pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 

پـښتون ورور ولـي  که  اسلامـیستي ورورولـي

کومه یوه د پښتـنو په ګـټه ده؟

 
 

 داود افـغـان

: ليکنه

 

د ځـیـرکیار سـریــزه
درنو لوستونکو!  د منلي داود افغان لــڼـډه خو په مطلب کوټلې لیکنه بایــد هــر افغــان ولولي. دغه لیکنه ما ځیرکیار ته دوه ورځې وړاندې( د ۲۰۱۴ د اپریل په ۲۳)  په انګریزي ژبه  د ایمیل له لارې راورسیدله.  دا لیکنه ډیره جدي ده او مايې له لوستلو خوند واخیست. خو بیا هم  زه د دې لیکنې د ټول ډکون سره موافق نه یم، ځکه چې د ټـول افغانستان او ټـول افغان ملت د بدبختۍ  په رامنځته کولو کې یې  د برتانوي استعمار او د امریکایي امپـریالیزم د رول په اړه غـوڅ دریځ نه دی ښودلی. «اسلامي» پاکستان د انګریزي ښکیلاک  په دسیسو رامنځته شو او ورپسې د امریکې د امپــریالیزم په «جــبهه یي هـیواد» (فــرنټلاین کنټري) واوښت. دغه شان د شوروي امپـریالــیزم  په ضد جهاد کې(۱۹۸۹-۱۹۷۹)، واشنګـټـن د جهاد د ادارې واک د اسلامــي پاکستان استخباراتـو تـــه ور په غــاړه کـړ، نه افغـانانــو ته. سعــودي عـربستان، امریکې او بـن لادن بلعـمل د شوروي اتحاد  په ضد جهاد کې ټــلوالـه جـوړه کـړې وه. په افغانستان کې د اسلام او عـیسویت دغې ګــډې پــروژې د اسلامي مـدرسو جـوړولو ته هم اړتیا لرله، ځکه  چې واشنګـټـن  ډاډه نه و چې په افغـانستان کې به د شــورویانـو اشغـال څـومــره دوام ولـري. پـه ګـوټـینـو لیـنـدیـو[   ] کې لیکل شوی متـن د ځیـرکیار دی، نه د  داود افـغـان.  ۲۵ اپـریل ۲۰۱۴

