pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
کرزی صیب عجیبه قیمت دی زمونږ د سر ټاکلی!!!!!!
 
د بینوا څخه په مننه
 
ډاکټر لمر
: ليکنه

د پیسو سره د انسان ژوند پرتله کول یو غیر اخلاقی ، غیر انسانی او یوخراب نظر دی او د انسان ژوند هیڅ کله هم دپیسو سره پرتله کیدای نشي . د دی مقالی اصلی هدف دا دی چې وپوهیږو چې دافغانانو ژوند او په خصوص دپښتنو ژوند دکرزي په فکر څومره ارزښت لري.
په ۷د مٔی ۱۹۹۹ کال، امریکایی بی ‌۵۲ ډوله الوتکې پنځه بمونه د یوګوسلاویا مرکز بیلغراد کی پر چینایی سفارت وغورزول چه دری چینایی جورنالستان پکی وژل شو او ۲۷ نور زخمیان شو. د امریکا ریس جمهور بل کلټن اود هغه نورو مسولینو دغه کار یوه ستره سهوه وکڼله او د چین د خلکو څخه یی رسمی بښنه وغوښتله او په ملٌل متحد کی د چین سفیر دغه کار د ناټو یو ستر وحشیانه عمل وباله .. څلور میاشتی وروسته امریکا د وژل شوو او زخمیانو کورنی ته ۴.۵ میلونه ډالر ورکړل. دغه پیسی د هر متضرر شوی پر سر ۱۵۰۰۰۰ډالر وو.
۳جولایی ۱۹۸۸ د ایران ملکی هوایی الوتکه ۶۶ په تنګی ارموز کی له امریکایی بحری قواوو لخوا وویشتل شوه او ټول ۲۹۰ مسافر یی ووژل شو. پس له ډیر کړکیچ او ناندرو نه امریکایان دی ته اړ شول چه ایرانیانو ته ۶۱.۸ میلونه ډالر تاوان ورکړی چه په دی ترتیب هر کورنی ته باید ۲۱۳۱۰۳ ډالرورکړی.
په ۳ فرورری ۱۹۹۸ کال د امریکا یوی نظامی الوتکی د اټا لیا کاولیسا ښار یو هوایی پله یو کیبل تصادفی د پرواز پر وخت وشکوو چه په پایله کی ۲۰اټالیانوووژل شو. امریکا د الوتکی چلونکی محکمه او پر شپږ میشتو بند محکوم او د دندی یی ګوښه کړ او هر وژل شوی کورنی ته یی ۲ میلونه ډالر ورکړل.
په ۲۷ جنوری ۲۰۱۱ کال پاکستان کی د امریکا د سفارت یو کارکونکی دوه پاکستانی تبعه ووژل په بدل کی د امرکا دولت د وژل شوو کورنیو ټه ۲.۴ میلونه ډالر د روغی جوړی او بښنی په خاطر ورکړل.
۲۱ دسمبر ۱۹۸۸کال د پام ایم پرواز ۱۰۳ د لندن د هیترو میدان هوایی نه نیویارک ښار ته په لار په جنوبی سکاتلیند د لاکربی په ساحه کی په بمونو والوزول شوه او ۲۷۰ نفر یی اووژل . د ددی الوتکی د نسکورونکی لیبیایان وپیژندل شول او په ۲۹ مٔی ۲۰۲ کال کی لیبیا ۲۰۷ بیلونه ډالر تاوان ومنواو باید چه هری کورنی ته ۱۰ میلونه ډالر ورکړی او وریې کړل.
په ۳ د جنوری ۲۰۱۲ کال د ایران سرحد پولیس چه د قاچاقبرو په تعقیب که وو د خپل سرحد نه بل پلو پاکستان کی په خطا یو پاکستانی وګړی په ډزو اوواژه د پاکستان دولت لخوا اونیول شول او د ۱۰زره ډالرو په بدل کی ورته عفوه وشوه.
کرزی صیب او دهغه دولتی مسولیین، پارلمان ( زمونږ استازی) له خارج څخه راغلی زمونږ عالمان وزیران باید دغه پورته مثالونه وګوری او که وخت یی پیدا کړو او دومره علم ولری( که نه نو نور د کیپیتلیزم د مارکیت نه د ځان ته مشاورین وګماری) او د بی ګناه افغانانو د وژنی دی داسی یوه لار ه اوارزښت او سنجوی چه دا په دنیا مست او په اقتصاد میینه طبقه په دی باید پوه شی چه افغان وژنه نه یوازی ددوی سرته بلکه ددوی اقتصاد ته هم غټه ضربه ده. په نړی کې د انسان د ژوند مالی ارزښت نه دی تعین شوی ( اسلامی قوانین خو هسی هم تاسی نه منی ) او اکثر هیوادونه خپل ماډلونه لری او د خپلو بی ګناه وژل شوو افرادو اقتصادی تاوان په مختلفو لارو سنجو ی او په دی سره دنیا پرستان ډاروي. لاندی یو څو لنډ مثالونه د افغانانو د ژوند دي تاسې یې مالی اززښت ته فکر وکړی چه کرزی صیب محاسبه کړی دی.
