pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

pixl

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

پښتنو بيړۍ مو غرقيږي

كله چې كرزي صاحب 24 تنه كانديد وزيران پارلمان ته معرفي كړل نو په هغو وزيرانو كښې 30% پښتانه وو . له 24 وزيرانو له ډلې نه يو څنو پښتنو كانديد وزيرانو له پارلمان څخه د اعتماد رايې تر لاسه نكړي چې په هغې ډلې كښې دا لاندني وزيران شامل وو.
انوارالحق احدى - د پلان كانديد وزير
سيد محمد امين فاطمي - د عامى روغتيا كانديد وزير
محمد يوسف پشتون - د ښارسازى كانديد وزير
امير زى سنكين - د مخابراتو كانديد وزير

اوس چې شپاړس تنه نوي كانديد وزيران پارلمان ته معرفي شول په دوي كښې زلمى رسول محمد زى دى خو خلك وايي چې په پښتو سم نه پوهيږي . په پارلمان كښې يې په دري ژبه بيانيه وركړه. عبدالهادي ارغنديوال پښتون دى خو په كابل كښې لوى شوى دى ، د پښتو په نسبت په دري ژبه ډير تسلط لري. نور دا لاندني محترم وزيران پښتانه نه دي.

ضرار احمد مقبل - د مخدره موادو كانديد وزير
عبدالقدوس حميدي - د مخابراتو كانديد وزير
داكتر ثريا دليل د عامى روغتيا كانديد وزيره
امنه افضلي - اجتماعي چارو كانديد وزيره
حبيب الله غالب - د عدليى كانديد وزير
عبدالرحيم اوراس - د ترانسپورت كانديد وزير
انجنير عبدالرحيم - د مهاجرينو كانديد وزير
سلطان حسين - نكشاف شهري
جارالله منصوري - انكشاف دهات
محمد عصمت الهي - تحصيلا عالي
ظاهر وحيد د تجارت د وزارت كانديد وزير
مخدوم رهين - اطلاعات او كلتور
محمد بشير لعلي - فوائد عامه
وحيد الله شهراني - معادن او صنايع
محمد آصف رحيمي - زراعت
---- د اوبو او بريښنا وزير معرفي شوى نه دى
پښتانه وزيران

عبدالرحيم وردك - ملي دفاع
حنيف اتمر - داخله
حضرت عمر زاخيلوال - ماليه
غلام فاروق وردګ - معارف
ارسلا جمال - سرحدات
پلوشه حسن - د ښځو چارې
ارغنديوال - اقتصاد
نيازى - حج و اوقاف

د داكټر فاطمي پر ځاى ډاكټره ثريا دليل د عامى روغتيا وزارت ته كانديد شوه
فاطمي بو تكړه وزير ؤ ، د صحت په برخه كښې يې ډير كار وكړ . د پارلمان غړو خصوصا پښتنو ډيره سهوه وكړه چې ده ته يې راى ورنكړه.ده ته يوه دسيسه جوړه شوه او د پارلمان په ذريعه له وزارت نه لر كړاى شو. زه فكر كوم چې فاطمي صاحب د قدرت په نشه يو اندازه نشه شوى ؤ . ده بايد له احتياط څخه كار اخيستى وې . دا هيله هم لرو چې جمهور رئيس به دى شخص ته يوه مناسبه وظيفه وركړي او دده له پوهې څخه به د ملت په ګټه استفاده وكړي. فاطمي صاحب ته هم ښايي چې په راتلونكي كښې ځان ته متوجه ووسي او داسې څه ونكړي چې دده سياسي ژوند ته خطر پيښ شي.

