pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
پښتانه او نړيوالې دسيسې
     
غرغښت اباسين


د نوي دايرة المعارف چاپيدل او د هغې په عکس العمل کې دعلومو د اکاډمۍ د څلوروتنو ګوښه کول او هغوی څارنوالۍ ته ورپيژندل دا څرګندوي چې پښتانه په افغانستان کې هيڅ راز حقوق نه لري او په خپل کور کې بيکوره او بيواکه دي.  که د نړۍ د خپلواکيو او حقوقو د لاسته راوړلو مبارزو ته په ځير سره وکتل شي نو دا څرګنديږي چې حقوق چاته ورکول کيږي نه، بلکې حقوق يا په زور او يا د سياست له لارې لاسته راوړل کيږي.  البته په داراز مبارزو کې ځينې خلک د خپلې ونډې څخه ډير حقوق لاسته راوړل غواړي چې په نتيجه کې یې په يو هيواد کې کورني کړکيچونه رامينځته کيږي.  د حقوقو په دې جګړه او هويت ساتنې په مبارزه کې د پښتنو پرضد لويه نړيواله لوبه او دسيسه روانه ده چې حتي ځيني پښتانه هم پکښې يا په شعوري او يا غيرشعوري ډول دخيل دي.  په دې جګړه کې پښتنو دومره ميدان بايللی چې د خپلو حقوقو د غوښتلو جرأت هم نشي کولای او که چيرې ځينې پښتانه پيداشي چې دا ناره پورته کړي، په افغانستان کې د غيروپښتنو لخوا او د افغانستان څخه بهر د پښتنو د دښمنانو لخوا د نشنليزم او فاشيزم په نومونو ټکول کيږي. نور پښتانه یې د شريک کور او نورو قومونو سره د ګډې ورورولۍ په نوم کار ته نه پريږدي او حتي مخه یې نيسي.
اوسنۍ ليکنه به پرڅلورو مهمو ټکو باندې رڼا واچوي.  لومړي، حامد کرزي ولې د دايرة المعارف د خپريدو په مقابل کې داسې يوعکس العمل وکړ؟  دوهم، څه وشو او ولې غيروپښتنو دومره سټه پيدا کړه چې پښتون وژني، پښتون سپکوي، پښتون رټي، پښتون بندي کوي او د پښتون په لور، خور او مور تیری کوي او پښتون ورته څه نشي ويلای؟  دريم، د افغانستان د ولسي او مشرانو جرګو غړي، د کابينې غړي، د افغانستان سياسي ګوندونه، خصوصاً هغه ګوندونه چې د پښتو او پښتنو جنډه یې پورته کړې وه، او هغه سياسي مبارزين چې ځانونه د پښتنو د حقوقو مدافعين ګڼي ولي غلي ناست دي، او د دې ناروا او ناتار په مقابل کې د عدالت غږ نه پورته کوي؟  څلورم، څه دليل دي چې پښتون په ۲۰۰۰ زئيز کال کې یودم د پنځوس سلنې (۵۰٪) او شپیته سلنې (۶۰٪) څخه دوه څلويښت سلنې (۴۲٪) ته راښکته شو؟

لومړی: حامد کرزي ولې د دايرة المعارف د چاپيدو په مقابل کې عکس العمل وکړ؟
 که خبره ډيره ونه چيړو او په لنډو ټکو کې یې خلاصه کړو نو ویلای شو چې هر انسان د خپلې پوهې او استعداد په رڼا کې تصميم نيسي او وروسته فيصله کوي.  ګيله په کار نه ده ځکه د حامد کرزي پوهې به همدا ایجاب کاوه.  متل دی چې وايي: چې څه په ديګ کې وي هغه په څمڅۍ کې راوځي.  مګر دلته د خبرې چيړل په کار دي ځکه يواځې د حامد کرزي پوهه او درايت مطرح نه دی بلکې ملت مطرح دی.
حامدکرزی د خلکو په اراده او د خلکو په خوښه د افغانستان د قدرت پر څوکۍ نه دی ناست، بلکې د ګوډاګيتوب او معاملو له کبله یې قدرت ترلاسه کړی دی.  حامد کرزی هم لکه د شاه شجاع او ببرک کارمل په څير د بهرنيو او دښمنو قواوو په زور د افغانستان د قدرت پر څوکۍ کښينول شوی دی.  دا چې ولې حامدکرزی د افغانستان پر څوکۍ کښينول شو او بل څوک نه، يوې جلا څيړنې ته اړتيا لری، مګر دومره ويل ضروري دي چې يرغلګرې قواوې داسې کسان په قدرت کښينوي چې ايمان او ضمير یې مطلقاً خرڅ کړی وي، د هیواد او خلکو ارزښتونه ورته کوم اهميت نه لري او ولسي ملاتړ هم نه لري.  په دې تيرولسو کلنو کې دا ثابته شوه چې په حامدکرزي کې دا ټول خصوصيات موجود دي.
کله چې حامدکرزی په قدرت کښينول شو نو دی دومره کمزوری، بيکفايته او بيواکه وو چې د هيڅ راز ځانګړي تصميم او فیصلې پوهه، صلاحيت او قدرت یې نه درلود، له دې کبله يې د خپل قردت د بقا په خاطر د هغو جنګسالارانو، جنګې ډلو، کمونستانو او رټل شوو کسانو سره د افغانستان په سر معاملې وکړې چې لاسونه یې د افغانستان د خلکو په وينو سره او د افغانستان د وروروژنې او بربادۍ مسئولين دي.  د دې کسانو لپاره نه يواځې دا چې د افغانستان واقيعتونه، ارزښتونه، يووالی او پرمختګ کوم ارزښت نه لري، بلکې دا ټول د خپلو شخصي او سياسي ګټو لپاره استعمالوي او ناوړه ګټه ترې اخلي.
د افغانستان د تير ، څه کم يوولس کلن، تاريخ په جريان کې دا د افغانستان ملت ته ثابته شوه چې سیاسي مداريانو د افغانستان پر سر بيلابيلې لوبې، معاملې او سوداوې وکړې.  د سياسي ګټو په خاطر ګودونه او ځانګړي خلک يو د بل په مقابل کې ودريدل، يو بل ته یې بیکفايته، په فساد ککړ او غله وویل، مګر کله چې په دې پوه شول چې د سياسي خيرات د ويش نه بهر پاتې کيږي، هغه څه یې چې ويلې وو هغه یې هير کړل او د افغانستان پر سر یې معاملې وکړې او ځانونه يې د قدرت بيلابيلو څوکيو ته ورسول.  حامدکرزی په دې لوبو کې لوی لوبغاړی دی.  حامدکرزی چې ملي او ولسي ملاتړ نه لري د خپل ځان او خپلې کورنۍ د قدرت د ساتلو په خاطر یې د افغانانو او خاصتاً د پښتنو پر سر د پښتنو د دښمنانو سره هرراز معاملې وکړې او پښتون یې په خپل کور کې بيکوره او بيواکه کړ.  د قدرت حرس او قدرت ساتنې حامدکرزی دومره مجبوره او بيوسه کړی دی چې هرڅه چې ده ته قاسم فهيم، کريم خليلي، محمد محقق، عبدالله عبدالله، عبدالرشيد دوستم، عطامحمد نور او داسې نور زورواکان وايي دی یې په پټو سترګو عملي کوي.
که چيرې په کوم دفتر کې د ناپوهۍ، بیکفايتۍ او عدم کار له کبله کوم هزاره، پنجشيری او ازبک پیاده له کار څخه ګوښه کيږي، نو مربوطه زورواکان یې يا په خپل زور او يا هم د حامدکرزي په امر بيرته په خپله څوکۍ مقرروي.  د لوړو پوستونو څخه خو د پورتنيو قومونو د کسانو د ګوښه کولو په هکله حتی فکر هم نشي کيدای.  که چيرې يوه څوکۍ او مسئوليت کوم هزاره ته ورکړل شو، نو بيا مجال نشته چې هغه څوکۍ دې بل څوک ونیسي.  که دا کس کومه بله څوکۍ باندې هم مقرريږي، نو اوسنۍ څوکۍ ته یې بايد هرومرو بل هزاره راشي.  د بيلګې په توګه، په دوبۍ کې د تجارتي اتشې لپاره څو تنه تکړه او په کار پوه پښتانه حامدکرزي ته وړانديزشو، اړونده وزارت موافقه هم ورسره کړې وه، مګر د کريم خليلي پر فشار هغوی رد شول او وويل شو چې هلته بايد بل هزاره مقرر شي.  اهليت مطرح نه و، هزاره توب او نه هزاره توب مطرح و.
له بل پلو، حامدکرزی د هيڅ راز ستونزو او نيوکو سره نه مخ کيږي او نه پرې څوک کوم فشار راوړي کله چې هغه او يا د هغه په حکومت کې نور چارواکي يو پښتون لوړپوړی او ټيټپوړی چارواکی له کار څخه ګوښه کوي، او يا د پښتون پرځای غيرپښتون مقرريږي.  کله چې يو انسان له يوې خوا دومره مجبوره، بيوسه او لاس تړلی وي او له بلې خوا سياسي درايت، کفايت، د هيواد مينه او د ولس سره همدردي ونلري، د هغه څخه د بل څه انتظار هم نشي کيدای.  هغه به خامخا هغه پښتانه له کار څخه ګوښه کوي، کوم چې په افغانستان کې واقيعتونه رابرسيره کوي.

