pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د پښتنو سياسي ماتې
 
 
محمد نظیم سمون

د لوى احمد شاه بابا تر راتګ دمخه د اوسني افغانستان په نوم کوم خپلواک هېواد نه وو او په هرځاى کې خپلواک سيمه ييز حکومتونه موجود وو. د لوى احمدشاه بابا په لاس د نوي افغانستان په منځته راتګ سره ، افغانستان په سيمه ييزه کچه د يوه پياوړي ځواک په توګه راڅرګند شو ، البته موږ تر احمدشاه بابا دمخه د ملي مشر حاجي ميرويس خان نيکه په مټ د هوتکيانو په نوم يوه با عظمته امپراتوري هم لرله ، خو ډېر وخت يې دوام ونه کړ او ژر ړنګه شوه ، تر دې وروسته بيا د اعلحضرت احمدشاه بابا په لاس له سره نوې امپراتوري ورغول شوه، ځوان احمدشاه بابا په ډېره لږه موده کې د خپل مدبرانه سياست له مخې ټول خواره واره قومونه د ملي يووالي تربيرغ لاندې راټول کړل ، تر ټولو يې لومړى د هېواد ملي هويت ، سياسي خپلواکي اوسياسي جغرافيه ورغوله. تر احمد شاه بابا را وروسته د شاه زمان تر واکمنۍ پورې ، افغانستان په هر لحاظ يوه پياوړى هېواد ګڼل کېده ، د شاه زمان د واکمنۍ پرمهال د ګاونډي هېوادونو په شيطانت او رزالت افغانستان د کورنيو جګړو په ډګر واوښت چې بالاخره دا ورانوونکې کورنۍ جګړې ، د شاه زمان په مړينه او له واک څخه په څنګته کېدو تمامې شوې .
په دې به سترګې نه پټوو چې پښتنو د افغانستان سياسي او حماسي تاريخ جوړ کړى او تل يې د خپلو وينو په بيه د هېواد له ملي او اسلامي ارزښتونو او سياسي خپلواکۍ څخه د وخت يرغلګرو پر وړاندې په کلکه او مېړانه دفاع کړې ده .
لکه څنګه چې پښتون ټبر ددې هېواد مؤسسين شمېرل کيږي ، نو واک هم له پيله تر اوسه په دوديز ډول له دوى سره پاتې شوى او پاتې نورو لږکيو خپل پښتون مشر ته په خورا درناوۍ په سياسي او اداري چارو کې دويم رول منلى .
په افغانستان کې د واک انډول هغه مهال خراب شو ، چې کله بهرني ښکېلاګرو په افغانستان کې د پښتنو له لوري شرمونکې پوځي ماتې وخوړلې ، په افغانستان کې يرغلګر په پوځي ډګر کې تل مات ، خو په سياسي ډګر کې ځکه بريالي وتلي چې په هېواد کې يې قومي او ژبني تعصبونو ته په ډېر مهارت لمنې وهلې ، د شاه امان الله خان له خوا د انګليس ښکېلاک تر راڅملولو وروسته ، انګريزانو په خورا مهارت د بچه سقاو په نوم يو تن تاجک د اماني دولت پرضد راپاڅوه ، تردې وروسته د روسي ښکېلاک پرمهال روسانو په افغانستان کې يو شمېر قومي لږکي له پښتنو څخه د خپلې ازادۍ او حق غوښتنې په پلمه د پښتنو پرضد ولمسول او په بېلابېلو نومونو يې سياسي ډلې ټپلې جوړې کړې ، ستم ، پرچم ، شعله جاويد هغه سياسي ګوندونه وو چې په اصل کې يې د کمونيزم ، لېنيزم آيډيالوژۍ پرمخ بيولې ، خو په ښکاره ډول يې د روسانو په اشاره له پښتنو څخه د خپلو حقونو او د پښتنو ددوه سوه کلنۍ واکمنۍ په راپرځولو پسې پښې رالوڅې کړې وې ، د افغان جهاد په موده کې چې اتيا سلنه ونډه د پښتنو وه ، د وخت زبرځواک روس، د افغان مېړني او مجاهد ولس له لوري له فاحشې ماتې سره مخ شو، روسانو د پښتنو پروړاندې خپل غچ له سياسي لارې جبران کړ او د ډاکټر نجيب الله د واک تر نسکورېدو وروسته واک لږکيو ته په لاس ورغى ، اوس هم د امريکې په راتګ سره په منظم او سيستماتيک ډول پښتانه په بېلابېلو نومونو وژل کيږي ، له سياسي ، اقتصادي او ټولنيز پلوه له واک څخه څنډې ته کيږي ، د ولسي جرګې ټاکنې د نړيوالو لخوا هغه منظم پلان وو چې له مخه يې پښتانه اکثريت په پارلمان کې په اقليت واړول ، نړيوالو او ځينو کورنيو عناصرو د پښتنو ستراتيژيکې وژنې نقشې لا دمخه طرحه کړي دي ، چې پيلامه يې د ولسي جرګې ټاکنې ، د بې ګناه ولسي وګړو ډله ييزې وژنې او نورې ناخوالې دي .