د يوسف پښتون پرځاى سلطان حسين معرفي شو. دا هم يوه فاجعه ده . هغه يو تكړه وزير ؤ ، د هغو زورمندانو په مقابل كښې يې مقابله كوله چې د ځمكو د غصب او تصرف مافيا ګڼل كيږي . اوس كه دا نوى كانديد وزير د پارلمان د اعتماد راى تر لاسه كړي نو د ځمكو غاصبان او په زور د ځمكو او جايدادونو تصرف كوونكي به له خوشحالۍ نه په جامو كښې نه ځاى نه شي . داخبره په دې دليل كوم چې دا نوى وزير به د زورمندانو په مقابل كښې مقاومت ونكړي څومره چې يوسف پښتون كولو.
د يوسف پښتون روابط د جمهور رئيس له يو مرستيال سره ښه نه وو . جمهور رئيس بايد ددغه وزير څخه دفاع كړی وې . متأسفانه دا كار ونشو او يوسف پښتون يې د حالاتو او د نورو د ګټې د پاره حلال او قرباني كړ. په ولسي جرګه كښې هم د ملت نمايندګانو دده په حق كښې سم تصميم ونه نيولو.

د انوارالحق احدي پر ځاى ارغنديوال صاحب د اقتصاد د كانديد وزير په حيث معرفي شو ، احدي په بين المللي ټولنه كښې پيژندل شوې مشهوره څيره ده او بين المللي ټولنه ورباندې اعتماد لري . ارغنديوال د اقتصاد د پوهنځي فارغ التحصيل دى . ډير وخت او زمان ته به ضرورت وي ترڅو د بين امللي ټولنې د اعتماد وړ شي. دى په اسلامي حزب پورې تړلى دى . كيداى شي ده ته په داخل كښې د حزب اسلامي د مخالفينو لخوا مشكلات پيدا شي . دى بايد خپل روابط هم په داخل كښې له خپلو مخالفينو سره او هم له بين المللي ټولنې سره د هغوي له شرايطو سره سم عيار كړي. دا هم لا معلومه نه ده چې پارلمان به ورته د اعتماد راى وركړي او كه نه.ښاغلى ارغنديوال كه په انګريزي ژبه تسلط ولري نو دا به له ده سره دا مرسته وكړي چې د اقتصاد د وزير په حيث له بين المللي ټولنې سره ښه روابط ټينګ كړي . كه چيرې دى په انكريزي ژبه تسلط ونه لري او د خارجيانو سره د خپلو مشكلاتو د رفع كولو او د خپلو چارو د پر مخ وړلو د پاره ترجمان ته ضرورت ولري نو دا به دده دپاره لويه ستونزه وي. خارجيان داسې چا سره همكارۍ ته ترجيع وركوي چې په انكريزۍ خبرى وكړي. د جمهور رئيس حامد كرزي يو لوى امتياز دادى چې په انګريزي ښه پوهيږي كه دا امتيازورسره نه وې نو بيا به يې د جمهوري رياست چانس هم كم ؤ.
احدي صاحب په سياسي ميدان كښې له ماتې سره مخامخ شو او دا ماته دده د خپلو تير وتنو او اشتباه ګانو په سبب مينځ ته راغله. ده بايد سم غور كړی وې او بيا به يې جمهموري رياست ته ځان كانديد كړی وې ده مخكښې له دې چې اوبه وويني موزې يې له پښو وويستلې .

.داسې يو شخصيت چې ځانته د افغان ملت د كوند مشر وايي هغه په اوسنيو حالاتو كښې د جمهوري رياست مقام ته رسيدلى نه شي او نه هم د يو قوي سياسي قوت په حيث په قوي شان سره مطرح كيداى نه شي . دا خبره په لاندنيو دلايلو كوم