دوهم، څه وشو او ولې غيروپښتنو دومره سټه پيداکړه چې پښتون وژني، پښتون سپکوي، پښتون رټي، پښتون بندي کوي او د پښتون په لور، خور اومور تیری کوي اوپښتون ورته څه نشي ويلای؟
کله چې په افغانستان باندې د امريکا او انګريزانو په مشرۍ د بهرنيو قواوو لخوا یرغل وشو، پښتون ته د طالب او تروريست نوم ورکړل شو او په بیرحمانه توګه ووژل شو، چا د پښتون د بيګناهۍ او بيوستوب غږ پورته نه کړ.  پښتون هم ونشو کړای چې د دې ظلم او ناروا په مقابل کې خپل غږ پورته کړي.  هغه وخت له يوې خوا حالات داسې راغلي وو چې پښتنو څه کولای نه شو او څه هم د دوی سترګې ډالرو ړندې کړې وې.  د پښتو ژبې او پښتنو د حقوقو ټيکه داران چې د امريکا او نورو يرغلګرو قوتونو د يرغل نه وړاندې به یې د پښتو، پښتنو او پښتونوالې نارې وهلې د يرغل نه وروسته یې پښتو، پښتانه او پښتونواله هيره کړه او د امريکايانو، نورو يرغلګرو او شمالي ټلوالې په خدمت کې اخته شول.  د هغو پښتون دښمنه او پښتون وژونکو په قطار او خدمت کې ودريدل چې که همدا اوس هم موقع په لاس ورشي نو د نورو پښتنو سره به يوځای دا خدمتګاران هم د تورو خاور لاندې کړي.  ځینې د پښتو ټيکه داران د حامدکرزي دربار ته ولاړل.  مقامونه، ډالرې او موټرې یې غوره کړې او په پښتو، پښتنو اوپښتونواله یې پښې کښيښودې.
همداراز کله چې بيګناه پښتانه په ودونو، جنازو، جرګو او نورور ټولنيزو غونډو کې ووژل شو، نو امريکايانو د هرمړي پرسر پنځه سوه ډالر د مړو کسانو د کورنيو غړيو ته ورکړل.  د حامدکرزی حکومت خو د دې مړيو د پوښتنې اختيار هم نه درلود، مګر خپله پښتنو هم دا غوښتنه ونه کړه چې ولې بيګناه پښتانه مړه شول.  پښتنو هم مړي په پيسو خرڅ کړل او دا ټينګار یې ونکړ چې مجرمين محکمې ته راکش کړل شي.  که پښتنو خپل مړي نه وای خرڅ کړي او د امريکا څخه یې دا پوښتنه کړې وای چې آیا امريکا به دا منلې وای چې که چيرې اوساما بن لادن اعلان کړی وای چې هغه د سپتمبر د يوولسمې د پيښي په هکله پښيمانه دی او چمتو دی چې هرې کورنۍ ته د هر مړي پرسر يو ميليون ډالر ورکړي؟
د ۱۹۸۸ زئيز کال د دسمبر په ۲۱ ڼيته د برټانيې د لاکربي (Lockerbie)  په ښار کې امريکايي پان ام (Pan Am) الوتکه راولويده او پړه یې د ليبیا د پخواني مشر معمرالقذافي په غاړه واچول شوه.  د ليبيا څخه امريکا وغوښتل چې تورن کسان امريکا ته تسليم کړي.  ليبيا انکار وکړ چې په نتيجه کې یې پر ليبيا باندې امريکا او نورو لويديځو هيوادونو اقتصادي تحريمونه ولګول، او په نړيړاله محکمه کې پر ليبيا باندې دعوه وشوه.  بلاخره د ۲۰۰۳ زئيز کال د اګست په مياشت کې په نړيواله محکمه کې فيصله وشوه، مجرمين محکمه شول او قذافي ومنله چې د هر مړي کورنۍ ته د يو مړي په مقابل کې لس ميليونه ډالر ورکړي.  په نتيجه کې ۲۷۰۰ ميليونه ډالر ۱۱۸ کورنيو ته ورکړل شو.  په الوتکه کې د ۲۷۰ تنه مسافر او عمله موجود وو.
لومړی خو د انسان د ژوند په مقابل کې پيسې هيڅ ارزښت نه لري، مګر کله چې امريکايانو د انسان ژوند ته نرخ وټاکه نو ولې یې د امريکايي لپاره لس ميليونه ډالر وټاکل او د پښتون لپاره پنځه سوه ډالر؟  آيا پښتانه انسانان نه دي؟ آيا د هغوی وينه د اوبو څخه جوړه ده؟  اوبه هم خپل ارزښت لري.  آیا هغوی د انساني کرامت حق نه لري؟  له دې څخه مطلب دا نه دی چې پښتنو باید د خپلو وژل شوو کسانو په مقابل کې ډيرې پيسې ترلاسه کړې وای، بلکې پښتانه بايد راپورته شوي وای او د حق، عدالت او محکمې غوښتنه یې کړې وای.  کله چې پښتنو خپل مړي په پنځه سوه ډالرو خرڅ کړل نو امريکایان او نور يرغلګر هم په دې پوه شول چې لومړی پښتانه مړه کړه او بيا څه پيسې ورکړه، مسئله حل کيږي.  نتيجه یې موږ په عمل کې ګورو.  پښتانه هره ورځ بيګناه وژل کيږي، امريکايان يواځې بخښنه غواړي او کله ناکله د مړي پر سر دوه زره ډالر هم ورکوي.  د پښتون ارزښت ډير شوی، د ژوند بيه یې د پنځه سوو ډالرو څخه دوه زره ډالرو ته لوړه شوې ده.
