pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 

ښۀ وشو چې پوه شوو

 
پوهنمل ‌ډاکټر عبدالقيوم مومند

د پنځه ديرشو کلونو جګړې، لوږې، بيکورۍ، غربت، کړاوونو، او درپه درۍ څخه وروسته هيله کيده چې لوي څښتن(ج) به زموږ پۀ حال ورحميږي او موږ به د دې بدبختيو او لالهنديو څخه خلاص کړي، مګر داسې بريښي چې لوی څښتن(ج) زموږ د اعمالو او عاداتو څخه لاتراوسه هم راضي نۀ دی او خپلې د مهربانۍ، شفقت او بخښنې دروازې يې لاتراوسه هم پر موږ تړلي دي.
          دا هيله هم وه چې د افغان ملت پۀ حال به د دې ملت خپل خلک ورحمیږي او داسې کسان به د ټولټاکنو ډګر ته راووځي چې د ولس د خلاصون لپاره بنيادي او اساسي تګلارې ولري ترڅو دا ملت پرې د پنځه ديرش کلن ناتار څخه نه خلاص شي. مګر ګورو چې همان خرک و همان درک. البته د يادولو وړ ده چې ځينې نوې څيرې هم د ټولټاکنو پۀ لست کې ليدل کيږي، مګر هغوی هم کومه خاصه اجندا دې ملت ته نۀ ده وړاندې کړې.  نۀ یې ملت ته کوم داسې ټيم معرفي کړی چې ملت پرې باور وکړي چې دوی به پۀ رښتیا سره هم د دې درديدلي ملت د درد دوا شي.
          زۀ نۀ غواړم د ټولټاکنو د لست د ټولو نوماندو پۀ هکله خبرې وکړم ځکه ملت هريو پيژني، سوابق او اعمال یې ورته معلوم دي. يواځي غواړم پۀ ډاکتراشرف غني احمدزي خبرې وکړم. ‌ډاکټر اشرف غني احمدزی پۀ نړيواله کچه د يو منل شوی مفکر پۀ ټوګه پيژندل شوی، خو د افغانستان او افغانانو لپاره کوم روغ او جوړونکی فکر او پلان نۀ لري. روڼ اندی او ځوان نسل هيله مند و چې ډاکټر اشرف غني احمدزی به د افغانستان حالات، واقعيتونه، ضرورتونه او حساسيتونه پۀ واقعي توګه وڅيړلی شي او د هغې پۀ رڼا کې به داسې يو ټیم جوړکړي چې د ملت د اکثريت ملاتړ ترلاسه کړي. د یوې روغې او سالمې اجنډا له لارې به د روڼ اندې او ځوان نسل پۀ مرسته دا زوريدلی ملت د دې کړاو نه خلاص کړي. مګر د ډاکټر اشرف غني احمدزی وروستني عمل پۀ دې امیدونو تورې خاورې واړولې.
          داسې بريښي چې ډاکټراشرف غني احمدزي نۀ د افغانستان لپاره کوم ځانګړی پلان درلود او نۀ یې کوم ټیم درلود.  څو ټکې دلته د غور وړ دي. لومړي، عبدالرشيد دوستم اټکلاً يوه اونۍ وړاندې لۀ دې څخه چې د ډاکټراشرف غني احمدزي سره يوځای شي د خپلو زړو يارانو ترڅنګ پۀ دې تمه ناست و چې عبدالله به یې د خپل لومړي مرستيال پۀ توګه وټاکي. کله چې عبدالرشيد دوستم نۀ لومړی مرستيال شو او نۀ دويم، له هغوی څخه جلاشو او د نورو پارټنراونو پۀ لټه کې شو. کله چې ډاکټراشرف غني احمدزي عبدالرشيد دوستم ته د لومړي مرستيال څوکۍ ورکړه نو دا څرګنده شوه چې ترهغې دمه ډاکټراشرف غني احمدزي کوم ټیم نۀ درلود. دويم، عبدالرشيد دوستم ته د لومړي مرستيال د څوکۍ ورکولو دا جوته کړه چې ډاکټراشرف غني احمدزی د قدرت او څوکۍ پۀ فکر کې دی نۀ د افغانانو او افغانستان. کۀ د قدرت او څوکۍ خبره نۀ وي نو ډاکټراشرف غني احمدزي پۀ عبدالرشيد دوستم کې څۀ ليدلي دي؟ عبدالرشيد دوستم کومه داسې پوهه او ابتکار لري چې ډاکټراشرف غني احمدزي پرته له هغې خپلې چارې سرته نۀ شې رسولای. هغه کس چې پۀ عادي محاوره کې دوه خبرې صحيح نشي کولای، دوه جملې صحيح ترپايه نشي خلاصولی، هغه به د افغانستان د حالاتو پۀ هکله څۀ پوهه ولري؟ عبدالرشيد دوستم کومه داسې پوهه او سويه لري چې ډاکټراشرف غني احمدزي ته څرګنده ده او د نور ولس څخه پټه؟ او کۀ خبره دا ده چې د ډاکټراشرف غني احمدزي د پوهې سطحه د عبدالرشيد دوستم د پوهې پۀ سطحه برابره ده او موږ او نړيوال بيځايه تيروتي يو.
