pxl
Logo

Home
News
Articles (New)
AfghanPedia
Contact Us

زما پرمختګ او زما پرمختللي
رڼـــــا
بـدلــون
 

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال


pixl

 

 

 
 
زما پرمختګ او زما پرمختللي
     
پوهنمل ډاکټر عبدالقيوم مومند

له هغې ورځې نه چې په ښو او بدو پوه شوې يم په دې هڅه کې يم چې ځان په دې پوه کړم چې پرمختګ څه ته وايي او پرمخ تللي څوک دي.
کله چې د کلي نه ښار ته راغلم نو بله نړۍ راته ښکاره شوه. چې برښنا مې وليده، ټيلفون مې وپيژانده، په ښار کې مې د خوړلو او اغوستن نوي څيزونه وليدل نو د ځان سره مې وويل چې ښار پرمختګ کړی او خلک یې هم پرمختللي دي.
ما به په کلي کې د ډيوې او لاټڼ رڼا ته سبق وايه او په ښار کې خلکو د برښنا په رڼا کې سبق وايه. په کلي کې به زه پنځه کيلومتره په پښو ښوونځي ته تللم او په ښار کې زده کوونکي په بسونو کې ښوونځيو ته تلل او يا یې هم ښوونځي د کورونو ترڅنګه وو. وروسته مې چې پرته له رڼا څخه د برښنا نور سهولتونه وليدل او د ټيلفون سره بلد شوم نو ډاډه شوم چې ښار پرمختګ کړی او خلک یې پرمختللي دي.
چې ښار ته راغلم نو ماته خپلې د وروسته پاتې کيدن وجې هم راپه ګوته کړی شوې. ما ته وويل شو چې زما د وروسته پاتې کيدو ستر دليل زما کميس او پرتوګ دي. که چيرې زه غواړم چې پرمخ تللی شم نو بايد پطلون او دریشي واغوندم ځکه چې کميس پرتوګ کليوال او وروسته پاتې خلک اغوندي. زه کليوال وم، خبره راته ستونزمنه وبريښيده. همداراز دا هم راته وويل شو که غواړم چې پرمختللی ښکاره شم نو بايد په پاړسو ژبه خبرې وکړم او پښتو ژبه پريږدم. خبره نوره هم ګرانه شوه، ځکه زه پښتون وم او پاړسو مې هم نه وه زده. خو چاره څه وه، يا به مې پرمختګ غوره کولای او يا کليوالي خصلت.
دا خبرې راته لنډه موده وروسته ثابتې هم شوې. په فکرونو او کړاوونو کې اخته شوم.
لومړی زه مجبور کړی شوم چې په پاړسو ژبه سبق ووايم ځکه چې د کابل په ښار کې په پښتو ژبه د لومړنيو زده کړو ښوونځي هم نه وو. ما هم ومنله ځکه غوښتل مې چې زه هم پرمختللی شم. له دې کبله ضروري وه چې بايد خپله ژبه او خپل اصل هير کړم او د پرمختګ ژبه او اصل زده کړم، ځکه پښتو د پرمختګ ژبه نه وه.
دوهم، يوه ورځ زموږ د کلي نه زموږ يو خپلوان ښار ته راغی. شپه یې موږ کره وکړه او سبا ته یې راته وويل چې راځه چې چکر ته ولاړ شو. لومړی به ژوبڼ وګورو او بيا به سينما ته ولاړ شو. زه خوشحاله شوم چې د پرمختګ سره به له نږدې نه بلد شم. د ژوبڼ تر څنګ نه به کله ناکله په بس کې تيريدم خو ورننوتلی نه وم. دا وخت په دې هم پوهيدلی وم چې سينما څه شی دی خو سينما ته تللې نه وم.
کله چې ژوبڼ ته ورسيدو اوغوښتل مو چې د ننوتو ټکټ واخلو نو ټکټ پلورونکې راته وويل چې موږ ژوبڼ ته نشو ننوتلای ځکه چې پطلون او دريشي نه لرو اوپه کميس پرتوګ کې د ننوتلو اجازه نشته. د ځان سره مې وويل چې ښایي د کابل د ښار ځناور او مرغۍ به هم پرمختللی وي او په کميس او پرتوګ کې به د کلي د خلکو ليدل نه خوښوي. خبره مې په طبيعت برابره ونه لګيده او خفه شوم، خو دوهمه هيله لانيمګړې شوې نه وه.
له دې وروسته مو فيصله وکړه چې سينما ته ولاړ شو. کله مو چې غوښتل د سينما د لوړ پوړ ټکټونه واخلو، ټکټ خرڅوونکي راته وويل چې موږ په لوړ پوړ کې د کښيناستو حق نه لرو څکه کميس پرتوګ مو اغوستي دي او پطلون او دریشي نه لرو. دواړه ماړيجن شوو او د لاندې پوړ ټکټونه مو واخستل. د خپلوان نه خو خبر نه یم خو ما ته فلم خوند رانکړ، ځکه ټول فکر مې په لوړ پوړ کې وو چې څنګه ځای به وي.
