pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
شاه شجاع، ببرک کارمل او حامدکرزی
     
ډاکټر عبدالقيوم مومند

 

موږ انسانان پهٔ دې همغږي يو چې تير وخت بيرته نه راګرځي او د سبا ورځ د پرونۍ  ورځې پهٔ څير نه وي. تاريخپوهان وايي چې تاريخ بيا نه تکراريږي، مګر د افغانستان تير دوه سوه (۲۰۰) کلن تاريخ  دا ثابته کړه چې پهٔ افغانستان کې تاريخ نه يواځې يوځل، بلکې دوه ځلې تکرار شو. کيدای شي ځينې لوستونکې دې ته د تاريخ تکرار ونهٔ وايي خو زه ورته د تور تاريخ تکرار وايم.
کهٔ د نړۍ د لاسپوڅو سياستوالو د واکمنۍ او لاسپوڅيتوب د ژوند او پايښت وروستني عمر ته وکتل شي نو د دوی پۀ خبرو او کړنو کې د پخوا پر پرتله د غور وړ بدلون ليدل کيږي. داراز بدلون پۀ خبرو کې ډير او پۀ عمل کې لږ او کمزوری وي. د دې بدلون او نوي سياسي شورماشور څخه دا جوته کيږي چې د لاسپوڅي او بلواکه واکمن وروستئ شيبې رارسيدلي دې. د دې نوي سياسي شورماشور پۀ اړو دوړو کې لاسپوڅی او بلواکه واکمن هڅه کوي چې ځان ملت ته نږدې کړي. کوښښ کوي چې د ولس د سپيڅلو احساساتو څخه ناوړه ګټه واخلي او د ولس د وينې او سر پۀ بيه ځان د ولس خواخوږی او د خاورې ساتونکې معرفي کړي. مګر څنګه چې ولس د نوموړي اصلي څيره پيژني، لاسپوڅی او بلواکه واکمن خپلو هيلو ته نۀ رسيږي او د دې ناکامۍ پۀ پايله کې د دې هيواد وګړي د یو نوي لوی ناورين سره مخ کيږي. افغانستان درې ځلې د داسې ناورين سره مخ شو، لومړی د شاه شجاع پهٔ دوران کې، دويم د ببرک کارمل پهٔ دوران کې او دريم د حامدکرزي پهٔ دوران کې.
د شاه شجاع او ببرک کارمل پهٔ هکله ليکنې شوې دي، نه غواړم هغه دلته بيا راوسپړم، يواځې پهٔ حامدکرزي به دا ليکنه متمرکزه کړم. حامدکرزی هم چې د خپلې بلواکې واکمنۍ وروستيو شيبو ته رسيدلی او د ولس پۀ مينځ کې د دۀ پۀ مقابل کې کرکه ورځ له بلې څخه ډيريږي، غواړي د افغان ملت د سر او وينو پر بيه د ځان څخه ملی اتل جوړ کړي تر څو د شاه شجاع او ببرک کارمل د القابو څخه خلاص شي او نوم یې د تاريخ پۀ پاڼو کې د يو هيواد دوست پۀ بڼه وليکل شي، نۀ د يو هيواد پلورونکي پۀ بڼه.
پۀ دې ليکنه کې غواړم پۀ دوو مهمو ټکو رڼا واچوم. لومړي، حامدکرزی او د هغۀ نور ملګري او ملاتړ کوونکي څنګه د یرغل او يرغمل لاندې بلواکې واکمنۍ ته ورسيدل؟ اوس بيا ولې حامدکرزي، د هغۀ مرستيالانو، وزيرانو، د وزيرانو مرستيالانو، ملګرو او نورو حکومتي کړيو د امريکا او نړيوالې ټولنې پرضد د شعار ډولونه پۀ غاړه کې اچولي دي او بيسوره ډمبهار ترې وباسي؟  دوهم، پۀ دې حساسو او خطرناکو شيبو او پړاوونو کې د عام ملت او پۀ خاصه توګه د روڼ اندو هيوادوالو او ولس سره د مينې او احساس لرونکو افغانانو مسئوليتونه څۀ دي؟ يواځې بنده خوله پاتې کيدل او پۀ ځينو وختونو کې يو نيم انتقاد کول کفايت کوي او که د يو بنيادي خوځښت او بدلون لپاره هلې ځلې پۀ کار دي؟
دا چې د سپټمبر يوولسمه پيښه څنګه رامينځته شوه او چا رامينځته کړه يو جلا بحث دی او ځانګړې څيړنې ته اړتيا لري، مګر هغه بدلونونه او پرمختګونه چې پۀ نړيواله کچه د سپټمبر د يوولسمې نه مخکې تيريدل او هغه څۀ چې د سپټمبر د يوولسمې نه وروسته تيريږي، د دې ليکنې د غور ټکي دي.
