pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 

کرزی او عبدالله د واک وېش نه مني

بي بي سي
په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو کې دواړو کاندايدانو تر راى اچولو مخکې د واک وېشلو ايتلاف ردکړى دى .

د ښاغلي عبدلله ډله د دې غوښتنه کوي چې د ټاکنو خپلواک کميسيون درې لوړپوړي چارواکي دې له دندو ليرې کړل شي .

دوى ادعا کوي چې د لومړي پړاو ټاکنو په پراخو درغليو کې يې لاس دى .

ولسمشرۍ ته کانديد عبدالله عبدالله له سي ان ان تلوېزون سره په مرکه کې ويلي چې افغانستان کې د امريکا تګلاره په کابل کې ' له يوه باوري شريک پرته ' نابريالۍ ده .

نوموړي د افغانستان د اوسني کړکېچن وضعيت ملامتيا ټوله پر حامد کرزي ور اچولې ده .

خو په مقابل کې يې حامد کرزي له سي ان ان سره په خبرو کې ويلي چې ايا متحده ايالتونه د افغانستان لپاره يو باوري شريک کېدای شي ؟ ايا لوېديځ د افغانستان لپاره يو باوري شريک کېدای شي ؟ نوموړي دې ټولو خبرو ته د شک په سترګه کتلي .

کرزي دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې د امريکا جګپوړي پوځي مشران افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو غوښتنه کوي .

بل خوا ډاکټرعبدالله د افغانستان د امنيت لپاره د نورو بهرنيو ځواکونو د استولو غوښتنه کړې ده .

نوموړي ويلي څومره تمه چې کېده هومره د افغانستان امنيتي وضعيت لانه دی ښه شوی .

ده ويلي چې له نړۍ او په تېره بيا له امريکا سره د اړيکو د ښه کېدو يوازېنۍ لاره داده چې په راتلونکو ټاکنو کې پر کرزي دی بری ومومي .

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې د راتلونکې نومبر مياشتې پر اوومه – چې د ليندۍ له ١٦سره سمون خوري ـ وشي .

د ولسمشرۍ د لومړي پړاو په ټاکنو کې عبدالله عبدالله په سلو کې ٣٠.٥٩ رايې خپلې کړې وې ، په داسې حال کې چې د هغه سيال حامد کرزي تر ٥٠ فيصده ډېرې رايې ګټلې وې .

خو وروسته له هغه چې د ټاکنو خپلواک کميسيون شاوخوا يو ميليون رايې باطلې اعلان کړې، کرزی دويم پړاو ټاکنو ته سلا شو

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.