          ډاکټراشرف غني احمدزي ته، ټولو افغانانو او نړيوالو ته دا څرګنده ده چې عبدالرشيد دوستم يو ظالم، قاتل او جنګي مجرم دی او د افغانستان پۀ ورانۍ او ويجاړتيا کې سترلاس لري. د ملګروملتونو او نړيوالې محکمې د جنګي جنايتکارانو پۀ لست کې يې نوم ليکل شوی دی. د ډاکټر ڼجيب الله د حکومت پۀ دوران کې د عبدالرشيد دوستم د ګلم جم مليشې قتلونه، ظلمونه، تيری او ناروا، د مجاهدينو د حکومت پۀ دوران کې د عبدالرشيد دوستم د مليشې ظلمونه، قتلونه، لوټول او بېعفته کول، او د امريکايانو د يرغل څخه وروسته د پښتنو وژل او د دښت ليلی او قلعه جنګي وحشت او ټولوژنې ټولو افغانانو او نړيوالو ته څرګندې دې او د بيا يادولو اړتيا یې نشته.
          د ډاکټراشرف غني احمدزي نه بايد داپوښتنه وشي چې هغو ميندو او پلرونو ته څۀ ځواب لري چې بچي یې د ګلم جم مليشې پۀ ډيرې بیرحمۍ سره وژلي، کورورنه یې ورته تالا کړي او دوی یې بيکوره کړي دي؟ هغو پلرونو، ميندو او وروڼو ته څۀ ځواب لري چې د مجاهدینو د حکومت پۀ دوران کې د دوی لوڼه، ځامن او خويندې د دوستم د مليشې لخوا بې پته او بې عزته شوې. ډاکټراشرف غني احمدزی د هغو شهيدانو اواز، چغو او فريادونو ته څۀ ځواب ورکوي چې د دوستم لخوا پۀ بېرحمۍ سره پۀ ځانګړې او ‌ډ‌له ايزه توګه شهيدان شوي او مړي یې پۀ بېعزتۍ سره پۀ کندو کې اچول شوي دي؟ د دې ظلم، وحشت او بربريت انځورونه لاتراوسه هم پۀ رسنيو کې خپريږي.
          کۀ چيرې خبره دا وای چې ډاکټراشرف غني احمدزي د لوګر يا مومندو پۀ غرونو کې يو بزګر وای چې د رسنيو نه ليرې پاتې وای (سره له دې چې نن سبا د لوګر او مومندو پۀ غرونو کې بزګران هم را‌ډیو اوری) نو بیا به موږ هم ویلای وای چې ګواکې ډاکټراشرف غني احمدزي عبدالرشيد دوستم نۀ پيژاند. خو خبره دا نۀ ده. اصلي خبره د قدرت او څوکۍ ده. ملت، د ملت ښيګڼه او پرمختګ، سوله او د هيواد خپلواکي اصلاً مطرح نۀ ده. ډاکټراشرف غني احمدزی غواړي لکه د نورو پۀ څير د ملت د سر او وينې پۀ بيه ځان د قدرت او مقام څوکۍ ته ورسوي.
          صبغت الله مجددي خو عبدالرشيد دوستم ته د خالد بن وليد لقب ورکړی و. ډاکټراشرف غني احمدزي هم د عبدالرشيد دوستم ټول جرمونه وبخښل او عبدالرشيد دوستم هم د يوې بخښنې پۀ غوښتنې سره ځان ته براأت ورکړ. اوس ويره له دې نه لرم چې ډاکټراشرف غني احمدزی عبدالرشيد دوستم ته د خوشحال بابا، یا غازي محمد ايوب خان، یا غازي غلام حيدرخان څرخي، یا غازي محمدجان خان، يا محمدګل خان مومند او يا کوم بل نوميالي لقب ورنکړي. دا به بيا لا بل شرم وي.
          ډاکټرصاحب اشرف غني احمدزی! تاسې پۀ خپل حساب کتاب کې ډيره تيروتنه کړې ده.  تاسې پۀ دې بريالي نۀ شوئ چې خپل ورور پۀ دې قانع کړئ چې ستاسې ملاتړ وکړي او هغه ته دا ثابته کړئ چې تاسې د دې ملت د خلاصون لپاره کومه لار لرئ، نو تاسې به پاتې ملت څنګه قانع کړئ. دا ملت ‌‌ډير زوريدلی دی، ډير کړيدلی دی، د ډيرو سختيو او بدبختيو څخه تيرشوی دی، خو د نورو سختيو او تنګسو زغم او همت لا اوس هم پکښې شته. ستاسې او ستاسې د خونخوارو او قاتلانو ملګرو دوران به هم تيرشی، مګر ستاسې د جفا او خودغرضۍ اعمال به دا ملت هير نۀ کړي. ستاسې نوم به هم د نورو کرغيړنو څيرو پۀ ډله کې وليکل شي.

مالياره ستا نيمګړی نيت مې ژړوينه
بورا به خدای په ګلو موړ کړي

لوی څښتن تعالی دې پۀ دې ملت ورحميږي او دا ملت دې د ډاکټراشرف غني احمدزي ګلم جم د واکمنۍ او قدرت نه پۀ امان کې وساتي .

لوي څښتن عالم او لارښود دی.

 

سالت ليک سيټي، يوټا، د ۲۰۱۳ زيږديزکال د اکټوبر ۱۹ نيټه

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.