pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
افغانستان  یوه د اور کړۍ ده چی نه سر لری او نه پای
     
احمدالله رحمانی
لیکوال

د افغانستان په تاریخ کی راغلی دی چی ۹۳ کاله مخکی ، وروسته تر دریو افغان او انګریز جګړو نه افغانستان خپلواکی تر لاسه کړه او پر خپل بهرنی سیاست مسلط شو. په هغه وخت کی  د انګریز ځواک چی په بم غورځولو الوتکو سنبال وو ، د نړی په مدرترین ځواکونو کی حسابیده ، د افغانستان پر کلیو او بانډونو  یی بمونه را غورځول ، پدی مانا چی د افغان ولس مورال ضعیف او سرکښه کولو ته یی مجبور کړی . خو ددوی دا اټکل تر سره نه شو او مجبورکړل شول ،خپل ځواکونه شاته بوزی او د افغان ولس بهرنی سیاست په رسمیت وپیژنی چی پایله یی د افغان هیواد خپلواکی وه .

اوس مهال ۹۳ کاله وروسته بیا هغه انګریز د نړیوال ځواکونو په چوکاټ کښی د خپلی مدرنی وسلی نه په استفاده بیا پر افغانی کلیو او بانډونو بمونه او راکټونه را غورځوی ، بیا هم په دی مطلب چی افغان ولس و سر کښته کولو ته مجبور کړی او بیا هم د تاریخ د جبر په تکرار ځانونه ناتوانه وینی او بیا هم کوښښ کوی چی لکه ۹۳ کاله پخوا ځان په چټکی له دی ناورین نه وباسی . افغانستان و نړی ته هغه د اور کړۍ ده چی سریی ۹۳ کاله پخوا ایښودل شوی او تر اوسه پای ته نده رسیدلی . د افغانستان د خپلواکی ورځ د افغان هیواد په تاریخ کی يوه مهمه ورځ ده چی هر کال په زیات درناوی لمانځل کیده . اما سږ کال دا ورځ فقط په پلازمینه کابل کی په مختصرو مراسمو ولمانځل شول ، دا پدی چی  دهغی کړۍ زوړ اور نن ورځ بیا تازه شوی دی او پر بهرنی ځواکونو یی ځمکه سره کړی ده . ددی نړیوال ځواک سرتیری د ناټو په چوکاټ کښی نن ورځ نه یواځی د دولت د مخالفینو له خوا بلکه د افغان ځواکونو له خوا هم ټکول کیږی . د امریکا یو لوړ پوړی جنرال د مارتین ډیمپسی په نامه افغانستان ته د اوسنی حالت د څيړلو لپاره سفر وکړ. دده دسفر اصلی موخه دا وه چی څنګه ناڅاپه په افغانستان کی د افغانی عسکرو او پولیسو له خوا  پر امریکایی او ناټو سرتیرو بریدونه زیات شوی دی او کومی غلطی د امریکایی ځواکونو نه کیږی چی هغوی په دی اخیرو وختونو کښی دداسی نه انتظارلرونکی مرګ ژوبلی سره لاس په ګریوان شوی دی . د جاری کال له پیل نه بیا تر دم ګړی پوری په افغانستان کی د افغانی عسکرو او پولیسو له خوا پر امریکایی عسکرو باندی ۳۲ بریدونه شوی دی چی په پایله کښی یی ۴۰ امریکایی سرتیری وژل شوی دی .

که دی حالت ته چی اوس په افغانستان جریان لری ، پوره نظر واچوو ، راته معلومه به شی چی د امریکا یولس کلنی جګړی په افغانستان کی نه یواځی تروریزم له منځه نه دی وړی بلکه نور کسان يی هم و تروریزم ته هڅولی دی اونه یواځی یی داسی کړنی زیاتی کړیدی ، بلکه هغوی یی د خپل مغرورانه اعمالو په مقابل کی لا پیاوړی کړیدی . لوی مثال يی د بګرام په هوایی ډګر کی پر امریکایی لوړ پوړی جنرال مارتین ډیمپسی یو برید وو چی هغه پخپله بچ سو لیکین الوتکه یی زیانمنه شوه . ددی مانا داه چی طالبان ویده نه دی بلکه په هیواد کی د هر خوځښت او بهیرنه پوره مالوت لری .

