pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
زموږ له پاره وياړ! د ټوپکوالو له پاره کباړ!؟؟؟
 
نظرمحمد مطمئن



اميد دی چې زموږ د ویاړونو (د يرغلګرو سوځول شوو او له منځه وړل شوو چورلکو، الوتکو، ټانکونو، ګاډو او نظامي وسايطو) د کباړ په نوم خرڅلاو او د قاچاق مخنيوی وسلوال مقاومت او کابل اداره دواړه وکړي، او د پاکستان بازارونو ته د کباړ په نوم د امريکايې تخريب شوو وسايطو مخنيوي ته دواړه لوري جدې پاملرنه وکړي.
په نورو هيوادونو کې چې سياسي، نظامي، اقتصادي او د بېلابېلو برخو پوهان تيروتنه کوي، کله چې خپله همدوی او يا د نورو برخو کارپوهان يې پر تيروتنه وپوهيږي، سمدستی تيروتنه له ځان سره نوټ کوي او بيا ځل احتياط کوي چې له ورته تيروتنې سره مخ نه شي.
د نورو هيوادونو برعکس، زموږ په هيواد کې زموږ افغانان اشتباهات تکراروي، او له تيرو تجربو څخه کار نه اخلي، بلکه په پوره پوهاوي کې بيا هم اشتباه د ځينو لږو شخصي ګټو په پام کې نيولو سره تکرارا کوي
زموږ هيواد که څه هم د جنګ کور دی، او له پیړيو راهيسي دلته جنګونه شوي او لاهم دوام لري، له تيرو ۳۵ کلونو راهيسي جګړه په هيواد کې نه ده دريدلي، داچې جګړه وي، مالي، ځاني او نظامي او ملکې زيانونه هم ورسره مل وي.
په تيرو دولس کلونو کې د آیساف او ناټو چې په سر کې يې امريکا ده، د وسلوال مقاومت او افغان ولس په مټ درانه تلفات وليدل او له دي سره سره يې چورلکې، بې پيلوټه الوتکې، زغروال ګاډي او ټانکونه په بېلابېلو سيمو کې سوځول شوي، ويشتل شوي او له منځه تللي دي.
دا ډول د وسلوال مقاومت له خوا د امريکايانو او يرغلګرو پر پوځي آډو ډله ئيزو بريدونو په نتيجه کې هم بهرنيو عسکرو ته د ځاني تلفاتو سربيره درانه اقتصادي زیانونه اوښتي چې دهغوی ډول ډول نظامي شوبلي، چورلکي، الوتکې او ګاډي له منځه تللي دي.
د هلمند ولايت د شوراو اډي عمليات (شوراو په افغانستان کې د بهرنيانو تر ټولو لویه او د امنيت او ساتني له پلوه اول نمبر اډه بلل کېږي) چې نړيوالو رسنيو راپورونه پري جوړکړل، ګڼ شمير الوتکې ، چورلکې او ټانکونه له منځه پکې يووړل شول، د بهرنيانو د بګرام آډي باندي په بېلابېلو وختونو کې عمليات او راکټي بريدونو بهرنيانو ته د ځاني زيان سربيره درانه اقتصادي زيانونه اړولي چې دهغوی چورلکې، ټانکونه او ګاډي له منځه وړل شوې.
په تګاب کې د فرانسويانو لوی کاروان له منځه وړل او فرانسويانو ته درنه مرګ ژوبله اړول، دا ډول په کونړ او نورستان کې د امريکانو پر اډو مخامخ بريدونه، او په بشپړ ډول سره دهغوی اډې له منځه وړلو د بهرنيو يرغلګرو له ځاني تلفاتو سره يو ځای دهغوی ګڼ شمير نظامي وسايط هم له منځه وړل شوې.
په هلمند، کندهار، ارزګان، پکتيا، پکتيکا، خوست، کونړ، تګاب او نورستان کې تر نورو سيمو زيات، بهرنيانو تلفات ليدلي او ددوی نظامي ډیر وسايط له منځه تللي دي.