که د نړۍ اقتصادي او ستراتيژيکي پرمختګونو ته پۀ ځير سره وکتل شي نو دا څرګنديږي چې د امريکامتحده ايالات د نړۍ پۀ اقتصادي ډګر کې وروسته پاتې کيدله او اروپايي هيوادونو، روسيې، چين، هندوستان، مالیزيا، جنوبي افريقا او برازيل دا تشه ډکوله. پۀ لرې او نږدې اسيا، منځني ختيځ، افريقا، جنوبي او لاتينې امريکا او ځينو اروپايي هيوادونو کې د روسيې، چين، هندوستان، مالیزيا، جنوبي افريقا او برازيل اقتصادي پرمختګونو، پانګه اچونې او زيرمو راويستنې د امريکامتحده ايالاتو د اقتصادي پرمختګ او پانګه اچونې لپاره ستر ګواښونه رامينځته کړي وو.  لۀ بله پلوه پۀ منځنۍ اسیا کې د ګازو او تيلو د لويو زيرمو د لاس ته راوړلو لپاره د امريکامتحده ايالاتو هلې ځلې هم د سترو خنډونو سره مخ وي. د طالبانو حکومت د امريکامتحده ايالاتو پر طبيعت برابره همغږي او مرسته نۀ کوله او حتي د امريکامتحده ايالاتو لپاره یې خنډونه هم رامينځته کول. طالبانو غوښتل د امريکايي يونوکالUNOCAL 
 کمپنۍ پرځای د ارجنټاين د بريداس   BRIDASکمپنۍ سره د پايپلاين د جوړيدو او غزيدو تړون لاسليک کړي. دا ټول هغه ګواښونه وو چې د امريکامتحده ايالات یې دې ته وهڅول چې د خپلو اقتصادي او ستراتيژيکو ګټو پۀ خاطر نوې طرحې رامينځته کړي.
د سپټمبر د يوولسمې نيټې څخه وړاندې د امريکامتحده ايالاتو واکمنان او سياستوال پۀ دې هلوځلو کې بوخت وو چې څنګه د طالبانو واکمني رانسکوره کړي او پرځای یې خپل ګوډاګي او لاسپوڅي واک ته ورسوي. د دې موخې لپاره یې پخوانۍ شمالي ټلوالې او حامدکرزي سره اړيکې ټينګې کړې. د امريکا متحده ايالاتو او پخوانۍ شمالي ټلوالې ترمينځ د اړيکو څيړل يو جلا بحث دی، ځکه شمالي ټلواله د بيلابيلو ډلو او کسانو هغه يو موقتي اعتلاف وو چې د ضرورت پراساس د طالبانو پرضد، د هغوی د ماتې خوړلو څخه وروسته رامينځته شوی و. هره ډله او هر کس یې ځانګړې څيړنې ته اړتيا لری، مګر هغه څۀ چې د دې ليکنې د بحث وړ خبره ده، هغه د حامدکرزي برخه پۀ دې لوبه کې ده.