د روسانو د لس کلن يرغل، بربادۍ اوانسان وژنې په دوران کې دا چا نه وو اوريدلې چې روسي نارينه سرتيرو دې کومه افغانه او خاصتاً پښتنه ښځه تالاشي کړي وي.  د امريکايي نارينه سرتيرو لخوا د پښتنو ښځو د تالاشۍ انځورونه په نړۍ کې خپاره شوي دي.  پښتون په دې بي عزتۍ هم غيرت ونکړ، لا هماغسي پټه خوله ناست دی.  کله چې پښتون د خپل ځان څخه دفاع نه کوي او دې هرڅه ته ګوري نو دښمن به خامخا سټه پیدا کوي.
د امريکايانو او نورو يرغلګرو قواوو د يرغل سره سم، عبدالرشيد دوستم چې د کمونستانو د وخت د ګلم جم مليشې مشر و، په زرګونو بيګناه پښتانه (نر، ښځې او ماشومان) یې شهيدان کړل، په زرګونو پښتانه یې د خپلو کورنو څخه وشړل، او بيشماره پښتنې ښځې او پيغلې یې بې پته کړې، مګر حامدکرزي او د هغه يرغلګرو حاميانو ورته هيڅ هم ونه ويل.  د دوستم او ګلم جمو سټه نوره هم غټه شوه.  هزاره وو او تاجکو هم د ازبکو نه زده کړه وکړه او په شمال کې یې د پښتنو په مرګ، بيعزتۍ او کورنو څخه په شړلو پسې راواخسته.  مګر پښتنو هيڅ هم ونکړای شو.  داسې څوک نه وو چې د پښتون فرياد یې اوريدلی وای.  څه موده وروسته د نړيوال بشري حقوقو سازمانونه د پښتون بد حالت ته متوجه شول او په دې بريالي شول چې په نړيواله محکمه کې پر عبدالرشيد دوستم او ځينو نورو قاتلينو دعوه وکړي.  دوستم د کرزي په مصلحت او اشاره ترکيې ته وتښتيد او د نړيوالې ټولنې نه یې ځان خلاص کړ. څه موده وروسته کرزي بيرته افغانستان ته راوست او د قدرت په لا لوړه څوکۍ یې کښيناوه.  دا عبدالرشيد دوستم ته د حامدکرزي لخوا د پښتون وژنې یو بل انعام وو.  چې يو پښتون، غیرپښتون ته د پښتنو د وژلو په مقابل منصبونه او انعامونه ورکوي او هغه د محکمې نه ژغوري، نو د غيرپښتنو سټې به ولې نه غټيږي.
د بلخ والي عطامحمدنور په ښکاره توګه او ‌ډيرې بيرحمۍ سره د پښتنو څخه کورونه واخستل، هغوی یې بيعزته او سپک کړل او ډيرشمير یې ووژل.  دا پوښتنه ترې چا ونکړه چې ولې.  دا خو لا پريږده.  کله چې د تيرې دورې د جمهوري رياست انتخابات پای ته ورسيدل او حامدکرزی وړونکی اعلان شو، عطامحمد نور اعلان وکړ، چې هغه دا انتخابات نه مني او د کرزي حکومت غيرقانوني ګڼي او په رسميت یې نه پيژني. حامدکرزي پرته له دې څخه چې عطامحمدنور يې له کار څخه ګوښه نه کړای شو، اقلاً دا پوښتنه یې هم ترې ونکړای شوه چې په کوم حق او صلاحيت یې پورتنۍ خبرې‍ کړي دي.  کله چې د افغانستان ريس جمهور د  خپل ولايت د يو والي څخه د هغه د غيرمسئولانه او د دښمنيو ډکو خبرو پوښتنه ونکړای شي، هغه به د پښتون د مرګ، بيکورۍ او بيعزتۍ څه پوښتنه وکړي. د غيرپښتنو سټې چې اوس هم نه غټيږي نو کله به غټيږي.
کله چې د کوچيانو او هزاره ګانو ترمينځ د ځمګو او څرګاوو پر سر شخړه راغله او له دواړو خواوو څخه کسان مړه شول، کريم خليلي د هزاره ګانو په مينځ کې د پښتنو په مقابل کې ودريد او ویې ويل چې د دې ځمکې پر سر به لومړی زماوینه تويږي او بيا به د بل هزاره وينه تويږي.  که سړی احساساتي شي نوبايد ووايي چې آفرين دې وي په کريم خليلي او زرلعنته دې وي په حامدکرزي.  مګر احساسات به پريږدو.  حامدکرزي د کريم خليلي څخه اقلاً ولې دا پوښتنه ونکړه او يا ونکړای شوه چې هغه د هزاره وو مرستيال جمهورريس و او که د ټولو افغانانو.  پرته له دې نه چې د کريم خليلي څخه یې د هغه د دې سپک او غيرقانوني عمل پوښتنه ونکړه، بلکې فرمان یې صادر کړ اود پښتنو د کلونو کلونو د شرعي او حقوقي ملکيت ځمکې او  جايدادونه یې هزارګانو ته ورکړل او پښتون يو ځل بیا سپک، بيعزته او بيکوره کړی شو.  چې د پښتون په واکمنۍ کې پښتون د هزاره په مقابل کې دومره سپک او حقير کيږي نو د هزاره سټه اوقدرت خو به بې له شک څخه غټيږي.
داسې نورې ډیرې بیلګې هم شته مګر د ټولو يادول او ليکل به لیکنه اوږده کړي.  د پورتنيو واقيعتونو په نظر کې نيولو سره سړی دا ويلای شي چې د محقق په اشاره د علومو اکاډمۍ د څلورو تنو ګوښه کول بايد کومه نوې او د تعجب وړ خبره نه وي.  کله چې حامدکرزی د پښتون د ژوند، پت، عزت او بقا کومه پروا نه لري نو د ګوښه کيدو به یې څه پروا ولري.

