pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
سوفا، امنيتې او دفاعي تړون او مشورتې لویه جرګه
۲۰ نومبر ۲۰۱۳
نظرمحمد مطمئن


ددې له پاره چې د امريکا د سوفا تړون، امنيتې او دفاعي تړون او مشورتې جرګې اړوند معلومات لا هم ډیرو افغانانو ته ګونګ دی، ښه ګڼم چې په لنډو ټکو کې يې د ملګرو او دوستانو سره شريک کړم
۰۲ مئ ۲۰۱۲ ستراتيژیک تړون چې اوس د امنيتې او دفاعي نوم ته اوښتی د ولسمشر کرزي او ولسمشر باراک اوباما له خوا لاسلیک شوی
مارچ ۲۰۱۳ د مشورتي جرګې په لسټونو افغان حکومت کار پېل کړی وو، نږدې نه ۹ مياشتي مخکې د اوسنۍ مشورتي جرګې په لسټونو کار پېل شوی وو
۱۹ نومبر ۲۰۱۳ په کونړ کې د ګوجرو قوم مظاهره وکړه او ويل يې چې ددوی د قوم استازي مشورتي جرګې ته نه دي غوښتل شوي
د کونړ والي ۱۹ نومبر ۲۰۱۳ رسنيو ته وویل چې د مشورتي جرګې د لسټونو په اړه له دوی سره مشوره نه ده شوي او لسټونه له کابل څخه ورته استول شوې دي
د مشورتي جرګې څخه هدف يواځي د خلکو غولول دی، هیڅ ډول اړتيا يې نه شته ځکه تړون مخکې له مخکې لاسليک شوی، او ښاغلي سپنتا ولسي جرګې ته وویل چې د تړون کار ۹۹،۹۹ سلنه بشپړ شوی.
د قضايې مصؤنيت يا قضايې مسؤليت خبره افغان حکومت ورسره منلې ځکه امريکايانو اعلان وکی چې قضايې مصؤنيت سره کرښه ده، که چيرته افغان حکومت نه وي منلي نو بيا خو په کار وه چې نور خبري په ټپه دريدلي وای او مشورتي جرګې ته هم اړتيا نه ليدل کيدله
د SOFA په نوم چې امریکا له نوري نړۍ سره تړونونه لري هغه ډول تړون ته ورته دی، چې په ۲۰۰۴ ز کال کې ښاغلي عبدالله عبدالله د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير له خوا له امریکا سره لاسليک شوې، CIA سپيشل فورس او بې پيلوټه الوتکې پرته له محدوديت او پرته د افغان حکومت له اجازي د هر ډول عملياتو اجازه لري، افغان حکومت حق نه لري چې پوښتنه ورڅخه وکړي.
په اوسني امنيتې او دفاعي قرارداد کې د CIA ، سپيشل فورس او بې پيلوټه الوتکو خبره نه ده شامله، درې واړه خبرې د ۲۰۰۴ کال د تړون له مخې په خپل ځای پاتې دي.
د امريکا د کانګرس يوه سناتور دا غوښتنه هم کړي چې باید د امریکا قرارداديانو (بلک واټر او نورو...) ته هم قضايې مصؤنيت او يا داچې قضايې صلاحيت يې بايد له امريکا سره وي
د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتې او دفاعي تړون ترمنځ اصل متن تر نن ورځي (۲۰ نومبر ۲۰۱۳) هيچاته نه دی ورښکاره شوی، د مشرانو جرګې د دفاعي کميټي مشر ښاغلی حساس صاحب ګيله لري چې ډیري منډې مې پسي وکړي چې د تړون متن لاسته راوړم، خو هيچا هم راته رانه کی، دا ډول د ولسي جرګې د دفاعي کميټې غړو او مشرې ته هم نه دی رسيدلی.
داسي ويل کيږي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د تړون متن به د پنجشنبې ورځ ۲۱ نومبر ۲۰۱۳هم د مشورتي جرګې دغړو په واک کې ورنه کول شي، ممکن چې د جمعې ورځ متن ښکاره شي
تيره اونۍ ولسي جرګې ډاکټر رنګين دادفر ددي له پاره پارلمان ته غوښتی وو چې د تړون له متن سره ورشي، ښاغلی سپنتا وتوانيدی چې دولسي جرګې ځينې غړي په احساساتو راولي او موضوع بل لورته وڅرخوي چې اصلي خبره چې د تړون متن وه پاتې شوه.
