pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
لويه جرګه که لويه ډرامه
کابل، ۱۳۹۲/۸/۳
ايمل اباسين


حامدکرزی د امريکايانو په زور د هغوی لخوا د يو ګوډاګي په توګه د کابل د جمهوري رياست پر تخت کښينول شو او د خپلې بيواکه واکمنۍ په تيرو دولسو کلونو کې یې هغه څه وکړل چې بادار یې ورته ويل. په ‌ډيره فرمانبردارۍ سره د بادار اوامر پرځای کوي او د دې انديښنه هم ورسره نشته چې د ده د کړو پایلې به دې خاورې او ملت ته څه وي. اوس یې چې د واک پای ته څو مياشتې پاتې دي، غواړي د امريکايانو سره د ظاهري شورماشور، په هغوی د نيوکو او ستراتيژيک تړون د نه لاسليک کولو په تشه غوغا، ملت ته داسې څرګنده کړي چې ګواکې دی (کرزی) د افغانستان د خاوري ساتونکې او د ملت په درد دردمند دی. له دې کبله یې د لویې جرګې نوې لوبه او ډرامه جوړه کړې او غواړې د دې لوبې او ډرامې په پای کې هم د خپل بادار وروستی ارمان پوره کړي او هم ځان ته براأت ورکړي.
بیلابيل ولسونه او ټولنې ځانګړي ولسي، کلتوري او ديني ارزښتونو لري او د دې ارزښتونو پر اساس د خپلې ټولنې بنيادونه جوړوي. که دا بنسټيز ارزښتونه يا کمزوري شي او يا هم ترې ناوړه ګټه واخستل شي نو ټولنه کمزورې کيږي او د نيستۍ او نابودۍ سره مخ کيږي. جرګه د افغانستان داسې يو ملي ولسي بنسټ دی چې له هغې لارې د افغانستان خواخوږو، ايماندارو او د جرګې او جرګه مارۍ په ارزښتونو او اصولو پوهو بچو دا خاوره او دا ټولنه په ‌خپل تدبير سره د تاريخ په بيلابيلو پړاونو کې د خطر نه ژغورلې او د راتلونکې په هکله یې روغ تصميم نيولی دی. د افغان هوئيت تامين شوی، ولسي او کلتوري ارښتونه پرځای پاتې شوي او ټولنه د خپلو ملي معيارونو پر بنياد دريدلې ده.
امريکامتحده ايالاتو او ملګرو یې د خپلو ستراتيژيکو او اقتصادي ګټو د لاسته راوړلو، خوندي کولو او ساتلو په خاطر، په سيمه کې د روسيې، چين او هندوستان په مقابل کې د وسلوي قوت د برابرۍ او د دې هيوادونو د پوځي قوتونو د څارنې او د هغې په مقابل د جدې عکس العمل په خاطر، او بلاخره په ايران کې د سياسي او نظامي بدلونونو او پرمختګونو د نږدې څارنې په خاطر، د القاعدې سره د جګړې تر نوم لاندې په افغانستان يرغل وکړ او د طالبانو حکومت او واکمني یې ړنګه کړه. د افغانستان طبعيي زيرمې لکه يورانيوم، کاڼي او جواهرات او نوي پيدا شوي سره زر د امريکامتحده ايالاتو او لويديځ لپاره د خاص پاملرنې وړ دي. د ترکمنستان څخه د ګازو او نفتو د پايپ لاين غزونه د امريکامتحده ايالاتو د انرژۍ د سياست يو ستر ټکی دی. خو افغانستان ته د پرديو راتګ نه يواځې دا چې افغانستان ته اقتصادي تاوانونه رسوي، بلکې د افغانستان ملي هويت، ملي ارزښنونه او د دې ټولنې ملي معيارونه د تهديد او ورکيدو سره مخ دي. د دې ملت د ژوند او راتلونکې فيصلې د نورو په لاس کې دي.
