pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 

په کند هارکې بچه سقاوۍ ته د ولس او استاد حبیبي جواب

April 18, 2014

 

ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیا ر

: ليکنه

زه ځیرکیار اوس د یو کتاب ګوټي په لیکـلو لګیا یم چې غـټه برخه یې په افغانستان کې په یـو کال (۱۹۲۹) کې په پینځه (۵) پادشاهانو راڅرخي. ما نږدې یوه اونۍ وړاندې، د منلي نصیـر خان «پښتون» لاندې لڼډه خو ګټوره لاسي لیکنه ولوستله. لیکـوال نصیر هـنر پښتـون چې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو د تاریخ له څانګې نه فارغ شوی دی، کـلیګرافـر دی او پخوایې د علومو په اکاډیمي کې کار کاوه. دی  د کـند هـار د  منلي محّمـد رسـول خـان پـښتـون ځـوی دی چې د «ویــښ ځـلمـیانو» د خـوځـښت مــشر و او په پُـل خـمـري کې لـس کالـه زنـدانـي شـوی و.  دغــه شان نصیــر خان هــنر پښتــون د ارواښاد پـوهاند عبدالحی حبیبي( چې په خـټه کاکـړ و) خـوری کیـږي
 د نصیر هنر پښتـون ذکر شوې  لیکنې زه دیته اړ کړم چې په کندهار کې د بچه سقاوۍ موضوع نوره هـم وپلټـم. لومړی به د پـښتون لاسي لیکنه ټایپ او وړاندې کړم. په ګوټینو لیندیو[   ] کې نیول شوی متن زما ځیرکیار دی، نه د منلي پښتون. په دوهمه برخه کې به خپله ټلفـوني مرکه وړاندې کړم چې په کندهار کې د بچه سقاوۍ په تحلیل را څرخي، یعنې هغه مهال د ولس ذهـن او د ښـووانـد عـبدالحی حبیبي یوه کـوټلې پوښتـنه  منعکسوي

