pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د پلټنو د رڼو پايلو غوښته مه کوئ
     
نظرمحمد مطمئن

دکابينې له وزیر سره ځېنو مخورو او سياسي څيرو په هيواد کې د بهرنيانو د شتون، ستونزو او خطرونو په اړه خبري کولي، غوښتل يې چې د کابينې وزير وپوهوي چې دبهرنيانو شتون د افغانستان او دافغان ولس په ګټه نه دی، دغه ډول د بهرنيانو شتون څرګند تجاوز دی، او له ښاغلي وزير څخه يې وغوښتل چې ددوی د هڅو ملاتړ او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو ته دغه اواز او نظر دده په مرسته په سم ډول سره ورسول شي. ترڅو پخواني مجاهدين د بهرنيانو له شتون او ملاتړ څخه لاس واخلي.
دخبرو پرمهال د ولسي جرګې غړی په ډیر ارام ډول سره د وزیر د چوکۍ لورته ور کوږ شو، وزير ته يې په ټيټ اواز سره وويل: ښاغلی وزیرصاحب! کله چې د بګرام په آډه کې امريکايانو قرآن کريم وسوځاوو په هيواد کې لاريونونه پېل شول، بهرنيان يې وارخطاکړل، ولسي جرګې او مشرانو جرګي هم قرآن ته دسپکاوي پېښه په سختو ټکو وغندله او دپېښي عاملينو ته يې د سختي سزا غوښتنه وکړه.
لاريونو زور واخیست، بهرنيان ووژل شول، او افغان ولس ته هم د پوليسو او بهرنيانو له خوا څخه درنه مرګ ژوبله واوښته.
د ولسي جرګي غړو د ښاغلي کرزي صاحب سره د پېښي په اړه ناسته درلودله، وکيلانو د کرزي صاحب څخه غوښته درلودله چې قرآن ته دسپکاوي پېښه بايد ټينګه او عاملينو ته يې همدلته په هيواد کې دننه سخته سزا ورکول شي.
ښاغلي کرزي صاحب وويل: تاسي لږ ارام شئ، او ښه ژور فکر وکړئ، د لاريونو په ارامولو، کرارولو او بندولو کې مرسته وکړئ، موضوع جدي مه نيسئ، بهرنيان ؤځي، او دا ډول د افغان ولس ملي پاڅونونه دوی ته د وتلو لپاره ښه بهانه کيږي، که سبا امريکايان او ورسره ملګري يې له افغانستان څخه ووځي بيا به موږ چاته پاتي کيږو او څه به پېښيږي؟ معلومه خبره ده چې بيا به جنګونه وي او دلته به د ګاونډیو لاسوهني وي.
هو! ښاغلی کرزی صاحب! اوس خو جنګ نشته؟ دلته هره ورځ بې ګناه افغانان په شهادت نه رسيږي؟ دلته بې ګنا مظلوم بزګران بګرام او څرخي پله ته د طالب او تروریسټ په نوم نه وړل کيږي؟ دلته د اربکيانو په نوم د توپکيانو له خوا په ميرمنو جنسي تيری نه کيږي؟ دلته د اربکيانو له خوا دغه وارله مخه د بهرنيانو، اردو پوليسو او امنيت له خوا زوريدلی او کړيدلي ولس لا هم نه کړول کيږي؟ او بالاخره د بهرنيانو له خوا په رڼا ورځ ددغه ولس بچيان نه وژل کيږي؟ تر ټول مهمه داچې په زنګاوات کې د ځناورو امريکايانو له خوا دشپي په ډیره بې رحمي سره د تنکو ماشومانو، معصومو پېغلو، ښځو او سړو د شهات پېښه ستاسي په نظر کوم جنایت او جنګ نه دی؟
ډاډه یم لکه څرنګه چې د امريکايانو له خوا څخه قرآن کريم ته دسپکاوي پېښه د افغان حکومت، ولسي جرګې او مشرانو جرګې له خوا څخه هيره کړل شوه، نه خو د پېښي مجرمين ونيول شول، نه هم معلوم شول او نه هم امريکا ومنله چې مجرمينو ته به په افغانستان کې سزا ورکړي.