په داخل كښې داسې قوي حركتونه موجود دي چې افغان ملت كوند ته خوشبيني نه لري او په هره وسيله ددې كوند د پرمختك مخه نيسي او نه غواړي چې په خپلو پښو ودريږي. په دې برخه كښې ورسره د افغان ملت د كوند باندني بدخواهان هم مرسته كوي
ډير شمير خارجي هيوادونه هم دا نه غواړي چې د افغان ملت كوند قدرت ته ورسي او يا په قدرت كښې ستره ونډه ولري. په پيښور كښې د افغان ملت د كوند يو شمير كدرونه ترور شوي دي چې په دې كښې ويل كيږي اى اس اى او حزب اسلامي لاس درلود
د افغان ملت كوند په څو ډلو ويشل شوى دى. له هر څه نه اول بايد ددې ويشل شويو ډلو تر مينځ تفاهم مينځ ته راشي او د وحدت د پاره كار وكړي.په دې صورت كښې بيا دا حزب كولاى شي د يو سياسي قوت په حيث تبارز وكړي او ځان په ټولنه كښې مطرح كړي
ښاغلى احدي فكر كوم له حد نه زيات د غرور غونډۍ ته ختلى دى. دى بايد له تواضع نه كار واخلي . لوړې غونډۍ ته د ختلو ضرورت نشته . دى بايد متوجه وسي او داسې مشاورين پيدا كړي چې ده ته سمې مشورې وركړي. احدي يو سياسي شخصيت دى . دده له پوهې نه كار اخيستل پكار دي . دى بايدله لا سه لاړ نه شي او استعداد يې ضايع نه شي. دده له استعداد څخه بايدد هيواد د منافعو د پاره كار واخيستل شي.
يو څو ورځې د مخه د الجزيرې عربي تلفزيون له انوارلحق احدي سره مركه درلوده دى يى د يو قومي حزب د مشر په حيث معرفي كړ . ( رئيس حزب قومي افغاني ) . دا خبره ماته عجيبه ښكاري . محق حزب لري ، غړي يې په يو قوم پورې تړلي دي ، دوستم حزب لري ، غړي يې د اوزبك په قوم پورې تړلي دي . دوي ته څوك قوم پرستان نه وايي ، خو كه پښتون كوم حزب جوړ كړي نو هغه ته قوم پرست يل كيږي. په پاكستان كښې كښې افضل خان لا ته پنجابيان قوم پرست مشر وايي ، محمود خان اڅكزي ته هم دا خطاب كوي. احدي صاحب شهيد احمد شاه مسعود ته قهرمان وايي بيا هم خلك ده ته قوم پرست وايي . ميرمن فاطمه ګيلاني د شمالي ائتلاف له غړو سره كاري روابط لري ، خو هغې ته هم د پښتنو مخالفين ښه نظر نلري.
جهادي سخت دريځ تنظيمونه هم د افغان ملت حزب ته نېكې پيرزوينې نه لري

پورتنۍ خبرې او څرګندونې د توجه وړ خبرې او څرګندونې دي

امير زى سنګين چې د كرزي صاحب په كابينه كښې يو موفق وزير ؤ ، ده ته هم دسيسه جوړه شوه. كوم وزير چه دده پر ځاى كانديد شوى دى ، كه دى د اعتماد راى ترلاسه كړي ، هغه كار او فعاليت نه شي كولاى كوم چې امير زي سنګين كولو سنګين ته بايد په پارلمان كې د ملت نمايندګانو او په خاص ډول پښتنو د اعتماد راى وركړې وې

د كرزي صاحب په كابينه كښې اكثر وزيران د ايران پلويان دي او نژدې اړيكې ورسره لري . ډيره خطر ناكه لوبه روانه ده . ايران په افغانستان كښې ډير نفوذ پيدا كړى . په افغانستان كښې د ايران سياسي ، فرهنګي ، اقتصادي نفوذ د طالبانو او د سعودي عربستان د پاره تهديد كڼل كيږي . د افغان دولت بايد دې ټكي ته متوجه شي . له عربو سره د نژدې روابطو د لرلو په خاطر يو متوازن سياست ته ضرورت لري. د افغانستان د باندنيو چارو وزرات په تيرو اتو كالونو كښې له عربانو سره د نژدې اړيكو د ټينكولو په لار كښې ثابت قدمونه نه دي پورته كړي.