له بله پلوه د بعضی مالوماتونو پر بنسټ یو بل غضب را منځ ته شوی دی چی تر طالبانو زیات د تشویش وړ دی . هغه داچی په دا اخیرو وختونو کښی د غزنی په ولایت کی د هغه ځای د اوسیدونکو یوخوځښټ په حرکت راغلی دی چی  څه د پاسه د ۵۰ کلیو نه یی طالبان شړلی دی او وایی موږ نه طالبان پیژنو او نه د کابل حکومت. داچی ددی خوځښټ مطلب څه دی ، پوره مالومه نه ده ، خوداسی مالومیږی چی دا بیا یو بل تر قانون وتلی خوځښټ دی چی زموږ مصیبت ځپلی هیواد د نړیوال ځواکونو تر وتلو وروسته د انارشی پر پلو بیایی . جنرال ډیمپسی د داسی حرکتونو په باب هم څيړنی وکړی او بارک اوباما ته یی وړاندیز وکړ چی د امریکايی ځواکونو د شتون موده په افغانستان کښی اوږده کړی . اما اوباما په یو مطبوعاتی کنفرانس کښی ټینګار وکړ او ویی ویل چی په کال ۲۰۱۴ کی زموږ د سرتیرو په وتلو کی کوم بدلون نشی راتلای . له بله پلوه د روسیی له خوا پر امریکا زور راوستل شوی دی چی امریکا باید په افغانستان کی خپله دنده تر پایه رسوی او په کال ۲۰۱۴ کی افغانستان یواځی پرینږدی .

په روسیه کی د اروپا د اکاډمی مشر »دیمیتری دانیلو« وایی : افغانستان ته تر کال ۲۰۱۴ وروسته بدی ورځی ګوری . هغه زیاتوی : اصلاً په افغانستان کی په دا یولس کالو کښی کوم مثبت تغیر ندی راغلی . اوس مهال یی حالات تر پخوا کړکیچن مالومیږی ، دافغانستان اوسیدونکی د خپل راتلونکی نه زیات تشویش لری . دیمیتری دانیلو زیاتوی : په یوه هیواد کی چی دومره زیات قومونو شتون لری او هغه ټوله یو وبل ته په مشکوکه سترګه ګوری ، امکان یی موجود دی چی نه یواځی دطالبانو حرکت بلکه د غزنی په شان نور ځوځښتونه هم را وپارول شی . په پایله کی به هیڅ چا ته مالومه نه شی چی څوک د چا سره ولاړ دی ، څوک د چا له خوا ټکول کیږی او و چاته څوک مرسته  د څه لپاره وررسوی . دا هغه حالتونه دی چی د نړی تاریخونو و هغوی ته د انارشی نوم ورکړی دی .

په دا اخیرو ورځو کښی سپینی ماڼی یوه ډیره عجیبه او حیرانونکی اعلامیه خبره کړه چی په هغه کی  د سپینی ماڼی ویاند »جای کارنی« ویلی دی : زموږ (یانی امریکا) و افغانستان ته د ورتګ اصلی هدف داوو چه القاعده پیدا کړو او هغه کسان له منځه یوسو چی امریکا له خطره سره مخامخ کوی .

د جای کارنی د خبری مانا داه چی دوی تر اوسه القاعده نده پیدا کړی او هغه کسان چی دوی یی د ځان لپاره خطر بولی ، تر اوسه له منځه ندی وړی . دا هغه د اور کړۍ ده چی پای یی تر اوسه مالوم نه دی؟


The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.