دريم، د افغانستان د ولسي او مشرانو جرګو غړي، د کابينې غړي، د افغانستان سياسي ګوندونه، خصوصاً هغه ګوندونه چې د پښتو او پښتنو جنډه یې پورته کړې وه، هغه سياسي مبارزين چې ځانونه د پښتنو د حقوقو مدافعين ګڼي، ولي غلي ناست دي او د دې ناروا او ناتار په مقابل کې دعدالت غږ نه پورته کوي؟
که د افغانستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو او جوړښت ته وکتل شي نو پرته څو د ګوتو په شمير کسانو څخه نورټول جنګسالاران، قاتلين، غله، قاچاقبر او په فساد ککړ خلک دي چې د یو چتر لاندې راټول شوي دي.  د دوی اصلي توجه د خپلو شخصي شتمنيو ډيرول، غلاکول، رشوت اخستل، دولتي او شخصي ځمکې غصبول او په خلکو ظلم او زياتی کول دي.  دا خبرې کوم تهمت نه دی بلکې هغه واقيعتونه دي چې د افغانستان ولس ته څرګند دي مګر په مقابل کې یې څه نه شي کولای.
که څوک د افغانستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د غړو څخه په پارلماني چارو کې آزموينه واخلي نو نوي سلنه به یې ناکام شي.  که له دوی څخه د ډیموکراسۍ د اصلي تعريف پوښتنه وشي نو پنځه نوي سلنه به ناکم شي، او که د نړيوال سياست په هکله ترې چا پوښتنه وکړه نو نهه نوي سلنه به ناکم شي. هغه کسان چې د سياست، پارلمان او دولتدارۍ په مفهوم نه پوهيږي له هغوی څخه د خلکو د حقوق د دفاع تمه کول بيځايه کار دی.
په پارلمان کې ځينې پښتانه وکیلان او سناتوران په پښتو خبرې کولو هم شرميږي او په وياړ سره په پاړسو غږيږي.  ډير پښتانه وکيلان په پارلمان کې دايمي غيرحاظر دي.  دوی د وکالت د نوم لاندې په خپلو سيمو کې پيسې راټولوي او مزې او چړچې کوي.  د داسې وکیلانو څخه څه تمه.
را به شو د پارلمانيانو د ژوند سطحې ته به وګورو.  د پارلمان اکثرو غړو په پارلمان کې څوکۍ ته د رسيدو نه مخکې خر نه درلود چې پرې سپاره شي، نن هغوی په لنډکروزرو او لکسس موټرو کې ګرځي.  ځينو یې مينځنی ژوند درلود مګر نن کورونه، تجارتونه او بيلډنګونه لري.  په پارلمان کې جنګسالاران، زورواکان او قاچاقبران هم موجود دي، چې پخوا یې خپله شتمنې د غصب، غلا، قاچاق، زور او زياتي له لارې ترلاسه کړې ده او پارلمان ورته نور امکانات هم ورکړي دي، ځکه نه یې څوک موټران تالاشي کولای شي، نه یې څوک کورونو ته نږدې ورتللای شي او نه ترې څوک پوښتنه کولای شي چې دا هرڅه له کومه شول.  دا کسان په خپلو نشو او تماشو کې غرق دي.  دوی به د پښتون د حال او د افغانستان د بربادۍ څه غم وخوري.  هغه چا سره چې د پښتنو او افغانانو غم شته هغه ته نور پارلمانیان، سياسي مخالفين، حکومتي چارواکي او ځينې عوام خلک ليونی وايي.  زه خو وايم چې هغه په رښتيا سره هم ليونی دی.  په داسې وخت کې چې پارلمانيان په پيسو ټولولو اخته دي، د خپلو او پردو سره د افغانستان پر سر معاملې کوي، دې ليوني يو بنډل کاغذونه او اسناد په تخرګ کې نيولي وي، د افغانستان د ولس په حال ژاړي، فرياد کوي خو څوک یې غږ نه اوري.  نور پارلمانيان په لنډکروزر او لکسس موټرو کې چکرې وهي او دی په خپل زاړه الټو موټر کې د سړک پر سر کله ده يو کارګر د حال پوښتنه کوي او کله هم د بل.  لوی څښتن تعالی دې په افغانستان کې داسې ليوني نور هم پيداکړي تر څو د هوښيارو پارلمانيانو او سياستوالو له شر څخه خلاص شو.
د کابينې غړي په دوو برخو ويشل کیدی شي يوه ډله یې پښتانه او غيرپښتانه جنګسالاران او زورواکان او يا د جنګسالارانو او زورواکانو لخوا ګمارل شوي کسان دي.  دوی نه يواځې دا چې د پښتنو په غم کې نه دي، بلکې په دې خوشحاله کيږي چې پښتون بيعزته، ورک او سپک شي.  دوی حتی د پښتنو په تباهۍ او ټيټوالي کې لوی لاس هم لري.  د کابينې دوهمه ډله خلک هغه بې ايمانه، بې زړه او پلورول شوي پښتانه دي چې د حامدکرزي، قاسم فهيم او کريم خليلي ډول ته اتڼونه اچوي او خپله کومه اراده نه لري.  دوی له دې څخه ډاريږي، که چيرې څه ووايي نو د وزارت او نورو مقامونو له څوکيو څخه به یې څوک ګوښه کړي.  دا خلک حتی د قاسم فهيم، کريم خليلي او محمد محقق په مخ کې په پښتو ژبه د خبرو کولو جرأت هم نه لري، نو دوی به د کریم خليلي او محمد محقق په مقابل کې د پښتون د حق څه دفاع وکړي. 
پښتانه سياسي مبارزين او د افغانستان هغه سياسي ګوندونه چې د پښتو او پښتنو جنډه یې پورته کړې وه (ځينې یې لا اوس هم د پښتو او پښتنو پټې نارې وهي) يواځې د خپلو دفترونو، دربارونو، حجرو او کورونو په مينځ کې د پښتنو د حقوقو غږ پورته کوي، پر پښتنو د ظلم او زياتي خبرې کوي او انقلابي شعارونه ورکوي، هغه هم په دې شرط چې په مجلس کې ټول همفکره پښتانه ناست وي.  کله چې د دې ماحول څخه بهر راووځي او د خلکو مينځ ته راشي، بيا نه پښتو وي، نه پښتانه او نه د پښتون حق.  بيا ټول وايي چې ما يک برادر هستيم.  داسې ډير لږ کسان به په پښتنو کې پيدا شي چې د نورو قومونو سره د ورورولۍ څخه انکار وکړي.  پښتون تل د مشر ورور په توګه په نورو قومونو د مينې او ورورولۍ لاس راکښلې او دوی یې په غيږ کې نيولی، مګر ورورولي بايد دوه اړښيځه وي.  دا خو هيڅ امکان نه لري چې يو دې ورورولي کوي او بل دې دښنمي.  د دې خبرې دا مفهوم نه دی چې پښتون دې هم په دښمنۍ لاس پورې کړي، بلکې هدف دا دی چې غيرپښتانه بايد په دې پوه شي چې په دښمنۍ کې د دواړو خواوو تاون دی.  د دې ګوندونو، مبارزينو او سياستوالو لپاره پښتو او پښتانه يواځې یوه وسيله ده چې ځان پرې تر يوځاي او يو مقام پورې رسوي، د پښتنو د سپيڅلو احساساتو څخه استفاده کوي او هدف ترلاسه کوي.  ډير د پښتو ټيکه داران د کرزي په دربار کې د مشاوريت او نورو لوړو مقامونو پر څوکيو ناست دي، په ډالرو معاشونه اخلي، د ځانونو لپاره یې کورونه، تجارتونه، ان جې او ګانې، مرکزونه او ټلويزونونه جوړکړل، مګر د پښتون د بربادۍ په هکله يوه خبره هم نه کوي.  کله چې پښتانه ګوندونه، پښتانه مبارزین او پښتانه سياستمداران په پورتنئ روحيه خپل سياست او ژوند پرمخ بيايي له هغوی څخه د پښتنو د حقوقو د دفاع غوښتنه او تمه له وږي څخه ډوډۍ غوښتل دي.

