pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت
 
 
ولی محمد نورزی

د افغا نستان د روان کړ کیچن حالت په دننه کي د امریکا د فوځي اډو جوړول د افغا نانو د نظر د څیرڼي او بحث لاندي مو ضوع اوس ډیره ګر مه او توده ده.زیا ترو دوستانو خپل نظر د خپلی ځانګړۍ زاویه او شخصي سوچ اودرک له لاری څر ګند کړي دي. ولي د ټولو دوستانو نظر ته په درنښت کتلو سره غواړم خپل نظر هم څرګند کړم.
د افغا نستان ملي اردو او ملي فوځ تر اوسه پوري د هیواد په کچه په جنګي بمباردونکی الوتکو،جنګي کشفی او محاربوي الوتکو او هلیکوپترونو، درونو جنګي زغره والو ټانکونو، دهوايی مدافعي قواوو، دتو پچي زغره والو قواوو، د توپچي لنډ منزله او اوږد منزله ریا کتیفي قوي او د رادار فعال سیستم دستګاوی او همدارنګه په ډول ډول جنګي محاربوي ما شینونو سره مجهز او سمبال نه دي. سر بیره پر دي د افغا نستان په ملی فوځ کي جنګي مسلکی روزل شوی پرسونل ، مسلکی جنګي محا ربوي افسران او د جنګي وسایلو د تخنیک ماهر کسانو کمبود هم له ورایه ښکاري. په افغا نستان کی د امریکی او ناټو د لسو کلنو په شتون کی بیا هم دغه نیمګړ تیاوي پوره نشوي. د افغا نستان په سیاسي ډګرکي سیاسي ګو ندونه په رسمی توګه تر سلو نه زیا ت شول، د ملی فوځ لوړ پوړی چارواکي( جنرالان او مارشال) د مجا هیدنو او جنګ سالارانوکی له ډلي څخه دي، او د ملي فوځ لوړ پوړي چارواکي هم بیله دي چه مسلکی وړ تیا ولري د همدغو سیاسی ګوندونو له ډلو څخه دي. دفني، تخنیکي او مسلکي افسرانو لپاره یواځي په لنډو کور سونه سره اکتفا او قنا عت وشو، فوځی مسلکی روزنه په ډیر ځنډ سره په ټپه ولاړه ده ، او د راتلونکي زبر دست مجهز ملي فوځ هیڅ نښي او نښاني په ستر ګو نه لیدل کیږي او جنګي مورال اوروحیه هم ډیره کمزوره شوی ده.
د ایساف، ناټو ، امرکایی قواوو او ملي فوځ تر منځ ریښتني همکاری او مساعدت وجود نه لري . محاربوی دسپلین او لوړه جنګي روحیه نشته. نو څنګه کیدای شي چه مونږ د خپلی خاوري دځمکني تمامیت او دغلیمانو په مقابل کي په تش لاس و جنګیږواو د خود غرضو ګا ونډ یانو د حملو په دفاع کي بیا په کلکه ودریږو.د امریکی دولت له اوله سره نه، نه غوښتل چه زمونږ ملي فوځ په پښو ودروي او نه هم اوس غواړي چه دا کارسرته ورسیږي.زمونږ پخوانۍ سل کلنه اردو او د ملي فوځ محا ربوي، ترانسپورتي ،تخنیکي ، مخا بروي او جنګی پرسونل د ټولو جنګي وسایلو سره قصدًا په بشپړه توګه له منځه ولاړي، او تر ننه پوري مونږ خپلواک پیاوړي ملي ځواکمن او سر لوړ ملی فوځ نلرو اوبل ته د انتظاروختونه تیروو تر څو پخپل لاس خپل ملي فوځ او اردو له سره جوړه کړو او پر پښو یی ودروو.دا ځکه چه دیوه آزاد او مستقل هیواد لپاره یوه مجهزفوځ او ځواک منه اردو د عا مو ضروریاتو څخه ګڼل کیږي.
که امریکا وغواړي چه خپلي فوځی اډئ په افغا نستان کی ولري نو دا بیا د امریکا او افغا نستان په اړیکو پوری اړه لري. امریکا دافغا نستان خاوری ته په خپله اراده بیله کومی اجازي راغلي ده او د فوځی اډو تصمیم به هم پر ته له دي نه چه قانونی مر حلی پلی کړي د عمل ډګر ته به ور ور سیږي . بلی مونږ افغانان قانونی حق لرو چه ددی اډو په هکله خپل نظر څرګند کړو، داچه دا نظر به تر کومه حده ځانکړي ځای ونیسي او که نه؟؟؟دا بیا بله مو ضوع ده. ولي په پرنسیپ کی دداسي کمزوري لغړ هیواد لپاره لکه افغا نستان د فو ځې اډو شتون په لنډه محال وخت کی ضروري ګڼل کیږی، په دی شرط چه د افغا نستان په داخلي چارو کی فو ځي لاس وهنه ونشي ، لکه په نورو هیوادو کي چه د فوځی اډو ځای، سر حد او چا ر پیریال په ځانګړي توګه په ګو ته شوی دي.ولی په افغا نستان کی په اوسنې محال کی د ځایی خلکو ژوند یواځی ددغو امریکا یی فو ځیانو له لاسه په خطر کي لویدلی دي، او هر ه روځ زمونږ بی ګناه هیواد وال خپل خوږ ژوند ددوي د نا سنجسو او بی ځایو بمباردونو له کبله له لاسه ور کوي. او دا لړۍ لا تر اوسه پوری نه ده ختمه. امریکا او نور اروپایی هیوادونه باید خپل دریځ ډیر ژر روشن کړي.افغانی حکومت هم دنده لري چه د نړیوال قانون پر بنسټ د فو ځي اډو ټولی لاري چاري په غور سره و څيړي او د سمون لړۍ یی د خبرو او مشورو له لاری حل کړی. تر څو په دی لاره کي د راتلونکي ستونځي د را منځ ته کیدو مخه په ټینګه ونیول شي.

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.