تراوسه هم معلومه نه ده چې د تړون شکل به توافقنامه وي که تړون، که چيرته تړون وي نو بيا د امریکا د کانګرس تايد ته اړتيا ليدل کيږی او که توافقنامه وي بيا د امريکا د کانګرس تايد ته اړتيا نشته.
په تيرو دولس کلونو کې امریکايانو زموږ په هيواد کې نا امني او ستونزې زياتي کړي، د افغانستان اړيکې يې له ګاونډيو هيوادو سره له حده زياتي خرابې کړي، له دي ورسته هم ډیر امکان شته چې نا امني نوره هم زياته شي، جنګ به ادامه پيداکي او د تړون په لاسليک کولو سره به دافغانستان اړيکې له دي هم زيات له ګاونډيو او دسيمې له هيوادونو سره خرابې شي.
امريکا په هیڅ ډول د افغانستان د ګټو له پاره د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو سره خپلې اړيکې نه خرابوي، امریکا له پاکستان سره ډیرې ژورې او پټې استخباراتي اړيکې لري، دا ډول له ايران سره پټې اړیکې، اوس يې په اړيکو کې ښه والي، داسي معلوميږي چې ایران او پاکستان ته امریکا د افغانستان په پرتله ډیره ترجيح ورکوي
تړون او سوله دوه مخالفې او متضادې کليمې دي البته د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې، که د افغانستان او امريکا ترمنځ تړون لاسليک شي، جنګ به دوام پيداکوي او دسولي دروازه به په يو مخیز ډول سره بنده شي
ګاونډي او د سيمې هيوادونه دا ډول ځينې لوی طاقتونه به د تړون تر لاسليک وروسته په افغانستان کې لا زياتي ناامني ته لمن ووهي، او ممکن چې وسلوال مقاومت داسي درنې وسلې هم لاسته راوړي لکه چې د روسانو سره د جهاد پرمهال امریکا مجاهدينو ته سټنګر توغندي ورکړل، په دغسي حالت کې به بيا هم زیان امریکا او اوسني افغان دولت ته زیات رسيږي
ښاغلی کرزی غواړی چې د لاسليک شوې تړون په برخه کې د راتلونکې نسلونو د پريکړي له پاره په دغه جرم کې خینې نا خبره او ساده افغانان هم ورګډ کړي، ترڅو د خپلې ګناه پيټې له نورو سره شريک او يا د نورو پر اوږو ورواچوي
داچې د امریکا له خوا تهديد کيږي چې که تړون لاسليک نه شي دوی به په افغان حکومت خپلې مرستې بندې کړی، د افغانستان خپلواکی او ازادي تر ښکاره سوال لاندي راولي
هغه اردو، پولس او امنيتې کارکوونکې چې د هيواد ګټو ته ژمن نه وي، د هيواد او خاورې مينه ورسره نه وي، د خدمت روحيه يې کمزورې وي، د پرديو او بهرنيو يرغلګرو معاش اخلي آيا موږ په دغسي اردو او پوليسو باور کولای شو؟ چې هغوی به په راتلونکې کې د امریکا پر ځای د افغانستان ګټوته ژمن وي؟ نه هيڅکله هم نه؟ اصلا دغسي اردو، پوځ او پولیس ته اړتيا نشته چې د خپل هيواد د خدمت روحيه ونه لري
که لس کلونه وروسته د افغان حکومت په خبره ( زما په آند که امريکا ته آډې ورکول شي او تړون لاسليک شي، نو درې نسله (۹۰ ) کلونه به دلته پاتي کيږي، د جګړي د بايللو په صورت کې بيا ممکن ډیر ژر خپلې پښې سپکې کړي، ولي دوی نيت د ۹۰ کلونو لري) امريکا له افغانستان څخه ؤځي، بيا به زموږ د اردو او پوليسو معاش څوک ورکوي؟ آيا دا ډاډ څوک ورکولای شي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به جګړه نه وي او دافغانستان اقتصاد به د يرغلګرو د اډو په شتون کې پرخپلو پښو ودريږي؟
