pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
په ا فغانـستان کې د لـویـدیـزې ټلــوالې اخــلاقـي فـساد
     
میرکي ،‌زیرکیار

په اکــــتوبر ۲۰۰۱ زیـیز کې په افــغانستان بانــدې له یرغــل راهــیسې، لویــدیزې ټلوالې خپل قباحت د وژنې د وحشـتناکو شکلونو، د جنګ د کرغیـړنو جنایتونو او د غیرقانوني وسلو د استعمال له لارې ښودلی دی. د لویدیزې ټلوالې رښتونې څیره او اخلاقي انحطاط یې د هرې ورځې په تیریدلو سره راڅرګند شول-پـه تیره له هغه مهاله چې د امـــریکې او متحدیــنو کلکې پټې او بې رپـورټه ضایعې په افغانستان کې محاسبې ته ونه سپارل شوې
لاندې بیلګې به بسنه وکړي چې د لویدیزې ټلوالې رښتونې څیره بربڼـډه کړي چې نه یواځې یې افغانستان ویجاړ کړی دی بلکې د افغانستان د ولس بشریت ته یې هم زیان اړولی دی
یو څو ورځې وړاندې ، یوچا د څلور تنو وسله والو امریکایانو مونې وښودلې چې د طالبانو د جنګیالیو په مړیو یې متیازې کولې. دا زموږ لپاره د تعجب وړ نه وه ځکه چې موږ په افغانستان کې او هر چیرې د امریکې او د متحدینو د وسله والو قواو د دغسې کرغیړن سلوک په اکله ښایسته ښه ډیر لوستلي وو. خو د امریکایي قواوله یوه اســاسي او انکارنه مـنونکی واقـعیــت نه سترګې نــشو پټــولی اوهغه دا چې د بشر ویــقار او عزت ته سپکاوی کــــوي. په حقیقت کې امریکایي قواوې له ډاره ډک نمونه یي سلوک کوي: معمولا، دوی د ساده وسلو د لرونکو مخالفانو په مقابل کې په خپلو پرمخـتـلـلو وسلـو متکي وي او په هــغو بم اچــوونکو الـوتکــو ډاډه وي چې له غـږه ګــړنـــدئ (ســوپـر سانــیک) الـوزي. طالب جنګــیالي په ډیــر زړو کلــشنیکوفــونو او توغندي ویشــتونکو بمګــوټو(آر پــي جي) سمبال دي، خو د خپلې دفاع لـــپاره د ځان سره واقــعي وســله ګرځوي-خپله نه ماتیدونکې پولادي اراده. دغه ترکیب د امریکې،ناټو او د وارسا د تړون د پخوانـیو غړو په شمول ۴۹ هیوادونه په ګوڼـډو کــړی دي. په حقیقت کې امریکې په غلي (ضمني) ډول خپله ماتې منلې ده، ځکه هیلري کلینټن[ د امریکې د بهرنیو چارې وزیرې] د ولسي جرګې د بهرنیو چارو د کمیټې په وړاندې د ۲۰۱۱ په اکتوبر کې وویل چې سوله بې له ملا عمره ناشونې ده. را په یاد کړئ، دا هـمغه ملا عمر و چې امریکې ترهه ګر (تروریست)ګاڼه. بل مثال د امریکې په برید کوونکي ټانکي غوڼـډ را څرخي چې په کندهار کې یې ملکي افغانان ووژل او د ساعت تیرۍ لپاره یې د هــغوې ویجاړې شوې تنې وښودلې او دا خو لا څه کوئ چې دهــغوي ګوتې او ســـرونه یې د یـــــادګارونو پـــه څــیر غــوڅ کړل. پوښــتــنه داده چې کوم ډول وحــشیان به داسې وکــړي؟ ځـــواب یې دا دی چې وحــشیان امــــــریکایـــي عســــــــکــــر دي
دریم مثال یې دا دی چې د سهیلي افغانستان د هلمند په ولایت کې، برتانوي عسکرو افغان ماشومان وازارول او تعــــرض یې پرې وکړ. برتانوي او امریکایي عسکرو د هلمــند په ولایت کې ځینې خورا فجیع جنایتونه تر سره کــړي دي ځکه چې هلته یې تقریبا هره جګړه بایللې وه. په رښتیا، د ۲۰۱۰ زییز په فبرورۍ کې پنځلس زره امریکایي او برتانوی قواو چې په څنګ کې یې د افغانستان د شمالي اتحاد ټولیو د افغانستان د ملي اردو دچپنې لاندې ګډون لاره ، د هلمند ولایت په مارجه نومې کرهـڼـیز کلي برید وکړ. د ا ستر قدرت چې په هوایي ملاتړ، کلک توپچي قدرت او د خاصو عملیاتو په قطعو سمبال شوی و په ګوڼـډو شو، ماتی یې وخوړه. په حقیقت کې، په مارجه کې دهغوی په ماتې باندې په افغانستان کې د امریکایی قواو جنرال