pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د امریک له نظره دافغانستان د کړکيچ حل » یا تجزیه او یا د اټم بم کارول« دی
     
احمدالله رحمانی
لیکوال

د افغانستان د تجزیی او ویش په اړه وطنوالو په دا اخیرو وختونو کښی زیاتی ناخوالی واوریدلی او ویی لوستلی . په تبصیرو که به چا لیکلی وه چی د افغانستان ویش امکان نه لری، چا به لیکلی وه چی په خپله وینه به د افغانستان یووالی ساتو او چا به پر لیکوال د نیوکی په شکل لیکلی وه چی د افغانستان تجزیه د هر امکان نه لیری خبره ده ، لیکوال خوشی د وطنوالو احساسات را پاروی . خو ددا ټولو تبصیرو او د نه منلو نیتونه سر بیره موږ افغانان نن ورځ دداسی حالت سره مخامخ کیږو چی د هغه په مقابل د هر رسیدلی انسان معقولیت له کاره لویږی او غیر له دی چی حیران پاته شی او سر په دواړو لاسونه وټکوی ، نور څه به یی له وسه ونه شی . د سپوږمی راډیو نه می نن یو خبر تر لاسه کړ چی لیکلی یی وه :

» د وحد ت ګوند مشرحاجی محمد محقق تیره ورځ د انګریز دسنا له مشری »بابرونیس دوسیزا« سره کتلی دی . محقق په ټینګار سره د سنا له مشری غوښتنه کړی چی انګریز د ی د افغانستان په ویشلو کښی له هغوی سره مرسته وکړی . محقق د افغانستان اصلی ستونزه پښتانه بللی او ویلی دی چی افغانستان پښتنو بی ثباته کړی دی او پښتانه خپل د پر مختګ پلویان نه دی . دا چی د انګریز د سنا مشری دریځ د محقق د غوښتنی په مقابل کی څه وو ، تر اوسه مالومه نده .«

که د محقق په دی غوښتنه کښی د انګریز د سنا دمشری دريځ مالوم نه دی ، دا خو هلته پریږده ، اما یو بل حقیقت ورځ په ورځ روښانه کیږی ، هغه داچی نن می د سپوږمی راډیو تر خبر ورسته د »جییو پاورز« له ویبپاڼی نه یو راپور تر لاسه کړ چی محترمو لوستونکو ته یی په لاندی کی ټکی په ټکی را نقلوم:

» جیو ویبپاڼه« د توماس رتینګ له خولی لیکی : دا خو نوی خبره نده چی بعضی وختونه په مخصوصو حالاتو کښی مخصوص تصمیمونو ته اړتیا پیدا کیږی . خو اوسمهال چه په افغانستان کی د امریکا او ناټو ناتوانی ته ګورو ، ویلای شو چی دا یوه لویه رسوایی ده اوباید فکروشی چی ایا د بلاکویل پلان »بی« (پدی هکله می لیکنه خبره کړی ده) به ښه وی او که بیا هم له نورو بمونو نه کاراخستل شی . که تر بمونو تیر شو نو بیا په افغانستان کی بله د حل لار نه شو موندلای غیر له تجزیی نه . توماس رتینګ لیکی چی د افغانستان د ویشلو پلان کوم چی د ډبلیو بوش په وخت کی »بلاکویل« لیکلی دی ، په نظر کی لری ، افغانستان پر شمال-غرب او جنوب- شرق باندی وویشل شی . شمال-غرب به هغه جنګسالاران او ملیشه وو ته ور تسلیم شی چی پښتانه نه دی او په څلویښت نه تر پنځوس زره امریکایی سرتیرو به و ساتل شی . جنوب شرق به پښتنی قومونو ته ور پریښودل شی . دا منطقه به د اوربند منطقه اعلان شی او د امریکا له خوا به څارنه پری کیږی . دبلاکویل پلان په توضیحاتو کی راغلی دی چی موږ پوهیږو د افغانستان ویشل دومره ساده کار ندی لکه پر کاغذ چی لیکل کیږی . خو کوم وخت چی ویش عملی شی ، باید امریکا د پښتنو منطقی تر پوره څارنی لاندی ونیسی . دا څارنه به د هوا له لاری د بی پیلوټه او پیلوټ لرونکو الوتکو په وسیله وی چی له یوه پلوه به تروریستان له منځه وړل کیږی او له بله پلوه به د طالبانو هری کړنی څارل کیږی . طالبان باید دداسی حالاتو سره مخامخ کړو چی د هغوی مامورین ، والیان ، ښاروالان ، قاضیان او ګمرکی کارکونکی هره ورځ پوه نه وی چی سهار له کوره ووزی ایا ماښام به کور ته ژوندی ولاړ شی او که نه. بلاکویل لیکی چی : که دا د بی پیلوټه الوتکو ستراتیژی هم نتیجه ور نه کړی (چه اټکل یی هم داسی کیږی) بیا به نو د »پروفیسور کورا سول ګولډ شتاین« پلان چی په » نوکلیار- کورا« مشهوره دی ، عملی کیږی . »پروفیسور کورا سول ګولډ شتاین« د کالیفورنیا په یونیورسیټی کښی دنده اجرا کوی او د افغانستان ویشل په کلکه تائیدوی .

