pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د سولې غوټۍ
     
ډاکټر عبدالقیوم مومند


سوله هغه غوټۍ ده چې لهٔ مودو راهيسې د افغان ولس پهٔ زړهٔ کې راټوکيدلې خولاتراوسه هم دا غوټۍ ګل شوې نهٔ ده. پلرونو پهٔ دې تمه ژوند کاوه چې د سولې دا غوټۍ به نن يا سبا ګل شي او دوي به د خپلو اولادونو سره د سولې پهٔ فضا کې ژوند وکړي، مسافر به بيرته خپلو کورونو ته ستانهٔ شي او ورورولي به بيرته ټينګه شي. پلرونه زاړهٔ شول او اولادونه پلرونه شول، خو د سولې غوټۍ ګل نشوه. پلرونو د سولې پهٔ ارمان لهٔ دې نړۍ نه ابدي نړۍ ته سفر وکړ او د سولې د غوټۍ د ګل کيدو دا ارمان يې اولادونو ته پاتې شو. اولادونه هم د سولې د غوټۍ د ګل کيدو پهٔ تمه ارمانجن لهٔ دې دنيا څخه ولاړل او لمسيان پلورنه شول، خو د سولې د غوټۍ د ګل کيدو لا کومه نخښه نشته او داسې بريښي  چې لمسي به هم ارماننجن لهٔ دې نړۍ څخه ولاړ شي او د ارمانونو کيسې به یې نور څوک ليکي، ځکه چې زه به هم ارمانجن لهٔ دې نړۍ تللی يم.
چې دا سوله به زموږ پهٔ سيمه او زموږ پهٔ خاوره کله راځي او زموږ د سولي دا غوټۍ به کله ګل کيږي. موږ څهٔ ګناه کړې ده چې موږ ته سوله نه راځي؟ موږ ولې خلک پهٔ ارام سره نهٔ پريږدي. هرڅوک مو وژنې، کورونه مو ورانوي او نسلونه مو تباه کوي. کافر مو د مسلمان پهٔ نوم وژنې او مسلمان مو د کافر پهٔ نوم وژني. زموږ غوښتنې خو ډيرې وړې دي. موږ پهٔ سابه، سوړسک او شړومبو هم وخت تيروو خو د چا راباندې هغه هم نهٔ لوريږي.
لوی څښتن ته چې پهٔ زاريو ناست يم نو سوال کوم چې زما پهٔ کور، کلي او هيواد کې سوله راولي. مسافرۍ ډير ستړی کړی يم، غواړم خپل کور او کلي ته ولاړ شم او په هغو خړو خاورو، وچو غرونو او د خټو پهٔ ديوالونو کې دا پاتې څو ورځې او شپې په! ارامتيا او خوشحالۍ سره تيرې کړم. خو نهٔ پوهيږم چې سوال مې ولې نهٔ قبليږي. ښايي ډير ګنهګار به يم چې لوی څښتن زما پهٔ زړهٔ کې د سولې د ارمانونو غوټۍ نهٔ ګل کوي. کله چې نوې مرګونه او ويجاړتيا ووينم نو الله ته سوال وکړم چې يا خو زموږ پهٔ زوړنو کې د سولې د ارمانونو غوټۍ ګل کړه، او یا خو دا دنيا ورانه کړه، چې نور د دې وحشت، ظلم او کړاو څخه خلاص شو. الله تعالی زما دا سوال هم نهٔ مني. زهٔ پهٔ دې پوهيږم چې زما د سولې د ارمانونو غوټۍ به هم ګل نشي او زهٔ به هم ارماني لهٔ دې دنيا څخه ولاړشم. خو کله چې د لوی څښتن حضور ته ودريدم او که د پوښتنې اجازه وه نو پوښتنه به وکړم چې زموږ د سولې د ارمانونو غوتۍ ولې نه ګل کيدې، کيدای شي چې ځواب په لاس راشي.
لوی څښتن عالم او لارښود دی.
سالت ليک سيټي، يوټا، د ۲۰۲۰ زيږديز کال د جولای ۱۷

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.