اوسني معلومات دادی چې دهيواد په بېلابېلو سيمو کې چې کله د يرغلګرو د پې آر ټي PRT اډي پريښودل کېږي او يا هم تخريب کېږي، بهرنيانو د وسلوال مقاومت له خوا څخه خپل ټول سوځول شوي، تخريب شوي او له منځه وړل شوي وسايل په بېلابېلو وختونو کې له بېلابېلو سيمو څخه د پې آر ټي مرکزونو ته راوړي وو، او همدلته به يې يوځای کړي او ساتلي وو، اوس چې دغه اډې تخليه کېږي، بهرنيانو ته چې د خپلو سوځول شويو، تخريب شوو، او له منځه وړل شوو ټانکونو، چورلکو او ډول ډول نظامي وسایطو وړل او انتقال د اقتصادي پلوه ګران پريوځي، له همدې امله يې د افغان ولس دغه وياړونه (سوځول شوي وسايط) د اوسنۍ کابل ادارې ټوپکوالو ته په واک کې ورکړي ترڅو يې هغوی د ډيرو لږو پيسو په مقابل کې د پاکستان په بازارونو کې د کباړ په نوم خرڅ کړي.
زما د معلوماتو له مخې چې له څو مياشتو راهيسي د پکتيکا ولايت د بهرنيانو هغه وسايط چې د وسلوال مقاومت او افغان ولس له خوا سوځول شوي، او له منځه وړل شوي وو، د ولايتې چارواکو له خوا په قاچاقي ډول سره د وزيرستان سيمې ته وړل کېږی او هلته د کباړ په ډول خرڅيږي.
داسي ويل کېږي چې زموږ وياړونه او د ټوپکوالو له پاره کباړ د پکتيکا د امنيتې لويو چارواکو له خوا قاچاق کېږي، او داسي هم ويل کېږي چې د طالبانو د ځينو ځانګړو ډلګيو له خوا ځکه مرسته ورسره کېږي چې ددغه کباړ د وړلو لاره د طالبانو په سیمه کې تيره شوې، او داچې د پکتيکا ډيره سيمه د طالبانو تر کنټرو لاندي ده، ولي بيا هم د د دولتې چارواکو له خوا د امريکایانو سوځول شوي وسايط وزيرستان ته رسول کېږي، حتمي ده چې ځينې طالب پلوه ډلې له چارواکو سره پټ لاس او معامله لري.
داسي نه ده چې د امريکايانو د سوځول شويو وسايطو کاروان خپله چارواکې وزيرستان ته بدرګه کوي،بلکې هغوی يې په رائس کې دي او د کوم عام افغان د نوم په کارولو سره زموږ وياړونه د کباړ په نوم د وزيرستان په بازارونوکې خرڅوي.
دا ډول په ډير نږدې راتلونکې کې به ورته کړني دهيواد په نورو سيمو کې هم پېل شي او زموږ وياړونه به بيا ځل لکه د روسانو څخه د جګړي ګټلو پر مهال چې کباړ شول داځل به هم کباړ شی.
اميد دی چې زموږ د ویاړونو (د يرغلګرو سوځول شوو او له منځه وړل شوو چورلکو، الوتکو، ټانکونو، ګاډو او نظامي وسايطو) د کباړ په نوم خرڅلاو او د قاچاق مخنيوی وسلوال مقاومت او کابل اداره دواړه وکړي، او د پاکستان بازارونو ته د کباړ په نوم د امريکايې تخريب شوو وسايطو مخنيوي ته دواړه لوري جدې پاملرنه وکړي.
د روسانو پرمهال چې لومړی ځل موږ هیواد ته راغلو، په هيواد کې دننه په لويو او کوچنيو ښارونو کې د روسانو د سوځول شوو او له منځه وړل شوو نظامي زغروالو ټانکونو، نظامي الوتکو، نظامي ګاډو او وسلو لويې لويې کوټې پرتي وي، دا ډ‌ول په متفرقه ډول هم د روسانو سوځول شوې او له منځه تللې وسايل د ولايتونو او ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې تر سترګو کېدل.