د حامدکرزی او امريکا اړيکې د روس پۀ مقابل کې د جهاد دورې ته رسيږي. ((کرزی د سي آی اي CIA
 د لوړو ارتباطي غړو څخه و او د سي آی اي   CIAد مشر ويليم کيسيWilliam Casey  ، د ولسمشرمرستيال جورج بوش  George Bush او د هغوی د پاکستاني آی ايس آی   ISIد خبرو او اړيکو د کړيو سره یې نږدې اړيکې درلودې. وروسته بیا کرزی او وروڼه یې د سي آی اي   CIAپۀ حفاظت کې امريکا ته ولاړل او د دې ايجنسۍ د ګټو لپاره یې کار کاوه. د  منځني ختيځ او جنوبي اسيا د معلوماتي منابعو د معلوماتو پر اساس کرزي او د هغۀ وروڼو د بوش د کورنۍ او د بوش د کورنۍ د ملګرو د  ګټو لپاره، چې د تيلو او سينټګاز پۀ معاملو کې نغښتې وې، هم کارکاوۀ.))  (LifeLeak 2007)
حامدکرزی د ځلمي خليلزاد لخوا د امريکا واکمنانو، دفاع وزارت او سي آی اي ته ورپيژندل شوی و. خليلزاد هغه مهال پۀ راند کارپوريشن RAND Corporation
 کې چې يو مخافظه کاره تحقيقاتي مرکز دی او د امريکامتحده ايالاتو د دفاع ورازت لپاره قراردادي څيړنې کوي، کار کاوۀ. پۀ ۱۹۹۶ او ۱۹۹۷ زيږديز کلونو کې دواړو خليلزاد او کرزي د امريکايي يونوکال UNOCAL  د تيلو د کمپنۍ لپاره د مشاورينو پۀ توګه کار کاوه.  (Erikson 2002)  پۀ ۲۰۰۰ زيږديزکال کې ځلمي خليلزاد، حامدکرزی راندRAND  ته د خبرو لپاره وغوښت او له هغې وروسته حامدکرزي او کريستينا روکا Christina Rocca  چې هغه مهال د کنساس (Kansas ) ايالت د جمهوريخوا سناتور سام براونباک Sam Brownback  مرستياله وه او وروسته پۀ بهرنيوچارو ورازت کې د جنوبي آسيا د چارو معينه شوه، پرله پسې او منظمې ليدنې کتنې درلودې. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت يو ډيپلوماټ د حامدکرزي پۀ هکله وايي چې زموږ لپاره هغه اوس هم حامد دی، داسې يو کس چې د هغۀ سره موږ له ډيرې مودې راهيسې معاملې لرو.  (Erikson 2002)  د امريکامتحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت پخوانی معين کارل ايندرفورت Karl Inderfurth  چې د حامد کرزي ملګری دی، وايي چې د خپل پلار د مرګ څخه وروسته کرزي د واشنګټن سره خبرې وکړي او د طالبانو د واکمنۍ د رانسکورولو طرحه یې امريکا ته وړاندې کړه.  (Salim 2006)  کله چې حامدکرزي د ۲۰۰۱ زيږديزکال د اکتوبر پۀ اومه(۷) نيټه د طالبانو پر ضد افغانستان ته ولاړ، د طالبانو لخوا محاصره شو او بيا وروسته امريکايي پوځيانو د چورلکې پۀ مرسته د محاصرې څخه خلاص او لهٔ هغې ځای څخه یې ژوندی وويست.  (Salim 2006)  پۀ يوه بله خپره شوې ليکنه کې چې د (حامدکرزی څوک دی؟) پۀ نوم یاديږي ليکل شوي دي چې حامدکرزی د جورج بوش د تيلو د لوی پلان(Grand Oil Plan ) د ټيم يو فعاله غړی و. (LifeLeak 2007 ) کرزي د آی ايس آیISI  - سي آی ايCIA - يونوکال UNOCAL  د کړۍ پۀ ليکنه کې د آی ايس آی ISI  د پخواني لوړ پوړي مامور کلونيل شجاع خانزاده له خولې ليکل شوي دي چې ((دجهاد پۀ ټول دوران کې کرزی زموږ سره و. هغه زما د ايجنټانو پۀ لست کې و. نۀ يواځې هغه، بلکې دهغۀ ورور او پلار- هغو ټولو زموږ لپاره کار کاوه. زه یې ټوله کورنۍ پيژنم. هغوی(کرزيانو) به زما سره د لارښوونې د لاسته راوړلو لپاره مشورې کولې. اوس هغه لګيادی چټياټ وايي.))(Salim 2006 )
که د حامدکرزي د تيرو يوولس کلونو مداريتوب او ملت ته د درواغو ويلو سلسله راوسپړو نو خبره ډيره اوږديږي، يواځې دومره ليکل به ضروري وګڼم چې امريکايانو او نورو يرغلګرو قوتونو پۀ زرګونو پښتانه او نور افغانان د هيواد پۀ بیلابيلو سيمو کې شهيدان کړل او کرزي د هغوی د مرګ او د دې غيرانساني عمل پوښتنه هم ونکړای شوه.  کله کۀ د کرزي د حکومت لخوا پوښتنه هم شوې ده، پۀ ځواب کې ورته يواځې ويل شوي دي، چې دا عمل به بيا نۀ تکراريږي.  مګر څو ورځې وروسته بيا ليدل شوي چې خبره زړه پۀ زړه ده او د کرزي پۀ خولې څوک تريخ پیاز هم نۀ خوري.  پاکستان چې پۀ سيمه کې د ايران ترڅنګ د افغانستان بل ستر دښمن دی، د افغانستان پۀ حريم پرله پسې تیری کوي او حامدکرزی وايي چې دا حملې د افغانستان او پاکستان دښمنان کوي.  دلته بايد پوښتنه وشي چې پۀ ختيځ کې پرته د پاکستان څخه د افغانستان دښمنان څوک دي؟
رابه شو نږدې پيښو ته چې د حامدکرزي د لاسپوڅيتوب او ګوډاګيتوب ثبوتونه پکې پۀ زغرده ليدل کيږي. کله چې د وردکو پۀ ولايت کې يو ځل بيا امريکايانو بيګناه خلک ووژل، د حامدکرزي وياند ايمل فيضي د ۲۰۱۳ زيږديز کال د فبروري پۀ ۲۴ نيټه پۀ یو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې پۀ ميدان وردک کې امريکايان د بې ثباتۍ او بې امنيتۍ مسئول دي. د کابل ادارې د امنيت شورا د فبروري د ۲۴ نيټې پۀ غونډه کې حامدکرزي دفاع وزارت ته امر وکړ چې امريکايي قوتونه پۀ دوه اونيوو کې د ميدان وردک څخه اوباسي.  (N.A. 2013)
 دوه اونۍ هم تيرې شوې، نور وخت هم تيرشو مګر چا امريکايان له ميدان وردک څخه ونه ويستلای شول، ځکه امريکايانو او نورو نړيوالو پوځونو ته د کرزي امر کومه مانا نۀ لري او نۀ پۀ افغاني پوځونو کې دومره قدرت شته چې امريکايان پۀ زور اوباسي.  کله چې حامدکرزي ته يوځل بيا وويل شو چې لاسپوڅيه او ګوډاګيه پۀ کرار کښينه او بيځايه شور مهٔ کوه، مۀ ځان پۀ بار بار شرموه او مۀ امريکايان، نو د امريکايي جنرال جوسيف دنفورد Gen. Joseph F. Dunford Jr.  امر ته یې د ۲۰۱۳ زيږديز کال د مارچ پۀ ۲۰ نيټه غاړه تيټه کړه. جنرال ډنفورډDunford  وويل چې امريکايان به پۀ تدريجي توګه د ميدان وردک څخه پۀ مناسب وخت کې ووځي.