په ۱ جولایی ۲۰۰۲ کال په اورزګان ولایت د کاکړک په کلی کی د یو واده په مراسموکې له بمباری ۲۵۰ نفر مړه او زخمی شول. دولت ۴۸ مړه او ۱۱۷ زخمیان اعلان کړل. ملل متحد ۸۰ مړه او نور زخمیان اعلان کړل خو حقیقت دا وو چه ۲۰۰ څخه زیات افغانانو په دغه پیښه کی خپل ژوند د لاسه ورکړو . دولت د مرګ ژوبلی شمیری په نظر کی نیولو سره امریکایانو په اول کی خیمی او کمپلی ورکړی او بیا یی هر مړی ته ۲۰۰ډالر او زخمی ته ۱۰۰ ډالر وړکړل. کرزی صاحب او د هغه وخت وزیر خارجه ډاکټر عبدالله په ډیر افتخار د دغو کومکونو هرکلی وکړو.
په ۲۹ جولای ۲۰۰۶ کال یو افغان ۱۳ کلن ماشوم چه په کابل کی پیزا یا روشت پلوره د امریکایانو موټر ته نږدی په سهوه اووژل شو او وروسته یی کورنی ته ۲۰۰۰۰لکه افغانی تاوان ورکړل شوی.
۲۹ د جون ۲۰۰۶ کال یو ماشوم چه د مکتب ځخه کورته روان وو او د امریکایانو موتر بی کنتروله شو او ووی واژه کورنی ته یی ۲۰۰۰۰۰افغانی ورکړل شوی.
د پورته حوادثو په شان چه ډیر شمیر بی ګناه ملکی افغانانو ورکی خپل ژوند دلاسه ورکړی او دولت د هغوی د ژوند تاوان د ناټو او خارجیانو څخه منلی په لاندې تړوني کی په تفصیل سره موجود دی.
http://www.aclu.org/natsec/foia/log.html
جولایی ۲۰۰۸ کال ننګرهار ده سپین غر ولسوالی د واده مراسم د نا ټو بمباری۴۷ ښځی او د ماشومانو ووژل څو و رځی وروسته کرزی صیب د ساحه څخه لیدنه وکړه او وعده یی وکړه چه د دی شهیدانو په بدل کی به لس ملکان حج ته واستوی او کورنیو ته بی مالی کومک وکړی .
محترم ریس صیب:- د افغانانو د سر دومره لږمالی ارزښت تعینول د افغانانو د افغانانو د افغانی غرور سره جفا ده. پورته لینک ټول د هغه بی ګناه افغانانو نه ډک دی چه خپله دهغه په اقتصاد مین هم اقرار کوی چه دا ټول بی ګناه دی او مونږ ورته دیت یا د ژوند اخستلو مالی تاوان ورکړی دی. دا ۱۵۰نه تر ۲۰۰۰ ډالرو پوری ددوی د ژوند تاوان د شهیدانو سره جفا او پر دوی ملنډی وهل دی. د هر بی ګناه شهید د سر د ارزښت نه زمونږ د وزیرانو ، والیانو او نورو لوړ رتبه مامورینو د موټر قیمت څو چند ډیر دی چه زد مرمی موټر څه د پاڅه ۱۰۰۰۰۰ ډالر کیږی.
پورته ذکر شوی د مختلفو هیوادونو د خپلو وګړو د سر تاوان او د ژوند مالی ارزښت که د کرزی صیب د افغانانو د سر محاسبی سره مقایسه کړو نو د چینایی وګړی د ژوند مالی ارزښت مساوی کیږی د ۱۵۰ افغانانو سره. یو امریکایی وکړی مساوی کیږی د ۱۰۰۰۰ افغانانو سره . یو پاکستانی وکړی مساوی کیږی ( د امریکا په مقابل کی ( ۱۵۰) افغانانو سره او یوایرانی وګړی مساوی کیږی د ۲۱۳ افغانانو سره او د یو وزیر یا والی اویا هم د ریس صیب د یو موټر ارزښت د ۱۰۰۰ بی ګناه افغانانو د سر د ارزښت سره مساوی کیږی . کله نا کله خو لا د یو افغان د سر قیمت I am sorry هم اکتفا کووی. او یا هم څوک یی پوښتنه هم نه کوی.
ع . د .بونیری


The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.