بل خو افغان حکومت له دي ويري چې امريکا او ناټو يې يواځي د مقاومت ډلو د توري تېغ ته پرې نه ږدي له بهرنيانو څخه په زغرده او ټينګه د بهرنيو مجرمانو غوښتنه نه شي کولای.
د زنګاوات په پېښه کې چې زموږ شپاړس تنه بې ګناه ښځي، ماشومان او سړي د شپي په خواږه خوب ويده وو، د ځناورو امريکايانو له خوا په بې رحمي سره په ډله يېز او يومخېز ډول سره په شهادت ورسيدل.
داچې دامريکاپوځ دعوه وکړه چې دغه ۱۶تنه افغانان د يوه یاغي شوې امريکايې پوځي له خوا څخه وژل شوې. او په مرګ يې امريکا هم خفه ده. بل خوا افغان حکومت، ولسي جرګي، مشرانو جرګي او افغان ولس د افغانانو په ډله یېزه وژنه کې د ښکيلو مجرمينو د محاکمي غوښته په افغانستان کې وکړه، بيا هم قرآن ته د سپکاوي له قضيې سره ورته غبرګون ډیر ژر د امريکا حکومت او دفاع وزارت څرګند کړ.
د امريکا حکومت او دفاع وزارت وويل چې د پېښيي اړوند يو امريکايې سرتیری چې شک کيږې په دغه پېښه کې به لاس لري توقیف شوی دی ، د پېښي اړوند به پلټنه کوي او که امريکايې پوځي مجرم وپېژندل شو د د امريکا دپوځ له قوانينو سره سم به په امريک او يا کوم بل هيواد کې محاکمه کيږي.
داخبره دومره روښانه ده چې پټول يې اسان کار نه دي چې د پنجوايې د زنګاوات په سيمه کې نه د ورځي او نه هم دشپې له خوا امريکايې او کورني پوځيان په لږ شمير کې له خپلو آډو څخه وتلای شي، ځکه هلته طالبان مسلط دي.
له نوموړي پېښي څو ورځي مخکې د امريکايانو يو ټانګ په نوموړي سيمه کې په ماين الوتی وو، امريکايانو ددغي سيمي خلکو ته ويلي وو چې د خپلو ملګرو غچ او انتقام به له دوی څخه اخلي.
داچې دسيمي ټول اوسيدونکې وايې چې د چورلکو او ټانکونو په ساتنه کې يوه ډله امريکايان دشپې له خوا د زنګاوات سيمي ته راغلل او دلته يې په کورونو کې د ننه بې ګناه ماشومان، ښځي او سړي په شهادت ورسول، له وژلو وروسته يې مړي وسوځول او کورونو ته يې اور واچاوه. ازاد خبريالان او ژونالستان ورته راپورونه ورکوي، د سيمي ځينې دولتي لوړ پوړي چارواکې د سيمې دخلکو نظر او دسترګو لیدلی حالت منې او تايدوي.
پرون ورځ د ولسي جرګې د ليږل شوې پلاوې مشر سيداسحاق ګيلاني هم رسنيو ته وويل چې د امريکايانو له خوا د زنګاوات ډله يېزه وژنه د ډيرو امريکايانو له خوا څخه شوې ده. او په دې پېښه کې نږدې پنځلس امريکايې پوځيانو برخه درلودله.
دا ډول د افغانستان د دفاع وزارت څخه د ليږل شوې پلاوي مشر لوی درستیز شيرمحمد کريمي هم په پېښه کې د ډیرو امريکايانو د شتون او ګډون راپور ورکړ او ويلي يې دي چې ددوی پلټني دوام لري.
دولسي جرګې غړی ايوبي خو داهم وايې چې د سيمي د خلکو سره د لیدني کتني وروسته ورته معلومه شوې ده چې په پېښه کې ځينې کورني پوځيان هم لاس لري، او لامل يې سمېيز تعصب وښود چې ځينې کورنې پوځيان د تعصب له امله د کندهار د سيمې سره د طالبانو د وخت د غچ او انتقام اخستلو هڅي کوي.