مککـریستل رڼا اچولې وه ، په دې ډول چې مارجه یي وینې څـڅـیدونکی زخم ګڼلی و. مارجه یې ځکه وینې څڅـیدونکی زخم ګڼلی و چې هلته امریکایي او برتانوي عسکرو ته غټ تلفات اوښتلي وو که څه هم امریکې او متحدینو یې د جنګیالیو طالبانو په کچه غــټې قواوې او درانه او مُـدرن جنګي وسایـل لرل. خو داچې بهــرنیو یرغلګرو،ناټــو او امریکې، پـښــتانه ما ت نکــړای شول، د سپکاوي لار یې ونیوله،هغسې لار لکه برتانوي عسکرو چې په ماشومانو باندې د جــنســي هــدف لپاره تجاوز وکـــړ او امریکایي عسکــرو د مــړیو سپکاوی . د زړه ورو ســړو څه یو ناشــنا لــښکـــر؟- هـغه پـوځــونه چې د مــلــتـــونو اســـــتـــازي دي
په ۲۰۰۵ زییز کې د ارزګان ولایت په دهـراود ولســوالۍ کې امریکایي عسکرو د دوه طالب جنګیالــیو مــړي وسیځل. د هغوی د سیځنې په مهال امریکایي عسکرو د لوډ سپـیکر په استعمال سره د کلي د خلکو زړورتیا او سړیتوب راټـیټول او په دې ډول به یې هغوی سـپکول. له دینه وروسته، امریکایي عسکر (دلته او په هر ولایت کې چې پــښتانه پکــې برلاســي وو) د ویــشتــنې هدف وګرځیدل. خلک په دې پوه شول چې امریکایي عسکر لازمي انسانــیت نه لــري او د بشري وقار سپکاوی کوی. له دې امله، د نــیواک په ضد پاڅـــــون ارت شــو او ولسي مـــــلاتړ یـــې خــپل کــړ
په ۲۰۰۶ کې په افغانستان کې جرمن عسکرو له یوې ځایي هدیرې نه د فـټبال لپاره کوپـړۍ راوویستلې او نور سپک کارونه یې هم وکړل. هغوی د هډوکو سره عکسونه واخیستل او یوه عسکر د ککریو له منځه یوه د خپل تناسلي غړي په خوا کې ونیوله چې د جنسي شهـوتي تصویر له لارې یې سپکاوی وکړي
ډیر ځلې امریکایي عسکرو د سپیـڅلي قرآن سره د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې سپکاوی کړی دی. عسکر د خوب په مهال د خلکو په شخصي ژوند باندې تیری کوي، په پرله پسې ډول کورونو ته د ننوتلو دړې (دروازې) یې الوزوي او په انسانانوحمله ګر سپي ورخوشې کوي. که په دې ټولو یې تنده نه ماتیـږي، نو بیا څو ځلې عسکر د سپـيڅلي قرآن ټوکونه رااخلي او چـټلـیو ته یې ورغورځوي. دا هغه ډول بې نزاکته سلوک دی چې د پښـتنو(افغانانو) پریکړه یې غښتلې کړه په داسې حال کې چې نورو اقلیـتونو ورته په بې تفاوتۍ سر کتل یا یې د یو څو خیرنو ډالرو لپاره د زړه له کومي هـملاسـتیا کوله
پښتانه (افغانان) نه یواځې د جګړې ډګـر ګټي، بلکې په خپلې سرلوړتیا او وقار سره اخلاقي جګړه هم وړي او او خپل بشریت نه رسوا کوي. د افغانستان د غیرپښتون جمعیت ځینې ټوټې یرغلګران خوښوي او تسلي ورکوي په داسې حال کې چې ځینې نور یې بي تفاوته تماشاچیان دي- او دا هغه تو پیر دی چې په افغانستان کې د پښتنو په غوڅ پاڅونیز (قیامي) اکثریت او د غـیرپـښتنو په غوڅ مطیع اکثریت کې لیدل کیـږي. هسک څښتن به په صالحانو او شریرانو قضاوت وکړي. پښتانه افغانستان ته د یو څیز (شي) په سترګه نه ګوري چې د یو څوخیرنو ډالرو په مقابل کې یې خرڅ کړي
په افـــغانستان کې د لویـدیزې ټــلوالې جنګ په ډاګه کوي چې په جګ تخنیک ســمباله عسکري قوا یې په مسلکي نیـــمګــړتیا اخـــته ده، یانې عسکـــــر یې د جګــړې د تاو او فشار په مهال د وجـداني او اخلاقي معیارونو سره ژمنه نه شــي پالــلی. لویدیز واکمنانو ته د ستراتیجستانو، تحلیلګرانو او فکري بانکونو (تینک ټـینکس) لښکرې تیارسئ ولاړې دي. خو سره له دې دغه واکمنان په دې کې پاتي راغلی دي یا یې نه دي غوښـــتلي چـــې ځانونه پـه افـــغـــان واقعـــیتــونو پوه کـــــــــړي

