکا دفاع وزیر هم ورشي، له پاکستان څخه به وغواړي چې د امریکا د تګلارو په عملي کولو کې ورسره مرسته وکړی، او پاکستان هم د امریکا او یا روسیې سره په معامله کولو باندي ښه پوهیږي، چې څه ډول د افغانستان د جګړې له کبله له دغو دوو هیوادونو څخه ګټه پورته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ټیلرسن سفر چې افغانستان، عراق، پاکستان او هند ته یې وکړ، د دوی ( امریکایې چارواکو) لپاره هم یو جنجالي سفر وو.

افغان سیاستوالو ته په کار ده چې هیواد یې د امریکا او پاکستان د ظاهري اختلافاتو قرباني نه شي، د افغان سیاستوالو ستونزه داده چې له هیچا سره په سم تفاهم نه پوهیږي، یواځي ستونزمني لارې غوره کوي، ولي پاکستان بیا هر وخت له نورو هیوادونو څخه د افغانستان د کشالي له امله ګټه پورته کړي، له هیوادونو سره د ګډ او دوستي ثبوت لري.

دا رنګه افغان سیاستوال باید متوجه وي چې د هند – پاکستان، امریکا – روسیې، ایران او سعودي د ګټو قرباني نه شي، بلکې له هیوادونو سره د هیواد د خپلواکۍ په ساتلو سره د ګډ کار او دوستي تګلاره ولري، د کوم ځانګړي هیواد د تګلارو په عملي کولو سره افغان ولس د نورو / پردیو د ګټو قرباني نه کړي.

د افغانستان اړوند د امریکا د جګړې د شدت تګلاره د امریکایې جنرالانو غوښتنه ده، ولي دامریکا رسنۍ په ښکاره راپورونه ورکوي چې په افغانستان کې جګړه د دوی پلرونه او نیکونه هم نه شي ګټلای.

اوسمهال رسنۍ، ډیموکراټان، مدني ټولنې او یوه برخه جمهوري پلوه امریکایان د ډونالډ ټرمپ د تګلارې مخالفت کوي، چې په دي کې د افغانستان جګړه هم راځي.

امریکا اوسمهال له کورنیو ستونزو ور هاخوا له مهمو نړیوالو ستونزو سره مخ ده، مصر، سعودي عربستان، فرانسه، جرمني، پاکستان، ترکیه او ایران روسیې ته خپل استازي استوي، د سعودي عربستان پاچا سلمان په ماسکو کې ( ۵ اکټوبر ۲۰۱۷) د روسیې له ولسمشر پوتین سره ګوري ، چین هم په همدې بلاک کې مرستندویه دی، ښکاري چې یاد هیوادونه هم د امریکا له تګلارو خوښ نه دي.

نظامي تګلاره هر کله ګټونکي نه وي، له ماتې سره مخ کیږي، او دغه ډوله یوه ترخه او ناکامه تجره امریکا لري، چې په ویټنام کې یې شرمونکي ماتې ( ۱۹۷۳ ) وخوړله، ولي امریکایې جنرالان فکر کوي چې دوی باید همیش ګټونکي وي، او په خپلو لیکنو کې هم په افغانستان کې د امریکايې پوځیانو په ماتي اعتراف نه کوي، بلکي ډیر زړور یې معرفي کوي.

ولي روسي جنرالان بیا داسي وو چې دافغان جګړي نسبتاً رښتوني تصویر یې نړۍ ته وړاندي کړي، او خپله ماتې مني، که تاسي د روسي او امریکایې جنرالانو د افغان جګړو اړوند لیکل شوې کتابونه یو له بل سره پرتله کړي، نو وبه ویني چې د امریکایې جنرالانو کتابونو کې د جګړې رښتوني حالت نه دي لیکل شوی.

که سوله ونه شي، جګړه شدت پیداکړي، د ټرمپ د جګړې تګلاره په افغانستان کې عملي کیدل دوام پیداکړي، احتمال شته، چې په وړاندي یې ایران او روسیه هم لا زیات حساسیت وښیې، روسیه ادعاء کوي چې د افغانستان په داخل کې نا پېژاندې الوتکې نا پېژاند وسلوال لیږدوي، اوازې شته چې په سوریه او عراق کې د داعش له ماتې ورسته، هغه امریکایې او فرانسوي وسلې او مهمات چې د عراق د جګړو پر مهال د داعش لاسته ورغلي وي، اوسمهال د ایران پلوه ملیشو په واک کې دي، او احتمال یې شته چې یادې وسلې د طالبانو لاس ته ورسیږي. که داسي وشي، د افغانستان جګړه به نوره هم پیچلي او اوږده شي.

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2017 Sabawoon. All rights reserved.