ښه داده چې د نظامي لاسوهني، امنيتې او دفاعي تړون او سياسي مداخلو پر ځای امریکا د خپلو پوځيانو تر ايستلو وروسته د افغانستان سره د اقتصاد په برخه کې مرستې وکړي، تر څو افغانستان په خپلو پښو ولاړ او بسيا هيواد شي او وکولای شي چې داردو او پوليسو معاشونه د خپلو معدنونو د استخراج د پیسو څخه ورکړي، موږ دومره معدنونه او ترځمکې لاندي باکره زيرمې لرو چې تر ګاونډيو او سيميزو ډیرو هيوادونو زيات او په چټکې سره کولای شو چې اقتصاد مو پرمختګ وکړي
امریکا ته اډې ورکول په دي معنی دي چې افغان عسکر د بهرنيانود ساتنې له پاره د وسلوال مقاومت په مخکې سپر وګرځوي، د بهرنيانو د ساتنې له پاره افغان عسکر خپله وينه توي کړي
دامريکا اقتصاد ورځ تربلې مخه په ځوړ دی، هغوی په امنيتې او دفاعي تړون کې هيڅ ډول مرستې نه منې او نه هم ورته ځان ملتزم ګڼې، دغسي دمرستو منل د امريکا د ګانګرس تايد ته اړتيا لري او هغه ته دفاعي تړون ويل کيږي، له همدې ويرې يې د دفاعي تړون سره د امنيت ټکی زیات کړی، امريکا او افغان حکومت دواړه لګيا دي زموږ نا لوستی ولس غولوي او په سترګو کې يې خاورې شيندې ( افغان ولس تر هرنامه لاندي د امریکايې پوځيانو په شتون او يرغل کې له هر ډول تړون سره مخالف دی).
که له امريکا سره تړون لاسليک شي او هغوی ته آډي ورکول شي، د افغانستان په راتلونکې هر ډول نظام کې به ددوی لاسوهنه وي او ددوی په خوښه به نظام ټاکل کيږي
تر بل هرچا د ناامنه سيمو اوسيدونکې سولي ته زياته اړتيا لري، چيرته دهغوی څخه امريکایې پوځيانو ته د اډو ورکولو په اړه پوښتنه شوې؟ چارواکې، حکومت او امريکا پلوه خلک خو په ښارونو کې اوسيږي، څه ډول کولای شي چې هغوی د ناامنه سيمو څخه استازيتوب وکړي؟
د پاکستان د پوځ لوړ پوړی افسر د آی ایس آی غړی بريګيډر يوسف په خپل کتاب کې ليکې چې افغانستان د يرغلګرو له پاره دام دی، دښمن بايد دغه دام ته راکښ کړل شي چې بيا يې له دام څخه د وتلو امکان نشته، ګاونډي او سيمئيز هيوادونه غواړي چې امریکا تر ډیر مهال د افغانستان په جګړه کې بوخته وساتي، تر څو ګاونډې هيوادونه لا ډیر پرمختګ وکړي لکه چې د روسانو سره د جهاد پرمهال پاکستان د آټوم بم خاوند شو، په افغانستان کې د امریکا له شکيلتيا وروسته زموږ بل ګاونډی هيواد ایران د اټوم بم خاوند شو، او چين به دنړۍ لوی قدرت جوړيږي، روسيه او هند به اقتصادي، نظامي او سياسي پرمختګ کوي، لکه چې ولیدل شول په سوریه کې روسيه پر امریکا برلاسي شوه، ليدل کيږي چې امريکا خپله هم په دام کې ځان بندوي.
امريکا او يرغلګر پوځونه موږ ټول افغانان پرته له تفکيک څخه خپل دښمنان بولي،ځينې هغه افغانان چې دوی يې خپل لاسپوڅې بولي په هغوی هم بې باوره دي، کله چې موږ ټول خپل دښمنان بولي څه ډول کيدای شي چې له دښمن سره دي داسي مرسته ؤشي چې هغوی قوي شي، سوال نه پيداکيږي؟
مشورتې لويه جرګه چې خپله د جرګې رئيس حضرت صبغت الله مجددې او د جرګې مرستيال سيد حامد ګيلانې يې هم جوړيدل اړين نه دی ګڼلي، په ټوله کې به د لويو جرګو تاريخې حیثيت ته سخته صدمه ورسوي، د جرګې او د جرګې د ګډون کوونکو نوم به بدنام کړي
پایله داچې د امريکايې اډو د شتون په صورت کې به مذهبې ، کلتوري يرغل ته لاره هواره شي، د فحشاء مرکزونه به د آدو په څنګ کې عام فعاليت ولري، او د نصرانيت او سيکولیزم له پاره به پرته له ډاره تبلیغ کيږي.
پای

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.