د ډير افسو س خبره ده چې پښتانه او س د مظلوميت آوازونه پورته كوي . په پارلمان كښې د پښتنو دسيمو او ولايتونو يو شمير نمايندګان د هغو شهيدانو په باره كې په مظلومانه انداز د پارلمان رئيس ښاغلي قانوني ته عرضونه او شكايتونه وړاندې كوي او په ډيره عاجزۍ خواستونه كوي چې د خارجي قواو لخواپه بمباريو كښې بيګناه خلك وژل كيږي او ددې مخه دې ونيول شي . څومره دبدبختۍ اى دى چې په پښتنو بمبارۍ كيږي ، ماشومان ، سسپين ږيري ، سياسرې يې شهيدان كيږي ، كلي او كورونه يې ويجاړيږي ، ژوند يې برباديږي او بيا دوي ته په خپل حكومت كښې 30% برخه هم نه وركول كيږي . نور قومونه په منظم ډول كار او فعاليت كوي ، دوي دخپلو باندنيو او كورنيو دوستانو د مرستو ، همكاريو او مشورو څخه برخوردار دي ،له دوي سره اقتصادي او معنوي مرستې هم كيږي . په پښتنو كښې بې اتفاقي ده . دوي د يو بل د بربادۍ كوشش كوي.
ملنګ جان وايي

كو ښښ چې يو پښتون د بل پښتون د بربادۍ كا
په دې كار كښې پردي او ګاونډيان څه ملامت دي
رښتيني پښتانه لوى خادمان او سليم زړونه
دا ټول چې يو شان نه وي ملنګان څه ملامت دي

هغه كسان چې ځانونه پښتانه او د پښتنو مشران كڼي دوي د خپلو شخصي ګټو په خاطر د پښتنو د مخالفينو د خوشحالولو د پاره د هغوي چاپلوسي كوي ، دوي سياسي تقوا او سياسي بصيرت نه لري ، دوي نه پوهيږي چې كه دوي هر څومره د پښتنو د بدخواهانو چاپلوسي وكړي او هر څومره ورته ځانونه نژدې كړي ، په هغه اندازه رټل كيږي او سپګيږي. احترام متقابل دى ، پښتانه بايد د هغه چا احترام وكړي چې دوي ته په درنه سترګه كوري .
په وزيرانو كښې داسې وزيران وو چې ځانونه يې د پښتنو مخالفينو ته نژدې كړي وو د هغوي د خوشحالولو د پاره يې چاپلوسيانې كولې. .
آخر څه وشو ؟ پارلمان هغو وزيرانو ته د اعتماد راى ورنكړه . دا ددوي لپاره يو سبق دى . د ملت پښتانه استازي چې په پارلمان كښې ناست دي ، دوي هم له سياسي بصيرت څخه كار نه اخلي ، دوي ته ښايي چې خپلو اشتباو ته متوجه شي. دوى بايد پوه شي چې ددوي عزت ، وقار او حيثيت ددوي تر مينځ په اتحاد او اتفاق كښې نغښتى دى.
د كرزي صاحب لخوا چې په لومړي ځل كومه 24 نفري كابينه جوړه شوه ، دهغې كابينې په جوړولو كښې له دقت څخه كار نه ؤ اخيستل شوى , همدا وجه وه چې د پارلمان لخوا اوهلس (17) وزيران رد شول. په دوهم ځل چې شپاړلس وزيران معرفي شول ، ددې وزيرانو په انتخاب كښې هم له دقت او فكر څخه كار نه دى اخيستل شوى

كرزي صاحب د لوړې په مراسمو كښې د ا خبره كړې وه چې كارپوه ، مسلكي او سم وزيران به ټاكي او معرفي كوي . جمهور رئيس دا هم ويلي وو چې په كابينه كښې به د قومونو نخبه كان حضور ولري . خو څرنګه چې ليدل كيږي په معرفي شويو كانديد وزيرانو كښې د قومونو نخبګان وجود نلري. كوم كانديد وزيران چې معرفي شوې دي ، هغوي د شخصي روابطو په اساس د تنظيمونو په خوښه معرفي شوي دي.