دې ټولو تجربو په يو خفګان او کړکيچ کې واچولم. له ډير خفګان او فکر نه وروسته څه ناڅه پوه شوم چې په ښار کې پرمختګ څه ته وايي او پرمختللي څوک دي. زما فکر او مزاج د زړه دا تسلې هم قبوله نه کړه او د پرمختګ او پرمختللو په لټه کې شوم.
ژوند تيريده او زه هم د ښار د پرمختګ سره بلديدم او د پرمختللو په قطار کې ورو ورو وردننه کيدم، ځکه چې اوس خو ما هم پطلون او دريشي اغوستل. خو چې د نړۍ ساينس، تخنيک، طب، ټولنيزو، ولسي او سياسي اړيکو ته به مې کتل او د خپلې ټولنې پرمختګ او پرمختللو ته به مې کتل او فکر او سوچ به مې پرې کاوه، نو زړه به مې نه منله چې زموږ ښار دې پرمختګ کړی وي او خلک دې یې پرمختللي وي. بيا بيا به دې نتيجې ته ورسيدم چې د نړۍ پرمختللي بنيادي او معنوي بدلون ته پرمختګ وايي او موږ ظاهري بدلون ته پرمختګ وايو. وروسته له ډيرو فکري کړکيچونو څخه مې فيصله وکړه چې زموږ ښار پرمختګ نه دی کړی او خلک یې هم پرمختللي نه دي.
له دې وروسته يوځل بيا د پرمختګ او پرمختللو په لټه کې شوم. چم ګاونډ ته به مې چې وکتل، هغوی به راته پرمختللي ښکاره شوو، خو بيا به مې د هغوی په هکله هم بيلابيل نومونه او خبرې واوريدې او راته به وويل شو چې هغوی پرمختللي نه دي.
نور هم د پرمختګ او پرمختللو په لټه کې شوم او بلاخره جرمني ته ورسيدم. هلته مې چې وليدل هرچا دريشي او پطلون اغوستي وو. زما د ښار د خلکو د معيارونو پر اساس دا ټول خلک بايد پرمختللي واي، خو چې ژوره څيړنه مې وکړه نو دا راته معلومه شوه چې ډير دريشي او پطلون اغوستونکي خلک هم ناپوهه او وروسته پاتې دي. په جرمني کې پرمختګ هم و او پرمختللي خلک هم وو او د پرمختګ د لوړوالي انډول ته یې ډير هيوادونه رسيدی هم نشو، خو معيارونه یې دريشې او پطلون نه وو، بلکې پوهه، صداقت، امنتداري، زيار، په نورو رحم او داسې نور معيارونه وو. هلته پوه شوم چې پرمختګ څه ته وايي او پرمختللي څوک دي.
زړه مې بيا هم تسل نه کاوه او غوښتل مې چې د پرمختګ او پرمختللو بل اړخ هم وګورم. په لټون لټون کې مې سر امريکا ته ورسيد او د پرمختګ او پرمخ تللو بله نړۍ مې هم وليده. ما به چې د امريکا په پوهنتونونو کې د خپلو استادانو پطلون او کميس ته کتل نو د خپل ښار پرمختللي به راياد شوو. د هغوی دريشي او پطلون زما د استادانو نه نوي او ګران بريښيدل، مګر د پوهې او فکر په انډول کې زما د ښار پرمختللو هيڅ هم نه درلودل او دې پرمختللو هرڅه درلودل. دلته ما ته نوره هم ثابته شوه چې پرمختګ په جامه کې نه دی، بلکې پرمختګ په فکر کې دی.
اته ويشت کاله وروسته هيواد ته ولاړم. ډاډه وم چې زما د زړو تجربو نه درې لسيزې تيرې شوې، نړۍ زما ښار ته تللې ده اوس خو به زما ښار رښتینی پرمختګ کړی وي او خلک به یې رښتينې پرمختللي وي. خو چې خپل ښار ته ورسيدم او حالات مې وليدل نو ډير خفه شوم، ځکه چې نسل بدل شوی و، خلک بدل شوي وو، ښار بدل شوی و، خو فکر او د پرمختګ او پرمختللو معيارونه لا هماغسې پخواني وو. ډير مې وژل او له ځان سره مې وويل چې زه به په خپل ژوند کې خپل پرمختللی ښار او خپل پرمختللي خلک ونه ګورم. خو بيا هم لوی څښتن مهربان دی.
سالت ليک سيټي، يوټا، د ۲۰۱۲ زئيز کال د جولای د مياشتې څلورمه نيټه

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.