pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
پښتنو ته ورپاته یواځني لاره به ملي پاڅون وي
 
بېنوا
 
پرویز ساپی

دننګرهار او کونړونو بریدونه سره یو او له پخوا نه جوړ شوی دي
په هېواد کې وروستۍ خونړۍ پېښې د هغه رپوټ ښکارندوي کوي چې ( بهرنیان هوډ لري په افغانستان کې د پښتنو سلنه په راتلونکو څو کلونو کې شل سلنې ته راټیټه کړي .) زه اوس په دې یقیني شوم چې دا رپوټ یوه اوازه نه بلکې حقیقت دی او بهرنیان له یوې خوا په خپلو ړندو نه بلکې قصدي بمباریو او له بلې خوا د اسلام په نوم بهرني غلام اجیران په دې موخه ګومارلي چې د افغانستان اصلي اوسیدونکي او ډېرکې ټبر پښتون شمېره ډېر ژر را کمه کړي ځکه د تاریخ په وږدوکې پښتون ولس د اسلام افغان په نوم دهر تیري کونکي پر وړاندې خپله سینه لکه سپر نیولې ده او دغه دوه اصله یې تل د نورو له تیري څخه په امان کې ساتلي دی .

زه هېڅ کله هم په جلال کوټ او کونړونو ولایتونو کې د شوو بریدونو تر منځ توپیر ته نه قایلیږم او دا نه منم چې په کونړ کې بهرنیو تیرې کونکو ځواکونو برید کړې او په جلال کوټ کې وسله والو طالبانو برید کړې ، ځکه دا تپل شوې جګړه یوازې د لر او بر په هره برخه کې د یوې ځانګړې موخې چې هغه د پښتون ټبر له منځه تلل دي ، پیل شوې ده .

په تیرو څو ورځو کې دخوست جلال کوټ کونړ او بیا د شمال د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې شوي بریدونه دا څرګندوي چې روانه بدنامه جګړه د کوم لوري څخه د کومې موخې لپاره پیل شوې ده .
که چېرې دیادو ولایتونو د بریدونو تصویرونه چاه لیدلي وي نو اړتیا نه شته چې زه پرې انځوریزې خبرې وکړم ،دهر برید هرتصویر ویرژنې ساندې ویلې او د هر وژل شوي او ټپې تصویر د پښتون ولس نه غوښتنه کوله چې د مظلومیت غچ یې واخلي .
زه نه پوهیږم چې ولی دسوله ساتو ځواکونو په نوم راغلي بهرنی ځواکونه دهر پښتون وژل دخپل پوځي ماموریت یوه برخه بولي او بیا هر مخالف وسله وال هر پښتون د بهرنیو جاسوس بولي .
دټولو پښتون مېشته ولایتونو په ګډون هره ورځ مې په کندهار کې یو دسر سړی په دې نوم وژل کیږي چې ده له دولت سره اړیکه درلوده او هم دې خوا دسوله ساتو ځواکونو په نوم بهرنیو ځواکونو له لورې مې په کور درانه درانه بمونه راغورځیږي چې په دې سېمه کې وسله وال مخالفین استوګن دي ، اوس نو زه او بل هر ورور مې نه پوهیږو چې څه ډول او چیرته لاړ شو چې دبهرنیو له لورې دا پیل شوې پښتون وژلو لړۍ بنده شي .
دردونکې خبره خو لا دا ده چې تیره و رځ په افغانستان کې تش نومې سوله ساتو ځواكونو یو جنرال په کونړ کې د دوی له لورې دغیرې انساني برید په ترس کې ټول وژل شوې وسله وال بللې او ویلې یې دي چې کیداې شې دسېمې اوسیدونکو خپل بچې له دې امله سوزولي وي چې په هوایې برید کې د ولسی وګړو دمرګ ژوبلې شمېره لوړه وښایې .آیا د پښتون ټبر په قانون کې دا شته چې د مادي امتیاز په موخه خپل بچې وسوځوي آیا دانسانیت په قانون کې هم دا جواز شته ؟؟؟ او بيا غازي آباد ولسوالۍ ته د خبريالانو نه پريښودل او هم د دريو هغو خبريالانو نيول چې له سيمې څخه يې د دوې ناروا او كرغيړن عمل په ترڅ كې د بې ګناه ولس د وژل شوو او ټپیانو تصویرونه برابر کړې وو او بیا همدوی ( بهرنیانو ) ونیول او خپلې پوځې اډې ته یې یوړل دا او دې ته ورته نورې کړنې یې د دې څرګندونه کوي چې دوې موخه د بې ګنا ولس وژل دي ، خو مونږ لا هم لاس تر زنې ناست یو او فکر کو چې یوه ورځ به دا د پښتون و ژلو لړۍ بنده شي .

زه فکر کوم چې اوس نو پښتنو ته یواځېنې ورپاتې لاره همدا ده چې دهر هغه چا پر وړاندې ملي پاڅون وکړي چې د پښتون ولس پلار په یو او بل نوم وژني ، ښونځې او روغتون یې سوځوي دبچې د وژلو وروسته یې د هغه د وژل شوی سپکاوی کوی او د هېواد دډېرکو په توګه یې زغملاې نه شي .
په دې هیله چې نور په دې تمه نه شو چې خدای مهربانه دی دغه ستونزې به یوه ورځ پای ومومې او الله ج هم ویلی چې تر هغې به د یو قوم حالت بدلون و نه مومي تر څو چې په خپله په ځان کې بدلون رانه ولي

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.