د كابينې په جوړولو كښې د اساسي قانون حكمونه په نظر كښې نه دي نيول شوي . ملي تركيب په نظر كښې نه دى نيول شوى ، كارپوه او مسلكي كسان پكښې ډير لږ دي. كابينه يوه متجانسه كابينه نه ده. كله چې كابينه متجانسه نه وي نو يو منسجم كاري ټيم جوړيداى نه شي .
د تنظيمونو په خوښه وزيران معرفي شوي دي. دا وزيران به د خپلو خپلو تنظيمونو د رهبرۍ تابع وي او فكر نه كيږي چې د دولت خط مشى به كه جوړه هم شي ، په پام كښې ونيسي.
بله اساسي ستونزه داده چې دولت كومه ځانګړى خط مشى نه لري . كه خط مشى يې درلودلى نو دا به يې د ملت نمايندګانو ته وړاندې كړى وى او د مجلس تائيد به يې تر لاسه كړې وې.
د ملت نمايندګان په تياره كښې ساتل شوي دي . ملت هم له څه نه خبر نه دى چې د پردې تر شا څه لوبې روانې دي.

پښتانه كانديد وزيران
پښتانه د هيواد د نفوس 60 % تشكيلوي . فرض كړۍ كه دا فيصدي 50 % ونيسو بيا هم بايد چې د كانديد وزيرانو نيمايي وزيران پښتانه وي ، په داسې حال كښې چې داسې نه ده . پښتانه وزيران له 30% څخه زيات نه دي. دا د پښتون قام سره نا انصافي ده . دا د پښتون قام سره جفا ده. له دى حالت سره د پښتنو بيړۍ له غرق كيدو سره مخامخ ده.
مسوليت په پارلمان كې د پښتنو د نمايندګانو په غاړه دى . دوي بايد خپل ملي مسؤليت ته متوجه وسي او كه مسؤليت ته متوجه نه شي نو دوي به د پښتنو د بيړۍ د غرقيدو مسؤلين وګڼل شي او په تاريخ كښې به يې نومونه په تورو كرښو وليكل شي.

پښتون هغه دى چې غم د تمام قوم خوري
چه د ځان په جكيدو وي پښتون نه دى
پښتون نه شي باداري د چا منلى
چه اختيار يى د پردو وي پښتون نه دى

جمهور رئيس هم مسؤليت لري . جمهور رئيس بايد پښتنو ته په كابينه كې كم نه كم 50% فيصده ونډه وركړي او په دې ډول دې د پښتنو بيړۍ له ډوبيدو وژغوري.
يو شمير پښتانه وايي او دا نظر وړاندې كوي چې كه د كرزي صاحب پر ځاى ډاكټر عبدالله جمهور رئيس شوې وې نو داسې كابينه به يې جوړه كړې نه وې كومه چې كرزي صاحب جوړه كړې ده.ډ اكټر عبدالله به له پښتنو سره له دومره نا انصافۍ نه كار نه وې اخيستى. ډاكټر عبدالله د جمهوري رياست د پاره د كمپاين په وخت كښې له خپل عكس سره د ميرويس نيكه عكس لكولى ؤ. دا ددې دپاره چې پښتانه خوشحاله شي.

د افغانستان رسمي ژبې
په اساسي قانون كښې پښتو او دري دواړه د افغانستان رسمي ژبې ګڼل شوي دي . يو وزير بايد په دواړو ژبو د ويلو او ليكلو تسلط ولري . پښتانه كانديدوزيرانو لكه ارغنديوال ، زلمى رسول ، پلوشه حسن ، رحيم وردك ، فاروق وردك په دري ژبه خبرې وكړې اما يو شمير دري ژبوكانديد وزيرانو پښتو ونه ويله. ددواړو رسمي ژبو تر مينځ توازن بر قرار نه شو . دا يوه ستونزه ده ، دا يو مشكل دى او دا بايد رفع شي. هر وزير به دا قسم خوري چې قانون اساسي ته به احترام كوي او د ددې قانون ټولى مادې به مني . هيله ده چې محترم وزيران به دا قسم پوره كوي او د قانون اساسي د ټولو مادو په منلو او عملي كولوبه دقانون احترام كوي او كه يى نه كوي نو غاړه به يې بنده وي.