بهرني او کورني دښمنان د خپلو اهدافو د پلي کولو لپاره بيلابيلې پلمې جوړوي او د عملي کولو لپاره يې هره ممکنه لار لټوي. د بهرنيو دښمنانو ګوډاګيان غواړي د خپل بادار د خوشحاله کولو او بادار ته د خدمت کولو په خاطر جرګه هم بدنامه کړي. د جرګې د نوم څخه کرغيړنه او ناوړه استفاده وکړي ترڅو یې له يوې خوا خپل بادار ته خدمت کړی وي او بله خوا یې ځان ته براأت هم ورکړی وي. حامدکرزی به په دې کار کې بريالی هم شي ځکه تيره تجربه وروسره ده. که بل اړخ ته یې وګورو، دا ايلي او پلمي ځکه د بري پړاو ته رسيږي چې د ملت اکثره وګړي د خپلو ملي ارزښتونو او ټولنيزو بنيادونو څخه يا ليرې پاتې دي او يا هم د ليرې کيدو په حالت کې دي. بهرني فکر او لويديځو اخلاقو د افغانستان ټولنه دومره اغيزمنه کړې ده چې د دې هيواد او ولس لپاره فکر پردي کوي، فيصلې يې د نورو په لاس کې دي او واک يې هم د بل دی، مګر دوی بيا هم ورته خوشحاله دي او هسې ورته ګوري. د نورو علتونو ترڅنګ یې دوه ستر علتونه د بېدرغه ډالرو ويشل او ولس په رشوت او فساد اخته کول دي.
په ۱۳۹۰زيږديز کال کې چې حامدکرزي د لويې جرګې په نوم خلک راټول کړل هيچا هم په جرګه کې دا پوښتنه مطرح نه کړه چې د تړون محتوی څه ده او موږ د څه په هکله خبرې او فيصله کوو. په جرګه کې هغه څه وشول چې کرزي غوښتل. راټول شوي خلک ځينې د حکومت وزيران، معينان، ريسان او نور لوړپوړي او منځپوړي چارواکي وو، ځينې یې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي وو، نور یې د حامدکرزي بيشميره مشاورين وو او پاتې خلک یې د حامدکرزي او د هغه د ملګرو او واليانو په طبعيت او اشاره راټول شوي هغه کسان وو چې د حکومت اجندا یې پرمخ بوتلله. ټولو راټول شوو کسانو د حکومت په اشاره لاسونه پورته کول او ښکته کول او د حکومتي چارواکو خبرې یې تائيدولې. په جرګه کې ګدون مالي ګټې هم درلودي. ټولو ګډون کوونکو ته د لارې خرڅ ورکړل شوی و، چای او ډوډۍ یې په کابل کې تياره او غوړه وه او د بيرته تګ په وخت کې یې نغدې پيسې هم ترلاسه کړې. هيڅ ګډون کوونکي کوم ځانګړی فکر نه درلود، ځکه هيچا ته د تړون محتوی معلومه نه وه چې د څه په هکله خبرې کوي. يواځې په دې خوشحاله وو چې په جرګه کې یې برخه اخستې وه، مګر دا يې هيره کړې وه چې د دوی فيصله د افغانستان د راتلونکې مسئوليت هم د دوی په غاړه اچوي. ګدون کوونکو د دې ټکي کومه پروا نه درلوده، ځکه هغوی ته دا ثابته وه چې د افغانستان خلک د دوی څخه د دې مسئوليت نه پوښتنه کوي او نه پوښتنه کولای شي.