څلورم، څه دليل دي چې پښتون په ۲۰۰۰ زئيز کال کې یو دم د پنځوس سلنې (۵۰٪) او شپیته سلنې (۶۰٪) څخه دوه څلويښت سلنې (۴۲٪) ته راښکته شو؟
لومړی بايد دا خبره مطرح شي چې د پښتنو شميره ولې د ځينو نړيوالو لخوا دومره ټيټه ښودل کيږي.  که د سيمې او افغانستان نږدې تاريخ ته وکتل شي نو دا په زغرده سره ثابتيږي چې دا پښتانه وو چې د بهرنيو یرغلګرو په مقابل کې یې د پاڅون ناره پورته کړې او دښمن ته يې یا ځانله او يا د نورو ورڼو قومونو په ملاتړ ماتې ورکړې.  پښتنو تل د پرديو د اغيزې په مقابل کې مقاومت کړی.  د نړيوالو استعماري قوتونو او پرديو يرغلګرو په مقابل کې د افغانستان اوسنی مقاومت د دې خبرې ښکارندوی دی.  ننۍ جګړه په پښتنو کې روانه ده او پښتانه مقاومت کوي.  د جنګ جګړې د پروپاګنډې د تکتيکونو څخه يو دا هم دی چې دښمن او مقابل لوری کمزوری وښودل شي.
مهمه خبره دا هم ده چې هغه ارقام، په کومو کې چې پښتانه لږ ښودل کيږي، د امريکا متحده ايالاتو د استخباراتي څانګې (CIA ) څخه راوتلي دي چې کوم علمي معيار نه لرې، بلکې د سياست پر اساس ليکل شوي دي.  که علمي څيړنې ولوستل او ولټول شي نو څرګنديږي چې پښتانه په افغانستان کې د پنځوس سلنې څخه ډير دي.  له بلې خوا نړيوال او کورني سياسي مغرضين غواړي د غلطو ارقامو په خپرولو سره د افغانستان د خلکو په مينځ کې يو کشمکش پيدا کړي.  په افغانستان کې د کمونستانو له کودتا او خصوصاً د روسانو له يرغل څخه وروسته د نړۍ ټول فکر دې ته متوجه شو چې څنګه په افغانستان کې شوري اتحاد ته ماتې ورکړي.  له هر پلو او هرې خوا نه يو دم د افغانستان متخصصين راپيدا شول او بيشماره مقالې او کتابونه چاب شول.  که سړی په دقت سره دا مقالې او کتابونه ولولي نو دا څرګنديږي چې دا نوي ليکوالان د افغانستان د خلکو او واقيعتونو نه بيخبره دي او ليکنې د سياسي ضرورتونو او پيسو پيدا کولو په موخه شوي دي.  پخوانۍ څيړنه او پلټنه په سياسی اړتياوو او اهدافو بدله شوه.  اکثراً ليکل شوي کتابونه سياسي او د تاريخ د علم پر اساس کوم ميتودي او تاريخي ارزښت نه لري.  له دې کبله هغه معلومات چې د ۱۹۷۸ زئيز کال څخه راپديخوا د افغانستان په هکله د افغانانو او غيروافغانانو لخوا ليکل شوي او ټولنې ته وړاندې شوي ډيرد اعتبار وړ نه دي.  البته د يادولو وړ ده چې ځينې بااعتباره ليکنې هم شوي دي.  دلته يوه بله خبره هم د يادولو وړ ده او هغه دا چې کیدای شي ځينې کسان نور ماخذونه پيدا کړي چې په هغې کې ارقام په بل رنګ ليکل شوي وي، مګر یواځينئ خبره چې سړی ورته په يوه ليکنه او څيړنه کې بايد غور وکړي، هغه د ليکوال مسلکيت، پر مسايلو پوهه او پوخوالی، او راوړل شوي مدرکونه دي.  که چيرې دا ټول د اعتبار وړ وي نو ليکنه د اعتبار وړ ده، او که نه نو لکه څنګه چې وويل شو د سياسي اغراضو په خاطر ډير څه د ډيرو خلکو لخوا ليکل کيږي.
کله چې CIA د خپل ۱۹۹۲ کال په World Factbook کې وليکل چې: ((د افغانستان ټول نفوس د ۱۹۹۲ زئیز کال د جولای په مياشت کې د امريکا د سرشميرنې موسسې لخوا شپاړس ميليونه پنځه نوي زره شپږسوه ځلورشپيته (۱۶۰۹۵۶۶۴) کسان اټکل شوی او پښتانه په افغانستان کې اته ديرش سلنه (۳۸٪)، تاجک پنځه ويشت سلنه (۲۵٪)، ازبک شپږ سلنه (۶٪)، او هزاره نولس سلنه (۱۹٪) کسان دي،))   نورو لیکوالو او تش په نامه محقيقونو دا پوښتنه حتي ونکړه چې د ارقام په کوم اساس او معيار ليکل شوي دي او پښتانه ولې د تيرو کلونو پر پرتله لږ ښودل شوي.  دوی په پټو سترګو دا ارقام قبول کړل او په څه کموالي او ډيروالي سره په خپلو ليکنو کې رانقل کړل او داسې یې وښودله چې ګواکې دوی هم د افغانستان د خلکو احسايه اخستې ده.
اوس به راشو ځينو ارقامو ته چې د بيلابيلو نړيوالو ليکوالو او موسسو لخوا چاب او خپاره شوي دي.
په ۱۹۵۶ زئيزکال کې د ډانلډويلبر يوکتاب د( افغانستان) ترنوم لاندې خپورشو. د کتاب په څلويښتم مخ کې ليکل شوي: ((دا پښتانه د افغانستان د اوسني نفوس د پنځوسو څخه تر شپيته سلنې پورې خلک جوړوي.)) په ۱۹۵۷ زئيز کال کې په مسکو کې د شوروي اتحاد د ساينس د اکاډمۍ لخوا د N. A. Kisliakov اوA. I. Pershits  د     Narody Perednei Asiiپه نوم کتاب خپور شو چې په هغې کې M. G. Aslanov ( د افغانستان د خلکو) په نوم يو څپرکی ليکلی وو.  د دې څپرکي ژباړه جورج ګراسموک، لودويک اداميک او فرانسس ايروين په خپل کتاب ( افغانستان ځينې نوي نږديکتونه)، چې په ۱۹۶۹ زئيز کال کې چاب شوی دی، راوړې ده.  په ديارلسم مخ کې ليکل شوي دي: ((په افغانستان کې د شپږ ميليونو څخه ‌ډير افغانان ژوند کوي.  يادونه: لیکوال افغان او پښتون يو ګڼي.))  د افغانستان او نړيالو احسايو پر اساس د افغانستان ټول نفوس په ۱۹۵۷ زئيز کال کې لس ميليونه کسان اټکل شوی وو.  که شپږميليونه فيصدۍ ته واړوو نو پښتانه په ۱۹۵۷ زئيز کال کې شپيته سلنه (۶۰٪) وو.
همداراز په ۱۹۵۷ زئيز کال کې د افغانستان د حکومت لخوا په دولتي مطبعه کې ( افغانستان: په لنډه کتنه) کې تر نوم لاندې یو کتاب/مجله خپره شوه. د دې خپرونې په يوويشتم مخ کې ليکل شوي: ((د دې هيواد په خلکو کې پښتانه تر ټول لويه ډله ده چې د آريا له نسل څخه ده او د ټول نفوس له پنځه شپيته څخه تر پنځه اويا سلنه (۶۵٪ - ۷۵٪) خلک جوړوی.))