د ۲۰۱۳ زيږديزکال د مارچ د مياشتې پۀ ۱۲ نيټه حامدکرزي پۀ خپله هغه وينا کې چې د هلمند خلکو ته یې کوله وويل چې امريکایان او طالبان ګډ کار کوي او طالبان ځکه پۀ افغانستان کې چاودنې کوي ترڅو امريکايان د ۲۰۱۴ زيږديز کال څخه وروسته پۀ افغانستان کې پاتې شي. د نړيوالو قوتونو موجوديت پۀ افغانستان کې بې ثباتي رامينځته کړې ده.  (Karzai 2013)کرزي يوځل بيا د پښتنو د احساساتو نه غلطه استفاده وکړه او غوښتل یې د خپلو بېباکو او بېمسووليته خبرو له لارې د خلکو پۀ مينځ کې څه ناڅه اعتبار ترلاسه کړي. د حامدکرزي دې خبرو امريکايان ډير پۀ قهر او غصه کړل او بيلابيل عکس العملونه یې وښودل. د ۲۰۱۳ زيږديزکال د مارچ پۀ ۲۶ نيټه د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري John Kerry
 لکه د تل په څير، يو ځل بيا پۀ ناڅاپي ډول افغانستان ته ولاړ، د حامدکرزي سره یې پۀ کابل کې وکتل او هغۀ ته یې يوځل بيا د هغۀ حيثيت او بيواکتوب ورپه ګوته کړ. همداراز يوځل بيا یې حامدکرزي، د هغه مرستيالانو، د هغۀ وزيرانو او د حکومت نورو چارواکو، د افغانستان بېمفهومه او بې ارزښته پارلمان او د افغان ملت ته ورپه ياد کړل چې پۀ افغانستان کې اصلي واکمنان او چارواکي څوک دي.  څوک فيصلې کوي او څوک هسې بيځايه شور او ځوګ کوي. د ليدنې او کتنې وروسته حامدکرزی پۀ هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې جان کيري John Kerry  یې هم ترڅنګ ولاړ و، وويل چې هغۀ د امريکايانو پهٔ هکله ترخې او غلطې خبرې نۀ دې کړي، رسنيو د هغۀ خبرې غلطې خپرې او تعبير کړي دي.  (Cohen and Hanna 2013)زموږ پۀ هيواد کې چې خلک د يو ناوړه کس د اعمالو نه پۀ تنګ راشي نو ورته وايي چې درواغ، بيشرمي او بيحيايي هم يو اندازه لري، مګر داسې بريښي چې د حامدکرزي او د هغۀ د حکومت د خلکو درواغ، شرم او بيحيايي کومه اندازه نۀ لري. - استغفر الله-.
داسې نورې ډيرې بيلګې شته چې د حامدکرزي، امريکامتحده ايالاتو، سي آی ايCIA 
، آی ايس آی ISI او یونوکال  UNOCALترمينځ د اړيکو او کارکولو څرګندونه کوي او دا جوته کوي چې حامدکرزی د لاسپوڅيتوب او ګوداګيتوب پۀ کړيو او ځنځيرونو کلک تړلی کس دی او خپل کوم واک او اراده نۀ لري.  اوس چې د حامدکرزي د بيواکه واکمنۍ وروستۍ ورځې شپې او شيبې رارسيدلي دي، پۀ ناکامو، نيمګړو او بېمسووليته هلوځلو اخته دی چې پۀ ظاهره توګه ځان د لاسپوڅيتوب او ګوډاګيتوب د کړيو او ځنځيرونو څخه خلاص کړي، مګر څنګه چې لاسپوڅی او ګوډاګی تل لاسپوڅی او ګوډاګی وي، چې بادار یې ورته غوږونه تاوکړي، نو د خپلو خبرو نه انکار کوي او پړه پر نورو اچوي. حامدکرزي او ملګري یې غواړي د افغان ملت د سر او وینې پۀ بيه ځان ته برائت ورکړي.  که دې ټولو پيښو ته پۀ ځير سره وکتل شي نو د یرغل او يرغمل شوي هيواد پۀ بلواکه خپلواکۍ کې د بيواکه واکمنانو همدا حال وي.