زموږ ګاونډی هيواد چې د افغانو د تاريخ له منځه وړلو ته تږی دی، او نه يې لوريږي چې راتلونکو نسلونو ته د افغان ولس ميړانه ښکاره وي، له همدې امله يې خپل جاسوسان او لاسپوڅي وګمارل، د کباړ په نوم يې د مجاهدينو له خوا د روسانو سوځول شوې بېلابېل وسايل ټوټه ټوټه کړل او د پاکسان هيواد بېلابېلو سرحدې سيمو کې يې د ډيرو لږ کلدارو په مقابل کې د افغانانو وياړونه د کباړ په نوم وپلورل.
داسي هم ويل کېدل، چې په لومړي سر کې همدغو ګمارل شوو کسانو ته د پاکستان د استخباراتو ادارې پيسي ورکولي، او يواځي ددي له پاره چې د نورو افغانانو پام کباړ او له هيواد څخه د وياړونو وتلو او خرڅلاو ته ور واړوي، لومړنيو د پاکستان هيواد جاسوسانو په ډيره لږ بيه له افغانستان څخه وړل شوي د الوتکو او ټانکونو ټوټي او پرزي د پاکستان د کباړ په نوم جوړ شوو بازارونو کې وپلورل، ځکه همدغه ګمارل شوو جاسوسانو له تجارانو سربيره د پاکستان له استخباراتو څخه هم د کباړ په مقابل کې پيسي ترلاسه کولي، چې وروسته موږ او تاسي وليدل چې د کابل ښار د کانګريټې کورونو څخه په کانکريټو کې کارول شوي سيخونه هم د اوسپنيز قلم او چوټک په واسطه سره بېل او سيخونه يې پاکستان ته د کباړ په نوم وړل کېدل.
داسي هم وشول چې د جلال آباد ښار په قول اردو کې نوی او جوړ زغروال ټانک چې په ښه ډول استفاده ورڅخه کېدله، د هغه وخت ټوپکوالو له خوا په منځ اره شوی او بيا د کباړ په نوم د پاکستان په سرحدې بازارکې خرڅ شوی دی.
کله چې د مجاهدينو د حکومت په وخت کې زموږ د رښتينو مجاهدينو وياړونه د ټوپکوالو له خوا د کباړ په نوم وپلورل شول، ولايتونه او ولسوالۍ مو د روسانو له سوځول شوو او له منځه تللو ټانکونو، الوتکو او زغره والو ګاډو څخه خالي شوي، په هرات کې د هغه وخت والي تورن اسماعيل خان (اوسني د اوبو او بريښنا وزير) د مجاهدينو وياړونه په هغو سيمو کې چې دده تر واک لاندې وي وساتل او د هرات ښار په يوه ګوښه ځای کې يې نندارتون ورڅخه جوړ کې، همدغه کړنه وه چې په هغه وخت کې يې د هرات د خلکو په منځ کې د تورن اسماعيل خان سره مېنه او محبت زيات کی، ولي په وروستو وختونو کې د طالبانو سره د جګړي او بيا له امريکايې يرغل سره د ملګرتيا له امله تورن اسماعيل خان د خلکو په منځ کې نفوذ له لاسه ورکی، اوسمهال ويل کېږي چې په هرات کې ډير کم خواخوږي لري، او ډیری خلک ورڅخه ځکه خفه دي چې د مجاهد په نوم له امريکايې يرغل سره مل او د مسلمانانو په وژلو کې له يرغلګرو سره شريک دی.