(الف) پښتانه چې د افغانستان د وګړو اکثریت جوړو ی، د افغانستان موسـسان او ساتونکي دي

(ب) پښتانه د لویدیزې نظري ولسواکۍ (دموکراسۍ) په ځا ی، جوړښـتیـزه/سمـسمکئ ولسواکي لري. د بیلګې په ډول،لاندې پـښتو متـلونه د کړکـیچونو د حل لپاره د پښتنو د فکر څرګندوی دي
(۱) «په خبرو ‎سره دوزخ منم، په زور سره جنت پریـږدم». یانې پښتانه دې ته چـمتو دي چې سوچه دوزخ ته غاړه کښیـږدي – په دې شرط چې سپـیره دوزخ ته په درناوي او نزاکت سره وروبلل شي. خو که زور وکارول شي، جنت به پریـږ دي

(۲) « جرګه مې کړه خپل مې کړه، پـړ مې کړه مـړ مې کړه». یـانې کله چې له جرګې نه کار واخیستل شي، دغه کار درناوی او عزت تمثیلوي اود رابلل شوی قناعت ته لار پرانیزي. له دې امله رابلل شوی د جرګه مارانو محترمانه او درنې پریکړې ته تن ږدي که څه دغه پریکړه به یې په ضد وي او د رابلل شوي لپاره به کلکه جزا ( په مړینه محکومیدل) د ځان سره راوړي

(۳) « کــــه غــر ډیـر لــوړ دی په ســریې لار ده». يـانې پــــه کــلکو کــړ کیـچـنو حــالاتـو کې هــم د خــــبرو (مــذاکـــرو) لـپاره امــکان شـتـه

(پ) پښتانه د خپل سـمسمکي( مساوات طلبه) شـعور له امله د چا تکبر او غـرور نه شي زغملی. پښتانه خپل تاریـخ له خپلو هـدیــرو نه زده کوي چې د خپل ویاړ او عزت سمبـولونه یې ګـڼي. د پښـتنو سمـسکی شعــور او په ژورو جـرړو ولاړ عـزت نـفـس ورتــه اجازه نـه ورکــوي چې استعـماري او امپـریا لـیستــي غـــرور تــه سـر ټـیـټ کـــړي

په اووه لـسمه پـیـړۍ کې د پښـتـنـو ملي شاعر مشر خو شحال خټک (۱۶۹۶-۱۶۱۶) داسې لیکلی وو چې
د پــښتون نوم ویاړ او عزت خپروي، خو که دغه عزت اوحرمت نه وی د افغان تاریخ به څه وي؟ [ د دې غیرشعري مطلب په اکله ، زه زیرک یار لږ و ډیر ډا ډه یم چې د شعر پښتو مـتن به د انګریز اولاف کیرو په کتاب «دی پـټـانـز، ۱۹۵۸، کې خــونــدي شـــوی وي]. زیرک یــار

د ښکیللاک (استعمار) او امپریالیزم تاریخ د پښتنو د برخه لیک په اکله ډیر بې رحمه و. استعماري، غیرقانوني، بې اعتباره او ناروا « ډیـورڼـډ لیکه» (۱۸۹۳) لا تر اوسه پښتانه ویشي. د تیر او اوسني وخت د استعماري نقـشو او د پښتنو په مقابل کې د فجایعو سر سره، پښتنو خپل ناموس خوندي کړ او د خپل ژونـد په قـــیمـت یې خپل ویاړونه دفاع کړل. پښتانه په دې پسې ونه ګرځیدل چې یرغلګرو په کومه اندازه ځانونه راټـیټ کړي او کوچني کړي دي. دوی به هـیڅکله ځانونه د یرغـلګرو سویې ته راټـیټ نکړي بلکې خپله جګړه به په شــرافـتمــنـدانه تــوګه پر مــخ بــیایـي

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.