اوس به راشو دويمې خبرې ته چې پۀ دې ناورين کې عام ملت او پۀ خاصه توګه روڼ اندې کوم مسووليتونه لري او څه بايد وکړي. افغان ولس بايد د تاريخ د تجربو نه زده کړه کړې وي او پۀ هيواد او ولس باندې تجارت کوونکو، د مجاهدينو تش په نوم مشرانو او قوماندانانو، د ډيموکراسۍ ټيکه دارانو، د سياست مداريانو او د اسلام، ولس او خاورې دښمنانو ته د دې اجازت ورنکړي چې د دوی د پاکو اسلامي او هيوادپالونکو احساساتو څخه ناوړه ګټی واخلي. دا خوږې خبرې او رنګينې خيالي وعدې هغه د زهرو ډک جامونه دي چې دې ملت ته څو ځلې ورکړل شوي دي. شاه شجاع ته به نۀ ځو، ځکه ليکنه ډيره اوږديږي، لنډ نظر به واچوو. کله چې ببرک کارمل د روسي پوځونو او ټانکونو پۀ زور د کابل د قدرت پر چوکۍ کښينول شو، نو د کارګري انقلاب، لوی ورور هيواد شوروي اتحاد، او د غوايي غوبل (انقلاب) د نه پرشا تللو خبرو، شور او ځوګ دومره ګردونه جوړ کړل چې د ببرک کارمل او د هغۀ د ملګرو څخه ځان ورک شو او د غوايي د غوبل تړل شوې رسۍ د موږي څخه وشليدله. ډاکټر نجيب الله ډير کوښښ وکړ چې د خپل غواييتوب پۀ زور دا شليدلې رسۍ د سوسيالستي ډيران پۀ موږي بيرته وتړي، مګر هلې ځلې یې سرته ونۀ رسيدې. کله چې ډاکټرنجیب الله پۀ دې پوه شو چې بيواکه واکمني یې مخ پۀ خلاصيدو ده او وروستنی وخت یې رارسيدلی دی نو د ورورولۍ چيغې او سورې یې پيل کړې. خپلو دښمنانو ته یې د اشرارو پرځای د مجاهدو او خفه شوو وروڼو خطاب پیل کړ. مګر وموليدل چې نۀ اشرار شو، نۀ وروري شوه او نۀ هم سوسياليزم. خوږو خبرو او د ورورولۍ شور او ځوګ کوم ځای ونۀ نيو. د مجاهدو وروڼو او ملايانو له ډار څخه د ملګرو ملتونو دفتر ته وتښتيد او کله چې د ملايانو شاګردان راغلل، نومړی یې د کابل ښار پۀ مينځ کې راځوړند کړ.
اوس د وخت او حالاتو داسې نخښې نښانې دي چې د حامدکرزي ورځې شپې هم مخ پۀ خلاصيدو دي او پۀ هڅو کې اخته دی چې ځان ته څنګه د وړو پوزه کيږدي. حالات یې هغۀ سرسامه لامبوزن ته ورته دي چې د اوبو څپو اخستی وي، د غرقيدو پۀ حالت کې وي او د ځان د ژغورلو لپاره د اوبو ځګ ته هم لاس اچوي. کله وايي چې طالبان زما مرور وروڼه دي. کله بيا وايي چې پردی کټ تر نيو شپو دی. زه (کرزی) له دې کټ څخه راکوز شوی يم او تاسې طالبان هم له دې کټ څخه راکوز شئ.  کومه ورځ یې چې چرت پۀ بله وي، بيا وايي چې طالبان د امريکايانو لپاره کارکوي. چې بادار یې غوږونه ورتاو کړي، بیا انکار وکړي چې دا خبرې خو ما نۀ دې کړي. داسې بريښي چې د ګوډاګيتوب پۀ دې لوبه کې یې د واک ترڅنګه خپل فکري استقامت هم لهٔ لاسه ورکړی دی. کیدی شي موږ افغانان د دې څخه نور ډیر د انديښنې څخه ډک حالات وګورو، مګر د يو ملت پۀ توګه مو مسئوليت څه دي؟
د بهرني يرغل، کورنيو ګوډاګيانو او ډيموکراسۍ پۀ غوبل کې د افغان ملت بنسټيز ارزښتونه، ملي هويت او ځمکنيزه بشپړتيا د ګواښ سره مخ ده او کۀ چيرې لۀ دې څخه يو هم يا کمزوري شي او یا لهٔ مينځه ولاړ شي نو زموږ ټولنه د نيستۍ او نابودۍ کندې ته لويږي. د يو ملت پۀ توګه موږ دا مسئوليت او حق لرو چې د خپل ژوند او راتلونکې فيصلې د نورو د لاس څخه واخلو او خپلې فيصلې پخپله وکړو. د افغانستان د ټولو سياستوالو او چارواکو څخه باید دا پوښتنه وشي چې ولې افغانان د افغانستان د خاورې، خلکو، دين، کلتور، ټولنيزو ارزښتونو او ملي منابعو پۀ هکله د تصمیم نيولو حق نۀ لري؟ ولې افغان ولس ته د دې اجازه نۀ ورکول کيږي چې پرته د پرديو له اغيزې څخه خپل موجوديت، ژوند او بقا ته دوام ورکړي. ولې افغانستان نۀ پريښودل کيږي چې پر خپلو پښو ودريږي.