له رقيبانو او مخالفينو سره خبرې
زه فكر كوم چې كرزى صاحب بايد له اصلي رقيبانو او مخالفينو سره كښيني او د افغانستان د مشكلاتو د حل د پاره ورسره خبرې وكړي. ده ته ښايي چې د مطرحو سياسي مشرانو لكه اشرف غني ، عبدالله عبدالله ، علي احمد جلالي ، انوارلحق احدي ، رمضان بشر دوست سره د خبرو او مذاكرو دروازه پرانيزي او همداشان له طالبانو سره هم د جدي خبرو لار هواره كړي.
جمهور رئيس ته ښايي چې په هيواد كښې له قومي مشرانو ، متنفذينو ، ديني علماؤ ، نخبګانو ، دانشمندانو ، پوهانو سره كيښني او د ملي مسايلو د حل د پاره له هغوي څخه مرسته و غواړي. جمهور رئيس په يو سر ټول مشكلات نه شي حل كولاى. په هر كار كښې مشوره ښه ده

جمهور رئيس ته ښايي چې د وخت نزاكت په نظر كښې ونيسي ، جمهور رئيس ته ښايي چې حالات مطالعه كړي ، جمهور رئيس ته ښايي چې د ملت هيلو او غوښتنو ته پاملرنه او توجه وكړي. د افغان ملت سرګردانه دى ، دوي د خپل سرنوشت لار وركه كړې ده . دوي نه پوهيږي چې په كومه لار روان شي .دا لار ورنه وركه شوې ده. دا لار ورته بايد حامد كرزى چې د افغانستان رهبر دى پيدا كړي ، جمهور رئيس دې مخكښې شي چې خلك ورپسې روان شي.
جمهور رئيس ته ښايي چې له قصر څخه راووځې او ولاياتو ته سفرونه وكړي ، په ښارونو وګرځي ، په كليو او بانډو ورتير شي ، له خلكو سره له نژدې وكوري ، له خلكو سره خبرې وكړي ، د خلكو خبرې واوري ، د خلكو مشكلات په خپلو سترګو وكوري ، د خلكو د ژوند بد حالت د زړه په نازكه او صفا شيشه كښې مجسم كړي او له هغوي سره همدردي ښكاره كړي . دى بايد د هغو شهيدانو د كورنيو له غړو سره له نژدې وكوري چې د ړندو بمباريو په نتيجه كښې يې خپل عزيزان له لاسه وركړي ، دى بايد په خپل لاس د هغوي د زړونو په زخمونو د رحم او دلسوزۍ ملهم كيږدي. لنډه دا چې دى بايد ځان ملت ته نژدې كړي اوپر سخته او توده ځمكه پروت ملت له مځكې راپورته او په خپل څنګ كښې يې ودروي . دى بايد ملت ته عزت وركړي ، دى بايد ملت ته افتخارات ورپه برخه كړي ، دى بايد ملت ته ويا ړ او مقام پټکی وتړي. جمهور رئيس دى د هغو مظلومو افغانانو پو ښتنه وكړي چې د قام د پاره په ځان باندې تكليفونه تيروي . دى بايد د هغو رنځورانو د رنځونو تشخيص وكړي چې د ظلم او زياتې لاندې د ژوند شپې ورځې تيروي . دى بايد د هغو زخميانو په پرهارونو پټۍ كيږدي چې ورباندې بې رحمه بمونه اچول كيږي . دى بايد د هغو يتيمو ماشومانو هغه اوښكې وچې كړي چې د خپلو شهيدانو پلرونه په وير كښې يې له سترګو بهيږي . دا ملت د زمانې د ستم له لاسه زرې زرې شوى دى ، جمهور رئيس ته ښايي د يو حكيم په حيث ددې ملت زرزې زرې بدن د لطف او مهربانۍ په ملهم غوړ كړي. دې بې رحمې دنيا زمونږ د ولس په حال رحم ونكړ ، دوي د رحم او مينې يو نوي جهان ته ضرورت لري