لـیکوال وپـیـژنئ
د منلي داود افغان په اړه داسې معلومات رارسیدلي دي: دی  یو خپلواک لیکوال دی او په منځني ختیز کې د لوې لوبې په اکله لیکنې کوي. د ده لیکنې د پښتون په ټـینګه ملت دوستۍ (نیشنلزم) ټینګار کوي. خو له بدې مرغې د غه هیواد دوستي ډیره مبهمه شوې ده، ځکه چې د بیخـرتې (سترې، عـظیمې) ايډیالوجیک محاصرې لاندې راغلې ده او  په اصطلاح د پاکستان د اسلامي تـظاهـر د بیــلابــیلو  ایــډیالوجیک داغـونو او پوښـونو له امله بــې شکــله شـوې ده. د داود افغان لیکنې  په دې راڅرخي چې تاریخي پـیـښو ته په ژوره سترګـورتـیا(بصارت) وکسي. دغه تاریخي پیښې د اوسني اسلامیـستي سیاست سره اړخ لګـوي او هغه حیـرانـوونکي دروغ  راسپـړي چې [لـه بـدې مـرغـې] د دواړو خـواو د پـښتنـو پـه منځ کې  ورتــه د واقـعـیـت پــه سـتـرګه کــتل کیـږي
د لــیکــــنـــــــې ډکـــــون
مـلت د ولس په ګــډو ارزښتونو (ژبه، کلتور،قــوم، ټبـر او تـاریخ) راڅرخي. په دې ډول، پښتون په تـاریخي لحاظ یو ځانګړې  سیاسي ملت دی چې  اوس ورتــه افغـان ملت ویــل کیـږي. په ټــول افغــان ملت کې غـیــرـ پــښتون افغـانان هم راځي ځکه چې ټـول د ګـډې خـاورې  او ګـډ حکـومت خاوندان دي. افغان – پښتون ملـتـیان  په پښتو [ژبه] او پښتونواله [ د ژوند طرز] د ژوند چاري تنظـیموي. خو د دوی وروڼه چې[ د برتانوي] پاکستان په حاکمیت کې استوګن دي، د پاکستاني  دولت د بې شرمانه او مخفي  پالیسیو په اوږدو کې  پـړوۍ په پـړوۍ د خپل ملي او ټولنیـز  پیـژاند تـوکمـونه( پښـتو ژبه او پښتونــولي) لــه لاسه ورکــوي او د پنجـابـیـزیـشـن او پاکستانــیـزیـشـن وزرې پــرې غــــوړیـږي
له بلې خوا،  د پاکستان د دولت مفکـوره [د تش په نامه] اسلامي ورورولۍ  له عقیدې نه الهام اخلي چې «مسلم امه» ورته ویل کیـږي[ یو مسلمان ته د بل مسلمان وینه ، عـزت او ملکیت حرام دی، خو  ناڅاپـي «اسلامي» پاکستان چې هیڅ ډول تاریخي هـویتي- حقوقي منبع یې نلرله، د انګـریزانو د پلان سره سم د افغانستان په خاوره او ملت خیټه واچوله]. د پاکستان د رامنځته کیدلو مفکوره په مسلمان  او غیر مسلمان ولاړه وه [او بلقـوه د غـیـر مسلمان سره په غلیمۍ  را چاپیره وه. تاریخپوهه فـون تانزلمَن په۲۰۰۷ کې لیکي چې «که جناح ته د پاکستان د پلار په سترګه کتل کیـږي، چرچل باید د پاکستان د تره مقام ولري، او له دې امله باید د سیاسي اسلام په راژوندي کولو کې د یوې مهمې څیرې مقام ولري.»] په دې ډول په برتانوي هند کې د «دوه ملتونو» نظریه [ټـو نیـشنـز تیوري] راووتله چې په ایمانوالانو او غیـر- ایمانوالانو را چاپیره وه. اسلام او اسلامي حکومت د  دوه ملتونو د نظریې  ډکون جوړوي، په دې ډول چې د ګاوڼډي افغانستان مسلمانان څه ناڅه د امریکایانو او هندیانو تر تاثیـر لاندې راغلي دي، او دغه وضعه  کیدی شې افغانان پخوانئ ټولنیزې مبدا( لکه هندو ییزم- بودیزم او زردشتي او یهودي دینونو)  ته بوځي. دا هغه څه دي چې د پنجاب  وسعت طلبه   امنیتي حاکم قـدرت یې طـالبانو تــه ورزده کـوي. د دغــه دریـځ لــه مخې د پاکستان اسلامي حکومت دا منطق وړاندې کوي چې د افغانستان په ضد د جهاد  او طالبیت چغـه لـوړه کړي، هلته د امریکایانو او هندیانو د اغـیز په ضد وجنګیـږي – په دې بهانه چې افغانان بیـرته روغ مسلمانان کــړي