په ۱۹۶۵ زئیز کال کې ارنولد فليتچر په خپل کتاب ( افغانستان د يرغل او نيونې لويه لار) په دولسم مخ کې ليکي: ((سره له دې چې سرشميرنه نه ده شوې، پښتانه په افغانستان کې شپږمیليونه کسان اټکل شوي، يعنې د افغانستان نيم نفوس.))   په ۱۹۶۵ زئيز کال کې د افغانستان نفوس د يولسو او دولسو ميليونو کسانو په مينځ کې اټکل شوی وو .
په ۱۹۶۵ زئيز کال کې محمد علي په خپل کتاب ( افغان) کې پښتانه لوی اکثريت ښودلي دي.   تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن او نورو قومونو یې لږکي قومونه ښودلي دي.
په ۱۹۶۶ زئيز کال کې د ډاکټر ډانلډ نيوټن ويلبر کتاب چاپ شو چې نوم یې دی: د آسيا ملتونه.  په دې کتاب کې نامتو ليکوال او د افغانستان د چارو څيړونکي لوييس دوپرې د ( افغانستان: په غرونو کې يوه پادشاهي) ترعنوان لاندې يو څپرکی ليکلی. د کتاب په ۳۹ مخ کې ښاغلی دوپرې ليکي: ((د افغنستان نفوس ۱۲ميليونه خلک اټکل شوي دي چې۵۰ کسان په يو ميل مربع کې ژوند کوي.  د افغانستان د خلکو لوی ګروپونه په لاندې ډول ګڼل شوي دي:  پښتانه شپږ ميليونه پنځه لکه (۶۵۰۰۰۰۰)، تاجک او قزلباش دوه ميليونه دوه لکه (۲۲۰۰۰۰۰)، ازبک يو ميليون (۱۰۰۰۰۰۰)، ايماق اته لکه پنځوس زره (۸۵۰۰۰۰)، هزاره اته لکه (۸۰۰۰۰۰)، ترکمن دوه لکه (۲۰۰۰۰۰)، نورستانيان شپيته زره (۶۰۰۰۰) او هندوان او سکان ديرش زره (۳۰۰۰۰) کسان. ((   که د افغانستان د ټول نفوس پر پرتله د ۶۵۰۰۰۰۰ کسانو فيصدي حساب شي نو پښتانه ځلورپنځوش اشاريه اولس سلنه (۵۴،۱۷٪) کيږي.
په ۱۹۶۹ زئيز کال کې وارتان ګريګوريان د خپل کتاب ( د پرمختتلي افغانستان راپيدايښت) په ۲۵ مخ کې ليکي: ((افغانان د دې خاورې بنيادي قوم دی چې د ټول نفوس۵۰ څخه تر۵۵ سلنه جوړوي.))   يادونه:  ګريګوريان افغان او پښتون د عين معنی په مفهوم استعمالوي.
په ۱۹۷۳ زئيز کال کې لوييس دوپرې خپل مشور کتاب ( افغانستان) چاب کړ.  د کتاب د ۵۹ مخ نه تر ۶۴ مخ پورې د افغانستان د نفوسو جدول خپور شوی دی.  دلته پښتانه بيا هم شپږ ميليونه پنځه لکه (۶۵۰۰۰۰۰) ښودل شوي دي، تاجک دري ميليونه پنځه لکه (۳۵۰۰۰۰۰)، هزاره اته لکه اويا زره (۸۷۰۰۰۰) او ازبک يو ميليون (۱۰۰۰۰۰۰) ښودل شوي دي.   دلته يو ټکې د يادولو وړ دی چې د تاجک او هزاره نفوس د ۱۹۶۶ کال پر پرتله ډير شوی مګر د پښتنو او ازبکو په نفوس کې کوم تغير نه دی راغلی او په خپل حال پاتې دي، سره له دې چې د دوپرې (Dupree) د لومړۍ ليکنې او دوهمې ليکنې په مينځ کې اوه کاله تيرشوی دي.  د دې قصدي او يا غيرقصدي تيروتنې نه به هم تيرشو.  که د ټول نفوس پر پرتله د پښتنو فيصدي حساب شي، پښتانه بيا هم د پنځوس سلنې نه ډير وو.
په ۲۰۰۲ زئيز کال کې د امريکا استخباراتي موسسې (CIA ) په خپله خپرونه World Factbook کې ليکي چې : (( د ۲۰۰۲ زئيز کال د جون په مياشت کې د افغانستان ټول نفوس اوه ويشت ميليونه اوه لکه پنځه پنځوس زره اوه سوه پنځه اويا (۲۷۷۵۵۷۷۵) کسان اټکل شوی وو.  د افغانستان د نفوس کلنی لوړوالی درې اشاريه درې څلويښت سلنه (۳،۴۳٪) دی.  قومونه په لاندې ډول دي:  پښتانه ۴۴٪، تاجک ۲۵٪، هزاره ۱۰٪، واړه قومي ګروپونه لکه ايماق، ترکمن، بلوچ او نور ۱۳٪، او ازبک ۸٪.))  
په ۲۰۱۱ زئيز کال کې د امريکا استخباراتي موسسې (CIA ) په خپله خپرونه World Factbook کې ليکي چې : (( د ۲۰۱۱ زئيز کال د جون په مياشت کې د افغانستان ټول نفوس نهه ويشت ميليونه اته لکه پنځه ديرش زره درې سوه دوه نوي (۲۹،۸۳۵،۳۹۲) کسان اټکل شوی وو.  قومونه په لاندې ډول دي:  پښتانه ۴۲٪، تاجک ۲۷٪، هزاره ۹٪،ازبک ۹٪، ايماق ۴٪، ترکمن ۳٪، بلوچ ۲٪، او نور۴٪))
څيړونکي او محقيقين د CIA دې ارقامو ته د شک په سترګه ګوري او دا ارقام یې د سياسي اغراضو پر اساس رامينځته شوي ارقام ګڼي.  پرته له دې نه په داسې دقيقو ارقامو هغه وخت باور کيدلای شي چې په ټول افغانستان کې سرشميرنه شوي وي.  دا کار د جنګ په ډيرشو کلونو کې نه شوی دی او نه یې د کيدو امکان موجود و.
د CIA د ۲۰۰۲ کال په ارقامو کې ويل شوي چې په دې نفوسو کې له ايران څخه بيرته راستانه شوي او راستنيدونکي افغان مهاجر هم شامل دي.  په ايران کې مهاجر اکثراً غيرپښتانه دي.  په پاکستان کې د افغان مهاجرو کومه يادونه نه ده شوې او نه په ټولو ارقامو کې داخل شوي دي.  همدا اوس په پاکستان کې د درې ميليونو څخه ډير پښتانه مهاجر اوسيږي او په ايران کې د افغان مهاجرو شميره د درې لکو په شاوخوا کې اټکل شوې ده.  که د CIA د ۲۰۱۱ زئيز کال پر ټول نفوس درې ميليونه کسان اضافه کړو او فیصدي یې راوباسو نو د CIA فیصدې غلطه ثابتيږي او پښتانه د ۴۲٪ څخه ډيريږي.
بله مهمه خبره د CIA په ارقامو کې دا هم ده چې پښتانه د ۲۰۰۲ زئيز کال په World Factbook کې څلورڅلويښت سلنه (۴۴٪) وو او د ۲۰۱۱ کال په ارقامو کې هم دوه څلويښت سلنه (۴۲٪) دي.  د نورو قومونو فيصدي ډيريږي مګر د پښتنو فيصدي کميږي، حال دا چې د پښتنو د زيږندې تناسب تر نورو قومونو پورې لوړ دی.  پښتانه له يوې خوا څخه د یوې ښځې نه ډیر بچي راوړي او له بلې خوا نه ګڼ شمیر پښتانه دوه، درې او حتی ځلور ښځې هم لري.  سره له دې څنګه کيدای شي چې د افغانستان د ټول نفوس په ډيروالي کې دې پښتانه کومه ونډه ونلري؟  پښتانه په غرونو او دښتو کې د کوم کورنۍ جوړونې پلانFamily Planning) ) او اولاد د زيږدې د مخنيوي (Birth Control) پر اساس نه پريږدي چې په نفوس کې يې ډيروالی راشي.  که دا خبره هم نه وي نو بيا خو سړی دا ادعا کولای شي چې CIA ، امريکا، انګريز او نور يرغلګر بايد هره ورځ په زرګونو پښتانه مړه کړي ترڅو د هغوی تناسب د نورو قومونو پر پرتله ټيټ شي.  CIA بايد د پښتنو د مرګ او ژوند لپاره داسې يو اساسي پلان جوړ کړی وي چې يو پښتون ماشوم پيدا کيږي باید دوه پښتانه CIA ووژني ترڅو تناسب ټيټ شي.