دا ډول په غزني کې قاري بابا د هغه ځای والي ډير کم د روسانو سوځول شوي او له منځه تللي بېلابېلې شوبلې او زغروال ګاډي او ټانکونه سره راټول کړل او د کوچنې موزيم په شکل کې يې وساتل، قاري بابا هم وروسته د تورن اسماعيل خان په برخلیک اخته شو، او د کورنۍ جګړي او بيا د يرغل په شتون کې په هيواد کې اوسيدلو يې دهغو کسانو په منځ کې نفوذ او محبت له منځه يوړ چې هغه ته يې د مجاهدپه نوم عقیده درلودله.
په کندهار کې چې د ډنډ چوک څخه بيا تر سرپوزي او چهل زينو پوري د سړک پر دواړو غاړو د سوځول شويو روسي ټانکونو ديوالونه وهل شوي وو، او دا دي له پاره وو چې د روسانو قطارونو به د سړک د غاړي دديوال په واسطه نسبتا محفوظ تګ او راتګ کاوو، لکه چې اوس امريکايان کانګريټي لويې لويې ټوټې کاروي، په ځينو مهمو ځايونو کې يې د کورونو شااوخوا را تاو کړي وي، په هغه وخت کې روسانو او کمونسټانو د کندهار په ښار کې سوځول شوي روسي ټانکونه د امنيتې ستونزو د کموالي له پاره د ديوال په ډول کارول.
زه چې کله هم د سالنګ لورته ځم او د پروان ولايت په سيمه کې هلته د روسانو يو شمير هغه ټانکونه چې په يوه ځانګړې سيمه کې سره راټول شوي او ساتل شوي وينم، په ليدلو يې خوند اخلم، او فکر کوم چې راتلونکې نسل ته به دغه يو وياړ وي.
ما اوريدلي دی چې د پنجشير په سېمه کې د پنجشير خلکو د روسانو له سوځول شوو، نيمه تخريب شوو او سمو جوړو وسايلو څخه يو موزيم جوړ کړی او هلته يې دغه د روسانو پاتي شوي وسايل په ځانګړي ځای کې محفوظ ساتلي دي، چې د نورو ولايتونو خلک يې ليدلو ته ورځي او د روسانو سره د جهاد پرمهال خاطري يې ورته یاديږي.
دا چې د پنجشير د مجاهدينو په اړه ډول ډول تبصري کېږي او په ځانګړي ډول د احمدشاه مسعود په اړه چې له روسانو او کمونسټ دولت سره يې د اوربند او جنګ نه کولو تړونونه لاسليک کړي وو، زه دلته پر هغه تبصره نه کوم، يواځي ومې غوښتل چې په پنجشير کې د روسي ټانکونو او شوبلو له موزيم څخه مو خبر کړم، داسي فکر کېږي چې دغه وسايل يې د استاد رباني د واکمنۍ پرمهال د پروان، کابل او کاپيسا ولايتونو له بېلابېلو سيمو څخه راټول کړي او هلته يې اوس د موزيم په ډول ساتلي.
په ټوله کې سړی ويلای شي چې پخوانيو مجاهدينو زموږ ټول وياړونه د کباړ په نوم خرڅ کړل، او موږ فکر کاوو چې دا ځل به بيا د وسلوال مقاومت او افغان ولس وياړ نه خرڅوي او دکباړ په نوم به يې بيا ځل د پاکستان بازارونو ته نه عرضه کوي، خو متاسفانه چې اوس هم دغه کار ترسره کېږي او دحکومت ټوپکوال او خپل سرې د وسلوال مقاومت او افغان ولس له خوا څخه د امريکايانو ويشتل شوي، سوځول شوي او له منځه تللي نظامي زغروال ګاډي د کباړ په نوم له هيواده څخه وړي او بيا يې د ډيرو لږ پيسو په مقابل کې خرڅوي، په دي هيله چې کابل اداره او وسلوال مقاومت به دافغانانو دغو وياړونو ته زیاته پاملرنه وکړي، او اميد دی چې له هيواد څخه بهر ته زموږ د وياړونو قاچاق، خرڅلاو او وتلو ته اجازه ورنه کړي

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.