خو د طالبانو په کچه،  ملت دوستان هـم شته چې پـوخ دلیل لري اوپه پاکستان کې د بې پښتون کولـو  او د پښتنو د بې هـویت کولو  د پالیسۍ په مقابل کې جنګیـږي. ملت دوستان مجبور دي چې د افغانستان د استحکام لپاره او په ټول افغانستان کې د کلک ملي دولت د جوړلولپاره په پاکستان کې  د بې پښتون کولو عملیه شڼـډه کړي. له دې امله، دلته د افغان- پښتون ملت د وستۍ  او د  اسلامیستانیانو تر منځ ټکر پروت دی. په لـومړئ ډله کې ټولنپال (سوشل) دموکراتان ، او دنــیوي( سیکـولر) اوخپلواک فکره روڼ انـدا ن شامــل دي، اوپــه دوهمه اسـلامیستــانئ ډلــه کې  اوسنـي طالــبان او پخـواني مجاهــدین راځي چې د پاکستان او سعـودي عـربــستان ملاتــړ ور ســره دی. ځینو پخوانيـو مجاهدینواوس په افغانستان کې  واکمنه پټـه جوړه کړې ده
د افغان ملت- دوستانو او اسلامیستانیانو تر منځ جګړې چې له ۳۵ کلونو راهیسې چلیـږي،  پښتون په دوه ډلو ویشلی دی: ملت- دوستان او اسلامیستانیان. افغان ملت- دوستان د افغانانو لپاره ملي ولسواکي غواړي، خو اسلامیستانیان چې د پاکستان او سعـودي عربستان په ټغـر ناست دي یو بل وژني،  تر هغه مهاله چې یو پښتون ژوندی پاتي شي. دغــه یواځینئ پښتـون به بیا پریکړه کوي چې افغانستان دې یو دنیوي(سیکولر) ملي دولت شي که یو عـرب  اسلامي دولت.  په بله وینا، ټـول  افغانستان به رامننځته شي یا متحده اسلامي امه
اوس نو دوه د یوبل سره مخالفې طرحې شته کیـږي: (۱) مسلم اخوانیت چې د پاکستان اسلامي جمهوریت به یې استازولي کوي، او (۲) پښتون ورورولي چې د افغانستان ملي دموکراتیک جمهوریت به یې استازولي کوي. اوس نـو  بــاید و څیـړو چې په کــومه طرحه کې عموماَ د پښتنو ګــټه خــونــدي شــوې  ده
د  پښتون ورورولۍ په طرحه کې به یو محکم او پـرمختللی افغانستان را منځته کیـږي. دغه ډول افغـانستان به پښتو ژبه او پښتونـولي پیاوړې کوي، یو ســوله دوست ملت به وي، غــني او مرفــه بـه وي، او پــه ځان متکي به وي. یــو محکم  مــتحد افغــانستان به پښتانه له تـرهـه ګرۍ نه وبــاسي، سولې ته به یې سیخ کړي، غربت او بدبختي به یې شڼډ کړي، او بلاخره به پښتانه  پخپله  خپل سیاسي  برخه لیک په لاس کې ونیسي
 خو د مُسلم ورورولۍ په طرحه (متحده مُسلم امه) کې به پښتانه  د تل لپاره یوه دریمه درجه طبقه پاتي کیـږي چې د پنجابیانو او عـربانو بوټــان به پــالــش کوي، د تل لپاره به  د پنجابیانو او د عـربانو د اسلامي سلطې او کپـیـټـلیزم (پانګوالۍ) جنګیالان وي. پښتانه به ډریوران، ساتونکي او پیره داران، او جارو کښان وي، او د جسمي زیارکښانو په څیر به په لاهـور، ګوجرانواله،کراچۍ ، دوبۍ، قـطر او سعـودي عـربستان کې اسـتـثـمـاریـږي. اخوان المسلمین  به  نه یواځې په خپلمنځه جګــړو او وژنــه کې لګــیا وي، بلکې  د پنجــابــیانو او عــربانــو په خاطــر بـه د پـښتــون وروڼـو سره  هــم په جنګ او وژنــه کې اخته وي او د دوی ښوونځــي، عــامه ځایـونه او سولــه یـیــز تمــدن به ویــجــاړوي