پۀ تيرو يوولسو کلونو کې چارواکو او زورواکو د ملت پۀ سر لوبي او تجارتونه وکړل. هيچا هم د کمزورو او بيوزلو د حقوقو څخه دفاع ونکړه او نۀ پۀ هيواد کې ټولنيزه ښيګڼه او سوله رامينځته شوه. د هيواد د وګړو ابتدايي ضرورتونه پوره نۀ شول او نۀ د پرمختيا پر لور کوم رغوني ګامونه واخستل شول. هيواد تراوسه د جګړې او ناامنۍ پۀ اور کې سوځيږي. که چيرې افغانان نۀ غواړي چې د دوی پۀ سر سودا او پۀ ژوند يې لوبې وشي، نو اړينه ده چې د وچو وعدو، تشو خبرو او احساساتې خبرو د خيالي دنيا څخه راووځي، خپل مسئوليتونه درک کړي او د يو داسې ریښتني بنيادي بدلون غوښتنه راپورته کړي چې اصول یې پر خپلواکۍ، ټولنيزعدالت، ولسواکۍ، سوله، امنيت، اقتصادي پرمختګ او اسلامې ورورګلوۍ ولاړ وي. ملت بايد د خپل حق غوښتنه وکړي. دا حق هغه وخت ترلاسه کيدی شي چې يو ملت پۀ خپلو ارادو کې سپيڅلی وي او د حق پۀ وخت د خپل او پردي ترمينځ توپير ونکړي.
پۀ دي بدلون کې افغانان باید يو داسي ولسي نظام جوړکړي چې پۀ هغې کې حکومت او د ملت استازي چې د دوی لخوا ولسي جرګې او مشرانو جرګې ته ليږدول کيږي، د دې ملت خدمتګاران وي او نۀ لکه پخواني او اوسني باداران. دا د هرافغان دنده ده چې د هيواد پۀ ملي مسايلو کې برخه واخلي او د ښه او بد فيصله یې وکړي. د دې مسووليت نه ځان ګوښه کول او یا بې اعتنا پاتې کيدل د دې خاورې او ملت سره لويه جفا ده.
اولس بايد بې پروا پاتې نۀ شي، بلکې اولس بايد پۀ نيغه او ښکاره توګه د هيواد او ملت پۀ ورځنيو سياسي، ټولنيزو، حکومتي او دولتي چارو او فيصلو کې برخه واخلي او خپل مسووليت ترسره کړي.  واکونه او فيصلي بايد پۀ ښارونو او د ګوتو پۀ شمیر محدودو کسانو پورې محدودې پاتې نشي، بلکې فيصلې بايد د کلو او بانډو څخه پيل او د ملت لوړې سطحې ته ورسيږي. ولس بايد دې چمتو وي چې د هيواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره تر بلې ټاکنيرې دورې پورې صبر ونکړي،  بلکې پۀ ورځنيو چارو کې باید دخيل وي او هر وخت د دې واک او غوښتنه ولري چی ټاکل شوو چارواکو سره حساب وکړي. داراز به نۀ څوک د دوی پر سر تجارت وکړای شي، نۀ به د چا پۀ حق تيری وشي او د ټولني وګړي به د خپلو حقونو څخه برخمن وي. لوږه، غربت، کمزورتيا، بيوزلي او تيری به له مينځه ولاړ شي. د قدرت او زورواکۍ ځای به انساني کرامت، عدالت، ټولنيز روغوالی او يووالی ونيسي. د ټولنې بنيادونه به ټينګ شي او پۀ ټولنه کې به ولسي، کلتوري او ټولنيز پوخوالی رامينځته شي. د ټولنې د وګړو ترمينځ به د سپينو، آزادو او صادقانه خبرواترو لار خلاصه شي او د ټولنې وګړي به پۀ خپلو مينځونو کې د اعتماد پۀ فضا کې يو بل ته نيک نظر ولري او د ورورګلوۍ اړيکې به ټينګې شي. او که نه نو:
څـوک چـې د ښـکـلـيــو پـۀ خـنــدا شـو غـلــط            کـــار یــې ســـم نــۀ شــو پــۀ ژړا پــاتــې دي
                                                                                             حـمــزه بــابــا
سالت ليک سيټي، يوټا، د ۲۰۱۳ زيږديز کال د اپریل اتلسمه (۱۸)

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.