د کمونيزم، کفر او اسلام په نوم لس کاله جګړه وشوه، دوه ميلونه افغانان له مينځه ولاړل، په ميلونو افغانان لاتراوسه په پرديو هيوادونو کې د بيکورۍ او در په درۍ شپې سبا کوي، مګر نن کمونست او مجاهد يو د بل ترڅنګ ناست دي او د يوه اخور څخه ګيډې ډکوي. د اسلامي حکومت په نوم کابل وران شو، د خلکو کورونه او مالونه لوټ شول او د افغانانو خويندې او ميندې د همدې اسلامپالو او مجاهدينو لخوا بېعزته او بې پته کړای شوې. د ښځو څخه سينې غوڅې شوې، د خلکو په سرونو کې ميخونه ټک وهل شول او پخ زرګونو بيګناه انسانان ووژل او څه یې ژوندې خښ کړای شو. دشت لیلا یې يواځې يوه بيلګه ده. نن هماغه جنګسالاران، قاتلين او مجرمين څوک د ريس جمهور مرستيالان دي، څوک جمهوري رياست ته کانديد دي، څوک د جمهوري رياست مرستيالي ته کانديد دي، څوک وزيران دي، څوک د ولسي او مشرانو جرګو غړي دي او ځينې یې د نورو لويو قدرتونو او منصبونو خاوندان دي. دا ملت ورته هسې ګوري او هر څوک دا وايي چې زما سر ته دې خير وي. دا جنګسالاران، قاتلين او مجرمين نه يواځې دا چې په خپلو جنايتونو او جرمنو پښيمانه نه دي، بلکې د هغې نه کلکه دفاع هم کوي.
پر هيواد د څلويښتو څخه ‌ډيرو کفري هيوادونو يرغل کړی، د هيواد خپلواکي له مينځه تللې او هره ورځ بيګناه ښځې او ماشومان، سپين ږيري، پيغلې او ځوانان وژل کيږي. د خلکو په کورونو يهودي او نصراني پوځونه ننوځي او خلک بېعزته کوی او وژني، مګر دا ويده ملت یې هسې ننداره کوي. ولې د افغانستان دا ويده ملت د دې جنګسالارانو، قاتلينو او مجرمينو څخه د هغوی د جرمنو او جنايتونو پوښتنه نه کوي؟ دا ويده ملت ولې د يرغلګرو د ظلمونو او تیريو په مقابل کې هسې پټه خوله ناست دی؟ دا ويده ملت ولې د حامدکرزي نه دا پوښتنه نه کوي چې تا په کومه قواله افغانستان په امريکايانو خرڅ کړی دی؟ دا ويده ملت ولې د حامدکرزي او د هغه د حکومت د خلکو څخه دا پوښتنه نه کوي چې ستاسې په واکمنۍ کې موږ ولې بېکوره کيږو، بېعزته کيږو او وژل کيږو؟
کله چې ملت د خپل حق پوښتنه نه کوي او د رمې د پسونو په څير د شپانه په شنه ګياه پسې منډې وهي، شپون خو به یې خامخا لومړی څربوي او بيا به یې حلالوي. دا شنه ډالر دي چې د دې ملت سترګې یې ړندې کړي دي. موږ تل د خپل تاريخ او غيرت خبرې کوو او باټې وهو. ترڅو به زوړ تاريخ او زوړ غيرت يادوو؟ هغوی چې تاريخ او غيرت درلود د خاورو لاندې دي او بيرته د دې خاورې او د دې ملت د ژغورلو لپاره د قبرونو څخه نه راپورته کيږي. ای اوسني افغانه! تا د دې خاورې او د دې ولس لپاره څه کړي؟ تا د خپل کوم حق پوښتنه کړې؟ تا د کوم ظالم د ظلم او ناروا مخه نيولې؟ تا څوک د حق او عدالت محکمې ته راکش کړی؟ په هيواد کې دې انګريز حاکم دی او ته د انګريز څخه د امان الله خان د خپلواکۍ جشن نيسې. ستا ټوله پوهه همدومره ده؟ نړۍ پرمخ روانه ده، په اسلامي نړۍ کې انقلابونه روان دي او ستا سترګې ‌ډالرو ړندې کړي دي. کله چې ته د خپل ځان او خپل حق پوښتنه نه کوي، په تا به همداسې لوبې کيږي. د جرګې په نوم به همداسې لوبې او ‌ډرامې جوړيږي او ته به یې په پټو سترګو ملاتړ کوي. په جسم به ژوندی یې مګر د انسانيت، احساس او خوديت څخه به خلاص یې. افسوس دې وي ستا په حال.