اخوان المسلمین به خپلمنځو وژونو ته ادامه ورکوي اوغټه هڅه به وکړي چې د خپلو پنجابي بادارانو د خوښۍ لپاره افغان ملت- دوستي(افغان نیشنلزم) کمزورې کړي. د پاکستان او سعـودي عربستان پـه حمایت او تمــویــل به د  پښتنــو پـه ښارونو او کــلیــوکې د اسلامـیستي موسسو له خوا د پښتـنو تــر منځ ویـنه تـویـونـه او وژنــه و غــځـیـږي. په اسلامـیستي مرکزونو کې به زموږ د ځوانانو ماغـزه د ځان وژنې د بـریدونو لپاره  ومینځل شي. په نورو محترمانه الفاظو، اسلامیستي مـرکزونه ملکـوتي/اسماني جنت ته د  خپلو ځان چاودونکو شهیدانولپاره د ننوتلو پټې دړې (دروازې) لري چې  دوه اویا (۷۲) ځوانو ملکـوتي /اسماني  حورو ته ورورسیـږي- خو د اسلامیستي جهاد د ځان وژنو او ځان چاودنو له امله به  د پښتون ورور په  کلی او باڼـډه کې پـیغـلې بې میـړه او بې مینې ژوند تیروي. د غه ډول اسلامیستي جهاد  چې ځان وژونه او ځان چاودونه یې چورلیـز جوړوي، د عـربانو د پیسو او کلتوري تسلط  په خدمت کې دی
د پښتون ورو د کورنیو د پـیغـلو برخه لیک به معمولاَ ډیـر غـمناک وي، ځکه دوی به د لاهـور او دوبۍ په تجارتي ځایونو کې د ډمو(فاحشو) په څیر هغـسې استـثماریـږي چې عـربان او پنجابیان یـې غـواړي.  د پښتـون ورور ماشومان به په اسلام اباد، راولپـیڼـډۍ او لاهور کې د عـربانو او پنجابیانو په تجارتي مرکزونو کې بوټان پا لش کوي
پښتانه به د نړۍ د سترو زروي او عسکري قدرتونو (لکه د روسي فـډریشن، د امریکې د متحد ایالتونو او په نسبتاَ څرګنده راتلونکی کې د ولسي چین) له خوا بمبار شي، په دې دلیل چې دوی به د اسلام د حفاظت او بري په نوم په غیـر- مسلمان ښارونو کې ځان چاودنې کوي، او دا هغه څه دي  چې په تیرو ۳۵ کالونو کې لیدل شوي دي.  پښتون به هیڅ ځای و نلري. نه به هیواد ولري، نه به دولت ولري. دا خو لا څه کوئ چې د اسلامیستو پښتنو پنجابي  باداران او اربابان به هم دوی ترهه ګران،  سپک  او وږي خلک اعلان کړي، که څه هم د پنجابیانو  په خدمت کې لګیا و.  نن  د پنجابیانو په شان،عـربان هم  موږ پښتنو ته په ټـیټه سترګه ګوري
ائ پښتنو! لطفاَ راشئ، په خیر راشئ! پردیان پـریـږدئ؛ د ځان په اړه وغـږیـږئ؛ د پښتو او پښتونوالې په اړه و ږغـیـږئ؛  خپل ملي دولت جوړ کړئ؛ خپل تمدن جوړکړئ؛ سوله ییز او متمدن شئ؛ د نورو د خوښۍ لپاره د پښتون ورور  پښتانه مه وژنئ؛ یـو شئ؛ او  خپل ځان ، خپل تاریخ، خپل کلچر، خپل سقوط او خپل خلاقیت او ابتکار وپیـژنئ
ائ پښتون ځوانانو!  لطفاَ خپلې رښتونې حورې (پـښتنې جینکۍ) د جنتي حورو (پـیغـلو عـرب او پنجابي جینکیو) په خاطر مه قـرباني کوئ. که تاسې نور په دې نړۍ کې نه یاستئ، پښتني جینکۍ به څه کوي؟ هغـوی و ساتئ!  د هغـوی عـزت او نیک نوم وساتئ، او مه پـریـږدئ چې هغـوی استـثمار شي کله چې تاسې په ځان وژونکي برید، بم چاودنې، یا په خپله سیمه کې د ترهه ګرۍ په  جګړه کې د خپل ګډون له امله وژل شوي یاستئ ! دا حماقـت دی! ستر حماقـت دی! د نوې نړۍ چلونه زده کړئ! خپـل  ماشومان او خپلې ښځې تعلیم ته پـریـږدئ! « د بـل چا د ګـټـو لپاره جـنـګـونه» تـم کړه!  « د خپل ځان د تخـریب لپاره جنګـونه» تم کړه!

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.