که بيا هم دا خبره وچيړو او د CIA د ۲۰۱۱ زئيز کال خبره ومنو چې پښتانه په افغانستان کې دوه څلويښت سلنه (۴۲٪) دي نو دلته پوښتنه رامينځته کيږي چې څه وشو او د پښتنو فيصدي څنګه د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو د پنځوس سلنې (۵۰٪)  او شپيته سلنې (۶۰٪) څخه دوه څلويښت سلنې (۴۲٪) ته راښکته شوه.  په پښتنو څه وشو؟  آیا چا قتل عام کړل؟  د ۱۹۹۶ زئيزکال څخه تر۲۰۰۱ زئيز کال پورې په افغانستان کې طالبانو حاکميت درلود او طالبان د غيروپښتنو پر وژلو باندې تورن وو، نه د پښتنو پر وژلو.  که طالبانو پښتانه نه دي وژلي نو بيا خو خبره اوسني حکومت، امريکايانو او نړيوالو قواوو ته راجع کيږي.  په  ۲۰۰۱ زئيز کال کې امريکايانو او نورو نړيوالو يرغلګرو پر افغانستان يرغل وکړ، خپل ګوډاګيان یې د خونخوارې شمالي ټلوالې سره يو ځای قدرت ته ورسول.  د شمالي ټلوالې ظلمونه او قتلونه د نړۍ په مطبوعاتو کې په ډيره اسانۍ سره پيدا کيدی شي.  د يرغل نه وروسته بايد پورتنيو قوتونو په ميليونونو پښتانه وژلي وي تر څو فيصدي یې دوه څلويښت سلنې (۴۲٪) ته راښکته شوي وي.  که دا خبره واقيعت ولري نو بايد، امريکا، ناټو، شمالي ټلواله او حامدکرزي د انسان وژنې، قتل عام او بربريت په جرم په نړيواله محکمه کې محکمه شي.
د پورتنيو ټولو خبرو څخه دا څرګنديږي چې پښتانه ډير کورني او بهرني دښمنان لري او په بنيادي او اساسي ټوګه کار روان دی ترڅو پښتون کمزوری شي، پښتونوالې ته یې تاوان ورسيږي او دښمن سره د مقابلې د وړتيا پاتې نه شي.  دا کومه نوې دسيسه او نوی پلان نه دی، بلکې د انګريز له زمانې څخه راپديخوا دا پروسه روانه ده.  کله چې انګريزان دې نتيجې ته ورسيدل چې پښتون د تسلت لاندې نشي راوستی او يو موټې پښتون د دوی د بقا لپاره په انګريزي هندوستان کې يو ستر خطر دی، پښتون یې د ډيورنډ د کرغيړنې ليکې په تيرولو سره په دوه و برخو وویشه.  همداراز روسانو هم د پښتنو د له مينځه وړلو لپار بنيادي پلانونه درلودل.  روزانا کلاس په خپله ليکنه ( قتل عام په افغانستان کې: ۱۹۷۸-۱۹۹۲) کې داسې ليکي: ((کله چې روسانو چارې مستقيماً په لاس کې ونيولې د عملياتو نه داسې ښکاره کيږي چې روسانو په سلونو زرونو پښتانه ووژل او هغوی يې له کورنو څخه بيکوره کړل تر څو د پښتنو ځمکې په ختيځ او جنوب کې د پښتنو څخه پاکې کړي ... د روسانو عمومي ستراتيژي پر دې ولاړه وه چې د پښتنو سيمې د پښتنو څخه پاکې کړي، قومي انډول ته تغير ورکړي تر څو د شوروی اتحاد سره یې يوځای کړي ... بمونو د پښتنو کلي په کنډوالو بدل کړل او هغه کسان چې تښتيدل د هوا څخه وويشتل شوو ... پښتانه د وژلو لپاره ځانګړي په نخښه شوي وو او ۲۵ سلنې څخه تر ۳۱ سلنې پورې پښتانه ووژل شو.))
کله چې امريکايانو، انګريزانو او نورو يرغلګرو پر افغانستان يرغل وکړ، تش په نامه پښتون یې په سمبوليک ‌ډول او بيواکه توګه د قدرت پر څوکۍ کښيناوه، د پښتنو پر وژلو، رټلو او کورونو څخه په شړلو یې شروع وشوه.  په زرګونو پښتانه د طالب په نوم ووژل شو.  په شمالي او مرکزي افغانستان کې په زرګونو پښتانه د خپلو کورنو څخه وشړل شو، مالونه او جايدادونه یې غصب شول.  کله چي يرغلګر د پښتنو د مقاومت سره مخ شول نو په بيرحمانه توګه یې پښتانه د ځمکې او هوا له لارې شهيدان کړل.  امريکايانو او ناټو د پښتنو ودونه په غم او جنازو بدل کړل، د پښتنو د جنازو مراسم يې بمبار کړل او نوي مړي یې وکړل، د پښتنو جرګې او مرکې یې د طالبانو د غونډو په نوم د هوا نه وويشتلې او دا لړۍ لا تراوسه هم روانه ده.  نورې ډيرې بيلګې هم شته چې د ټولو راوړل په دې ليکنه کې نه ځاييږي.  زه د خپلو زړه سواندو پښتنو څيړونکو او ليکوالو څخه دا هيله کوم چې خپل مسئوليت ته متوجه شي او په دې هکله څه وليکي.  د پښتنو د بربادۍ لپاره ډيرې دسيسې روانې دي او پښتانه اوس هم د فيل په غوږ کې اوده دي.
په پای کې د يادولو وړ ده چې وويل شي که پښتنون وژل کيږي، که پښتون بيعزته کيږي، که پښتون سپکيږي او که پښتون له کار څخه ګوښه کيږي، دا ټول له یوې خوا د پښتون پر ضد یوه بنيادي دسيسه او لوی پلان دی او له بلې خوا د پښتون خپله کمزورتيا هم ده.  د پښتنون د احساساتو نه ټول عمر استفاده شوې، خلکو پرې ځانونه قدرت ته رسولي او بيا پښتانه هيرشوي.  د تير جمهوري رياست انتخابات یې يوه غوره بيلګه ده.  پښتون جنګ کړی، د هيواد نه یې دفاع کړې مګر په سياسي قدرت کې یې تل ميدان بايللی دی.  پښتنو د خپل حق غوښتنه د هيچا څخه نه ده کړې.  ترڅو چې پښتون د خپل حق غوښتنه په کلکه او زغرده توګه ونکړي، نور به هم ورکيږي او نور به هم سپکيږي او د غيرپښتنو سټې به غټيږي.
د ۱۳۹۱ لمريز کال د زمري د مياشتې دوهمه