د مشورتې لوې جرګې په نوم راتلونکې ‌لوبه او ډرامه به هم د لويې جرګې په نوم د تيرې لوبې او ډرامې په څير وي. هماغسې لوبه او ‌ډرامه به جوړه شي او راټول شوي کسان به حامدکرزي ته ووايي چې د امريکامتحده ايالاتو سره تړون لاسليک کړه. راغوښتل شوي کسان به بيا د حکومت وزيران، معينان، ريسان، لوړپوړي او منځپوړي چارواکي، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي، د حامدکرزي بيشميره مشاورين او د حامدکرزي او هغه د ملګرو او واليانو په خوښه راټول شوي کسان وي چې د حکومت ډول ته به اتڼونه اچوي. بيا به هم حامدکرزی او د هغه د حکومت غړي د جرګې ګدون کوونکو ته د قرارداد نوې محتوی ورنکړي. بيا به هم حامدکرزی او د هغه د حکومت غړي د جرګې ګدون کوونکو ته هغه ټکي ورپه ګوته نه کړي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د انديښنې وړ دي. بله خبره دا ده چې د جرګې د ګډون کوونکو څخه به څومره کسانو د تړون زړه محتوی لوستې وي او د هغې په نازکيو، حساسيتونو او نيمګړتياوو به پوه شوي وي؟ د جرګې څومره ګډون کوونکې به د تړون عميق تحلیل وکړی شي؟
دا چې څومره کسان به دا ځل راټول کړی شی معلومه نه ده، مګر که د تيرې جرګې په انډول یې ونيسو، آيا دا په زرګونو راټول شوي کسان به د دې وخت او موقع ولري چې د خپلو نظرونو اظهار وکړي؟ داسې نورې پوښتنې او تشويشونه هم شته چې د جرګې ګدون کوونکو ته متوجه دي. مګر اصلي خبره دا ده چې حامدکرزي دا خلک نه د مشورې لپاره راغواړي، نه د هغوی نظر ته کوم ارزښت ورکوي او نه یې کومه پروا لري. حامدکرزی ډير چالاکه، لوبغاړی او مداري سړی دی. د امريکامتحده ايالاتو سره د امريکا په خوښه او د هغوی په شرايطو د تړون موافقې ته رسيدلی او غواړي چې تړون ورسره لاسليک کړي، مګر غواړي چې د تړون د لاسليک کولو او د هغې د عواقبو ټول مسئوليت د ملت په غاړه واچوي. حامدکرزی غواړي په ظاهره توګه دا وواي چې ما خو د امريکايانو سره تړون نه لاسليک کاوه، مقاومت مې ورسره وکړ، مګر کله چې لويې جرګې ماته وويل چې تړون لاسليک کړه، نو ما هم لاسليک کړ. د کرزي دا خبره بيا د جرګې څخه وروسته صحيح هم وي، ځکه په ظاهره توګه خو کرزي د امريکايانو سره د تړون پر سر چيړ راخستی دی.
افغانستان او د افغان ولس د لويو سختيو، کړکيچونو او ازموينو سره مخ دی، وخت په تيريدو دی، مسئوليتونه ورځ په ورځ ډيريږي، مګر افغانان ترې وروسته پاتې کيږي. افغانان ځانونه غولوي او وايي چی واک د بل په لاس کې دی او دوی څه نشي کولای. که خبره دا وي نو حامدکرزی خو غواړي چې د افغانانو د وينې او سر په بيه ځان د شاه شجاع او ببرک کارمل د ليکې څخه راوباسې او د ځان څخه احمدشاه ابدالي جوړکړي. که د ملت دا حال وې چې دا دې او زه دې حال، کارونو، بې پرواييو او بې مسئولتيو ته ګورم، نو په دې کې هم ډير شک او ترديد نشته چې حامدکرزی به په دې لوبه کې هم بريالی شي.

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.