د ولسي جرګې د مشر ټاکنې پرسر له اوږدې مودې ناندريو وروسته اخر يو ازبک توکمه شخص د جرګې د مشر په توګه وټاکل شو ، د جرګې د مشر په ټاکنه کې بهرني عواملو خورا فعاله ونډه لرله ، پاکستان ايران او غربي ټلوالې نه غوښتل چې پښتون دې د جرګې مشر وټاکل شي ، د ځينو سرچينو د مالوماتو پربنسټ د شمال ټلوالې مهممو مشرانو د يونس قانوني په ټاکنې ټينګار کاوه او د همدې موضوع په تړاو يې شاوخوا پنځه ميلونه ډالره ځانګړې کړي وو ، ايران هزاره مشرانو ته سپارښتنه کوله چې د قانوني په ګټه خپله رايه وکاروي ، دار راز پاکستان هم نه غوښتل چې پښتون توکمى د ولسي جرګې مشر وټاکل شي ، دا چې رياست نه د پښتون شو او نه د تاجيک او هزاره ، نو ترمنځ يې پرېکړه وشوه چې رياست يوه ازبک توکمه شخص ته وسپاري ، چې دا د پښتنو په تاريخ کې ددوى يوه ستره سياسي ماته په ګوته کوي .
ازبک ته ددې کليدي ارګان د مشرۍ سپارل په اوسني حکومت کې د پښتنو محروميت څرګندوي ، مقننه ارګان د لږکيو لپاره نور ميراثي شو ، ځکه لومړى ځل پرې تاجيک واکمن ، دوهم ځل ازبک او درېيم ځل به هزاره د ولسي جرګې رياست ته د مدعي په توګه سر راپورته کوي .
د ولسي جرګې د مشر تر ټاکل کېدو وروسته په ځينو ورځپاڼو کې ډېرې پارونکې ليکنې خپرې شوې ، ما د ملي ارمان او ماندګار په نوم دوه ملي ضد ورځپاڼې ولوستلې چې مستقماً يې پښتنو ته پېغور ورکړى وو ، په ورځپاڼو کې ليکل شوي وو چې (نور په افغانستان کې هېڅوک نه شي کولى چې د اکثريت دعوه وکړي ، ځکه د يوه ازبک توکمه مشر ټاکلو دا وښوده چې هېڅوک تر چا کم نه دي ) .
پښتنو چې په تېرځل پارلمان کې يې شاوخوا يوسلو پنځه ويشت استازي لرل ، سږکال يې د څوکيو شمېر شپږ نوي ته رسيږي ، يو ډېر ستر توپير ! ملامعنوي او دده ملګرو د ولسي جرګې په ټاکنو کې په ډېرې ځيرکۍ او مهارت سره د پښتنو يو پر درېيمه برخه څوکۍ خپلو پلويانو ته پرېښودې ، معنوي د ناامنۍ په پلمه په پښتون مېشتو سيمو کې شاوخوا څلورسوه د رايي اچونې مرکزونه وتړل ، په شمالي ولايتونو کې د پښتنو په سيمو کې په مصنوعي او سيستماتيک ډول امنيت خراب شو او له رايي اچونې محرو پاتې شول .
اوس له دې ټولو بدبختيو سره سره پښتنو ته څه کول پکار دي ؟
حل لاره : پښتانه اوس مهال د يوه عظيم توپان په ګردآب کې بند پاتې دي ، هم په فزيکي او هم په معنوي ډول وژل کيږي ، راځئ چې ددې ټولو ناخوالو څخه د خلاصون په موخه يو سياسي حرکت پيل کړو ، خپل افکار اصلاح کړو ، سياسي او علمي شعور خپل کړو ، د پرديو له اسارت څخه ځان راخلاص کړو ، قبيلوي ، سيمه ييز او مذهبي تعصبونه شاته پرې ږدو او قوميت خپل کړو ، يو بل ته تن ورکړو ، شخصي ګټې پرې ږدو او ملي ګټو ته پام وکړو او بالاخره د يوه وېښتابه عصر په لوري مخه کړو چې ټول پښتانه په يوه واحد مرکزيت سره راټول کړي ، لرې به نه وي چې خپل پخوانى شان او شوکت بېرته راژوندى کړو .

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.