CIA World Factbook, 1992, Pp. 1-2, www.cd.textfile.com
Population: US Bureau of the Census – 16,095,664 (July 1992), growth rate 2.4% (1992) and excludes 3,750796 refugees in Pakistan and 1,277,700 refugees in Iran.

Donald N. Wilber, Afghanistan, 1956, P.40.
These Pashtuns constitute an estimated fifty to sixty per cent of the present population of Afghanistan.

George Grassmuck, Ludwig Adamec, and Frances H. Irwin, Afghanistan Some New Approaches, 1969, P. 13
There are more than six million Afghans in Afghanistan.
Note by Grassmuck and Irwin: The  terms Afghan, Pashtun, and Pakhtun are used as equivalent by the author.

Press Department Publications, Afghanistan at a Glance, 1957, P.21.
Among the people of the country the Pashtuns are the largest group and of Aryan origin, comprise between 65 to 75 percent of the total population.

Arnold Fletcher, Afghanistan: Highway of Conquest, 1965, P. 12.
Although no census has been taken the Pashtun are estimated to number about six million in Afghanistan, or about half of its population.

Mohammed Ali, The Afghans, 1965, P. 4.
The principle races and tribes are: the Afghans or Pashtuns, the bulk of which are derived from Indo-European stock and  constitute the great majority.

Louis Dupree, “Afghanistan: A Monarchy in the Mountains,” in Dr. Donald Newton Wilber, Ed.  The Nations of Asia, 1966, Pp. 39-40.
Most qualified observers estimate the population of Afghanistan to be around 12 millions…Pashtuns, 6,500,000; Tajiks and Qizilbash, 2,200,000; Uzbeks, 1,000,000; Aimak, 850,000; Hazara, 800,000; Nuristanis, 60,000; Hindus and Sikhs, 30,000.

Vartan Gregorian, The Emergence of Modern Afghanistan, 1969, P.25.
The Afghans are the principal ethnic group in the country, comprising an estimated 50 to 55 per cent of the population. 
My Note: The word Afghan and Pashtun are used interchangeably.    

Louis Dupree, Afghanistan, 1973, Pp. 59-64.

CIA World Factbook, 2002, www.gutenberg.org/cache/epub/6344/pg6344.txt.
Population: 27,755,775 (July 2002 est.)
Population Growth: 3.34%.  note: this reflects the continued return of refugees from Iran.
Ethnic groups: Pashtun 44%, Tajik 25%, Hazara 10%, minor ethnic groups(Aimaks, Turkmen, Baloch, and others) 13%, Uzbek 8%.

CIA World Factbook, 2011. Pp. 5-6
Population: 29,835,392 (July 2011 est.)
Ethnic groups: Pashtun 42%, Tajik 27%, Hazara 9%, Uzbek 9%, Aimak4%, Turkmen 3%, Baloch 2%, others 4%.

Klass, Rosanna, “Genocide in Afghanistan:1978-1992,” in Israel W. Charny Ed. The Widening Circle of Genocide, Pp.129-131.
But once the Soviets took direct control, operational patterns indicated a systematic effort to depopulate the overwhelmingly Pushtun-populated regions by killing hundreds of thousands and driving the rest into exile…overall Soviet strategy focused on emptying out the Pushtun areas and altering the ethnic makeup of Afghanistan in order to facilitate the integration of its strategically important territory into the Soviet system…Bombing reduced entire villages to rubble while helicopters slaughtered the fleeing inhabitants… But as regards to Pushtuns, who were singled out for “ethnic cleansing” and suffered the largest number of victims in both categories – death and exile – these numbers suggest that between 25% and 31% of the Pushtun population was killed.


The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.