pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
بـاچـاخـان، امـان الله خان او نادرخـان
۱۵سپتمـبـر ۲۰۱۳
ډاکتر رحمت ربی زیرکیار


عـبدالغـفار خان (۱۹۸۸-۱۸۹۰) مشهور په «باچا خـان» او «فـخرافغان» په شــلمه پــیــړۍ کې د «اسلام بې تشدده سرتـیری» و. ده په خپل ۷۸۸ مخیـز ژوند لیک کې د خپل پرځنګ (مبارزې) تنسته غـځولې ده. باچاخان په خټه محّمدزی پښتون/افغان وـ هغـسې محّمدزی چې افغاني (پښتو) پرې ګرانه وه! په ۱۹۲۰ کې یې په کابل کې د امان الله خان سره ولیدل. « ډیرې خبرې مې ورسره وشوې، په خبرو خبرو کې» یې امان الله خان ته داسې وویل:« تا له ترکي درځي، فـارسي درځي او نورې ژبې هم درځي، خو خپله ژبه [پښتو] نه درځي. زما خبرې په هغه باندې ډیر اثر وکړو او وعده یې راسره وکړه چې زده کوم به یې. کله چې [په ۱۹۲۹ کې] له افغانستانه وایستل شو، زه بـمبۍ ته د ده لیدلو ته ورغلم نو هلته یې ماسره پښتو کې خبرې وکړې.» با چاخان او ملګرو یې د هغه مهال د بهـرنیو چارو د وزیر محمود طرزي سره هم ولیدل چې «ډیر لایق سړی و». د ژبې بحث راولاړشو، اویو سړي د دې پوښتنې سره مخاخ کړ: «دا څنګه افغانستان دی چې افغاني [پښتو] په کې نشته.» طرزي ورغبرګه کړه چې «پارسي هم زموږ د ملک ژبه ده.» باچا خان ورته ورغبرګه کړه چې« طرزي صاحب پښتو خو د افغانستان ملي ژبه ده او د اکثریت ژبه ده، په ټوله دنیا کې د اکثریت ژبه هم سرکاري [حکومتي] وي، هم دفتري، هم تعلیمي وي». له دې بحث نه دا پایله راوځي چې افغانستان د باچاخان په شان محمدزایانو ته اړتیا لرله.
با چاخان د امان الله خان د پاچاهۍ د رانسکوریدلو په اکله لیکي: په ۱۹۲۹ کې د بچه سقاو د«شورش» له امله امان الله خان قندهار ته لاړ. «انګریزي اخباراتو د افغانستان برخلاف کیسې، طعنې او خوشحالۍ شروع کړې، نو زه پوه شوم چې پیرنګیان چې په افغانستان کې د پښتنو ترقۍ تــه کتــی نه شي نو مونږ به ترې دلته په [صوبه]سرحد کې څه ترقي وکړی شو؟» بــاچــا خــان « فـورا» د پښتنو د راویښولو لپاره په کليو ،ښارونو،او سیمو کې غوڼډې وکړې او «ټول پښتون ...دخپل قوم تباهي او بربادي محسوسه کړه او د افغانستان د خدمت لپاره» چمتو شو. «په بعضو علاقو کې ملایانو چې څه ناڅه مخالفت شروع کړو»، خو د ولس د جذبې له امله یې له خپل مخالفت نه لاس واخیست. په دغه خوځښت کې چې د افغانستان د خدمت لپاره راپورته شوی و، شاعرانو هم وڼـډه اخیستې وه، مثلاَ د «دوسرو» تورسم خان. د هغه یو بیت دا دی
ماوی داسـړی زمونږ قــوم کې خلـل دی اوس دې ولـیـد چـې د ږیــرې خاونـد غـل دی