د ملي ژغـورنې د پـیل نیټه: د تاریخ یوه د پامه لویـدلې پاڼه
نـصیر هـنر پښتـون

په پخوانیو کال هیندارواو نورو خپرونو کې  د ملي ژغورنې د پیل نیټه د ۱۳۰۸ لمریز کال د تلې درویشتمه نیټه [۱۵ اکتوبر ۱۹۲۹ زییز] ښودل شوې ده – دا هغه نیکمرغه ورځ ده چې شهید اعلیحضرت محّمد نادرشاه د کابل پر[سقاوي] حکومت بری مومي. دا سمه ده؛ مګر د ماتې پـیل چیرې و؟ د نوي نسل د پوهاوي لپاره یو څه مخکې او شاته ولاړ سو:  زموږ په بې وزلي ملت کې د تایخي بیخبنا او مخبنا د وروسته والي: د مناسبو اقتصادي حالتو او د لازمې ټولنیزې او سیاسي ښوونې او روزنې  د سطحې د نشتوالي او بیا په دربار کې  د خاینو او ارتجاعي عناصرو د کرغیـړنو چارو او همدارنګه د پرنګي دسیسو جوړولو په نتیجه کې غازي شاه امان الله خان د (۱۳۰۷) لمریزکال  د مرغومي په دریمه د ټولواکۍ څخه لاس واخیست... د خادم دین رسول الله – د حبیب الله پر سر د پاچاهۍ باز کښینول سو
دا چې په نهه میاشتې اړدوړ کې څنګه د اماني دورې  ټول ریفورمونه [سمونې،اصلاحات] شنـډ سوه، د کابل او پاته هیواد پر بدمرغه ولس څه تیر سوه او څنګه پر هیواد  د تورې شپې مخ وغوړیدئ، دا بیل څپرکی دی...خو د ژغورنې  د پیل په اړوند د تاریخ یوه پاڼه د لوسته څخه پاته ده، هغه داچې:حبیب الله د ځواک پر ګدۍ تر ناستې وروسته وویل:«تــر هغـو د کــندهــاره  بـیعـت رانــسـي ، زه پاچـاهي نه کــوم.»[ د دې اقـتباس چیــنه ښایي پـوهاند عبدالشکــور رشاد وي؟ ځیـرکیار]. ده د خپل ځواک د ټینګولو دپاره په کندهارکې [د یوې درنې کندهارۍ کورنۍ  سـره ] خپـلوي هــم وکړه، خو مامورینو یې هغــه نادودې وکــړې چې د ولس سخت غــبــرګــون یــې را و پــاراوه
د ښاغلي ورور حفیظ الله خان کرزي د خبرو په اساس د پاڅون لومړئ پیلامه د کند هار په  (کرز) کې تر سره سوه:  دلته د کندهار د قومونو مشران سره راټول او پر لارو چارویې  خبرې سره پیـل کړې. دوی دغه کسان وه
--- ارواښاد حاجي خیــرمحّمــدخان یا معــین خیــرو جان چې خلکو (خان بــابـا) باله. خان با بابا د ښاغلي حامد کرزي نیکه او د اروا ښاد حبیب الله کـرزي، ښاغلي  حفـیــظ الله کـرزي او شهــیـد خلیـل خـان پــلار و(۱۳۲۷لــمریـز وفــات). د مُلا عـبــد السلام بــابــا یـوه مصــرع ده
صد آفـرین و صد رحمت پـر پـوپلزي خیروجان..... چې زرو کسو تې(ته یې)خرڅه کوله د ځان
--- د بارکزو مشران: ارواښاد سردار مهردل خان او ارواښاد قاضي شکور خان
--- د محّمد زو مــشران: اروا ښــاد سیــد جــان مشــاور، ارواښــاد عــبدالــوهــاب خان او ســردار محّمــد هــاشــم خان
 --- اروا ښــاد ســدو خان الکــوزی، ارواښاد سـیــد اشــرف اغا؛ (۵) د اڅکـزو مشــران: اروا ښاد زقــوم خان او ارواښاد حیات خان( د عـصمت مُسلـم پـــلار)؛ او (۶) نــور...چې ټـولــو (۲۳) سپـیـن بـیـرغـــونه درلـوده
د دغـو مشرانو د تابیا په پایله کې د ارواښاد پوهاند عبدالشکور رشاد په خبره د ۱۳۰۸ لمریز کال د تلې په اووه لسمه [۹ – اکتوبر۱۹۲۹= ۵ جمادی الا ولی ۱۳۴۸] یعنې د کابل تر فتحې یوه هفته د مخه، ولسي لښکر په کندهار کې د ښکاپـر(شکار پُـر) بازار او کابل بازار د خوا پـر حکومتي [سقاوي] ځواکونو باندې - چې د کلا نظامي ځایونه یې په ولکه کې وه او پـه تـوپـو نـو مسلح وه - یرغل وروړ او دوی یې محاصره کړه. محاصره بریالۍ سوه. تر جګړې وروسته   ښار دروازې یـو په بل پسې ماتې سوې او د (خادم دین) سرتیرو بده ماته وکړه
هــمدغــه ماتــه وه چې [کــلکاـني] حبـیب الله وویل: «پــه کـندهــار کې چـې ما ت سـوم، نـور نــو زما او د پـاچـاهـۍ  وار ســره تـیــر دی.»[ د دې اقــتباس چیـنه ښایي پـوهـاند عـبد الـشکـور رشـاد وي؟ ځیرکیار]. د دغې سوبې له امله په کابل کې(مینار نجات) یا د ژغورون څلی او د نـجـات لـیسه جــوړ ســوه
ما دا څلی لیدلی و؛ خو د کندهار د فاتحانو نومونه مې نه وه تر سترګو سوي، او بیا د خواشینۍ خبره داوه چې نورمحّمد تره کي هغه څلی  په څو شیبو کې د خاورو سره سم کړ(هغـه کار چې «مترکي»[مترقي؟]  وګړو لږ کړی دی؛ مترقي انسان – د چپي جنبې په نفې سره- یـا پـرمخـتللی انسان خـو پـریـږده

پـُردل نائب سالار، کرنیل «خودمختار» او د ښوواند حبیبي  علمي ګوزار
ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار
 