پروفیسور ګولډ شتاین لیکی : د افسوس ځای دادی چی امریکا د ملی او بین المللی سیاسی ستونزو له امله نه شی کولای چی په افغانستان او پاکستان کی د لوی جنګ اعلان وکی او په دواړو ملکونو کښی دروند جنګ مخ ته بوزی ، اما د وخت په تیریدو سره اټکل کیږی چی داسی امکانات به برابر شی . په هغه صورت کی بیا باید په »افپاک« کی (مطلب افغانستان او پاکستان دی) له اټومی وسلی نه کار واخیستل شی . پروفیسور ګولډ شتاین اضافه کوی : زما وړاندیز دادی چی اټومی بمونه کیدای شی پر کندهار ، کوئټه او کراچی باندی و کارول شی او پدی ترتیب دا منطقی محوه شی .

توماس رتینګ لیکی : د اټومی وسلو مسئله به لمړی شاته پریږدو ، دا ځکه چی هغه ددویم ګام پلان دی . د لمړی ګام پلان چی د بلاکویل وړاندیز دی خبری به پر وکړو . بلاکویل د افغانستان د نامه سره حساسیت نلری او غواړی چی افغانستان جوړ شی . اما هغه افغانستان چی په شمال غرب کی امکان لری . بلاکویل پدی نظر دی چی د شمال خلک د امریکا مرستی او د امریکا شتون په خپله منطقه کښی نه ردوی . دا پدی چی هغوی نه غواړی د طالبانو تر تسلط لاندی راشی . پروفیسور کورا پدی اړه وایی : هر هغه سیاست چی د طالبانو تر تسلط لاندی منطقو کی د خلکو ژوند سموی ، په غیر مستقیم ډول زموږ دښمن یانی طالبان پیاوړی کوی . نو ښه به دا وی چی پښتانه لکه اوس چی دی ، په خپله بیسوادی کښی مړه شی . بلاکویل پدی عقیده دی چی د افغانستان هغه اوسیدونکی چی پښتانه ندی ، هم اوس او هم د افغان-شوروی په جنګ کښی د امریکا دوستان وه ، خو امریکا باید کوم وخت چی شوروی ځواکونه له افغانستان نه ووتل او د ډاکټر نجیب الله رژیم نسکوره شو ، افغانستان ویشلی وای . د امریکا دهغی وختی ناتوانی د طالبانو پیاوړی کیده وه . د بلاکویل د پلان دویم پړاو د افغانستان و جنوب شرق ته متوجه کیږی او هغه وایی : پښتانه ټوله د طالبانو دوستان نه دی . امریکا ته لازمه ده چی تر ویش وروسته هغه پښتانه چی د طالبانو دوستان ندی پیاوړی کړی ، خو دا یوه اوږده پروسه ده چی زیات وخت په بر کی نیولای شی . امریکا دومره زیات اوږدمهاله پروسه مخی ته نشی بیولای .

تو ماس رتینګ زیاتوی : بلاکویل اوسمهال زیار باسی د ملګرو ملتونو په امنیت شورا خپل پلان ومنی او هغوی ته قناعت ورکړی . که بارک اوباما د امریکا ټولټاکنی ونه ګټی او جمهوری غوښتونکی بیا واک په لاس کښی واخلی ، زیات امکان موجود دی چی د بلاکویل پلان تر کال ۲۰۱۴ مخه په افغانستان کښی عملی بڼه پیدا کړی .

 


The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.