خداى پاك دې مظلوم ملت ته كرزى وركړى دى . خداى پاك كرزي صاحب ته ددې ملت د سرنوشت مسؤليت ورپه غاړه كړی دى . خداى پاك ده ته د ملت د خدمت موقع وركړې ده. اوس دده اختيار دى چې د ملت په وړاندې څرنګه او څه شكل خپل مسؤليت ادا كوي. آيا دى انصاف كوي او كه نه ؟ آيا دى له عدالت څخه كار اخلي او كه نه ؟ د الله پاك په وړاندې د يو عادل پاچا يا واكمن د يوى دقيقې انصاف او عدالت د ټول عمر د عبادت اجر لري .
جمهور رئيس بايد له ځان نه د افغانستان "كاندي " جوړ كړي چې كه شهيد هم شي نو ولس به يې په شهادت او مدفن فخر كوي او د هغه لار به د تل د پاره تعقيبوي . له كاندي سره يو عزم او يوه اراده وه ، له هغه سره ټينګ هوډ ملګرى ؤ ، هغه په تش لاس مبارزه وكړه او ولس يې را ويښ او جوړ كړ .

زمونږ وطن زخمي زخمي دي . دا وطن په زور زور ژاړي، دا وطن په كوكو فريادونه كوي او زمونږ پلرونه او نيكونه خبروي . دا وطن ميرويس نيكه ، احمد شاه بابا او نورو تاريخي مشرانو ته د خفكان عرضونه كوي او وايي چې

زه زخمي زخمي يم ، زما په خاوره اور بل دى

ميرويس نيكه له قبر نه دا آواز كوي چې

اى زما لمسيه ! ما دا وطن په توره كټلى ؤ او تا ته مې سپارلى دى . دا مې درته امانت پريښې دى . اوس ته څه كوې ؟
اى لمسيه ! ولى مې دنيا ته خجالت كوى ؟ لږ له غيرت نه كار واخله . لږ همت وكړه.
ستا ورونه ، ستا اولادونه ستا لمسيان په ګولو وژل كيږي .
ستا بيګناه وطن داران په كاله شب خون كيږي .
ستاد وطنوالو مال او جايداد ضبطيږي .
ستا په قام رنګ په رنګ ظلمونه كيږي .
كوم دى ستا انصاف ؟ كوم دى ستا قانون ؟
زما لمسيه ! ته ددې وطن مشر يې . په سپينه ورځ ستا د پښتون حق خوړل كيږي او ته ورته كورې .
زما ګرانه لمسيه ! نن چې په پښتون دا چارې كيږي دا د پرديو په لمسه كيږي. پردي خپل انتقام اخلي .
زما لمسيه ! له خپل قام سره تړون وكړه . كه دا ونكړې نو برباديږې او له تاسره دا ټول قام برباديږي .
او ددې قام بيړۍ غرقيږي.
ما دا څو يادونې وكړې . زړه مې ډك دى. سترګې مې نمكيني دي ، زړه كې مې د افسوس اور بل دى ، لوګي ورڅه راخيژي . ټوله فضا يې له لوكو ډكه كړې ده.
ما دا څو كيلې وكړې .
ما دا څو حقيقتونه څرګند كړل .
زه مجبور يم .
زړه راته وايي چې وليكه
او د ز ړه بړاس وباسه
دا كم بخت زړه
په خپل وطن مين دى
له ده سره د مظلومو هيوادوالو غم دى
نه پيسې لرم
نه دولت لرم
نه زور لرم
نه د كوم جنكسالار سره اړيكه لرم
غريب سړى يم
مسلمان يم
او افغان يم
په خداى ايمان لرم
پښتني جذبات لرم
حق وايم
له حق نه نه تيريږم.
څرنګه چې هر څوك د خپل قام په سپكاوۍ خپه كيږي.
همداسې
زه هم د پښتون په سپكاوۍ خپه كيږم.
خداى دې د ټولو مسلمانو قومونو عزت او آبرو وساتي .
آمين

په احترام

الحاج فضل الله رشتين

دا لیکنه په بینوا كي هم خپره شوى

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.