د صوبــه سرحد پښتانه «د افغانستان په مصیبت زهیر وو. او د امان الله خان دوباره حکومت قایمولو دپاره هـر خدمت ته تیار وو.» په لره پښتونخوا کې د افغانستان سره د مرستې لپاره یوه کمیټه جوړه شوه چې نوم یې «افغان هلال احمر» و او وظیفه یې «د افغانستان د پښتنو طبي او مالي خدمت و». خو انګریزانو نه غوښتل چې «دافغانستان د امداد دپاره دې د سر حد پښتانه لاړ شي». دلیل یې دا و چې «په دې طریقه خو زموږ ورورولي او قـومولي قایمـیدله». تر څو چې امان الله خان له افغانستان نه وتلی نه وي، انګریزانو د لرې پښتونخوا هیًت پرې نښود چې افغانستان ته د بشري مرستې لپاره لاړشي. انګریزانو ورته ویل که امان الله خان ستاسې نه د مرستې غوښتـنه وکړي، نو بیا کولی شی چې لاړشي. پخپله باچاخان له پیل نه په دې ولاړ و چې نه دفرنګیانو اجازې او پاسپورټ ته کوم ضرورت شته او نه د امان الله خان اجازې ته ، ځکه چې «موږخو د قوم او خپلو وروڼو د امداد دپاره ځو» خو کمیټې ورسره نه منله. باچاخان او ملګري یې په څو ورځو کې په پیښورکې د «وکیـلِ تجارت» له لارې موفق نه شول چې اجازه لاسته راوړي. بیانو باچاخان او میا جعفر شاه کندهار ته د سفـر اراده وکړه او تر جیکوب اباده په ګاړي کې ورسیدل. خو انګریزانو پرې نه ښودل چې کویټې او بیا کندهار ته لاړشي. له هغه ځایه ډهلي ته لاړل او د افغانستان د جنرل قونسل سره یې ولیدل. هغه امان الله خان ته تار ورکړ او زموږ لپاره د اجازې هیله یې ورته وړاندې کړه. « په دغه ورځې موږ ته په ډهلي کې معلومه شوله چې فرنګیانو د شوربازار د حضرت ورور چې په هندوستان کې په کاټهیاواړ کې اوسي راغوښتی، او دهغه پاوندو[پابندو] پسې چې د هغه مـریدان دي د امان الله خان برخلاف افغانستان ته لیـږي...». باچا خان پیښور ته راستون شو آو بله ورځ خبر شو چې محمدنادر خان هم د خپلو وروڼو سره پیښورته راغلی و او د تجارت د وکیل په کور کې یې اړولي وو. با چا خان او دهغه مشر ورور ډاکتر خانصیب د نادر خان لیدلو ته ورغلل. «ډیرو خلکو» نادرخان وهڅاوه چې که کندهار ته لاړشي. امان الله خان «ورپسې ډیر استازي راولیـږل» خو نادرخان له دینه ډډه وکړه چې کندهـار ته لاړشي. باچا خان په نادرخان شکمن شوی و چې نادر خان به د خپل هغه خوریي لپاره سلطنت ګټي چې د [سردار امین جان په نوم] دحبیب الله خان ځوی و. خو نادر خان پخپله باچاخان ته وویل:«ته به هم ژوندی یې او زه به هم ژوندی یم، که چیرې ما هغه بادشاه کـړ یا پخپله بادشاه شوم، نو ته راشه او مخ راله تورکړه او راته ووایه چې نادرشاه خپله وعده دې پوره نه کړه.».څو ورځې وروسته، هاشم خان جلال اباد ته وخوځید او نا درخان او شاه ولیخان ځاځیو ته، او نادرخان له باچاخان نه «وعده واخیستله» چې سبا دې په ټل کې د نادرخان سره وویني. باچاخان سبا له ټـل ته رسیـږي ، خو نادرخان« په مخه تللی و.» حکیم نومې یو سړی یې په موټـر کې ولید چې د نــادرخان د لیــدلو لپاره ځاځیو ته روان و. باچاخان ورته د نادرخان په نوم یــو لیک ورکــړ: « اوله وعده خو دې پوره نه کړی شوه، نو د بلې وعـدې به دې څه حال وي؟». باچاخان چې مردان ته راستون شو، هلته خبر شو چې امان الله خان کویټې ته رارسیدلی و. دې خبر باچا خان له یوه بله غټه څپیـړه ورکړه، خو یو څو ورځې وروسته هغه د خپل مشر ورور ډاګتر خانصیب او نورو دوستانو له خوا موظف شو چې بمبۍ ته لاړ شي او هلته د امان الله خان سره مشوره وکړي. په بمبۍ کې یې د عبدالهادی خان داوي له لارې د امان الله خان سره ولید ل. باچاخان د امان الله خان سره «افـغانستان ته د بیرته تــلــلو خبره وکړه، لیکن هغه د افــغانستان نه مایــوسه شــوی و...او د پښتــنو نــه ډیــر مـوړ معــلومیــده». باچا خان زیاتــوي چې د دغه ملاقات په مهال ور سره امان الله خان «په پښتــو خبـرې وکـړې.» باچا خان د سـقاوي ګډوډۍ په مهال، د افغانستان لپاره په پښتونخوا کې چـانــده یانې بسـپنه ( طبي مواد او نغـدې پیسې) راټــولې کــړې وې. لـه امان الله خان نه یــې پوښتنه وکــړه چــې دغــه« حساب» چا ته وروسپاري؟ «نـو په جواب کې ده راته ووې چې تاســو یې نــادرخان ته ورکړئ او د نــادر خان امــداد وکــړئ[.] ملاقات ختم شو ، په ډیر خـفګان ســره موږ د یو بل نــه جــدا شــو.» باچاخان چې له بمبۍ نه پښتونخوا ته راستون شو، انجمن هلال احمـر (د ســرې میاشتې ټولنې) ته یې راپـور ورکړ. ډیـر خلکو چې نه یــې غــوښتل د نـادرخان سره مرسته وکــړي، خپله چانده یې بیـرته واخیستله. «بیا هم موږ نادرخان لـه پنځــوس زره نغــدې روپـۍ او هغـه ټــول سامان ...ورولیـږه.» باچاخان کاږي چې «دنادرخان تـار ما له راغی چې کابل فتح شو او چې خلک خبر شو چې کابل فتح شو نو یوقسم خوشحالي په خلکو راغله چې بــیان یـې کولی نــه شـم.» خو کله چې نادر خان خپله پاچاهي اعلان کړه، «په دې خبره باندې مونـږ ډیر حیران شـو، ولې چې داسې کاریې وکړ چې زمونږ په خواب او خیال کې نه و، ځکه هغه خو» د باچاخان سره په پیـښور کې وعـده کړې وه چې پخپله به دی نه پاچا کیـږي. باچا خان په پای کې دې پایلې ته رسیـږي چې «د نادرخان بې وفـایـۍ زمونږ په خلکو ډیر خراب اثر کړی و، لیکن مونږ څه کولی شو. مونږ داخبره خدای ته پریـښـوده چې خدای دې سزا ورکړي...» ولولئ: عبدالغفارخان (باچا خان)، زمـا ژونـد او جـد وجـهد. خپرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمني، چاپځی: دانش خپرندوی ټولنه

پیښـور،هجري۱۳۸۷لمریز = ۲۰۰۸ زییز، مخونه: ۳۳۹تر۳۵۴ 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.