د پورته ټولو ثبوتونو سره سره خپل سرې او یاغي امريکا لا هم وايې چې په زنګاوات کې ۱۶تنه ملکي اوسيدونکې ددوی د پوځ د يوه یاغي او ناروغ پوځي له خوا څخه وژل شوی دي او وايې چې دا يوه قصدي پېښه نه وه.
بهرنيانو په ټول افغانستان کې ډيجيټل پرمختللي قوي او د لوړ کیفيت لرونکي کامري په هوا کې د څارني له پاره الوزولي دي، د کندهار،هلمند او ارزګان په سيمه کې يې دغه کار نظر نورو سيمو ته زیات کړی دی، د پنجوايې ولسوالي په مرکز او دا ډول د زنګاوات اړوند سيمه کې هم دوی ډیجيټل پرمختللی کامري په هوا کې لري.
زما د معلوماتو له مخي دغه کامري دومره قوي دي چې په توره شپه کې په لېري فاصله کې که په يوه کور کې پيښو هم وي ليدل کيږي او اواز يې په روڼ ډول سره اوريدل کيږي. او دغه کامري په اتومات ډول د ټولي سيمي څخه څارنه کوي او انځورونه اخلي.
باور لرم چې افغان حکومت له امريکايې پوځ څخه په پلټنه کې د مرستي غوښتنه هم نشي کولای، ځکه هر وخت ترلاس لاندي او کمزوری سړی له خپل بادار او څښتن څخه دخپل حق غوښتنه نه شي کولای. او که ويې کړي نو غوښتني ته د رسيدو پرځای به مجازات کيږي.
اوس چې امريکايې پوځي په ځانګړې پوځي الوتکي کې له افغانستان څخه کويټ ته وړل شوی، او امريکا لاهم وايې چې پلټنه به کوي او تراوسه دغه پوځي مجرم نه دی پېژندل شوي، او حتی له نوم څرګندولو څخه يې هم ډډه کوي.
د امريکا د دفاع وزير ښاغلي پنيتا ناڅاپه سفر هلمند او بيا کابل ته هم باید له سترګو ونه غورځول شي. د زنګاوات له پېښي څخه ډیر ژر څو ساعته وروسته د امريکا دفاع وزیر افغانستان ته راغی. لومړی يې په هلمند کې خپل مېښت امريکايې پوځيان وليدل او بیا کابل ته راغی له ښاغلي کرزي سره يې وليدل.
روښانه ده چې د پنيتا راتګ هم د پخوانۍ (قرآن کريم سوځونه) او اوسنۍ (په زنګاوات کې د ۱۶ملکی کسانو وژنه) پېښي سره تړاو لري.
د پنيتا راتګ به د زنګاوات د پېښي په پايلو خامخا اغیز ولري، او يوځل بيا به د افغان ولس د غوښتني پر خلاف د پېښي پايلي بدلون ومومي، امريکایان به پکې برائت ترلاسه کړي او حکومت به يې د پايلو د ځنډولو په بهانه د افغان ولس د احساساتو د ارامولو هڅي وکړي.
ښاغلی کرزی صاحب به بيا هم کابيني، ولسي جرګي او مشرانو جرګي ته ووايې چې د پلټنو د رڼو پايلو غوښته مه کوئ، موضوع ډیره جدي مه نيسي، او د ولس د احساساتو د کنټرولو او ارامولو له پاره کار وکړئ، د لاريونومخه ونيسئ، او که داکار ونه کړئ نو امريکايان له افغانستان څځه ؤځي او موږ به يواځي پريږدي.
د حکومت اړوند لوړ پوړي چارواکي چې په اختلاس، فساد، وژنو او ډول ډول جرمونو کې ښکيل دي، په بهرنيانو د خپل ځان ساتلو له امله به هیڅکله هم د بهرنيانو د خوښي او مرضي خلاف کار ونه کړي.
پایله داچې افغان ولس دي له افغان دولت، امريکا، ملګرو ملتونو او ددوی مرستندويانو څخه د زنګاوات د خونړۍ پېښي د رڼو پلټنو اميد او تمه نه کوي.

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.