زه ځیرکیار له منلي افغان حفیظ الله خان کرزي نه د زړه له کومي مننه کوم  چې لاندې معلومات یې ځما سره شریک کړي دي او له دې لارې یې  ځما سره يوځای د ټول افغان ملت د تاریخ  په یوه  تیاره څڼـډه  رڼا اچولې ده. عصمت الله مُـسلِـم  د اڅکـزي حیات خان فـرقـه مشـر ځــوی و. په پخـواني شوروي اتحاد کې پـه عسکري تحصیل بوخت و. یوه شپه يې هلته په ګورکي پارک کې د ولادیمیر لـینیـن په مجسمه اودسماتی کړی و. له دې امله شوروي استخباراتو افغانستان ته بیرته ولیـږه. کله چې خلکیان د زییز ۱۹۷۸ د اپریل په ۲۷ (۷ غـویی ۱۳۵۷) قدرت ته ورسیدل، عصمت الله مسلم ځان د سهـیلي پښتونخوا کویټې ته ورساوه، او هـلته یې  د مولوي محّمد نبي د ډلې د مجاهدینو سره د شوروي پوځونو د یرغل په ضد پاڅون کې کوانـده برخه واخیستله.  بیایې د «فـدایان اسلام» په نوم  خپل سازمان جوړکړ. خو د هغه مهال د پاکستان د عـسکري استخباراتو مشر پـرې زور واچاوه چې په پیـښورکې د افغانانو د جهادي سازمانونو سره غـبرګ شي. خو د ځایځو  معلـوماتو له مخې، عصمت الله مسلم د هغه مهال د پاکـستان د عسکري استخباراتو د مـشر سره ولــیدل او هغــه ته یې د خپل  ویـاړلي  هیواد افغانستان د غـټـو کارنامو په تاریخ رڼا واچــولـه. عصمت الله مسلـم نه غـوښتل چې د نــورو جهادي مشرانو په شان د خــپل هیــواد د خـپلواکۍ لپاره د پاکستان امـرونو  او دسـیـسوتـه ســر ټـیـټ کـړي
 ځما معلـوماتي چینې (حفیظ الله  خان کرزي) ما ځیرکیار ته داسې هم وویل:(۱) عصمت الله مسلم د اسلام او افغانستان خواخوږی اوزړه ور افغان و،او د پاکستانیانو د کوماندې لاندې یې کارنشو کولی؛ (۲) که څه هم خلکي/پرچمي رژیـم ته بیـرته ورستون شوی و، د دغه رژیم سره یې هـرڅه په پـټـو سترګـو نـشو زغـملی. د بــیلګې په ډول د کابل رژیــم خپــله ډیــره وحشي ملیشـه ( ۱۵۰۰ تنه جوزجانيان) کند هـار تـه ورواستوله(شوروي چارپـوهانوجـوزجانیان په ډیـر سخت وحشي چاپیــریـال کې روزلي وو او په کمــونیستي او پښــتون ـ ضـد  جذبـو یې سمبال کــړي وو). کــله چې جــوزجانــیان پــه کــندهــارکې د مجاهـدیــنو ســره په جنګ اخـته شول، عــصمت الله مسلم د مجاهــدینــو په شان په جــوزجاني ملیــشې بـریـد وکـړ
پُـردل چې د شمالي په چله باغ نومې ځای کې استوګن و،  د کندهار  په ولایت کې د سقاو ځوی د والي په څیـر مـقرر شو. د ده د مقـررۍ سره جوخت، د کـنـدهار په ښـار کې لانـدې بیت د عام وخاص غـوږونو او زړونـو تـه ورسیـد
عــجـب خــر...س بــازار دی..........................................چــې پُـردل نائــب ســالار دی
پُــردل والي  خپــل کــرنیل «خــودمختار» ته  پــه پاکټ  کې یــو لــیک ورکــړ چې لـوی اســتاد ارواښاد عــبدالــحی حبیبی ته یې وروسپــاري. هغــه مهال استــاد حبیــبي په کنــدهـــار کې د «طـلوع افـغـان» اخبارلیکوال/چلوونکی و. کـرنیل خودمختار چې لس تنه وسله والان ورسره وو، د استاد حبیبي دفتر ته ورننوت او ویې  پوښتنه چې آیا دی «اخـبارچي» دی؟  استاد حبیبي ورغـبرګه کړه چې «هـو، یـم». ورپسې  کرنیل خودمختار ښوواند حبیبي ته وویل چې د دغـه لیک پیغــام بایـد په خپل اخبار کې خپـورکړي. ښوواند حبیبي په ورسپارل شوي لیک کې ولـوستــل چې پـــه کندهار کې د سقاوځـوی والي پُـردل خپل کرنیل خود مختار ته  د لسـو تنــو د وژلــو واک ورکړی و!  لـوی ښـووانـد ( استاد)حبیـبي ورته دهـمـدغــه  خود مختار کرنیل پــه لاس د والي  په نــوم لــیک ورکړ. پــه دغــه لــیک کې  ښـووانـد حبـیبـي یـوه کــوټلې پـوښتنـه کـړې وه: آیا د سقـاوي والي(پُـردل)د لاس لانـدې کرنیـل خودمختاربه لس تـنه په ګيـڼـټـه، ورځ، میاشت یـا کـال کې وژني؟ خو، ښووانـد عـبـدالحـی حبیـبي ته د بچه سقـاو  د والـي  لــه خـوا هـیــڅ ډول جواب راغــبـرګ نــشو. دلته وینو چې ښوواند حبیبي ځان په  څـومره ځیـرکانه او عـاقـلانه ډول لـه تــاریخي مسولــیت نــه ژغــورلی دی. پای

 

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.